• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فایق: اصلي خپلواکي هغه ده چې افغانستان د طالبانو له فکري او سیاسي «اشغاله» وژغورل شي

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۲۹ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶ کلیزې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، اصلي خپلواکي هغه وخت ده چې افغانستان د طالبانو له فکري او سیاسي «اشغاله» وژغورل شي.

نصیر احمد فایق زیاتوي، د خپلواکۍ اصلي نمانځنه هغه وخت معنا لري چې یو ملي نظام د قانون، عدالت، بشري حقونو، اسلامي ارزښتونو او د خلکو د واکمنۍ پر بنسټ جوړ شي.

فایق په خپله اېکس پاڼه لیکلي، «د استقلال اصلي نمانځنه هغه وخت مانا لري چې افغانستان د طالبانو له فکري او سياسي اشغال او له بهرنۍ مرستې د تړاو څخه خلاص شي، خلک له فقر، بې‌کارۍ او مهاجرت څخه وژغورل شي او يو ملي نظام د قانون، عدالت، بشري حقونو، اسلامي ارزښتونو او د خلکو د واکمنۍ پر بنسټ جوړ شي.»

د نوموړي په وینا، تر هغې چې د افغانستان ډېری خلک او په ځانګړې توګه ښځې او نجونې له خپلو بنسټيزو ازادیو او حقونو بې برخې وي، د خپلواکۍ یادونه به له تش شعار پرته بل څه نه وي.

د یادونې وړ ده، چې د ۱۲۹۸لمریز کال (د زمري په ۲۸مه) د افغانستان پاچا امان الله خان له انګرېزانو د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه او په دې ډول هغه ته د ملت له‌خوا د «غازي» لقب ورکړل شو. له هماغې ورځې راهیسې هرکال په افغانستان کې (د زمري ۲۸مه) د خپلواکۍ د ورځې توګه نمانځل کېږي.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

افغان ایواک: د افغانانو بیا مېشتېدنې د همغږي دفتر به بېرته فعال شي

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۴۴ GMT+۱

د افغان ایواک په نوم د افغانانو د بیا مېشتېدنې د همغږۍ سازمان د امریکا د استازو جرګې له خوا د دوه‌ ګوندي قانون «تلپاتې هرکلی» د معرفي کېدو هرکلی کړی او د دې قانون پر چټک تصویب یې ټینګار کړی دی.

د افغان ایواک په وینا، دغه قانون به د افغانانو د بیا مېشتېدنې د همغږي کوونکي دفتر (CARE) بېرته فعال کړي، د دوسیو روڼ ډیټابیس به جوړ کړي، د کورنیو د یوځای کېدو بهیر به چټک کړي او د اړوندو ادارو ترمنځ به همغږي لا غښتلې کړي.

د افغان ایواک مشر «شاون وان ډیور» ویلي، چې دا قانون یوازې قانون‌ منل نه ده، بلکې د امریکا د ویاړ او تعهد بیا ځلي تایید دی.

د هغه په خبره، د کی‌یر دفتر بېرته فعاله کېدل تضمین کوي، چې افغان سرتېري، داوطلبان او کورنۍ یې هېر نه شي.

وان ډیور زیاته کړې، چې افغان ایواک د کابل د سقوط له ګډوډۍ وروسته جوړ شو، هغه مهال چې زرګونه پخواني سرتېري او د افغانستان ملاتړي د امریکایي ځواکونو ترڅنګ ودریدل.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د «تلپاتې هرکلي» د پروګرام ځنډېدو زرګونه کسان له ګواښ سره مخ کړي او د امریکا باور یې زیانمن کړی دی.

راپورونه زیاتوي، چې دغه قانون د امنیتي څېړنو په بهیر کې بدلون نه راولي، خو ډاډ ورکوي چې واشنګټن به خپلو هغو ژمنو ته عملي بڼه ورکړي چې له افغان متحدینو سره یې کړي دي.

د یادولو وړ ده، چې د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۲۴کال کې د «CARE» دفتر منحل کړی و او تر اوسه نوی همغږي کوونکی نه دی ټاکل شوی. خو د نوې مسودې له مخې به دا دفتر بېرته خپل کار ته دوام ورکړي او د امریکا تعهد به د افغان قراردادیانو د بیا مېشتېدنې په برخه کې یو ځل بیا روښانه شي.

