• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان وزیران د خپلې یوې میاشتې معاشونه د خیبر پښتونخوا نېزځپلو ته ور کوي

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۲۴ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف ویلي چې د مرکزي حکومت کابینې ټول غړي به د خپلې یوې میاشتې معاشونه د خېبرپښتونخوا سېلاب ځپلو کورنیو ته ور کوي.

شهباز شریف له سېلاب ځپلو سره د مرستې په مشرتابه غونډه کې فدرالي ادارو ته امر کړی چې د ورښتونو او نیزونو له امله د زیانمنو شویو سیمو د بیارغونې او مرستو چارې ګړندۍ کړي.

هغه ویلي: «په دې سختو شېبو کې مرکزي یا ایالتي حکومت مطرح نه دی، بلکې د خلکو مرسته او رغونه باید لومړیتوب وي.»

یاده دې وي چې د وروستیو موسمي بارانونو او سېلابونو له امله په پاکستان کې لږ تر لږه ۶۶۰ کسان مړه شوي چې تر ټولو ډېر، ۳۹۲ تنه یې په خېبرپښتونخوا کې دي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

په پښتونخوا کې سېلابونه؛ ۳۲۳ کسان مړه شوي او ۱۵۰ نور تري تم دي

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۲۱ GMT+۱

په خیبر پښتونخوا کې ځایي چارواکي وايي، په دغه ایالت کې د وروستیو سختو ورښتونو او سېلابونو له کبله ۳۲۳ کسان مړه شوي او ۱۵۰ نور تري تم دي. وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي و، چې په ټول پاکستان کې تر دې دمه د ورښتونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۶۵۷ ته رسېدلی دی.

په پښتونخوا کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې مشر اسفندیار خټک ویلي، چې د پاکستان پوځ د ژغورنې عملیاتو لپاره پنځه الوتکې د دوی په واک کې ورکړې دي او څه باندې یو نیم مېلیارده پاکستانۍ روپۍ هم د عملیاتو لپاره ځانګړې شوې دي.
په ورته وخت کې ګلګت بلتستان کې هم سېلابونو او سختو ورښتونو خلک له ډول، ډول ستونزو سره مخامخ کړي. ګڼې لارې تړل شوې، د سېلانیانو په ګډون زرګونه کسان بند پاتې دي او د پاکو اوبو، برېښنا او مخابراتي اسانتیاوې ټکنۍ شوې دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د معلوماتو له مخې؛ په پاکستان کې موسمي ورښتونه د تېر کال پرتله ۶۰ سلنه زیاتوالی ښیي او ښايي د را راونې سپټمبر په میاشت کې یې کچه نوره هم زیاته شي.

چارواکو خبرداری ورکړی، که وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو د پراخې ویجاړۍ او ګڼې مرګ ژوبلې د اوښتو شونتیا هم شته.

ناپېژانده وسله‌والو پېښور کې د مشهور خبریال فاروق فراق زلمی زوی وژلی

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۳:۲۷ GMT+۱

د پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د یکشنبې په ورځ مازیګر ناوخته ناپېژانده وسله‌والو د ځايي مشهور پښتون خبریال فاروق فراق زلمی زوی میاه علي فراق په ډزو وژلی دی. دغه خبریال هم پر فېسبوک پاڼه د دغه وژنې پخلی کړی.

ځايي پولیسو خبر ورکړی، چې د وژل شوي کس مړی یې د څېړنو لپاره عدلي طب ته وړی او د پېښې په سیمه کې هم پلټنې روانې دي. تر اوسه پورې د دغه پېښې اصلي انګېزه نه‌ده روښانه او نه یې هم کومې وسله‌والې ډلې د ترسراوي مسوولیت منلی دی.

دې پېښې د یو شمېر ځايي خبریالانو،‌ هنرمندانو او لیکوالانو سخت غبرګونونه هم راپارولي دي. سندرغاړي کرن خان د دغه پېښې په تړاو د خواشینۍ پېغام کې لیکلي: «پوره پښتون وطن په لویو غمونو او امتحانونو کې له هر طرفه راګېر دی.»

یوې بلې پښتنې خبریالې لایبې یوسفزۍ د میاه علي فراق وژنې ته په اشارې سره ویلي، چې له پښتنو سره خورا دردمنې کیسې روانې دي. دا داسې وخت کې ده، چې په پښتونخوا کې ورځ تر بلې نا امنۍ پراخېږي او هدفي وژنو هم په کې خورا زور اخیستی دی.

