
په پاکستان کې تېره میاشت داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ګواکې د پاکستان ولسمشر به ډېر ژر استعفا وکړي، څو د پوځ مشر ته د ولسمشرۍ د ترلاسه کولو لاره هواره شي، خو د دغه هېواد د پوځ مشر عاصم منیر له ځايي رسنیو سره په خبرو کې د پاکستان په مشرتابه کې د بدلونونو په تړاو اوازې رد کړې.
عاصم منیر یادې اوازې د واکمن نظام پر وړاندې د توطیه جوړونکو کار وباله.
د پاکستان د «ډيلي جنګ» ورځپاڼې مشر ادیتور سهیل ورایچ ویلي، دغه مسایل یې په بروکسل کې له عاصم منیر سره په شخصي توګه مطرح کړي دي.
عاصم منیر تېره اوونۍ امریکا ته له سفر وروسته په بروکسل کې هم تم شوی وو.
سهیل ورایچ زیاتوي، له عاصم منیر سره یې په خبرو کې وریاده کړه چې دغه مسایل د پاکستان د ملکي او نظامي ادارو له خوا هم خپاره شوي، چې هغه په ځواب کې ورته ویلي، «په حقیقت کې، شاته یې هغه عناصر دي چې هم د حکومت او هم د چارواکو مخالف دي او غواړي سیاسي ګډوډي رامنځته کړي.»
په پاکستان کې تېره میاشت داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ولسمشر اصف علي زرداري به ښايي ډېر ژر استعفا وکړي، څو د پوځ مشر ته د ولسمشرۍ د ترلاسه کولو لاره هواره شي او په ټولنیزو رسنیو کې بیا ویل کېدل چې ولسمشر زرداري د خپل استعفا لپاره یو شرط اېښی هغه دا چې په نوي راتلونکي جوړښت کې باید زوی یې «بلاول بوټو زرداري» کلیدي رول ولري.
د سهیل ورایچ په وینا، عاصم منیر په بروکسل کې هم په ډاګه ویلي: «خدای زه د هېواد ساتونکی جوړ کړی یم. زه هېڅ بل مقام نه غواړم او تر ټولو ستره هیله مې «شهادت» دی.»
سهیل ورایچ زیاتوي، عاصم منیر د سیاست په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «سیاسي پخلاینه یوازې هغه وخت شونې ده چې په ريښتیني توګه بښنه وغوښتل شي.» سهیل ورایچ دا نه دي ویلي، چې د پوځ د مشر اشاره چا ته وه خو داسې انګېرل کېږي چې اشاره ښايي د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بندي بنسټګر عمران خان ته وه.
د پاکستان پوځ په دغه هېواد کې د تېر کال په مې میاشت کې د شویو تاوتریخجنو لاریونونو پر مهال له عمران خان څخه غوښتي وو، چې بښنه وغواړي خو عمران خان بیا په هغه وخت کې ویلي و چې پوځ باید له هغه بښنه وغواړي ځکه هغه د مې په ۹مه د پوځ له خوا تښتول شوی و.
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د بهرني سیاست په اړه ډاډ څرګند کړی، چې د امریکا او چین تر منځ په اړیکو کې به توازن وساتي او په وینا یې: «موږ به یو ملګری د بل لپاره قرباني نه کړو.»
د سهیل ورایچ په وینا، د پاکستان د پوځ مشر هند ته خبرداری ورکړی چې د خپلو نیابتي جګړه مارو په وسیله د پاکستان د سولې د ګډوډولو هڅه ونه کړي او همداراز یې طالبانو ته هم خبرداری ورکړ، چې پاکستاني طالبان دې دغه هېواد ته نه اړوي ګنې بیا به له سخت ځواب سره مخ شي.
خو طالبانو په وار-وار پاکستاني طالبان د پاکستان کورنۍ مساله بللي او په افغانستان کې د هغوی د حضور مساله یې رد کړې ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان په کوربه توب د غېر طالب سیاستوالو او په دغه هېواد کې د افغان ښځو په کډون جوړېدونکې غونډې ته په غبرګون کې ویلي، په اسلام اباد کې له یادې جوړېدونکې غونډې د پاکستان ملاتړ ناسم کار او قصدي پارونه ده.
زلمي خلیلزاد په خپلې اېکس پاڼې لیکلي، پاکستان د اګسټ په ۲۵مه او ۲۶مه د طالبانو د مخالفو سیاستوالو غونډه جوړوي او په وینا یې په دغو بلل شویو کې داسې کسان هم شته چې د زور له لارې د طالبانو د رانسکورېدو له بهیره ملاتړ کوي.
خلیلزاد زیاتوی، افغانان د خپلو نظرونو د څرګندولو حق لري خو د پاکستان له لوري د یادو سیاستوالو کوربتوب غېر عقلاني او قصدي پارونه ده او په وینا یې د اسلام اباد دغه ګام ورته پایلې لرلی شي.
