• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بدخشان کې د یوه کلي د مشر ټاکلو پر سر ناندریو کې ۲۲ تنه ټپیان شول

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۲۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۴۸ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې نن د یکشنبې په ورځ د بدخشان په یمګان ولسوالۍ کې ۲۲ کسان له هغه وروسته ټپیان شول، چې طالبانو د سیمه ییزو لاریون کوونکو پر وړاندې سخت غبرګون وښود. د سرچینو په وینا،« ځايي اوسېدونکي د طالبانو د ډزو او ګوزارونو له امله ټپیان شول.»

ځايي سرچینو نن یکشنبه د زمري ۲۶مه وویل چې د نښتې لامل د بدخشان یمګان ولسوالۍ په "کاوجو خان" کلي کې د طالبانو له خوا د «کلي مشر» په توګه د مطلوب کس د کار د دوام په وړاندې د اوسیدونکو نارضایتي او اعتراض و.

د کلي اوسیدونکي وايي چې ځایي خلک غوښتنه کوي د نوي کلي مشر د ټاکلو لپاره ټاکنې ترسره شي خو د طالبانو سیمه ییز چارواکي د خپلې خوښې کس د کار پر دوام ټینګار کوي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، شاوخوا نهه کسان چې په ډزو کې ټپیان شوي دي، وضعیت یې نازک ښودل شوی، چې د درملنې لپاره د بدخشان ولایت د فیض اباد مرکز او بهارک روغتیايي مرکزونو ته لیږدول شوي دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته د نښتې د ځینو ټپیانو عکسونه هم لېږلي دي.

د کلي د شاوخوا ۸۰ کورنیو د شکایت له مخې، خلک له غلام محمد څخه ناراضه دي، چې له کلونو راهیسې یې د "ارباب" په توګه کار کړی او د هغه پر ځای یې بل کس نومولی دی، چې "اکثریت" یې په اړه موافق دي.

اوسیدونکي وايي چې که څه هم خلک د اوسني "ارباب" د کار له دوام څخه خوښ نه دي، طالبان هغه په کلیوالو مسلط کوي.

سرچینې وايي چې اوسنی "ارباب" په یمګان کې د طالبانو د ولسوال ملاتړ له ځان سره لري.

ځایي اوسیدونکو وویل چې پخوا د کلي مشر، چې د ارباب په نوم هم پیژندل کیږي او د کلي شورا مشر و، د ټاکنو او خلکو د رایو له لارې ټاکل کېده.

طالبانو تر اوسه پورې د پیښې په اړه تبصره نه ده کړې.

د افغانستان په ډیری کلیو کې، "د کلي مشر" د خلکو د رایو او اجماع له لارې ټاکل کیږي خو د طالبانو ایډیالوژي د ټاکنو سخت مخالفت کوي.

طالبانو په بدخشان او د افغانستان په نورو ولایتونو کې له دې وړاندې هم مدني لاریونونه ځپلي دي.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

امرالله صالح: خلیلزاد له امریکايي موقعیت نه هڅه وکړه چې له اشرف غني د لېسې د وخت غچ واخلي

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۳۱ GMT+۱

د مخکیني جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح ویلي، چې خلیلزاد له خپل امریکايي موقعیت نه په استفادې هڅه وکړه چې له اشرف غني نه د لېسې د وخت د حقارتونو غچ واخلي. صالح وايي، د افغانستان په اړه د نوموړي فکر او چلند لا هم د قبیلوي او سیمه ییزو تړاوونو له کچې، نه دی پورته شوی.

امرالله صالح پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې له امریکايي مقام او بریاوو سره سره لا هم د افغانستان په اړه زلمی خلیلزاد د خپلو کوچنیو قومي او قبیلوي تړاوونو تر اغېز لاندې پاتې شوی دی.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې د خلیلزاد هڅې د شخصي او پخوانیو وختونو د غچ په نیت ترسره کیږي او دغه چلند د خلیلزاد مفکوره د کلي یا کوڅي د ملک تر کچې راټېټه کړې ده.

صالح وايي:« خلیلزاد له خپل امریکايي مقام څخه په ګټې اخیستنې هڅه وکړه، چې له پخواني ولسمشر محمد اشرف غني څخه د خپلې لیسې د وخت د حقارتونو غچ واخلي. د خلیلزاد هڅې که بریالۍ هم شي، خو هغه د یوې کوڅې یا کلي د ملک په کچه راټیټوي او د افغانستان په اړه ډیرې څرګندونې یې د کلي ملک له کچې هم ټیټې دي.»

