جګړهییزې ناندرۍ: محسن نقوي وایي پاکستان د هند د شپږو غورځول شویو الوتکو ویډيويي شواهد لري

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي، چې د اسلاماباد او نوي ډیلي ترمنځ په وروستۍ نښته کې د هند د شپږو غورځول شویو الوتکو ویډيويي شواهد لري.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي، چې د اسلاماباد او نوي ډیلي ترمنځ په وروستۍ نښته کې د هند د شپږو غورځول شویو الوتکو ویډيويي شواهد لري.
محسن نقوي د یکشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) په پاکستان کې «د هند پر وړاندې د پاکستان د پوځي او ډيپلوماټيکو بریاوو د نړۍوالو اغېزې» تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې وویل، د پاکستان استخباراتي او دفاعي ځواک له هندي ځواکونو غوره دي.
نقوي په دې سیمینار کې وویل، «موږ د هند د شپږو وېشتل شویو الوتکو ویډیوګانې لرو.» د نوموړي په وینا، په هغه وخت کې پرېکړه شوې وه تر هغه چې له ساحې شواهد ترلاسه نشي هېڅ اعلان به نه کېږي، خو «باور وکړئ، موږ دا په څو دقیقو کې ترلاسه کړل.»
نقوي د پاکستان استخباراتي ادارې وستایلې چې د یادې نښتې پر مهال یې پر وخت معلومات برابر کړل. هغه وویل: «په هند کې هره پرېکړه او هره الوتنه چې کېده، موږ مخکې له مخکې پوهېدو.»
د یادونې وړ ده، چې هند هم د پاکستان د شپږو الوتکو د وېشتلو خبره کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د پاکستان د پوځ لوی درستیز سید عاصم منیر خبرداری ورکړی، چې که هر څوک د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا وګواښي او یا هم پرې تېری وکړي، له هېڅ ډول ځنډ یا محدودیت پرته به «ډېر سخت او د متقابل لوري پر تله سخت ځواب ورکړل شي».
د ویلو ده چې، په کشمیر کې د وسله والو په برید کې د یو شمېر سیلانیانو له وژل کېدو وروسته هند د مې پر ۷مه پر پاکستان برید وکړ او پاکستان هم ځوابي برید وکړ، چې په دې څو ورځنۍ جګړه کې دواړو خواو ته مرګژوبله هم واوښته.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني استازي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبان اوس قوي دي او په بهر کې مخالفان د دې ډلې لپاره ګواښ نه ګڼل کیږي. اصف دراني زیاته کړه چې راتلونکی به دا وښيي چې ایا پاکستان به د طالبانو لپاره د بدیل د رامنځته کولو هڅه وکړي که نه.
اصف دراني نن د یکشنبې په ورځ، د زمري ۲۶مه په "دیدګاه" خپرونه کې د طالبانو د مخالفانو په تړاو د اسلام اباد د دریځ، له امریکا سره د پاکستان د اړیکو ښه والي، د افغان کډوالو وضعیت او د طالبانو حکومت د راتلونکي په تړاو د افغانستان انټرنشنل خبریال پوښتنو ته ځوابونه وویل.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پاکستان د طالبانو لپاره د بدیل د رامنځته کولو په لټه کې دی، اصف دراني وویل: «د دې پوښتنې ځواب به په راتلونکي کې روښانه شي. طالبان اوس قوي دي. مخالفین په بهر کې دي او د دې ډلې لپاره ګواښ نه ګڼل کیږي.»
دراني په دې مرکه کې ټینګار وکړ چې طالبان باید د ټولګډونه حکومت مساله حل کړي.
هغه زیاته کړه چې دا ډله باید د افغانستان خلکو ته ځواب ویونکې وي او خلک باید طالبان حساب ورکولو ته اړ کړي.
د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني استازي د طالبانو ترمنځ د داخلي شخړو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د دې ډلې غړي "منظم" دي او حتا ډیری طالب چارواکي چې د هبت الله اخوندزاده له خوا د ښځو په اړه د محدودیتونو مخالفت کوي، «یوه کلمه هم نه وايي.»
د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د طالبانو غړي د ډلې د مشر په وړاندې راپورته کیدای شي، اصف دراني وویل، «هر څه ممکن دي.»

