• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پېښور کې نرښځو د خپل امنیت لپاره له سترې محکمې د جدي اقدام غوښتنه کړې

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۰۳ GMT+۱

په خیبر پښتونخوا کې د نرښځو ټولنې د پېښور له سترې محکمې او د دغه ایالت د پولیسو مشر نه د نرښځو د وژنو، تښتونو او د کورنیو د ګواښلو پر ضد د بېړني اقدام غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې که لاس په کارنه شي، دغه ګواښونه نور هم ډېریږي.

د نرښځو ټولنې مشرې فرزانه ریاض او ماه گل په پېښور پرېس کلب کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د دوی قشر د جنایي کړنو، وژنو او ګواښونو له کبله له سخت ګواښ سره مخ دی.

فرزانه ریاض وویل، «دوه نرښځې فعالانې برفي او زرکه، چې په میړانه یې د مجرمانو پر ضد قضیې ثبت کړې وې، د نیول کېدو باوجود هم له سختو ګواښونو سره مخ دي، قضیې په محکمو کې روانې دي، خو مجرمان زموږ او زموږ د کورنیو ژوند ته دوامداره ګواښونه کوي».

هغې د پېښور سترې محکمې او د پولیسو مشر نه په ټینګار وغوښتل چې په بېړه لاس په کار شي او د نرښځيانو د خوندیتوب لپاره موثر ګامونه پورته کړي.

فرزانه ریاض زیاته کړه چې حکومت قانون جوړوي خو پلی کیږي نه او که عدلیه او اجرائیه ادارې جدي ګامونه وانخلي، د نرښځو پر وړاندې به جرمونه نور هم زیات شي.

ددغې ټولنې یوې بلې مشرې ماه گل وویل: «موږ ته دې د ژوند حق راکړل شي، ځکه موږ هم د ټولنې برخه یو، پولیس زموږ د حقونو د ساتنې لپاره کافي اقدامات نه کوي او کله نا کله تر فشار لاندې وي.»

هغې زیاته کړه چې یوازې په خیبر پښتونخوا کې په ۲۰۲۵ کال کې ۱۴ تنه نرښځي وژل شوي، او د بیلابیلو کسانو له خوا له دوی څخه له دوه نیم تر درې میلیونه روپیو باج اخیستل کېږي.

د نرښځو ټولنې مشرانو په ګډه غوښتنه وکړه چې د دوی د ټولنې غړو ته د برابرۍ، انصاف او د اساسي حقونو بشپړ تضمین ورکړل شي.

په خېبر پښتونخوا کې دا لومړی ځل نه دی، بلکې ترې وړاندې هم د نرښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې راپور شوې دي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان وزیران د خپلې یوې میاشتې معاشونه د خیبر پښتونخوا نېزځپلو ته ور کوي

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۲۴ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف ویلي چې د مرکزي حکومت کابینې ټول غړي به د خپلې یوې میاشتې معاشونه د خېبرپښتونخوا سېلاب ځپلو کورنیو ته ور کوي.

شهباز شریف له سېلاب ځپلو سره د مرستې په مشرتابه غونډه کې فدرالي ادارو ته امر کړی چې د ورښتونو او نیزونو له امله د زیانمنو شویو سیمو د بیارغونې او مرستو چارې ګړندۍ کړي.

هغه ویلي: «په دې سختو شېبو کې مرکزي یا ایالتي حکومت مطرح نه دی، بلکې د خلکو مرسته او رغونه باید لومړیتوب وي.»

یاده دې وي چې د وروستیو موسمي بارانونو او سېلابونو له امله په پاکستان کې لږ تر لږه ۶۶۰ کسان مړه شوي چې تر ټولو ډېر، ۳۹۲ تنه یې په خېبرپښتونخوا کې دي.

په پښتونخوا کې سېلابونه؛ ۳۲۳ کسان مړه شوي او ۱۵۰ نور تري تم دي

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۲۱ GMT+۱

په خیبر پښتونخوا کې ځایي چارواکي وايي، په دغه ایالت کې د وروستیو سختو ورښتونو او سېلابونو له کبله ۳۲۳ کسان مړه شوي او ۱۵۰ نور تري تم دي. وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي و، چې په ټول پاکستان کې تر دې دمه د ورښتونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۶۵۷ ته رسېدلی دی.