د مخکیني ولسمشر مرستیال امرالله صالح ویلي، که له خلیلزاد څخه امریکايي تابیعت واخېستل شي، ښايي د سیاست او درک کچه یې د افغانستان د یو کلیوال او عادي کس تر کچې هم ټېټه وي.

صالح د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اړه دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د پاکستان په کوربه توب د طالب ضد سیاستوالو او په دغه هېواد کې د افغان ښځو په ګډون جوړېدونکې غونډې ته خلیلزاد تېره ورځ سخت غبرګون ښودلی و او ویلي یې دي، چې په اسلام اباد کې له یادې جوړېدونکې غونډې د پاکستان ملاتړ ناسم کار او قصدي پارونه ده.

ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي د طالبانو مخالفان «د سلطان محمود لټان» وبلل

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۲۰ GMT+۱

په جینوا کې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر کې افغان سفیر او دایمي استازی نصیر احمد اندېشه وايي، د طالبانو د سرپرست حکومت پای ته رسولو د دې ډلې د لابیګرانو او ټنبل اپوزیسیون درواغجن او تخیلي روایتونه پای ته ورسول. نصیر اندېشه د طالبانو اپوزیسیون ته د سلطان محمود د لټانو اصطلاح کارولې.

نصیر احمد اندېشه نن یکشنبه، د زمري ۲۶مه پر خپل اېکس ولیکل، چې «د تیرو دوو ورځو تر ټولو مهمه پېښه د کندهار امارت د لنډمهاله حکومت د پای ته رسیدو اعلان و، چې دې کار د دوو ډلو درواغجن او خیالي روایتونه پای ته ورسول».

نوموړي لیکلي:« لومړی د طالبانو لابيګران او توجیه کوونکي چې ادعا یې کوله دغه جوړښت لنډمهاله دی او باید د ټول شموله کیدو لپاره وخت ورکړل شي او دویم تنبل اپوزیسیون- د سلطان محمود لټان - چې د (سرپرست حکومت) لقب دوی ته د خبرو اترو "بیا احیاء" او د ځای او موقفد تدارک هیله ورکوله».

اندېشه وايي، «اوس چې د امیر النامعلوم ملک خداداد دارالاماره په یوه شفاهي امر، پرته له دې چې د اساسي قانون جوړېدو، ملي شورا او ټاکنو ته پام وشي، سرپرسته دوره ختمه اعلان کړه، نور د دې ادارې د مشروعیت جلب او دوام لپاره هېڅ دلیل او پلمه نه شته».

نوموړی زیاتوي، چې د دغه بهیر د دوام څرنګوالی او د طالبانو د نویو پرېکړو پر وړاندې کورني او نړیوال غبرګونونه به د افغانستان سیاسي راتلونکی وټاکي.

د طالبانو مشر ملاهبت الله د زمري ۲۴مې په مناسبت، چې پر کابل ددې ډلې د واک څلورم کال کیږي، په خپل یو پېغام کې له خپلې ډلې غوښتي، چې طالب وزیرانو او کابینې ته نور د سرپرست ټکی ونه کاروي.

پاکستان له افغانستان او متحده عربي اماراتو سره د سیالۍ لپاره خپله لوبډله اعلان کړه

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۴۹ GMT+۱

د پاکستان د کرېکټ بورډ د غوراوي کمیټې د یکشنبې په ورځ له افغانستان او متحده عربي اماراتو سره د درې اخیزې لوبلړۍ لپاره ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د پاکستان کرېکټ بورډ ویلي، چې اعلان شوې لوبډله له بدلون پرته په اسیا جام سیالیو کې هم لوبیږي.

د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ درې اړخیزه لوبلړۍ د اګسټ میاشتې پر ۲۹مه نېټه په شارجه کې پیلیږي او د سپټمبر میاشتې تر ۷مې نیټې به دوام وکړي.

پاکستان د کرېکټ بورډ له خوا په اعلان شوې لوبډله کې د سلمان علي اغا په لوبډلمشرۍ ابرار احمد، فهیم اشرف، فخر زمان، حارث رووف، حسن علي، حسن نواز، حسین طلعت، خوشدل شاه، محمد حارث، محمد نواز، محمد وسیم، صاحبزاده فرحان، صایم ایوب، سلمان میرزا، شاهین شاه اپریدی او صفیان مقیم د لوبډلې برخه دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ هم د درې اړخیزي لوبلړۍ او اسیا جام سیالیو لپاره د اګسټ په ۴مه نېټه ۲۲ کسیزه نوملړ اعلان کړې، خو د یادو سیالیو لپاره لا هم د افغان لوبډلې نوملړ نه دی وروستی شوی.

