• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په هند کې د جمهوریت وروستی سفیر فرید ماموندزی کابل ته ستون شوی

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۱۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت اعلان وکړ، چې دیاد وزارت وزیر مولوي عبدالکبیر په هند کې د پخواني جمهوریت له وروستي سفیر فرید ماموندزي سره په خپل دفتر کې ولیدل. عبدالکبیر وايي، د طالبانو له ټولبښنې وروسته د پخوانیو مسوولیتونو له امله څوک له چا پوښتنه نه شي کولای.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت نن یکشنبه د «زمري ۲۶مه» وویل، چې د یاد وزارت وزیر عبدالکبیر په هند کې د پخواني حکومت سفیر فرید ماموندزي ته ښه راغلاښت ووایه، او زیاته یې کړه، چې افغانستان د ټولو افغانانو کډ کور دی او کولای شي هېواد ته راستانه شي.

د طالبانو کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزیر ویلي:« د اسلامي نظام د حاکمیت په وړاندې دښمني پای ته رسیدلې او نور به له افغانستان څخه نړۍ ته هیڅ زیان ونه رسیږي.»

طالبانو د کډوالو چارو وزارت د فرید ماموندزي په حواله لیکلي، چې نوموړي په خپلو خبرو کې د طالبانو له همکارۍ خوښي څرګنده کړه او د امنیت په ګډون یې اوسني مثبت بدلونونه د افغانستان د راتلونکي لپاره مهم وبلل.

فرید ماموندزي وویل:« هر ډول مرسته چې یې له لاسه کېږي، د افغانستان د خلکو لپاره به یې ونه سپموي.»

فرید ماموندزي شاوخوا دوه کاله وړاندې په هند کې د افغانستان د سفیر له دندې استعفا وکړه او په لندن کې مېشت شو.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په کابل کې څلور کسان د غلا او زنا په تور په درو وهلو او زندان محکوم کړل

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۱۲ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې یکشنبه (د زمري ۲۶مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې یوه ښځه او درې نارینه یې د غلا او زنا په تور هم په درو وهلي او هم یې په بند محکوم کړي دي.

د طالبانو د کابل ولايت ښاري ابتدایه محکمې جزا دېوان او چهاراسياب ولسوالۍ ابتدایه محکمې د پرېکړو له مخې، د روان کال د زمري ۲۳مه او زمري ۲۵مه نېټه د يوې ښځې په ګډون څلورو کسانو ته د غلا او زنا په جرم سزا ورکړل شوې.

د یادې ډلې،‌ ښاري ابتدایه محکمې جزا دېوان او ابتدایه محکمې درې کسان هر یو په ۳ کاله تنفيذي بند او هر یو ۳۹ درو محکوم کړ، دغه ډول یې څلورم کس په یوه کال تنفيذي بند او ۳۹ دُرو وهلو سزا محکوم کړ.

دا سزاګانې به د طالبانو د سترې محکمې تر منظورېدو وروسته پلي شي.

د طالبانو سیاسي استازولۍ خپله واکمني د افغانانو لپاره «لوی غنیمت»‌ ګڼي

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۳۶ GMT+۱

په یو شمېر هېوادونو کې د طالبانو سیاسي استازولیو په بېلابېلو غونډو کې د افغانانو لپاره خپل حکومت «لوی غنیمت» ګڼلی. د دغه ډلې د څلورمې کلیزې په مناسبت ډېرو لوړ پوړو طالبانو ویلي چې افغانان باید په دې «نعمت» شکر وباسي.

په ترکیه کې د طالبانو سفیر سمیع‌الله فرهمند په افغان سفارت کې جوړې شوې غونډې ته ویلي چې اوسنی نظام له ډېرو سرښندونو او صبر وروسته افغانانو ته ورپه برخه شوی دی.

نوموړي ویلي: «امنیت او اوسنی نظام د الله پاک لوی نعمتونه دي او باید د هېواد په پرمختګ او ابادۍ کې ترې ګټه واخېستل شي.» په دې غونډه کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت استازو او ډیپلوماټانو هم ګډون کړی و.

په ورته وخت کې په پاکستان کې د طالبانو د حکومت سفارت هم ویلي چې د خپلې واکمنۍ د کلیزې په مناسبت یې لویه غونډه جوړه کړې وه.

د دغه سفارت د معلوماتو له مخې په غونډه کې د پاکستان ګڼو چارواکو او سیاسیونو، اسلام اباد کې مېشتو د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او ډيپلوماټانو، علماوو، خبریالانو، زده‌کړیالانو، کډوالو او د فرهنګي ټولنې استازو ګډون کړی وو.