زلمی خلیلزاد وايي، «د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور او همکارۍ کسر ډېر زیات دی. د اسلاماباد دا ګام یوازې برعکس پایله لرلای شي. دا کار غېر مسوولانه او د خواشینۍ وړ دی.»
د یوې سرچینې د معلوماتو له مخې: «د افغانستان پروړاندې د پاکستان په چلند کې دا بنسټیز بدلون د دې څرګندویې کوي، چې پاکستان له کلونو وروسته غواړي افغانستان لکه څنګه چې دی هغسې وګوري، نه د یوې ډلې له نظره.»
تر اوسه د طالبانو هېڅ چارواکي د ډلې مخالفینو او یا د پاکستان حکومت په رسمي ډول د یادې غونډې په تړاو په رسمې ډول څه نه دي ویلي، خو پاکستان ویلي چې "طالبان ټول افغانستان نه دی."
د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر افغان طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې پاکستان ته د ټي ټي پي وسلهوالو د لېږد او لارښوونې مخه دې ونیسي. منیر زیاته کړه:«د هر پاکستاني د ژوند ساتنه د حکومت مسولیت دی.» عاصم منیر دا څرګندونې په بروکسل کې له یوه خبریال سره په خبرو کې کړي.
پر همدغه مهال عاصم منیر خبرداری ورکړی، چې هند دې د نیابتي ډلو له لارې د پاکستان د ناامنه کولو هڅې ودروي.
د پاکستان پوځ مشر دا څرګندونې پر داسې مهال وکړې، چې د دواړو هېوادونو اړیکې د وروستیو میاشتو په ترڅ کې د تریخوالي او امنیتي اندېښنو له امله ترینګلې شوې دي.
اسلاماباد تل ویلي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر خاوره بریدونه کېږي، خو طالبانو دغه تورونه رد کړي دي.
د قزاقستان لومړي وزیر اولژاس بکتنوف د اسيا او اروپا پر ګډې ټولنې غږ کړی، چې د اورګاډي له لارې دې افغانستان او پاکستان سره ونښلوي. دغه لاره د ۱۰ مېلیونه ټنه توکو د لېږد ظرفیت لري او نورو ستراتيژیکو پروژو ته هم زمینه برابرولای شي.
ټاس خبري اژانس جمعه (د زمري ۲۴مه) لیکلي؛ د قزاقستان لومړي وزیر د اسيا او اروپا ګډې ټولنې یا اوراسیا (EAEU) شورا غونډې ته ویلي، چې ارواسیا اقتصادي ټولنه باید بدیلو ټرانزیټي لارو ته وده ورکړي او د اورګاډي له لارې قزاقستان، افغانستان او پاکستان سره ونښلوي.
د بکتونوف په وینا:« باید د هغو بدیلو لارو موضوع وڅېړل شي، چې د سیمې ټول هېوادونه لېوالتیا ورسره لري. موږ له همدې امله غواړو، چې د تورغونډۍ اورګاډي پټلۍ ته پام واړوو.»
بکتونوف زیاته کړه:« موږ وړاندیز کوو، چې له مخکينۍ ژمنې سره سم د اسیايي هېوادونو د شته لویو لارو په لړ کې دې دغه موضوع هم وڅېړل شي.»
د اعلامیې له مخې؛ دغه لاره د ۱۰ مېلیونه ټنه توکو د لېږلو ظرفیت لري او نورو ستراتيژيکو پروژو ته هم زمینه برابرولای شي. د یادونې وړ ده، چې د اورګاډي دغه پټلۍ به د قزاقستان له لارې د افغانستان له تورغونډۍ څخه پيل او بیا د کراچۍ له سمندر سره نښلول کېږي.
د المان کورنیو چارو وزیر د پنجشنبه په ورځ وویل، چې حکومت یې د هغو افغانانو په اړه ارزونه کوي، چې په پاکستان کې المان ته د تګ په تمه دي. بلخوا اسلام اباد د افغان کډوالو د ایستلو پروسه ګړندۍ کړې ده.
د ملګرو ملتونو په وینا پاکستان د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه مخکې د اسناد لرونکو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پيل کړې ده، چې ښايي دا اقدام یو میلیون افغانان له پاکستان څخه په ایستلو اغېزمن شي.
رويټرز خبري اژانس ویلي، چې له پاکستانه په ایستلو کډوالو کې له ۲ زره زیات هغه افغانان هم شامل دي، چې د جرمنې د ځانګړي لېږد پروګرام لاندې د ویزو په تمه دي.
دا پروګرام یوازي د هغو کسانو لپاره دی، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له خطر سره مخ دي.