د باجوړ ولسوالۍ په ګډون په کورمې او وزیرستان کې هم هره ورځ د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌وال له پاکستاني پوځیانو سره په جګړو اخته وي. همدا راز د نا امنیو له کبله په باجوړ کې تازه زرګونه کورنۍ اړې شوې،‌ چې خپل کلي او کورونه پرېږدي.

فضل الرحمان: له پاکستانه د افغان کډوالو جبري اېستنه به د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنې کړي

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۴۱ GMT+۱

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د یکشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) په اسلام اباد کې له نورو ګوندونو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو اېستنه به د اسلام اباد او کابل تر منځ اړیکې زیانمنې کړي.

مولانا فضل الرحمان د هغو افغانانو لپاره چې د پاکستان په ګټه دي او هغو افغانانو لپاره چې په پنډغالو کې دي، د جلا-جلا پالیسو د جوړولو غوښتنه وکړه او په وینا یې اېستل کېدونکي کسان هم باید په عزت سره و اېستل شي نه په جبري توګه.

نوموړي په پاکستان کې افغانان په څلورو ګټکوریو ووېشل، یو هغه افغانان چې په تېرو ۴۰ کلونو کې یې په دغه هېواد کې پانګونې کړي، دویم هغه افغانان چې په پاکستان کې یې لوړې زده کړې کړي، درېیم هغه افغانان چې په دغه هېواد کې پر زده کړو بوخت او څلورم هغه افغانان چې په پنډغالو کې اوسېږي.

مولانا فضل الرحمان زیاته کړه، له دغه هېواده هغه افغانان چې دلته یې پانګونې او لوړې زده کړې یې کړي او یا هم پر زده کړو بوخت دي باید ونه اېستل شي، ځکه په وینا یې دوی د پاکستان په ګټه دي او یوازې هغه افغانان چې په پنډغالو کې اوسېږي هغوی باید له جبر پرته په عزت سره خپل هېواد ته ولېږدول شي.

هغه وویل، «څومره افغانانو چې په تېرو ۳۰ او یا هم ۴۰ کلونو کې په پاکستان کې پانګونې کړي که هغوی له بانکونو خپلې پیسې وباسي، نو بانکونه دیوالي کېږي. که هغوی په پاکستان کې پانګونې کوي او د هغوی پیسې دلته ګردش کوي او زموږ د پیسو ملاتړ کوي، نو هغوی باید جلا شي.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې پاکستان له دغه هېواده د پي، او، ار کارټ لرونکو افغانانو ته چې شمېر یې له یو میلیون څخه زیات دی، د روانې اګست میاشتې تر پایه وخت ورکړی چې له دغه هېواده ووځي، ګنې بیا به دوی په خپله لاس په کار شي.

د طالبانو له څلور کلنې واکمنۍ سره هم‌مهاله افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی، چې د کډوالۍ له ژور او جدي ناورین سره مخ دی. که څه هم افغانان له پخوا راهیسې په ځینو هېوادونو کې کډوال وو؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د کډوالېدو دغه کچه لا پراخه شوې ده.

د راپورونو پربنسټ؛ د طالبانو له بیا واکمنېدو سره څه باندې ۱۰ مېلیونه افغانان بې‌ځایه شوي او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ بیا ویلي، له سوریې وروسته افغانستان دویم هېواد دی چې په لوی شمېر کې یې وګړو (شپږ نیم مېلیونه کسانو) د پناه غوښتنې کړې دي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې ډېری کسان د افغانستان دوو ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران ته تللي دي.
د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت بیا ویلي، چې له ایران، پاکستان او ترکیې یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې دوه مېلیونه افغان کډوال افغانستان ستانه شوي او دغه لړۍ لاهم روانه ده.

د پاکستاني دولت د ضرب‌الاجل له پای ته رسېدو وروسته، له پاکستانه د افغان کډوالو د شتمنۍ او پانګې د برخلیک په تړاو جدي اندېښنې راپورته شوي او افغانستان ته د کډوالو له ستنېدو سره سم، د پاکستان په ګڼ شمېر ښارونو کې د افغانانو اړوند هټۍ او د کاروبار ځایونه په ټپه درېدلې دي.