افغان ایواک له کانګرس غوښتی، چې ژر تر ژره دغه لایحه تصویب کړي، څو امریکا خپلو ژمنو ته وفاداره پاتې شي او په نړیواله کچه د اعتبار او تعهد روښانه پیغام واستوي.

د ایران د پارلمان غړی: افغان کارګر د صنعت او کرنې لپاره اړین دي

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۴۴ GMT+۱

د ایران اسلامي شورا د ټولنیزو چارو کمېسیون غړي محمد سراج د افغان کډوالو د جبري اېستلو او د هغوی د کار وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې. نوموړي ویلي، چې د دولت موخه د غېر قانوني افغان وګړو اېستل دي، خو هغه افغانان چې قانوني اسناد لري، د پاتې کېدو او کار لپاره هېڅ محدودیت نه لري.

ایراني رسنۍ ایراف سره په خبرو کې سراج زیاته کړې: «موږ بې له شکه د ډېرو صنایعو او کرهڼیزو برخو لپاره د افغان کارګرانو اړتیا لرو او خوښ یو چې دا اړتیا د ګاونډي او همژبي افغانستان خلکو له لارې پوره کېږي».

د ده په وینا، د ایران ولس له نږدې پنځو لسیزو په اوږدو کې د افغان کارګرانو له کار او خدمتونو راضي پاتې شوی دی.

دغه وکیل ومنله، چې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته ډېری د افغانستان د امنیتي ځواکونو غړي او مخالفین ایران ته کډه شول، خو د ایران دولت د پناه ورکولولپاره منظم چوکاټ نه درلود، چې دا د ستونزو لامل شوی دی.

سراج ټینګار کړی، چې یوازې غیرقانوني کسان باید اخراج شي، نه هغه افغانان چې ثبت او سرشمېرل شوي دي.

نوموړي وویل: «که یو افغان کارګر بې اسنادو په هر ځای کې د کار کولو اجازه ولري، دا د مهاجرتي جوړښت د نشتوالي نښه ده، او دا ستونزه د افغانانو نه، بلکې زموږ د کمزوري مدیریت پایله ده.»

هغه د «ملي کډوالۍسازمان»د جوړېدو پر لایحه هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې ټول محدودیتونه به یوازې پر غیرقانوني کسانو تطبیق کېږي، او ان د هغو کار ورکوونکو لپاره جرم‌ ټاکل شوې دی چې غیرقانوني افغان کارګر استخدام کړي.

کارپوهان باور لري، چې د افغان کارګرو پراخ اخراج نه یوازې د ایران د بېکارۍ ستونزه نه حلوي، بلکې د صنعتي شرکتونو د تړل کېدو او پراخې بېکارۍ سبب کېدای شي.

د ایران د سوداګرۍ خونې څېړنې ښيي، چې د دغه هېواد د نفوس د ودې کړکۍ په تړل کېدو ده او په نږدې راتلونکې کې به د کارګرانو اړتیا نوره هم ډېره شي.

سان ډیاګو ښار کې د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې رسمي نمانځنه

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۴۳ GMT+۱

د امریکا د کالیفورنیا ایالت د سان ډیاګو ښار شورا په رسمي ډول د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې د نمانځلو اعلان وکړ. دا لومړی ځل دی چې په دې ښار کې د افغان ـ امریکایي ټولنې په هڅو او ملاتړ د افغانستان د خپلواکۍ ورځ د ښاروالۍ له لوري په رسمي ډول ونمانځل شوه.

د افغان ټولنې استازي ډاکټر رحیمي پر ایکس خواله رسنۍ ویلي،چې دا بریا یوازې د دوی د ګډ کار او یووالي پایله ده.

د هغه په وینا، د سان ډیاګو ښار په دې پرېکړې سره نه یوازې د افغان ـ امریکایانو ونډه او هویت وستایه، بلکې د هغوی د کلتوري ارزښتونو په درناوي کې یې یو نوی باب پرانیست.

په همدې تړاو، د افغان ټولنې مشرانو د خپلو ټولنیزو همکارانو، مشرتابه ټیم او هغو کسانو مننه وکړه چې د دې پرېکړې په عملي کولو کې یې ملاتړ کړی دی.

د سان ډیاګو ښار درې د باور وړ غړي«راول کامپیلو، مارني وان ویلپرټ او شان اېلو ریویرا» د افغان ـ امریکایي ټولنو ملاتړي وبلل شول او د هغوی د دوامدارو هڅو ستاینه وشوه.