یوې باخبره سرچینې رويټرز ته ویلي، چې د افغانانو نیول او افغانستان ته د لېږولو لړۍ ان د پاکستان د ازادۍ په ورځ هم روانه وه.
سرچینه وايي: «هغه کسان چې د جرمني له خوا د منلو تصدیق پاڼه لري همدا اوس تورخم ته وړل کېږي.»
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندټ هم منلې، چې په جرمنې کې د بیا مېشتېدو پروګرام کې شامل افغانان د پاکستان پام ځان ته اړولی او برلین د دوی د وضعیت په اړه له اسلام اباد سره په خبرو کې دی.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر دوبریندټ، خبریالانو ته وویل: «موږ دا ارزونه کوو چې ایا دا کسان واقعا کولی شي جرمني ته لاړ شي که نه. دا چې دا به عملي شي او که نه د ارزونې د بهیر پر پایلو پورې اړه لري.»
دغه پروګرام د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کې د المان کیڼ اړخ حکومت له خوا پیل شو و؛ خو اوس دا پروسه د واکمن محافظه کاره ګوند د بیا کتنې لاندې ده.
نوی مرکزي ښي اړخ ایتلاف غواړي چې دا پروګرام بند کړي.
د ۲۰۲۱ کال د می میاشتي راهیسي المان شاوخوا ۳۶ زره ۵۰۰ افغانان منلي، چې د طالبانو د احتمالي فشار او ځورونې له امله د خطر سره مخ وه.
د المان اوسنی د محافظه کار ګوند په مشرۍ حکومت وايي، چې د بشري کډوالۍ اندازه د هېواد د ادغام له ظرفیت څخه لوړه ده.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبه په ورځ وویل چې دوی له پاکستاني چارواکو سره په نږدې تماس کې دي او د بیړني غبرګون لپاره جوړ شوي میکانېزمونه کاروي، څو د افغانانو د ایستلو مخنیوی وکړي.
د طالبانو په بیا راژوندي کولو او ملاتړ کې د پاکستان رول او پټې اړیکې لا هم یوه پېچلې موضوع ده. د دې ډلې جوړښت، موخې او د پاکستان له لارې ملاتړ د افغانستان پر اوږده جګړه ژوره اغېزه لري، چې د جغرافیایي او امنیتي ستراتیژیو له اړخه د تحلیل او څېړنې وړ دي.
دا اړیکې په ۱۹۹۰مه لسیزه کې پاکستان د خپلو ګټو پر اساس چې د افغانستان په جغرافیه کې د دغه هېواد د بهرنیو کړنو پر وړاندې خپل ستراتیژیک سیاست وساتي، جوړې شوې. همداراز د طالبانو په رامنځته کېدو او د دوی په حکومت کې د پاکستان د ګډون ونډې، دې اړیکو ته یو ځانګړی ارزښت ورکړی.
له ۱۹۸۰مې لسیزې وروسته کله چې له افغانستان څخه د شوروي اتحاد پوځونو د وتلو له امله د ډاکتر نجیب الله په مشرې حکومت ملاتړ کم شو، د مجاهدینو د مقاومت او بهرنیو مداخلو له امله د نجیب الله حکومت پای ته ورسېد.
په ۱۹۹۲م کال کې د امریکا او پاکستان په همکارۍ د مجاهدینو ډلې د کابل ښار کنټرول ترلاسه کړ او ولسمشر نجیب الله د حکومت تر ړنګېدو وروسته د ملګرو ملتونو د دفتر په خونه کې بند پاتې شو.
د ډاکټر نجیب الله حکومت له پرځېدو وروسته په افغانستان کې د مجاهدینو ترمنځ د واک پر سر سختې جګړې پیل شوې، دا جګړې چې د مجاهدینو د ګڼو ګروپونو ترمنځ د واک د وېشلو لپاره وې، د عامو افغانانو ژوند ته یې سخت زیان واړاوه.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې د ځینو راپورونو پر اساس له «۱۹۹۲ تر ۱۹۹۶» کلونو تر منځ نیم میلیون ملکي وګړي وژل شوي، رزګونه کورنه ړنګ او سلګونه زره خلک له کابل څخه بېځایه شول.
د کابل ډېری ملکي سیمې د حزب اسلامي، جمعیت اسلامي، وحدت اسلامي او اتحاد اسلامي ډلو ترمنځ د راکټي برېدونو، محاصرو او نښتو ښکار شوې.
د ۱۹۹۴م کال په شاوخوا کې کله چې افغان ولس د مجاهدینو له خپلمنځي جګړې، فقر، بشري حقونو نقض او عامه وژنې څخه په تنګ راغلل، نو طالبانو د مجاهدینو له جګړو او نورو ستونزو څخه د خلکو د خوندیتوب لپاره له کندهار څخه سر راپورته کړ.