په پښتونخوا کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې مشر اسفندیار خټک ویلي، چې د پاکستان پوځ د ژغورنې عملیاتو لپاره پنځه الوتکې د دوی په واک کې ورکړې دي او څه باندې یو نیم مېلیارده پاکستانۍ روپۍ هم د عملیاتو لپاره ځانګړې شوې دي.
په ورته وخت کې ګلګت بلتستان کې هم سېلابونو او سختو ورښتونو خلک له ډول، ډول ستونزو سره مخامخ کړي. ګڼې لارې تړل شوې، د سېلانیانو په ګډون زرګونه کسان بند پاتې دي او د پاکو اوبو، برېښنا او مخابراتي اسانتیاوې ټکنۍ شوې دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د معلوماتو له مخې؛ په پاکستان کې موسمي ورښتونه د تېر کال پرتله ۶۰ سلنه زیاتوالی ښیي او ښايي د را راونې سپټمبر په میاشت کې یې کچه نوره هم زیاته شي.

چارواکو خبرداری ورکړی، که وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو د پراخې ویجاړۍ او ګڼې مرګ ژوبلې د اوښتو شونتیا هم شته.

ناپېژانده وسله‌والو پېښور کې د مشهور خبریال فاروق فراق زلمی زوی وژلی

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۳:۲۷ GMT+۱

د پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د یکشنبې په ورځ مازیګر ناوخته ناپېژانده وسله‌والو د ځايي مشهور پښتون خبریال فاروق فراق زلمی زوی میاه علي فراق په ډزو وژلی دی. دغه خبریال هم پر فېسبوک پاڼه د دغه وژنې پخلی کړی.

ځايي پولیسو خبر ورکړی، چې د وژل شوي کس مړی یې د څېړنو لپاره عدلي طب ته وړی او د پېښې په سیمه کې هم پلټنې روانې دي. تر اوسه پورې د دغه پېښې اصلي انګېزه نه‌ده روښانه او نه یې هم کومې وسله‌والې ډلې د ترسراوي مسوولیت منلی دی.

دې پېښې د یو شمېر ځايي خبریالانو،‌ هنرمندانو او لیکوالانو سخت غبرګونونه هم راپارولي دي. سندرغاړي کرن خان د دغه پېښې په تړاو د خواشینۍ پېغام کې لیکلي: «پوره پښتون وطن په لویو غمونو او امتحانونو کې له هر طرفه راګېر دی.»

یوې بلې پښتنې خبریالې لایبې یوسفزۍ د میاه علي فراق وژنې ته په اشارې سره ویلي، چې له پښتنو سره خورا دردمنې کیسې روانې دي. دا داسې وخت کې ده، چې په پښتونخوا کې ورځ تر بلې نا امنۍ پراخېږي او هدفي وژنو هم په کې خورا زور اخیستی دی.

د باجوړ ولسوالۍ په ګډون په کورمې او وزیرستان کې هم هره ورځ د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌وال له پاکستاني پوځیانو سره په جګړو اخته وي. همدا راز د نا امنیو له کبله په باجوړ کې تازه زرګونه کورنۍ اړې شوې،‌ چې خپل کلي او کورونه پرېږدي.

خېبر پښتونخوا؛ وسله‌والو بریدونو کې ۶ پولیس وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۱۰ GMT+۱

په خېبر پښتونخوا ایالت کې د تازه وسله‌والو بریدونو له امله لږ تر لږه ۶ پولیس وژل شوي او ۸ نور بیا ټپیان دي. دغه بریدونه د یاد ایالت په بېلابېلو سیمو کې شوي دي.

د ځايي رسنیو د معلوماتو له مخې؛ د دېر په پنکوټ کې د پاکستاني ځواکونو د چټک غبرګون ځواک (QRF) پر یو موتر د وسله‌وال برید له امله درې عسکر وژل شوي او ۶تنه نور ټپیان شوي دي. چارواکو ویلي، چې په دغه برید کې وسله‌والو له یو اتومات ماین څخه کار اخیستی دی.

هم‌مهاله د کزو دېر په میدان سیمه کې «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والو د تېرې شپې په اوږدو کې د پولیسو پر ۳ پوستو وسله‌وال بریدونه کړي، چې په پایله کې یې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی. د‌ پېښور په حسن خېلو سیمه کې بیا وسله‌والو د چهارشنبې ناوخته د پولیسو پر یوې پوستې د ۳ساعتونو لپاره دوامداره برید کړی و.

