پاکستان کې د خطرناکو سېلابونو د ډېریدو خبرداری ورکړل شوی

ډان ورځپاڼې یکشنبه (د زمري ۲۶مه) لیکلي، چې په پاکستان کې د سختونو اورښتونو، بادونو او توپان له امله د اګسټ د میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې په ټول هېواد کې د خطرناکو سېلابونو اټکل شوی دی.

ډان ورځپاڼې یکشنبه (د زمري ۲۶مه) لیکلي، چې په پاکستان کې د سختونو اورښتونو، بادونو او توپان له امله د اګسټ د میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې په ټول هېواد کې د خطرناکو سېلابونو اټکل شوی دی.
د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د اټکل له مخې د دغه هېواد تر واک لاندې کشمیر، ګلګيت بلتستان، پښتونخوا، پنجاب، سیند او بلوچستان کې سخت اورښتونه وشي، چې د ناڅاپي سېلونو او غرنیو سیمو د ښویېدو کواښ ورسره تړلی دی.
د دې ادارې د اټکل له مخې د پاکستان لوی ښارونه هم د سېلاب له ګواښ سره مخ دي، لکه اسلاماباد، لاهور، کراچي، پېښور او ګوجرانواله.
د پنجاب د افتونو د مخنیوي ادارې د دې ایالت د څو ولسوالیو خلکو ته سپارښتنه کړې، چې د سیندونو له غاړو او خوړونو څخه لیرې اوسي او تفریحي ځایونو ته دې هم نه ځي.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې اېکس پاڼه د طالبانو د څلورمې کلیزې په مناسبت د موټرو د یوه نسبتا اوږد کاروان ویډیو خپره کړې او ادعا یې کړې چې خلکو په دا ډول مراسمو کې په پراخه کچه ګډون کړی دی.
نوموړي ویلي: «د ازادۍ او فتحې د ورځې ولسي او ملي ملاتړ او د خلکو پراخ ګډون اوخوښۍ جوتوي چې له بې ساري ولسي محبوبیت څخه برخمن یو».
دا په داسې حال کې چې د کابل په څه باندې شپږ میلیوني ښار کې پخپله له طالبانو ور اخوا د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کلیزې مناسبت کومه لویه ولسي غونډه نه ده جوړه شوې.
د افغانستان انټرنشل- پښتو د موندونو پر بنسټ له کابل ور اخوا د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کلیزې په مناسبت د طالبانو له لارښوونې او مداخلې پرته کومه ولسي غونډه نه ده ترسره شوې.
په ډېری هغو ویډیو ګانو او انځورونو کې چې طالبان او یا یې پلویان لاس په لاس کوي داسې نه ښکاري چې ولس دې په پراخه کچه د طالبانو د واکمنۍ د کلیزې په مناسبت مراسمو کې ګډون کړي وي.
په ورته وخت کې افغانستان انټرنشل- پښتو ته د ځینو کسانو دا اعتراضونه هم رارسېدلي چې د طالبانو لخوا ورته په مراسمو کې د ګډون په اړه سپارښتنې شوې وې.
په ننګرهار کې یو هټیوال وايي، طالبانو پرې په زور خپل بیرغ د دوکان په سر ځړولی دی.
له دې ټولو سره سره د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د ولسي پراخ ګډون له ادعا یو ګام وړاندې دا هم ویلي چې ملت اوس خپل اصلي مشران او خواخوږي ښه درک کړي او په ټکو یې نور به د کومې شومې دسیسې ښکار نه شي.

د ایران خراسان ولایت د بهرنیانو او کډوالوچارو رییس جعفر سید ابادي وايي، هره ورځ له دریو تر څلورو زرو پورې افغان کډوال افغانستان ته استول کېږي. دې ایراني چارواکي زیاته کړې، چې د بې اسنادو افغان کډوالو د شړلو لړۍ به د روان لمریز کال د وږي تر میاشتې پورې دوام ولري.
جعفر سید ابادي د زمري د میاشتې پر ۲۵مه نېټه اعلان وکړ، چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې تر اوسه ۸۴۴ زره بې اسناده افغان کډوال د دوغارون له لارې افغانستان ته استول شوي دي.
دې ایراني چارواکي ټینګار وکړ، چې بې اسناده کډوال کولای شي د وږي تر میاشتې پورې د خپلو کورونو حسابونه او نور معاملات تصفیه کړي.
طالبانو هم په وروستیو کې راپور ورکړی، چې ایران په تېرو دریو میاشتو کې یو میلیون او ۸۰۰ زره کډوال افغانستان ته ورستانه کړي دي.

رویټرز خبري اژانس (د زمري ۲۵مه) لیکلي، چې هسپانیا تازه په تازه له لویو اورونو سره مبارزه کوي. چارواکو خبرداری ورکړی، چې د اور د کنټرول لپاره شرايط برابر نه دي. تر دې مهاله ۷ کسان مړه شوي او پراخې ځمکې یې سوځولي دي.
په ګالیسیا کې څو اورونه سره یو ځای شول، چې له امله یې سړکونه او اورګاډو پټلۍ وتړل شوې. لومړي وزیر پېدرو سانچېز خبرداری ورکړ، چې د نویو اورونو ګواښ هم شته.
ډېر اورونه په کستیا او لیون کې بل شوي، چې په څو ساعتونو کې زرګونو هيکټاره ځمکو ته غځېدلی، خو اوس لږ ورو شوي دي.
په هسپانیا کې سږ کال تر دې دمه تر ۱۵۷ زره هيکټاره ډېر ځنګلونه سوځېدلي دي.