د اسیا جام سیالۍ د سپټمبر په ۹مه نېټه په عربي متحده اماراتو کې پیلږي او د همدې میاشتې تر ۲۸مې نیټې به دوام ولري.

د حقاني شبکې یوه قوماندان پر خپلو جنګیالیو د پاکستاني طالبانو د ملاتړ غږ کړی

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۳۳ GMT+۱

د حقاني شبکې د پخواني قوماندان مولوي سنګین ډلې یوه ډلګي مشر پر خپلو پلویانو غږ کړی، چې د بلوچستان د ژوب پېښې د مړو په انتقال او غچ اخېستونکي برید کې مرسته ور سره وکړي. حیات الله، چې په غلچکي تنګیوال مشهور دی، پر خپلو پلویانو غږ کړی « موږ یوازې مه ورپرېږدئ».

د مولوي سنګین خوریې او ددې ډلې د فاتح کاروان یوه پخواني قوماندان غلچکي تنګیوال د زمري پر ۲۴مه، چې پر کابل د طالبانو د تسلط له ورځې سره سمون خوري، د خپلې ډلې له غړو غوښتنه کړې، چې « ملګرو ته ضرورت دی، موږ یوازې مه ورپرېږدئ».

حیات الله «غلچکی تنګیوال» د حقاني شبکې د مولوي سنګین د ډلې اړوند فاتح کاروان جنګي قوماندان پاتې شوی چې په زیړوک ولسوالۍ کې یې هم یوه ډلګۍ لرله.

نوموړي پر ټولنیزو رسنیو په یوه پیغام کې ویلي، « هر مجاهد چې ځي، تکلیف به نه وي ورته، هیله ده، چې په دې سپیڅلي جهاد کې همکاري را سره وکړئ».

د اګست پر اوومه پاکستاني پوځ د پاکستاني طالبانو یوه ۳۳ کسیزه ډله، چې د پکتیکا له وړممۍ ولسوالۍ نه د بلوچستان د ژوب پر لور روانه وه، په سمبازه سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو له لارې په نښه کړه، چې یو شمېر کسان پکې ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

په وړممۍ کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د اګست پر اتمه جنګیالیو له ځینو کلینیکونو نه له ځان سره ډاکټران بوتلل، چې د پاکستاني طالبانو د ټپیانو درملنه وکړي.

د مولوي سنګین ډله له ټي ټي پي او نورو پاکستاني طالبانو سره په همکارۍ او په جګړو کې پر برخه اخېستنې تورنه ده او له همدې امله طالبانو ددې ډلې مشران، په ځانګړي ډول د سنګین ورور بلال فاتح، په کور کښېنولي دي.

د مولوي سنګین ډلې فاتح کاروان له پخوا راهیسې له ټي ټي پي سره د پاکستان د پوځ او امنیتي ځواکونو خلاف جګړو کې برخه درلوده.

طالبانو ددې ډلې یو شمېر غړي له وړاندې نیولي وو او د څرخي پله زندان ته یې لېږدولي وو.

طالبان وايي د ډالرو او تاریخي اثارو د قاچاق په تور یې ۴۰ تنه نیولي

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د سرحدي پولیسو ریاست وايي، چې په تېرو دوو اونیو کې یې ۴۰ تنه د امریکایي ډالرو او تاریخي اثارو د قاچاق او د ویزو د جعل په تور نیولي دي. د یاد ریاست په وینا، ددغو کسانو دوسیې له لومړنیو څیړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته سپارل شوې دي.

د طالبانو د سرحدي پولیسو ریاست نن یکشنبه د «زمري ۲۶مه» ادعا کړې، چې د دوی منسوبین هېچا ته اجازه نه ور کوي، چې د هېواد تاریخي او ملي ارزښتونه قاچاق کړي.

طالبانو دا نه ده په ډاګه کړې چې د څومره امریکايي ډالرو، یا هم څومره تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیول شوې او په کومو هوايي ډګرونو او یا هم په سرحدي بندرونو کې نیول شوي دي.

له دې وړاندې له افغانستان نه د امریکايي وسلو د قاچاق په اړه ګڼ رپوټونه ورکړل شوي او ددې ډلې غړي پکې ښکیل ګڼل شوي، خو طالبانو په دې برخه کې تر اوسه واضح اقدامات نه دي کړي او نه یې هم خپل کسان محکمې ته وړاندې کړي دي.