دوی په لومړیو وختونو کې د سولې او نظم د راوستلو وعده وکړه، مګر وروسته د خپلو سختو تګلارو په پلي کولو سره د یوې سخت دریځې ډلې په توګه وپېژندل شول.
په ۱۹۹۶م کال کې طالبانو بې له کوم جدي مقاومت څخه کابل ونیوو او د اسلامي امارت د تاسیس اعلان یې وکړ.
دوی ادعا کوله چې حکومتولي یې د اسلامي شریعت پر اساس ولاړه ده، خو د نورو ډېرو اساسي ستونزو ترڅنګ په کې بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته پام نه کېده.
طالبانو پر همدغه کال(۱۹۹۶) کې پر ټول افغانستان کنټرول ترلاسه کړ، پاکستان هغه لومړنی هېواد و، چې د طالبانو رژیم یې په رسمیت وپېژانده او د دوی ملاتړ ته یې دوام ورکړ. د پاکستان حکومت پر دې باور و، چې د طالبانو ملاتړ کولی شي په افغانستان کې د دغه هېواد ګټې خوندي کړي.
د طالبانو حکومت د پاکستان لپاره یوه ستراتیژیکه ګټه و، ځکه چې پاکستان غوښتل د افغانستان په جغرافیایي حدودو کې خپل نفوذ ته پراختیا ورکړي. له دې کبله، پاکستان د طالبانو د حکومت ملاتړ ته دوام ورکړ، چې د طالبانو د حکومتي جوړښت سره یې تړاو درلود.
د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر ۱۱مه په امریکا کې د ترهګریزو بریدونو وروسته چې پړه یې د القاعده ترهګرې ډلې پر غاړه واخیسته، د طالبانو حکومت راوپرځېده او د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونه د ترهګرو پر وړاندې د جګړې لپاره افغانستان ته راوسېدل.
په ظاهره په افغانستان کې د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن شتون او د طالبانو د مشر ملا محمد عمر له لوري امریکا ته د هغه نه سپارل، د دې سبب شول چې امریکا پر افغانستان پوځي یرغل وکړي، طالبان له هېواده وتښتېدل او افغانستان یې یو بل سیاسي کرکېچ ته ورټېل واهه.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له پرځېدو وروسته هم پاکستان له ډغې ډلې سره خپلې اړیکې ټینګې وساتلې او د طالبانو د بیا را ژوندي کولو لپاره یې خپل پټ ملاتړ ته دوام ورکړ، پاکستان د طالبانو د بیا ځواکمنولو لپاره مالي، اوپراتیفي او نظامي په ځانګړې توګه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دوی د پټنځایونو او روزنیزو کمپونو په برخه کې ډېری مرستې وکړې.

د پاکستان ستراتیژیکې ګټې او طالبانو سره یې اړیکې:
پاکستان له طالبانو سره خپلې اړیکې د ګڼو ستراتیژیکو موخو په اساس جوړې کړې. د دغه هېواد لپاره د دې اړیکو بنسټیزې ګټې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فرضي کرښې خوندي کول، په سیمه کې له هند سره سیالي او اقتصادي ګټې یادولی شو.
پاکستان په افغانستان کې د طالبانو د موجودیت له لارې د فرضي کرښې په اوږدو کې د پرتو سیمو امنیت ته پام کوي او بله دا چې دغه هېواد تل د افغانستان په اړه د یوې امنیتي ستراتیژۍ لپاره اړتیا لرله چې په دې ستراتیژۍ کې د طالبانو ملاتړ یو مهم جز و.
له بلې خوا، پاکستان غواړي چې افغانستان دې داسې حکومت ولري چې له هند سره د اړیکو په اړه د پاکستان له مفکورو سره سمون ولري.
دغه هېواد د طالبانو د حکومت په رامنځته کولو له هند سره په افغانستان کې د سیالۍ پر وړاندې یو ستراتیژیک ګام پورته کړی.
طالبانو له هند سره د مثبتو اړیکو نه لرلو او پاکستان له دې طریقه هڅه کوله چې په افغانستان کې خپل نفوذ زیات کړي، چې په پایله کې د هند له نفوذ څخه مخنیوی وکړي.
بلخوا، پاکستان غواړي چې د طالبانو په وجود کې د افغانستان سره خپلې غېر مشروع سوداګریزې اړیکې پراخه کړې، ځکه چې افغانستان د پاکستاني توکو د خرڅلاو لپاره تر ټولو ښه بازار دی، دغه هېواد د طالبانو په مرسته هڅه کوي چې له افغانستان سره د ګازو، تېلو او نورو منابعو د وارداتو او صادراتو په برخه کې ځانګړې اقتصادي ګټې ترلاسه او د خپل اقتصاد د پیاوړتیا لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي دي.
