• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالباني بندیزونو سره مخ افغانستان؛ پر کابل واکمن ادعا لري چې محبوبیت یې ډېر شوی

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۲۴ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې اېکس پاڼه د طالبانو د څلورمې کلیزې په مناسبت د موټرو د یوه نسبتا اوږد کاروان ویډیو خپره کړې او ادعا یې کړې چې خلکو په دا ډول مراسمو کې په پراخه کچه ګډون کړی دی.

نوموړي ویلي: «د ازادۍ او فتحې د ورځې ولسي او ملي ملاتړ او د خلکو پراخ ګډون اوخوښۍ جوتوي چې له بې ساري ولسي محبوبیت څخه برخمن یو».

دا په داسې حال کې چې د کابل په څه باندې شپږ میلیوني ښار کې پخپله له طالبانو ور اخوا د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کلیزې مناسبت کومه لویه ولسي غونډه نه ده جوړه شوې.

د افغانستان انټرنشل- پښتو د موندونو پر بنسټ له کابل ور اخوا د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کلیزې په مناسبت د طالبانو له لارښوونې او مداخلې پرته کومه ولسي غونډه نه ده ترسره شوې.

په ډېری هغو ویډیو ګانو او انځورونو کې چې طالبان او یا یې پلویان لاس په لاس کوي داسې نه ښکاري چې ولس دې په پراخه کچه د طالبانو د واکمنۍ د کلیزې په مناسبت مراسمو کې ګډون کړي وي.

په ورته وخت کې افغانستان انټرنشل- پښتو ته د ځینو کسانو دا اعتراضونه هم رارسېدلي چې د طالبانو لخوا ورته په مراسمو کې د ګډون په اړه سپارښتنې شوې وې.

په ننګرهار کې یو هټیوال وايي، طالبانو پرې په زور خپل بیرغ د دوکان په سر ځړولی دی.

له دې ټولو سره سره د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د ولسي پراخ ګډون له ادعا یو ګام وړاندې دا هم ویلي چې ملت اوس خپل اصلي مشران او خواخوږي ښه درک کړي او په ټکو یې نور به د کومې شومې دسیسې ښکار نه شي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

ایرانی چارواکی: هره ورځ د دوغارون بندر له لارې زرګونه افغانان خپل هېواد ته استول کېږي

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۱۷ GMT+۱

د ایران خراسان ولایت د بهرنیانو او کډوالوچارو رییس جعفر سید ابادي وايي، هره ورځ له دریو تر څلورو زرو پورې افغان کډوال افغانستان ته استول کېږي. دې ایراني چارواکي زیاته کړې، چې د بې اسنادو افغان کډوالو د شړلو لړۍ به د روان لمریز کال د وږي تر میاشتې پورې دوام ولري.

جعفر سید ابادي د زمري د میاشتې پر ۲۵مه نېټه اعلان وکړ، چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې تر اوسه ۸۴۴ زره بې اسناده افغان کډوال د دوغارون له لارې افغانستان ته استول شوي دي.

دې ایراني چارواکي ټینګار وکړ، چې بې اسناده کډوال کولای شي د وږي تر میاشتې پورې د خپلو کورونو حسابونه او نور معاملات تصفیه کړي.

طالبانو هم په وروستیو کې راپور ورکړی، چې ایران په تېرو دریو میاشتو کې یو میلیون او ۸۰۰ زره کډوال افغانستان ته ورستانه کړي دي.

په هسپانیا کې ۱۴ ځایه اورونه بل شوي او نور هم پسې پراخېږي

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۳:۵۳ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس (د زمري ۲۵مه) لیکلي، چې هسپانیا تازه په تازه له لویو اورونو سره مبارزه کوي. چارواکو خبرداری ورکړی، چې د اور د کنټرول لپاره شرايط برابر نه دي. تر دې مهاله ۷ کسان مړه شوي او پراخې ځمکې یې سوځولي دي.

په ګالیسیا کې څو اورونه سره یو ځای شول، چې له امله یې سړکونه او اورګاډو پټلۍ وتړل شوې. لومړي وزیر پېدرو سانچېز خبرداری ورکړ، چې د نویو اورونو ګواښ هم شته.

ډېر اورونه په کستیا او لیون کې بل شوي، چې په څو ساعتونو کې زرګونو هيکټاره ځمکو ته غځېدلی، خو اوس لږ ورو شوي دي.

په هسپانیا کې سږ کال تر دې دمه تر ۱۵۷ زره هيکټاره ډېر ځنګلونه سوځېدلي دي.