همدا راز خېبر پښتونخوا کې سرچینو ویلي، چې په کورمې ولسوالۍ کې د یو لړ استخباراتي عملیاتو پر مهال د‌ پولیسو یو ځايي افسر قیصر حسین هم وژل شوی دی. دغه عملیات د عبید حسین مشهور په تهران توري پر ضد ترسره کېده. چارواکي وايي، توري د ۲۰۰۷م کال د فرقه‌يي شخړو وروسته سوریې ته تښتېدلی و او د تېر کال د نومبر میاشتې د بګن په پېښه کې یې مهم رول لاره.

په سوېلي وزیرستان کې بیا د پاکستان سرحدي ځواکونو پر یوې ګزمې د وسله‌والو په برید کې هم د دوی یو افسر وژل شوی دی. پښتونخوا کې ورځ تر بلې نا امنۍ مخ په ډېرېدو دي او هره ورځ د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌وال له پاکستاني پوځیانو سره په جګړو اخته وي. باجوړ ولسوالۍ د دغو نا امنیو په لړ کې د سختو جګړو شاهده ده، چې هلته پاکستاني پوځیانو د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والو د ځپلو په موخه عملیات هم پیل کړي دي.

اسلام‌اباد باور لري چې دغه نا امنۍ په افغانستان کې د طالبانو له لوري «ټي‌ټي‌پي» ته د چمتو شویو پناه ځایونو له کبله دي او له هماغه ځایه دغه بریدونه پلانېږي. اسلام‌اباد په وار، وار له طالبانو غوښتي، چې د پاکستاني طالبانو د پناه ځایونو د ختمېدو اړوند دغه اقدامات وکړي؛ خو یادې ډلې نه یوازې دغه ادعاوې رد کړې دي، بلکې دغه غوښتنې او وړاندیزونه یې له پامه غورځولي دي.

باجوړ د جګړو په لړ کې؛ لاهم د «ټي‌ټي‌پي» خلاف د پاکستاني پوځیانو عملیات روان دي

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۲۹ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا ایالت په باجوړ ولسوالۍ کې له ۴۸ ساعته ګرځ‌بندیز وروسته د چهارشنبې په ورځ دغه بندیز پای ته ورسېد او په ډېرو سیمو کې بېرته عادي ژوند پیل شوی؛ خو په یو شمېر سیمو کې لا هم عملیات روان دي او ملکي وګړي له خپلو کورونو وتلي دي.

د ډان ورځپانې د راپور له مخې؛ د خار، عنایت کلي، صدیق‌اباد، رګګان، پشت، حاجي لونګ، یوسف ‌اباد، ناوګۍ، لوی سم، عمري او قذافي ښارګوټو بازارونه او سوداګریز مرکزونه د چهارشنبې په سهار بېرته پرانیستل شوي دي. دغه پرېکړه د ولسوالۍ ځايي چارواکو له لوري تر ګرځ بندیز وروسته شوې ده.

د باجوړ ولسوالۍ مرستیال کمېشنر پر خپله فېسبوک پاڼه یوې خبرپاڼه کې لیکلي: «ولسونه باید خبر وي، چې د چهارشنبې په ورځ به یو شمېر لارې د تګ راتګ لپاره بېرته پرانېستل شي او خلک کولای شي خپل ورځنی عادي ژوند پیل کړي. د لارو پر غاړه پراته بازارونه او سوداګریز مرکزونه به هم د معمول په څېر فعالیت کوي.»

دغه خبرپاڼه وروسته له هغې خپره شوه، چې د خار او عنایت کلي ځايي کاروباریانو اعلان وکړ چې دوی به د چهارشنبې له ورځې پرته له دې چې کوم بندیز ته پام وکړي؛ خپل کاروبارونه بېرته پیل کړي، ځکه نور د «بې‌دلیله بندیزونو» زغم نه‌لري.

د ملکي وګړو د وژنې پر ضد ولسي غبرګونونه؛ د هاوان لګېدو له امله درې تنه وژل شوي

د سیمو پرانیستل د ټرانسپورټي خدمتونو، ښوونځیو فعالېدو او د اقتصادي چارو د بیا پیل لامل شول؛ خو د ماموندو د ۲۷ سیمو لپاره ګرځ‌بندیز (د اګست تر ۱۴مې) پورې غځول شوی، ځکه هلته د‌ پاکستاني پوځیانو عملیات به په درېیمه ورځ هم دوام ولري.