د طالبانو پروړاندې د پاکستان پټې پالیسۍ:
په ۲۰۰۱ کال کې په هېواد کې د طالبانو حکومت له پرځېدو وروسته هم پاکستان د دغې ډلې سره خپلې اړیکې ډېری وخت په پټه توګه ساتلې، د دې لپاره چې نړۍوال فشارونه او د طالبانو د ترهګریزو کړنو په اړه د شکونو کچه راټيټه کړې.
همداراز، پاکستان د طالبانو د ملاتړ او بیا راژوندي کېدو په برخه کې یو مهم رول لوبولی او د طالبانو د ځواکمنېدو لپاره د وسلو ورکولو او د هغوی د روزنې له لارې خپل ملاتړ ته دوام ورکړ. د پاکستان استخباراتي خدمات په ځانګړي توګه ISI (د پاکستان استخباراتي اداره) د طالبانو سره د همکارۍ په لور تللې وه او د هغوی د وسلو، روزنې او لوژستیکي ملاتړ برابروونکي وو.
دغه هېواد له طالبانو سره په پټه توګه د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره اړیکې ساتلې، چې په دې سره یې نه یوازې د افغانستان په جګړه کې خپل رول پیاوړی کړ، بلکې په نړۍواله کچه یې د دې اړیکو په اړه کم معلومات ورکول.
پاکستان غوښتل چې د طالبانو په ملاتړ سره خپل ملي امنیت په نظر کې ونیسي او د خپل نفوذ د پراختیا لپاره ترې ګټه پورته کړي.
په افغانستان کې د امریکا په ملاتړ د جمهوري نظام له رامنځته کېدو شاوخوا پنځه کاله وروسته په هېواد کې د حکومت پر ضد جګړې زور واخیست، د جګړې په شدت کې ډېرښت او په پاکستان کې د طالب مشرانو شتون او د دوی د روزنځایونو په تړاو ګنګوسو پر پاکستان د نړۍوالو نیوکې ډېرې کړلې.
د امریکا حکومت او نورو ناټو غړیو هېوادونو له خوا پر دغه هېواد فشارونه زیات شول، چې د طالبانو د ملاټر پالیسۍ ته د پای ټکی کېږدي. خو له دې سره هم پاکستان د طالبانو سره خپلې پټې اړیکې پراخې وساتلې او له دغه ډلې سره یې مرستو ته دوام ورکړ، چې دې اړیکو له یو مخې د افغان حکومت لپاره جدي ګواښونه رامنځته کول.
د افغانستان د جګړې د اوږدېدو په جریان کې، پاکستان د طالبانو د بیا را ژوندي کولو لپاره له ګڼو لارو مرستې وړاندې کړې. دغه هېواد د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په اړه د ټولو تګلارو څخه ملاتړ وکړ، چې په دې سره یې طالبان د خپلو جګړو پر مخ وړلو کې پیاوړي کړل.
پاکستان له طالبانو سره د خپلو اړیکو پټ اړخونه له نړۍوالو څخه پټ وساتل، ځکه پاکستان پوهېده چې د نړۍوالو ډېر فشارونه د طالبانو د قدرت په زیاتولو کې یو کلیدي عامل دی.

د سولې په بهیر کې د پاکستان رول:
پاکستان د طالبانو سره د خپلو اړیکو له لارې د افغانستان د سولې په بهیر کې یو جدي خنډ و.
د دغه هېواد د دوه ګوني سیاست په لړ کې له طالبانو سره د ملاتړ او سولې په اړه د پاکستان پالیسۍ د افغانستان د سولې بهیر لپاره یوه لویه ستونزه وه.
پاکستان د افغانستان د سولې پروسې لپاره تل د طالبانو له ملاتړ څخه د خپلو ګټو لپاره استفاده وکړه. د دې پالیسۍ له امله د افغانستان د سولې خبرو اترو ته زیان ورسېد، ځکه چې پاکستان له طالبانو سره خپلو اړیکو او ملاتړ ته دوام ورکاوه. د افغان حکومت د غوښتنې له مخې، پاکستان باید د طالبانو د ملاتړ پالیسي پای ته ورسوي، ترڅو د سولې پروسه په بریالیتوب ترسره شي.
دغه هېواد د خپلو استخباراتي ادارو پر مټ هڅه کوله، چې د سولې د مذاکراتو پر مهال د افغانستان دننه امنیتي ګډوډۍ او تروریزم تشویق کړي، ترڅو د سولې پروسې د پرمختګ د خنډ لامل شي.
که څه هم پاکستان د یوې پټې پالیسۍ له لارې هڅه وکړه چې د افغانستان د سولې بهیر لپاره ژمنې وکړې، مګر د طالبانو سره د اړیکو له کبله دا هڅې زیاتره وخت بې ګټې وې.
پاکستان غوښتل، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام په ړنګېدو او د طالبانو بیا ځلې په واکمنېدو سره په دغه هېواد کې خپل نفوذ وساتي او د سیمه ییزو سیاستونو په برخه کې خپل رول قوي کړي.
