طالبان وایي، په بانکونو د خلکو باور یو ځل بیا ډېر شوی

تازه د طالبانو تر ادراې لاندې د افغانستان بانک اعلان کړی چې په تېرو درېیو میاشتو کې په بانکي سکټور کې د خلکو د امانتونو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

تازه د طالبانو تر ادراې لاندې د افغانستان بانک اعلان کړی چې په تېرو درېیو میاشتو کې په بانکي سکټور کې د خلکو د امانتونو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د دغه بانک له لوري نن یکشنبه د ( زمري ۲۶مه) په خپور شوي بیان کې راغلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې تر ۷ مېلیارده افغانیو زیات امانتونه د بانکي سکټور له لارې ثبت شوي دي.
د بیان له مخې د زیاتوالي دغه کچه ښیي چې د هېواد مالي او بانکي نظام په تدریجي توګه د ثبات پر لور روان دی. ادعا شوي چې د باور د کچې د زیاتېدو لامل د شفافو بانکي خدمتونو او د پیسو د راکړې ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کېدل دي.
د اقتصادي چارو پوهان په بانکونو د خلکو د باور د کچې لوړېدل مثب ګام بولي؛ خو وايي د بانکي سکټور اعتبار تر ډېره له نړۍوال بانکي سېسټم سره د ښو او ډاډمنو اړیکو سره تړلې موضوع ده چې دا مهال افغانستان د سیاسي ثبات له کبله په دې برخه کې له ستونزو سره مخامخ دی.


د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت د څه باندې ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د «نورالجهاد» په نامه د سب سټېشن د بیا رغونې او له دغه سټېشنه نورو هغو ته د برېښنا مزو د غځولو تړون لاسلیک کړی دی.
یاد تړون له خصوصي شرکتونو سره شوی چې له مخې به یې په نورالجهاد سب سټېشن کې د مزو غځولو چارې پراخې او له همدغه سټېشنه به تر پل هاشمي او د حوت ۲۴ مې شهیدانو سټېشن پورې۲۲۰ کېلوولټ د برېښنا مزي وغځول شي.
طالبان په افغانستان کې بیا واک ته له رسېدو سره سم د ځینو ځایونو نومونه بدل کړل.
د همدې لړۍ په دوام طالبانو وړاندې د افغانستان د قول اردوګانو نومونه هم بدل کړي او تر ډېره له مذهبي نومونو لکه خالد ابن وليد، منصوري، البدر، الفاروق، الفتح، عزم او عمري کارولي چې وړاندې د دغې ډلې د مختلفو ګروپونو نومونه وو.
د قول اردو ګانو د نومونو تر بدلولو وروسته، طالبانو د کورنيو چارو وزارت اړوند د اتو امنيتي زونونو پخواني تاريخي نومونه او کوډونه هم لرې او پر ځای يې ځینې عربي نومونه غوره کړي دي.

اصلاحیه: سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د زوی حبیب الرحمن حکمتیار، د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي په ګډون به یو شمېر سیاستوال، مدني فعالان او د ښځو د حقونو ملاتړې به د اګسټ میاشتې په پای کې د پاکستان له حکومتي چارواکو سره ناسته وکړي
د مالوماتو پر بنسټ دا ناسته ښايي د اګسټ میاشتې په ۲۵مه او یا هم ۲۶مه نېټه په اسلام اباد کې وشي. افغانستان انټرنشنل – پښتو ته د دغه ناستې د افغان ګډونوالو په نومونو کې د مخکني جمهوریت د اقتصاد وزیر مصطفی مستور، د پخواني لوړ پوړي ډېپلوماټ نصیر احمد اندېشه، د تخار د پخواني والي مولوي عبدالله قرلق او د خبریالې زهرا جویا نومونه هم شامل دي.
فوزیه کوفي تر دې څو میاشتې دمخه لا پاکستان ته تللې وه او هلته یې د دغه هېواد د چارواکو تر څنګ د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو سره هم لیدنې کتنې کړې وې. ځینو کسانو لا دا هم یاده کړې وه چې د نوموړې اړیکې له پاکستان سره خوږې شوي دي.
لا تر اوسه د دغه ناستې په تړاو نور جزییات نه دي په ډاګه شوي او نه یې هم د اجنډا په تړاو څه ویل شوي، خو د نوملړ له مخې څرګندېږي چې دا ناسته د طالبانو له مخالفو جهتونو سره کېږي. حبیب الرحمن حکمتیار وخت ناوخت طالبان ننګوي او د دغه ډلې د پرېکړو پر ضد دریځ نېسي. همدا راز په نوملړ کې نور شامل کسان هم د طالبانو ضد سیاسي او مدني څېرې بلل کېږي.
د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ د اختلاف تر ټولو لوی ټکی د افغانستان په خاوره کې د «ټي ټي پي» وسله والو شتون دی چې پاکستان ترې هر وخت شکایتونه کوي. باورونه دا دي چې ښايي پاکستان پر افغان طالبانو د فشار راوړلو لپاره د دغه ډلې یو شمېر مخالفو جبهو او خوځښتونو سره راشه درشې ډېرې کړي.
له پاکستان سره د طالبانو د مخالفو سیاستوال ناستې ولاړې طالبانو ته پېغام رسوي چې اسلام اباد او نورۍ نړۍ د دوی پر ځای د افغانستان په تړاو له نورو ادرسونو سره هم تعامل او خبرې اترې کولای شي. په دې وروستیو کې د ملي مقاومت جبهې په ګډون یو شمېر نورو لوړ پوړو سیاستوالو هم د پاکستان په تړاو نرم دریځونه غوره کړي او انګېرنې دا دي چې ښايي په افغانستان کې د طالبانو د ځپلو لپاره غواړي د اسلام اباد ملاتړ هم ترلاسه کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې اېکس پاڼه د طالبانو د څلورمې کلیزې په مناسبت د موټرو د یوه نسبتا اوږد کاروان ویډیو خپره کړې او ادعا یې کړې چې خلکو په دا ډول مراسمو کې په پراخه کچه ګډون کړی دی.
نوموړي ویلي: «د ازادۍ او فتحې د ورځې ولسي او ملي ملاتړ او د خلکو پراخ ګډون اوخوښۍ جوتوي چې له بې ساري ولسي محبوبیت څخه برخمن یو».
دا په داسې حال کې چې د کابل په څه باندې شپږ میلیوني ښار کې پخپله له طالبانو ور اخوا د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کلیزې مناسبت کومه لویه ولسي غونډه نه ده جوړه شوې.
د افغانستان انټرنشل- پښتو د موندونو پر بنسټ له کابل ور اخوا د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کلیزې په مناسبت د طالبانو له لارښوونې او مداخلې پرته کومه ولسي غونډه نه ده ترسره شوې.
په ډېری هغو ویډیو ګانو او انځورونو کې چې طالبان او یا یې پلویان لاس په لاس کوي داسې نه ښکاري چې ولس دې په پراخه کچه د طالبانو د واکمنۍ د کلیزې په مناسبت مراسمو کې ګډون کړي وي.
په ورته وخت کې افغانستان انټرنشل- پښتو ته د ځینو کسانو دا اعتراضونه هم رارسېدلي چې د طالبانو لخوا ورته په مراسمو کې د ګډون په اړه سپارښتنې شوې وې.
په ننګرهار کې یو هټیوال وايي، طالبانو پرې په زور خپل بیرغ د دوکان په سر ځړولی دی.
له دې ټولو سره سره د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د ولسي پراخ ګډون له ادعا یو ګام وړاندې دا هم ویلي چې ملت اوس خپل اصلي مشران او خواخوږي ښه درک کړي او په ټکو یې نور به د کومې شومې دسیسې ښکار نه شي.