رویټرز خبري اژانس (د زمري ۲۵مه) د سراييلي پوځ په حواله لیکلي، تر یکشنبې ورځې وروسته به د غزې اوسېدونکو ته خېمې او د اوسېدو نور وسایل ورکړل شي، چې هغوی له جنګي سیمو څخه په خوندي ډول د غزې جنوبي برخو ته ولېږدول شي.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې تر عملیاتو وړاندې به ملکي وګړي خوندي سیمو ته لېږل کېږي.
ملګرو ملتونو د دې کار ستاینه وکړه، خو خبرداری یې ورکړ چې دغه لېږد به د خلکو کړاوونه نور هم زیات کړي، ځکه په غزه کې هیڅ ځای هم خوندي نه دی.
فلسطیني ډلو دغه پلان غندلی دی، د اسلامي جهاد ډلې ویلي، چې دا کار د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی. په ورته وخت کې اسراییلي ځواکونو په غزه کې عملیات پراخ کړي او د زیتون او شجاعیه سیمو کې درنې بمبارۍ هم شوي دي.

په پاکستان کې تېره میاشت داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ګواکې د پاکستان ولسمشر به ډېر ژر استعفا وکړي، څو د پوځ مشر ته د ولسمشرۍ د ترلاسه کولو لاره هواره شي، خو د دغه هېواد د پوځ مشر عاصم منیر له ځايي رسنیو سره په خبرو کې د پاکستان په مشرتابه کې د بدلونونو په تړاو اوازې رد کړې.
عاصم منیر یادې اوازې د واکمن نظام پر وړاندې د توطیه جوړونکو کار وباله.
د پاکستان د «ډيلي جنګ» ورځپاڼې مشر ادیتور سهیل ورایچ ویلي، دغه مسایل یې په بروکسل کې له عاصم منیر سره په شخصي توګه مطرح کړي دي.
عاصم منیر تېره اوونۍ امریکا ته له سفر وروسته په بروکسل کې هم تم شوی وو.
سهیل ورایچ زیاتوي، له عاصم منیر سره یې په خبرو کې وریاده کړه چې دغه مسایل د پاکستان د ملکي او نظامي ادارو له خوا هم خپاره شوي، چې هغه په ځواب کې ورته ویلي، «په حقیقت کې، شاته یې هغه عناصر دي چې هم د حکومت او هم د چارواکو مخالف دي او غواړي سیاسي ګډوډي رامنځته کړي.»
په پاکستان کې تېره میاشت داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ولسمشر اصف علي زرداري به ښايي ډېر ژر استعفا وکړي، څو د پوځ مشر ته د ولسمشرۍ د ترلاسه کولو لاره هواره شي او په ټولنیزو رسنیو کې بیا ویل کېدل چې ولسمشر زرداري د خپل استعفا لپاره یو شرط اېښی هغه دا چې په نوي راتلونکي جوړښت کې باید زوی یې «بلاول بوټو زرداري» کلیدي رول ولري.
د سهیل ورایچ په وینا، عاصم منیر په بروکسل کې هم په ډاګه ویلي: «خدای زه د هېواد ساتونکی جوړ کړی یم. زه هېڅ بل مقام نه غواړم او تر ټولو ستره هیله مې «شهادت» دی.»
سهیل ورایچ زیاتوي، عاصم منیر د سیاست په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «سیاسي پخلاینه یوازې هغه وخت شونې ده چې په ريښتیني توګه بښنه وغوښتل شي.» سهیل ورایچ دا نه دي ویلي، چې د پوځ د مشر اشاره چا ته وه خو داسې انګېرل کېږي چې اشاره ښايي د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بندي بنسټګر عمران خان ته وه.
د پاکستان پوځ په دغه هېواد کې د تېر کال په مې میاشت کې د شویو تاوتریخجنو لاریونونو پر مهال له عمران خان څخه غوښتي وو، چې بښنه وغواړي خو عمران خان بیا په هغه وخت کې ویلي و چې پوځ باید له هغه بښنه وغواړي ځکه هغه د مې په ۹مه د پوځ له خوا تښتول شوی و.
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د بهرني سیاست په اړه ډاډ څرګند کړی، چې د امریکا او چین تر منځ په اړیکو کې به توازن وساتي او په وینا یې: «موږ به یو ملګری د بل لپاره قرباني نه کړو.»
د سهیل ورایچ په وینا، د پاکستان د پوځ مشر هند ته خبرداری ورکړی چې د خپلو نیابتي جګړه مارو په وسیله د پاکستان د سولې د ګډوډولو هڅه ونه کړي او همداراز یې طالبانو ته هم خبرداری ورکړ، چې پاکستاني طالبان دې دغه هېواد ته نه اړوي ګنې بیا به له سخت ځواب سره مخ شي.
خو طالبانو په وار-وار پاکستاني طالبان د پاکستان کورنۍ مساله بللي او په افغانستان کې د هغوی د حضور مساله یې رد کړې ده.