د دغه هېواد دا هڅې د افغان دولت او نورو نړۍوالو هڅو سره متضاد او د پاکستان سیاسي، نظامي، مالي او استخباراتي ملاتړ د دې لامل شو، چې د افغانستان د سولې پروسه ناکامه او د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې په هېواد کې جمهوري نظام ونړېد.
طالبانو د دویم ځل لپاره کابل ونیوو او پخواني ولسمشر محمد اشرف غني اړ شو، چې د لا ډېرې وینې توییدنې او د کابل د ورانېدو د مخنیوي لپاره افغانستان پرېږدي.
پر سبا یې د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر جنرال فیض حمید کابل ته بې له کومې رسمي بلنې ولاړ او په ډېر ویاړ سره یې په سرینا هوټل کې د چایو پیاله پورته کړه او په افغانستان کې یې د خپل هېواد بریا ولمانځله.
طالبان په افغانستان کې یو ځل بیا واکمن شول او هېواد یې د نړیوالې انزوا، فقر، ملاکراسۍ لوري ته ثوق او له همدې ورځې وروسته د طالبانو او پاکستان اړیکي یو ځل بیا په ښکاره ډول ټینګې شوې.

د طالبانو او پاکستان اړیکې، له بیا واکمنۍ تر نن:
کله چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه طالبان کابل ته ننوتل او د جمهوري نظام واک یې په بشپړه توګه ختم کړ، په پاکستان کې د سیاسي او امنیتي کړیو ډېری کسانو دا د خپلې اوږدمهاله ستراتېژۍ یو مهم بریالیتوب ګاڼه.
د طالبانو د بریا په لومړیو اوونیو کې د پاکستان لوړپوړي چارواکي په ځانګړي ډول په هغه مهال د استخباراتو مشر جنرال فیض حمید، په ښکاره او پټه کابل ته ولاړل، څو د نوي نظام له رهبرۍ سره اړیکې ټینګې کړي او د سیاسي او امنیتي همغږۍ نوې تګلاره وټاکي.
په همدې وخت کې د پاکستان رسنیو او سیاستوالو د طالبانو واک ته رسېدل د افغانستان د «ثبات» او د «هندي نفوذ د پای» په توګه تبلیغول، خو ډېر ژر د دواړو خواوو ترمنځ د بې باورۍ هغه پخواني سیوري راښکاره شول چې د تېرو شلو کلونو په اوږدو کې رامنځته شوي وو.
د اړیکو لومړنۍ ستونزه د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي ټي پي» موضوع وه. پاکستان تمه درلوده چې طالبان به د خپل نفوذ له لارې د «ټي ټي پي» وسلوال مجبور کړي چې یا له جګړې لاس واخلي یا د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره ونه کاروي.
طالبانو په ښکاره ډول وویل چې د «ټي ټي پي» او اسلاماباد ترمنځ شخړه یوه «کورنی اړخ» لرونکې موضوع ده او د هغوی سیاست دا دی چې افغان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي، خو په عملي بڼه د «ټي ټي پي» فعالیتونه د افغانستان په خاوره کې محدود نه شول.
د پاکستان د پوځ او استخباراتو د څو پړاوي خبرو وروسته، د طالبانو په منځګړیتوب یو موقتي اوربند رامنځته شو، خو د ۲۰۲۲ کال وروستیو کې دا اوربند د «ټي ټي پي» له لوري لغوه شو او بریدونه زیات شول. دا موضوع د دواړو خواوو ترمنځ د سیاسي اړیکو د خرابېدو اصلي ټکی وګرځېد.
په اقتصادي برخه کې، پاکستان هڅه وکړه د ترانزیټي سوداګرۍ، د بندرونو لاسرسي او د ویزو شرایطو په برخه کې طالبان تر فشار لاندې راولي، څو د خپلو امنیتي غوښتنو د منلو لپاره امتیاز تر لاسه کړي. څو ځله د تورخم او سپین بولدک دروازې وتړل شوې، چې دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ټیټه کړه او د دواړو ولسونو پر ژوند یې مستقیم اغېز وکړ.
په بدل کې، طالبانو هم ځینې وختونه د پاکستاني صادراتو د راتګ مخه ونیوله، چې دا یې د متقابل فشار یوه وسیله وکاروله. د دواړو خواوو اقتصادونه، چې له یو بل سره ژور تړاو لري، د دې سیاستونو له کبله له زیانونو سره مخ شول.
همداراز، په سیاسي ډګر کې، طالبانو تمه لرله چې پاکستان به د دوی د حکومت د نړیوال مشروعیت په ترلاسه کولو کې کلیدي رول ولوبوي، خو اسلاماباد دا کار په احتیاط سره ترسره کړ.