پاکستان داسې مهال د پي، او، ار کارټ‌لرونکو کډوالو د اېستلو بهیر پیل کړی، چې د ملګرو ملتونو په ګډون د بښنې نړۍوال سازمان او د کډوالو او بشري حقونو ګڼو ملاتړو بنسټونو له پاکستانه غوښتي، څو له دې کار څخه لاس واخلي او په جبري توګه دې د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ ودروي؛ خو پاکستاني لوري دا هر څه تر اوسه له پامه غورځولي دي.

جګړه‌ییزې ناندرۍ: محسن نقوي وایي پاکستان د هند د شپږو غورځول شویو الوتکو ویډيويي شواهد لري

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۰۰ GMT+۱

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي، چې د اسلام‌اباد او نوي ډیلي ترمنځ په وروستۍ نښته کې د هند د شپږو غورځول شویو الوتکو ویډيويي شواهد لري.

محسن نقوي د یکشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) په پاکستان کې «د هند پر وړاندې د پاکستان د پوځي او ډيپلوماټيکو بریاوو د نړۍوالو اغېزې» تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې وویل، د پاکستان استخباراتي او دفاعي ځواک له هندي ځواکونو غوره دي.

نقوي په دې سیمینار کې وویل، «موږ د هند د شپږو وېشتل شویو الوتکو ویډیوګانې لرو.» د نوموړي په وینا، په هغه وخت کې پرېکړه شوې وه تر هغه چې له ساحې شواهد ترلاسه نشي هېڅ اعلان به نه کېږي، خو «باور وکړئ، موږ دا په څو دقیقو کې ترلاسه کړل.»

نقوي د پاکستان استخباراتي ادارې وستایلې چې د یادې نښتې پر مهال یې پر وخت معلومات برابر کړل. هغه وویل: «په هند کې هره پرېکړه او هره الوتنه چې کېده، موږ مخکې له مخکې پوهېدو.»

د یادونې وړ ده، چې هند هم د پاکستان د شپږو الوتکو د وېشتلو خبره کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د پاکستان د پوځ لوی درستیز سید عاصم منیر خبرداری ورکړی، چې که هر څوک د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا وګواښي او یا هم پرې تېری وکړي، له هېڅ ډول ځنډ یا محدودیت پرته به «ډېر سخت او د متقابل لوري پر تله سخت ځواب ورکړل شي».
د ویلو ده چې، په کشمیر کې د وسله والو په برید کې د یو شمېر سیلانیانو له وژل کېدو وروسته هند د مې پر ۷مه پر پاکستان برید وکړ او پاکستان هم ځوابي برید وکړ، چې په دې څو ورځنۍ جګړه کې دواړو خواو ته مرګژوبله هم واوښته.

اصف درانی: له هېواده بهر مخالفان د طالبانو لپاره ګواښ نه دي

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۵۸ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني استازي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبان اوس قوي دي او په بهر کې مخالفان د دې ډلې لپاره ګواښ نه ګڼل کیږي. اصف دراني زیاته کړه چې راتلونکی به دا وښيي چې ایا پاکستان به د طالبانو لپاره د بدیل د رامنځته کولو هڅه وکړي که نه.

اصف دراني نن د یکشنبې په ورځ، د زمري ۲۶مه په "دیدګاه" خپرونه کې د طالبانو د مخالفانو په تړاو د اسلام اباد د دریځ، له امریکا سره د پاکستان د اړیکو ښه والي، د افغان کډوالو وضعیت او د طالبانو حکومت د راتلونکي په تړاو د افغانستان انټرنشنل خبریال پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پاکستان د طالبانو لپاره د بدیل د رامنځته کولو په لټه کې دی، اصف دراني وویل: «د دې پوښتنې ځواب به په راتلونکي کې روښانه شي. طالبان اوس قوي دي. مخالفین په بهر کې دي او د دې ډلې لپاره ګواښ نه ګڼل کیږي.»

دراني په دې مرکه کې ټینګار وکړ چې طالبان باید د ټولګډونه حکومت مساله حل کړي.

هغه زیاته کړه چې دا ډله باید د افغانستان خلکو ته ځواب ویونکې وي او خلک باید طالبان حساب ورکولو ته اړ کړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني استازي د طالبانو ترمنځ د داخلي شخړو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د دې ډلې غړي "منظم" دي او حتا ډیری طالب چارواکي چې د هبت الله اخوندزاده له خوا د ښځو په اړه د محدودیتونو مخالفت کوي، «یوه کلمه هم نه وايي.»

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د طالبانو غړي د ډلې د مشر په وړاندې راپورته کیدای شي، اصف دراني وویل، «هر څه ممکن دي.»