د پاکستان د کرېکټ بورډ د غوراوي کمیټې د یکشنبې په ورځ له افغانستان او متحده عربي اماراتو سره د درې اخیزې لوبلړۍ لپاره ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
د پاکستان کرېکټ بورډ ویلي، چې اعلان شوې لوبډله له بدلون پرته په اسیا جام سیالیو کې هم لوبیږي.
د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ درې اړخیزه لوبلړۍ د اګسټ میاشتې پر ۲۹مه نېټه په شارجه کې پیلیږي او د سپټمبر میاشتې تر ۷مې نیټې به دوام وکړي.
پاکستان د کرېکټ بورډ له خوا په اعلان شوې لوبډله کې د سلمان علي اغا په لوبډلمشرۍ ابرار احمد، فهیم اشرف، فخر زمان، حارث رووف، حسن علي، حسن نواز، حسین طلعت، خوشدل شاه، محمد حارث، محمد نواز، محمد وسیم، صاحبزاده فرحان، صایم ایوب، سلمان میرزا، شاهین شاه اپریدی او صفیان مقیم د لوبډلې برخه دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ هم د درې اړخیزي لوبلړۍ او اسیا جام سیالیو لپاره د اګسټ په ۴مه نېټه ۲۲ کسیزه نوملړ اعلان کړې، خو د یادو سیالیو لپاره لا هم د افغان لوبډلې نوملړ نه دی وروستی شوی.
د اسیا جام سیالۍ د سپټمبر په ۹مه نېټه په عربي متحده اماراتو کې پیلږي او د همدې میاشتې تر ۲۸مې نیټې به دوام ولري.

ډان ورځپاڼې یکشنبه (د زمري ۲۶مه) د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ په اړه د پاکستاني سياسي تحلیلګر ضیاالرحمان مقاله خپره کړې ده. د افغان او پاکستاني طالبانو انډيوالي، له ۲۰۲۱راهیسې د پاکستان امنیتي اندېښنې، اسلام اباد کې کورنۍ ګډوډۍ او د امریکایانو د ملاتړ کموالی د مقالې مهم ټکي دي.
مقاله کاږي، که څه هم طالبان یو وخت د پاکسان ستراتیژیک ملګری بلل کېده او له دغه ډلې سره د پاکستان انډيوالي جیوپولیټیکه بریا وه، خو اوس دا وضعیت په یوه وحشتناک خوب اوښتی دی.
د پاکستان د سولې مطالعاتو انسټیټیوټ د څېړنو له مخې، په پاکستان کې دتراهګریزو بریدونو له امله مرګ ژوبه ډېره شوې ده.
د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویل شوي، چې پاکستاني طالبانو نږدې ۶۰۰۰ جنګیالي لري او په پرمختللو وسلو سنبال دي. طالبانو هغوی ته اجازه ورکړې، چې په افغانستان کې فعال پاته شي.
کارپوهان وايي، چې پر طالبانو تکیه کولو پاکستان ته هیڅ ګټه نه ده رسولې. کارپوه محمد فیاض وایي: «د طالبانو تر راتګ مخکې د افغانستان له خوا پاکستان ته هیڅ ګواښ نه و، خو اوس شته».
په ۲۰۱۴ کال کې د کراچي هوايي ډګر او حربي ښوونځي پېښې د پاکستان سياسون یو موټی کړل، خو اوس د دوی تر منځ سياسي اجماع نشته.
جمعیت علمای پاکستان او عوامي نشتل ګوند د پاکستاني طالبانو پر ضد عملیاتو مخالفت کوي.
پاکستاني طالبان یو وخت د خپلمنځي وېش له امله کمزوري شوې وو، خو له۲۰۲۱کال راهیسې بیرته پیاوړي شوي دي، ځکه د هغوی وړې وړې ډلې سره یو ځای شوي او په افغانستان کې یې خوندي ځایونه موندلي دي.
دغه ډول نوې وسله والې ډلې هم ورسره یو ځای شوي، چې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو بریدونه کوي، لکه اتحاد المجاهدین.
پاکستان تر ۲۰۲۱ کال وروسته د کابل په غبرګون کې پر افغانستان هوايي بریدونه وکړل، افغان کډوال یې وشړل او خپلې پولې یې وتړلې، چې دا یو محتاطانه دریځ دی، خو د امریکا د نشت برابر ملاتړ، ویجاړ اقتصاد او سیاسي ګډوډيو اسلام اباد له سختو ننګونو سره مخ کړی دی.
مقاله کې راغلي، اصلي ستونزه دا ده چې طالبان له پاکستاني طالبانو سره ایډیالوژیک شراکت لري او د هغوی پر ضد اقدام نه شي کولای. شنونکي خبرداری ورکوي،که طالبان په زور دپاکستاني طالبانو پر ضد ګام پورته کړي، دا وېره شته چې ډېر جنګیالي یې د داعشخراسان څانګې سره یو ځای شي او په دې ډول ناامني نوره هم ډېره شي.
د تاوتریخوالي دا څپه چې له پښتونخوا څخه نیولې بیا تر پنجاب او بلوچستان پورې رسېدلې، د پاکستان امنیتي ستراتیژي له سختو ننګونو سره مخ کړې ده.
پای کې لیکوال لیکي، اوس پاکستان ته دوې لارې ورپاتې دي، یو د ترهګرو ډلو پر ضد د محدودو بریدونو دوام او بل د یوه نوي پیاوړي نظامي عملیاتو پیل، داسې نظامي عملیات، چې د ملت پر ملاتړ او ملي یووالي ولاړ وي.