که څه هم پاکستان په نړیوالو غونډو کې د طالبانو پر وړاندې نسبي نرم دریځ درلود، خو په ښکاره یې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژاند.
د دې تر شا یو دلیل دا و چې اسلاماباد نه غوښتل د نړیوالو بندیزونو او فشارونو له ګواښ سره مخ شي، او بل دلیل یې دا چې و، د «ټي ټي پي» مسله له طالبانو سره د اړیکو په ټوله معادله کې لومړیتوب درلود.
بلخوا، په امنیتي برخه کې، د ډیورند پر کرښه د دواړو ځواکونو ترمنځ څو ځله فزیکي نښتې وشوې. د سرحدي کټارو جوړول، د امنیتي پوستو پر سر شخړې، او د ولسي وګړو مرګ ژوبله د دواړو لوریو ترمنځ احساساتي واټن زیات کړ.
طالبانو د ډیورند کرښه د نړیوال سرحد په توګه په رسمیت ونه پېژانده او دا یې یوه تاریخي لانجمنه موضوع وبلله، په داسې حال کې چې پاکستان دا د خپلې ملي امنیتي تګلارې بنسټ بولي. دا توپیر د سرحدي تاوتریخوالي د دوام یو اساسي لامل وګرځېد.
له دې هر څه سره سم په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو مسله هم د فشار یوه وسیله شوه. په دغه هېواد کې د افغان کډوالو شمېر د طالبانو تر واکمنۍ وروسته زیات شو، ځکه چې ډېر افغانان د اقتصادي ستونزو او امنیتي اندېښنو له امله پاکستان ته کډه شول.
اسلاماباد د کډوالو د ایستلو ګواښ وکړ او په ځینو پړاوونو کې یې عملي اقدامات هم ترسره کړل، چې طالبانو یې مقابل کې سخت غبرګون وښود. طالبانو دا چلند د «انسانیت ضد فشار» په توګه وغندلو او دا یې د دواړو ولسونو ترمنځ د ورورولۍ پر ضد وبلله.
د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو په اوږدو کې د اړیکو فضا نوره هم سړه شوه، پاکستان پر طالبانو تور پورې کړ چې د «ټي ټي پي» مشران او جنګیالي د افغانستان په خاوره کې خوندي دي او له هغه ځایه بریدونه کوي.
طالبانو په ځواب کې وویل چې پاکستان د خپلو داخلي امنیتي ستونزو پړه پر دوی اچوي او د خپلو ناکامیو مسوولیت نه مني.
د دې تر څنګ، د طالبانو له خوا د بهرنیو ځواکونو پر ضد د سخت دریځی سیاست، د ښځو پر زدهکړو او کار د محدودیتونو دوام، او د نړیوالو غوښتنو نه منل، پاکستان ته د طالبانو د نړیوالې انزوا ستونزه نوره هم پېچلې کړه.
په سیمهییزه کچه، د چین د اقتصادي دهلیز«سي پیک» امنیت، د خلیجي هېوادونو پانګونه، د ایران سیالي، او د هند د نفوذ د مخنیوي هڅې د پاکستان او طالبانو پر اړیکو سیوري غوړوي.
پاکستان غواړي طالبان په داسې ډول مدیریت کړي چې د دې ستراتېژیکو پروژو امنیت خوندي کړي، خو طالبان غواړي خپلواکه بهرنی سیاست وساتي او د یوه واحد قدرت د اغېز لاندې پاتې نشي.

د پاکستان – امریکا اړیکې او پر طالبانو یې اغېزې
له ۲۰۲۱ کال څخه چې طالبان بیا په کابل کې واک ته ورسېدل، د پاکستان او امریکا اړیکې د یوې سختې بې باورۍ دورې ته داخلې شوې. واشنګټن په ښکاره توګه پاکستان د طالبانو د بریا او د افغانستان جمهوري نظام د ړنګېدو په ملاتړ تورن باله، خو اسلاماباد هڅه کوله چې خپل رول داسې توجیه کړي چې ګنې د سولې او سیمه ییز ثبات په ګټه یې عمل کړی، سره له دې، د افغانستان په نوي سیاسي جوړښت کې د طالبانو واکمنېدل دواړو هېوادونو ته د خپلو ستراتیژیکو محاسبو بیا کتنې ته لاره هواره کړه.
په لومړیو میاشتو کې د امریکا او پاکستان اړیکې ډېرې سړې وې. امریکا د پاکستان د پوځي او استخباراتي ادارو پر هغو پټو اړیکو ناخوښه وه چې د طالبانو د واک ته رسېدو لپاره یې زمینه برابره کړې وه. په مقابل کې، پاکستان په دې باور و چې امریکا په بې مسوولانه توګه له افغانستانه ووتله او ټول امنیتي بار یې پر اسلاماباد واچاوه.