طالبان په داسې حال کې په کور دننه او بهر د خپلې واکمنۍ څلورمه کلیزه نمانځي او په خپلو لاسته راوړنو ویاړي چې د همدې کلیزې په مناسبت ملګرو ملتونو او ځینو هېوادونو په پیغامونو کې له دوی غوښتي چې د بشري حقونو وضعیت ته دې جدي پام وکړي.

طالبانو په افغانستان کې له بیا واک ته رسېدو سم د خلکو په ځانګړي توګه پر افغان میرمنو او نجونو پراخ محدیتونه ولګول چې له کبله یې له جدي نیوکو سره مخامخ دي؛ خو دوی بیا په کراتو ویلي چې په افغانستان کې د ټولو په ځانګړي توګه د ښځو حقونه د دوی په ټکو د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

د بې وزلۍ او بې روزګارۍ اوج؛ سهیل شاهین بیا هم د طالبانو رژیم ستر نعمت بولي

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۵۸ GMT+۱

په دوحه کې د طالبانو سفارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د زمري ۲۴مه د قطر میشتو افغانانو په ګډون په ترانو او شعرونو ونمانځله. سهیل شاهین په دې مراسمو کې وویل: «دا ورځ د قربانیو پایله او د ویاړ ورځ ده، باید د هېواد د پرمختگ لپاره گټه ترې پورته شي».

په دوحه کې د افغانستان سفارت او فرهنگي اتشې په گډه همکارۍ د زمري۲۴مه د قطر مېشتو افغانانو په گډون وتمانځله.

په دې مراسمو کې سهیل شاهین ویلي چې باید په هېواد کې له امینت څخه د هېواد د پرمختگ لپاره گټه پورته شي.

څلور کاله وړاندې د زمري پر ۲۴مه نېټه طالبان د دوهم ځل لپاره پر افغانستان واکمن شول. تر دې وروسته په افغانستان کې بېوزلي او بې روزګاري ډېره شوې، چې په لویه کچه کډوالي پرې دپاسه یو بل ناورین دی.

طالبان وایي، په بانکونو د خلکو باور یو ځل بیا ډېر شوی

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۴۶ GMT+۱

تازه د طالبانو تر ادراې لاندې د افغانستان بانک اعلان کړی چې په تېرو درېیو میاشتو کې په بانکي سکټور کې د خلکو د امانتونو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د دغه بانک له لوري نن یکشنبه د ( زمري ۲۶مه) په خپور شوي بیان کې راغلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې تر ۷ مېلیارده افغانیو زیات امانتونه د بانکي سکټور له لارې ثبت شوي دي.

د بیان له مخې د زیاتوالي دغه کچه ښیي چې د هېواد مالي او بانکي نظام په تدریجي توګه د ثبات پر لور روان دی. ادعا شوي چې د باور د کچې د زیاتېدو لامل د شفافو بانکي خدمتونو او د پیسو د راکړې ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کېدل دي.

د اقتصادي چارو پوهان په بانکونو د خلکو د باور د کچې لوړېدل مثب ګام بولي؛ خو وايي د بانکي سکټور اعتبار تر ډېره له نړۍوال بانکي سېسټم سره د ښو او ډاډمنو اړیکو سره تړلې موضوع ده چې دا مهال افغانستان د سیاسي ثبات له کبله په دې برخه کې له ستونزو سره مخامخ دی.

طالبانو د برېښنا د لېږد مرکزونو ته هم جهادي نومونه غوره کړي

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۱۹ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت د څه باندې ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د «نورالجهاد» په نامه د سب سټېشن د بیا رغونې او له دغه سټېشنه نورو هغو ته د برېښنا مزو د غځولو تړون لاسلیک کړی دی.

یاد تړون له خصوصي شرکتونو سره شوی چې له مخې به یې په نورالجهاد سب سټېشن کې د مزو غځولو چارې پراخې او له همدغه سټېشنه به تر پل هاشمي او د حوت ۲۴ مې شهیدانو سټېشن پورې۲۲۰ کېلوولټ د برېښنا مزي وغځول شي.

طالبان په افغانستان کې بیا واک ته له رسېدو سره سم د ځینو ځایونو نومونه بدل کړل.

د همدې لړۍ په دوام طالبانو وړاندې د افغانستان د قول اردوګانو نومونه هم بدل کړي او تر ډېره له مذهبي نومونو لکه خالد ابن وليد، منصوري، البدر، الفاروق، الفتح، عزم او عمري کارولي چې وړاندې د دغې ډلې د مختلفو ګروپونو نومونه وو.

د قول اردو ګانو د نومونو تر بدلولو وروسته، طالبانو د کورنيو چارو وزارت اړوند د اتو امنيتي زونونو پخواني تاريخي نومونه او کوډونه هم لرې او پر ځای يې ځینې عربي نومونه غوره کړي دي.