د ایران خراسان ولایت د بهرنیانو او کډوالوچارو رییس جعفر سید ابادي وايي، هره ورځ له دریو تر څلورو زرو پورې افغان کډوال افغانستان ته استول کېږي. دې ایراني چارواکي زیاته کړې، چې د بې اسنادو افغان کډوالو د شړلو لړۍ به د روان لمریز کال د وږي تر میاشتې پورې دوام ولري.
جعفر سید ابادي د زمري د میاشتې پر ۲۵مه نېټه اعلان وکړ، چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې تر اوسه ۸۴۴ زره بې اسناده افغان کډوال د دوغارون له لارې افغانستان ته استول شوي دي.
دې ایراني چارواکي ټینګار وکړ، چې بې اسناده کډوال کولای شي د وږي تر میاشتې پورې د خپلو کورونو حسابونه او نور معاملات تصفیه کړي.
طالبانو هم په وروستیو کې راپور ورکړی، چې ایران په تېرو دریو میاشتو کې یو میلیون او ۸۰۰ زره کډوال افغانستان ته ورستانه کړي دي.

په خپلو حقونو پسې سرګرانه لسګونه افغان متقاعدینو یو ځل بیا په کابل کې اعتراض کړی او د طالبانو پر حکومت یې نیوکې کړي چې خپل مشروع حقونه لا نه ورکوي. وایي، دا څلور کاله کېږي چې څوک یې غږ نه اوري او طـالبانو یې پر غوښتنو غوږونه کاڼه کړي دي.
دوی چې پرون شنبه د ( زمري ۲۶مه) په کابل کې د تقاعد ریاست مخې ته راټول شوي وو، وايي څلور کاله کیږي چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره اعتراضونه کوي؛ خو چا پرې غوږ نه دی ګرولی.
د متقاعدینو له ډلې عبدالواسع وايي، څلور کاله تیر شول او نه پوهیږي چې لا به نور څومره صبر کوي.
نوموړی زیاتوي، د تقاعد ریاست مسولین یې نن په سبا غولوي او په حقونو یې سترګې پټې کړي دي.
د دغه لسګونه متقاعدینو په وینا چې وروستی اعتراض یې ځکه د طالبانو د واکمنۍ له څلورمې کلیزې سره هممهاله کړی، چې ګوندې غږ یې د طالبانو حکومت تر مشرانو ورسیږي.
دغه پخواني دولت مامورین هوډ لري تر هغه چې یې حقونه نه وي ورکړل شوي خپلو اعتراضونو او غونډو ته به دوام ورکړي.
په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې متقاعدینو په وار وار د تقاعد حق اخیستلو لپاره د کابل د تقاعد ریاست مخې ته راغونډ شوي، چې خپل هغه حق ترلاسه کړي چې د ماموريت پر مهال به يې له تنخوا څخه د دولت خزانې ته ورکاوه.
د طالبانو حکومت بیا ویلي، چې متقاعدین باید د خپلو حقونو د ثابتولو لپاره ځانګړې محکمې ته مراجعه وکړي. د طالبانو د مالیې وزارت بیا ویلي و، چې د دغې ډلې د مشر ملاهبت الله د فرمان پر بنسټ د ټاکل شويو اصولو له مخې متقاعدینو ته د تقاعد حقونو د ورکړې پرېکړه شوې ده؛ خو متقاعدین بیا نیوکه کوي، چې اړونده ادارې دغه امر نه مني.