خو د ۲۰۲۲ له وروستیو څخه د دواړو هېوادونو د اړیکو د بیا رغولو هڅې په تدریجي ډول پیل شوې،چې دې بهیر څو مهم عوامل لرل.
لومړی، ستراتیژیک جغرافیا او د قدرت لوبه: امریکا په سیمه کې د خپل نفوذ د ساتلو لپاره د پاکستان جغرافیایي ارزښت له پامه نه شي غورځولای. پاکستان د افغانستان، ایران، چین او هند تر منځ په یو حساس څلورلار کې پروت دی. واشنګټن د چین د «یو کمربند – یوه لار» پروژې د پراخېدو د مخنیوي لپاره د اسلاماباد ملګرتیا د اړتیا وړ ګڼي، په ځانګړي ډول د ګوادر بندر او د چین–پاکستان اقتصادي دهلیز د محدودولو لپاره.
دویم، د ترهګرۍ ضد ګډه اجنډا: په ظاهره، امریکا او پاکستان دواړه د داعش خراسان، القاعده او د تحریک طالبان پاکستان په اړه ورته اندېښنې لري. واشنګټن په دې باور دی چې که طالبان د دغو ډلو د فعالیتونو مخه ونه نیسي، نو دا به د سیمه ییز او نړیوال امنیت لپاره لوی ګړاښ وي.
خو پاکستان بیا وايي چې د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه د دوی ملي امنیت له جدي ګواښ سره مخ کوي. همدا ګډه اندېښنه دواړه اړخونه د استخباراتي او پوځي همکارۍ پر لور راکش کړې دي.
درېیم، اقتصادي اړتیاوې او نړۍوال ملاتړ: پاکستان د ۲۰۲۲–۲۰۲۳ په مالي کلونو کې له سخت اقتصادي بحران سره مخ شو. د نړیوالو مالي ادارو مرستې او پورونه د دې لپاره اړین وو چې د افلاس مخه ونیسي. د امریکا په دې ادارو کې قوي نفوذ اسلاماباد دې ته اړ کړ چې د واشنګټن سره اړیکې بېرته ورغوي، څو د مرستو او پورونو دروازې پرانیستې پاتې شي.
د امریکا او پاکستان د اړیکو دا بیا رغونه پر طالبانو څو اړخیز اغېز لري. لومړی دا چې پاکستان اوس کولی شي د طالبانو پر ضد د امریکا د سیاسي ملاتړ څخه د فشار وسیله جوړه کړي. که مخکې اسلاماباد یوازې په خپله د طالبانو سره اړیکې اداره کولې، اوس کولی شي تر شا د امریکا ملاتړ یوه قوي جبهه هم ولري، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ ضد همکارۍ په برخه کې.
همداراز، دا اړیکې طالبانو ته روښانه کوي چې پاکستان یوازې د دوی پر سیاسي ملاتړ بسنه نه کوي. دا سیګنال په کابل کې د طالبانو مشرتابه ته دا پیغام رسوي چې که د اسلاماباد غوښتنې ونه مني، نو هغوی به د امریکا سره په ګډه د فشار نورې لارې ومومي.
له بلې خوا د پاکستاني طالبانو تحریک موضوع اوس د امریکا په اجنډا کې هم ځای لري. که څه هم واشنګټن ښکاره غوښتنه نه کوي، چې طالبان دې د دې ډلې پر ضد عملیات وکړي، خو د پاکستان امنیتي اندېښنې د مشروع غوښتنې په توګه مني.
دا طالبانو ته عملي فشار دی چې یا خو د «ټي ټي پي» ملاتړ پرېږدي یا به د امریکا–پاکستان ګډ فشار جبهه ورسره مخ کړي.
څلورم، د اقتصادي فشار احتمال زیات شوی. که طالبان د نړیوالو غوښتنو پر وړاندې نرمښت ونه ښيي، د پاکستان او امریکا ګډ دریځ کولی شي د نړیوالو بندیزونو د سختېدو لامل شي، چې دا به د طالبانو پر اقتصاد او د بهرنیو اسعارو پر بازار سخته ضربه وي.

له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۵ پورې، د پاکستان او امریکا اړیکې د بېباورۍ له یوې سختې مرحلې څخه د مشروطې همکارۍ مرحلې ته رسېدلې دي. د دې اړیکو بیا رغونه پر طالبانو مستقیم فشار اچوي، ځکه د دوی تر ټولو مهم سیمه ییز ملګری، پاکستان، اوس هڅه کوي له لوېدیځ سره د خپلو ګټو په خوندي کولو کې توازن وساتي. که طالبان د پاکستان او امریکا ګډې غوښتنې له پامه وغورځوي، نو دا به د دوی سیاسي انزوا، اقتصادي فشار او امنیتي ننګونې نوره هم ژورې کړي.