ډان ورځپاڼې یکشنبه (د زمري ۲۶مه) لیکلي، چې په پاکستان کې د سختونو اورښتونو، بادونو او توپان له امله د اګسټ د میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې په ټول هېواد کې د خطرناکو سېلابونو اټکل شوی دی.
د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د اټکل له مخې د دغه هېواد تر واک لاندې کشمیر، ګلګيت بلتستان، پښتونخوا، پنجاب، سیند او بلوچستان کې سخت اورښتونه وشي، چې د ناڅاپي سېلونو او غرنیو سیمو د ښویېدو کواښ ورسره تړلی دی.
د دې ادارې د اټکل له مخې د پاکستان لوی ښارونه هم د سېلاب له ګواښ سره مخ دي، لکه اسلاماباد، لاهور، کراچي، پېښور او ګوجرانواله.
د پنجاب د افتونو د مخنیوي ادارې د دې ایالت د څو ولسوالیو خلکو ته سپارښتنه کړې، چې د سیندونو له غاړو او خوړونو څخه لیرې اوسي او تفریحي ځایونو ته دې هم نه ځي.

په پاکستان کې تېره میاشت داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ګواکې د پاکستان ولسمشر به ډېر ژر استعفا وکړي، څو د پوځ مشر ته د ولسمشرۍ د ترلاسه کولو لاره هواره شي، خو د دغه هېواد د پوځ مشر عاصم منیر له ځايي رسنیو سره په خبرو کې د پاکستان په مشرتابه کې د بدلونونو په تړاو اوازې رد کړې.
عاصم منیر یادې اوازې د واکمن نظام پر وړاندې د توطیه جوړونکو کار وباله.
د پاکستان د «ډيلي جنګ» ورځپاڼې مشر ادیتور سهیل ورایچ ویلي، دغه مسایل یې په بروکسل کې له عاصم منیر سره په شخصي توګه مطرح کړي دي.
عاصم منیر تېره اوونۍ امریکا ته له سفر وروسته په بروکسل کې هم تم شوی وو.
سهیل ورایچ زیاتوي، له عاصم منیر سره یې په خبرو کې وریاده کړه چې دغه مسایل د پاکستان د ملکي او نظامي ادارو له خوا هم خپاره شوي، چې هغه په ځواب کې ورته ویلي، «په حقیقت کې، شاته یې هغه عناصر دي چې هم د حکومت او هم د چارواکو مخالف دي او غواړي سیاسي ګډوډي رامنځته کړي.»
په پاکستان کې تېره میاشت داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ولسمشر اصف علي زرداري به ښايي ډېر ژر استعفا وکړي، څو د پوځ مشر ته د ولسمشرۍ د ترلاسه کولو لاره هواره شي او په ټولنیزو رسنیو کې بیا ویل کېدل چې ولسمشر زرداري د خپل استعفا لپاره یو شرط اېښی هغه دا چې په نوي راتلونکي جوړښت کې باید زوی یې «بلاول بوټو زرداري» کلیدي رول ولري.
د سهیل ورایچ په وینا، عاصم منیر په بروکسل کې هم په ډاګه ویلي: «خدای زه د هېواد ساتونکی جوړ کړی یم. زه هېڅ بل مقام نه غواړم او تر ټولو ستره هیله مې «شهادت» دی.»
سهیل ورایچ زیاتوي، عاصم منیر د سیاست په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «سیاسي پخلاینه یوازې هغه وخت شونې ده چې په ريښتیني توګه بښنه وغوښتل شي.» سهیل ورایچ دا نه دي ویلي، چې د پوځ د مشر اشاره چا ته وه خو داسې انګېرل کېږي چې اشاره ښايي د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بندي بنسټګر عمران خان ته وه.
د پاکستان پوځ په دغه هېواد کې د تېر کال په مې میاشت کې د شویو تاوتریخجنو لاریونونو پر مهال له عمران خان څخه غوښتي وو، چې بښنه وغواړي خو عمران خان بیا په هغه وخت کې ویلي و چې پوځ باید له هغه بښنه وغواړي ځکه هغه د مې په ۹مه د پوځ له خوا تښتول شوی و.
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د بهرني سیاست په اړه ډاډ څرګند کړی، چې د امریکا او چین تر منځ په اړیکو کې به توازن وساتي او په وینا یې: «موږ به یو ملګری د بل لپاره قرباني نه کړو.»
د سهیل ورایچ په وینا، د پاکستان د پوځ مشر هند ته خبرداری ورکړی چې د خپلو نیابتي جګړه مارو په وسیله د پاکستان د سولې د ګډوډولو هڅه ونه کړي او همداراز یې طالبانو ته هم خبرداری ورکړ، چې پاکستاني طالبان دې دغه هېواد ته نه اړوي ګنې بیا به له سخت ځواب سره مخ شي.
خو طالبانو په وار-وار پاکستاني طالبان د پاکستان کورنۍ مساله بللي او په افغانستان کې د هغوی د حضور مساله یې رد کړې ده.