ډان ورځپاڼه لیکي، امنیتي ځواکونو د برید کوونکو چورلکو او درنو توپونو په مرسته د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي؛ خو د ترهګرو د مرګ‌ ژوبلې په اړه کوم معلومات نه دي خپاره شوي.

د خېبرپښتونخوا د پولیسو عمومي مشر جنرال ذولفقار حمید دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ بللي او ویلي یې دي، چې موخه یې «د سولې پر ضد یو شمېر خطرناکو ترهګریزو ګواښونو له منځه وړل» دي.

د چهارشنبې په ورځ دل وی ماموند اوسېدونکو د ایرب کلي کې د درېیو ملکي وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ. دغه کسان پر یو کور د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې مړه شوي او د جنازې تر لمانځه وروسته یې لاریون کوونکو مړي د باد سیاه سیمې ته ولېږدول.

لاریونوالو د یوې کورنۍ د یوې ښځې او دوه ماشومانو د وژل کېدو او د دوو نورو غړو د ټپي کېدو له امله ژور خپګان څرګند کړ او له حکومته‌ یې وغوښتل، چې پر ملکي وګړو بریدونه ژر تر ژره ودروي. د سولې جرګې یو شمېر ځايي غړو هم په خپلو ویناوو کې یاده پېښه په سختو ټکو وغندله.

دوی وویل، چارواکو ژمنه کړې وه چې عملیات به یوازې د هغو کسانو پر ضد وي چې د سیمې د سولې لپاره ګواښ جوړوي او ملکي وګړي به هدف نه‌ګرځي.

معترضو د ګرځ‌بندیز د پای ته رسېدو، د ملکي خلکو د تلفاتو مخنیوي او په سیمه کې د مخابراتي او انټرنېټي خدماتو د بیا فعالېدو غوښتنه وکړه. هغوی خبرداری ورکړ، چې که دغه غوښتنې یې ونه‌منل شي؛ نو پراخ ولسي خوځښت به پیل کړي.

د باجور د سولې جرګې بېړنۍ ناسته او د سیاسي شخصیتونو غبرګون

له دې مظاهرې وړاندې د باجور د سولې جرګې غړو د خار د مطبوعاتي کلب په تالار کې غونډه وکړه او د هاوان برید له امله د درې تنو وژل کېدل‌ یې وغندل.

هم‌مهاله د عوامي نېشنل ګوند یو لوړ پوړي غړي هم ځان یاد کنفرانس ته رسولی او په ډاګه کړې یې ده، چې د ملکي وګړو وژل د چارواکو د ژمنو خلاف دي او د ځايي خلکو اندېښنې یې زیاتې کړې دي. هغه ټینګار وکړ، چې ګوند‌ یې د ترهګرو پر ضد د عملیاتو مخالف نه دی؛ خو پر ملکي وګړو دغه ډول بریدونه ورته هېڅکله د منلو وړ نه‌دي.

میاه افتخار د باجوړ او ټولې خېبرپښتونخوا په کچه د پوځي عملیاتو د ژر تر ژره درولو غوښتنه وکړه. هغه همداراز اعلان وکړ، چې د عوامي نېشنل ګوند له لوري (د اګست په ۲۳مه) په اسلام‌اباد کې د سولې لاریون ترسره کېږي چې په ترڅ کې به یې روان ناورین هم وغندل شي.

پاکستاني پوځیانو له تېرو څو ورځو راهیسې په باجوړ کې د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والو خلاف خپل عملیات ګړندي کړي او دواړه لوري وخت ناوخت له یو بل سره په دغه ولسوالۍ کې نښتي هم وي. اسلام‌اباد که څه هم ادعا لري، چې د دغې سیمې په ګډون د خېبر پښتونخوا بېلابېلو ولسوالیو ته د ډیورنډ له کرښې د «ټي‌ټي‌پي» جنګیالي ور اوړي او د افغان طالبانو تر سیوري لاندې د‌ پاکستان یاده مخالفه وسله‌والو ډله منظم پناه ځایونه لري؛ خو پر کابل واکمن بیا دغه ادعاوې نه مني.