د طالبانو کاڼه غوږونه؛ متقاعدین څلور کاله پرله‌پسې اعتراضونه کوي، خو غږ یې نه اورېدل کېږي

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۳:۴۵ GMT+۱

په خپلو حقونو پسې سرګرانه لسګونه افغان متقاعدینو یو ځل بیا په کابل کې اعتراض کړی او د طالبانو پر حکومت یې نیوکې کړي چې خپل مشروع حقونه لا نه ورکوي. وایي، دا څلور کاله کېږي چې څوک یې غږ نه اوري او طـالبانو یې پر غوښتنو غوږونه کاڼه کړي دي.

دوی چې پرون شنبه د ( زمري ۲۶مه) په کابل کې د تقاعد ریاست مخې ته راټول شوي وو، وايي څلور کاله کیږي چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره اعتراضونه کوي؛ خو چا پرې غوږ نه دی ګرولی.

د متقاعدینو له ډلې عبدالواسع وايي، څلور کاله تیر شول او نه پوهیږي چې لا به نور څومره صبر کوي.

نوموړی زیاتوي، د تقاعد ریاست مسولین یې نن په سبا غولوي او په حقونو یې سترګې پټې کړي دي.

د دغه لسګونه متقاعدینو په وینا چې وروستی اعتراض یې ځکه د طالبانو د واکمنۍ له څلورمې کلیزې سره هم‌مهاله کړی، چې ګوندې غږ یې د طالبانو حکومت تر مشرانو ورسیږي.

دغه پخواني دولت مامورین هوډ لري تر هغه چې یې حقونه نه وي ورکړل شوي خپلو اعتراضونو او غونډو ته به دوام ورکړي.

په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې متقاعدینو په وار وار د تقاعد حق اخیستلو لپاره د کابل د تقاعد ریاست مخې ته راغونډ شوي، چې خپل هغه حق ترلاسه کړي چې د ماموريت پر مهال به يې له تنخوا څخه د دولت خزانې ته ورکاوه.

د طالبانو حکومت بیا ویلي، چې متقاعدین باید د خپلو حقونو د ثابتولو لپاره ځانګړې محکمې ته مراجعه وکړي. د طالبانو د مالیې وزارت بیا ویلي و، چې د دغې ډلې د مشر ملاهبت الله د فرمان پر بنسټ د ټاکل شويو اصولو له مخې متقاعدینو ته د تقاعد حقونو د ورکړې پرېکړه شوې ده؛ خو متقاعدین بیا نیوکه کوي، چې اړونده ادارې دغه امر نه مني.

اسراییلي پوځ ګواښ کړی چې د غزې اوسېدونکي به جنوبي سیمو ته ولېږدوي

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۳:۳۴ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس (د زمري ۲۵مه) د سراييلي پوځ په حواله لیکلي، تر یکشنبې ورځې وروسته به د غزې اوسېدونکو ته خېمې او د اوسېدو نور وسایل ورکړل شي، چې هغوی له جنګي سیمو څخه په خوندي ډول د غزې جنوبي برخو ته ولېږدول شي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې تر عملیاتو وړاندې به ملکي وګړي خوندي سیمو ته لېږل کېږي.

ملګرو ملتونو د دې کار ستاینه وکړه، خو خبرداری یې ورکړ چې دغه لېږد به د خلکو کړاوونه نور هم زیات کړي، ځکه په غزه کې هیڅ ځای هم خوندي نه دی.

فلسطیني ډلو دغه پلان غندلی دی، د اسلامي جهاد ډلې ویلي، چې دا کار د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی. په ورته وخت کې اسراییلي ځواکونو په غزه کې عملیات پراخ کړي او د زیتون او شجاعیه سیمو کې درنې بمبارۍ هم شوي دي.

طالبانو د بلخ د یوې سیمه ییزې ادارې په انګړ کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جومات جوړ کړ

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۳۱ GMT+۱

طالبانو د بلخ ولایت د کرنې ریاست په انګړ کې د ۶.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یو جومات جوړ کړی دی. د روان کال په وري میاشت کې د بلخ د طالبانو والي د خپل دفتر په انګړ کې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده په نوم هم یو جومات جوړ کړی.

د بلخ لپاره د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر د شنبې په ورځ (د زمري ۲۵مه) ویلي، چې دا جومات د یوسف وفا په امر او د ملي سوداګرو په مالي ملاتړ جوړ شوی دی.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې یاد جومات د ۴۵۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري او هغه جومات چې د طالبانو والي د خپل دفتر په انګړ کې جوړ کړی د ۲۵۰ کسانو ظرفیت لري.

طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د دولتي دفترونو په انګړ کې د میلیونونو افغانیو په لګښت لسګونه جوماتونه جوړ کړي دي.

طالبان دغه جوماتونه په داسې حال کې جوړوي، چې د هېواد له نیمایي څخه ډېر نفوس په خورا بېوزلۍ کې ژوند کوي او په میلیونونه خلک پر بشري مرستو تکیه کوي.