د افغانانو د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې دا نمانځنه د افغان کډوالو لپاره د ویاړ، ملي هویت او ټولنیز پیوستون یو مهم ګام ګڼل کېږي، او تمه ده چې په راتلونکو کلونو کې هم په دې ښار کې د افغان کلتوري ارزښتونو د درناوي لپاره ورته پروګرامونه ترسره شي.

په هرات کې د بس او مازدا موټرو د ټکر له امله لسګونه له ایرانه شړل شوي افغان کډوال وژل شوي

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۲۶ GMT+۱

په هرات کې سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د هرات ـ اسلام‌کلا پر لویه لار د مسافرو یو بس موټر له بار وړونکي مازدا سره تر ټکر وروسته اور اخیستی او په پایله کې یې لسګونه افغان کډوال چې تازه له ایران څخه شړل شوي وو، وژل شوي دي.

سرچینې وايي، دغه بس د اسلام‌کلا له پولې څخه کابل ته د کډوالو د لېږد پر مهال له دې پېښې سره مخ شوی دی.

تر اوسه د پېښې د کره مرګ‌ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د یادولو ده، چې تر اوسه د هرات سیمه ییزو طالب چارواکو په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

اشرف غني: دا خپلواکي د افغانانو د نیکونو د بې سارې مبارزې او قربانۍ پایله ده

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۰۶ GMT+۱

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت ټولو افغانانو ته د مبارکۍ پیغام خپور کړی دی. نوموړي ټینګار کړی، چې دا خپلواکي د افغانانو د نیکونو د بې سارې مبارزې او قربانۍ پایله ده، چې محکومو ملتونو ته یې د ازادۍ بېلګه وړاندې کړه.

ډاکټر غني په خپل پیغام کې ویلی: «نن د زمري ۲۸مه، د افغانستان د خپلواکۍ له ۱۰۶مې کلیزې سره برابره ده. دا خپلواکي په ۱۹۱۹کال کې د غازي امان الله خان په مشرۍ له انګرېزانو اعلان شوې وه.»

د پخواني ولسمشر پیغام په درېیو ژبو ـ پښتو، دري او ازبکي د هغه پر رسمي ټولنیزو پاڼو خپور شوی دی.

هغه څه موده وړاندې په یوه مرکه کې افغانانو ته ویلي وو: «زه هره شېبه له تاسو سره یم او هیله لرم چې هر ځل له تاسو سره خبرې وکړم، تاسو ته به څرګنده شوې وي، چې زه ستاسې له دردونو او ژورو هیلو خبر یم، زه د دې لپاره پیدا شوی یم چې د یووالي او ابادۍ وسیله شم».

ولسمشر غني د پوډکاسټ له لارې په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې د خپلواکۍ نمانځل یوازې د مراسمو په معنا نه دي، بلکې د ملي یووالي او د ازادۍ له ارزښتونو سره د ژمنتیا تازه کول دي.

نوموړي زیاته کړې، هیله لري چې د افغانستان د ۳۰۰مې کلیزې لپاره یو متحد، ازاد او سوکاله هېواد راتلونکو نسلونو ته پرېښودل شي.

هغه په خپلو څرګندونو کې ځان د غازي امان الله خان د «ناتمام فصل» بشپړوونکی بللی او ټینګار یې کړی، چې د همدې لارې له افغانانو سره د سوکاله راتلونکي د بنسټ ایښودو اراده لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۲۹۸لمریز کال (د زمري په ۲۸مه) نېټه د افغانستان پاچا امان الله خان له انګرېزانو څخه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه او په دې ډول هغه ته د ملت له‌خوا د «غازي» لقب ورکړل شو. له هماغې ورځې راهیسې هرکال په افغانستان کې (د زمري ۲۸مه) نېټه په پرتمین جشن نمانځل کېږي.

د یادولو ده، چې طالبانو هم نن د خپلواکۍ په مناسبت رخصتي اعلان کړې وه.

طالبانو تېرکال هم دغه ورځ د خپلواکۍ د جشن په نوم اعلان کړه او په دې مناسبت یې یو لړ غونډې جوړې کړې؛ خو د خپلواکۍ مرکزي کرکټر او ګټونکی پاچا غازي امان الله خان یې په بدو سياستونو تورن کړی و.