واشنګټن پوسټ: د پاکستان او امریکا اړیکې د پام وړ نږدې شوې دي

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپل یوه راپور کې ویلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوهم ځل ټاکل کېدو راوروسته د پاکستان او واشنګټن اړیکې د پام وړ نږدې شوې دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپل یوه راپور کې ویلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوهم ځل ټاکل کېدو راوروسته د پاکستان او واشنګټن اړیکې د پام وړ نږدې شوې دي.
د دغه راپور له مخې، پاکستان د نړیوالو کړکېچونو او د امریکا ـ هند ترمنځ د اختلافاتو په سیوري کې توانېدلی، چې له سپینې ماڼۍ سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي.
واشنګټن ته د پاکستان د پوځ مشر وروستي سفرونه د دواړو هېوادونو د اړیکو د نوي پړاو نښه بللې ده.
راپور زیاتوي، چې اسلاماباد د بهرنۍ تګلارې په بریالي مدیریت سره، له امریکا سره خپل ستراتیژیک دریځ نور هم قوي کړی دی.
په راپور کې راغلي، چې پاکستان په اسیا کې د لویو اقتصادونو ترمنځ د امریکا د تر ټولو ټیټ ګمرکي تعرفې امتیاز ترلاسه کړی، چې شاوخوا «۱۹سلنه»کمه ده، په داسې حال کې چې پر هند د روسي تېلو د پېرلو په تړاو تر «۵۰سلنې»پورې تعرفه لګېدلې ده.
له دې وړاندې رسنیو خبر ورکړی و، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مارکو روبیو»اعلان کړی، واشنګټن غواړي له اسلاماباد سره خپلې اقتصادي همکارۍ پراخې کړي.
پر همدې مهال، تېرې میاشتې د امریکا او پاکستان ترمنځ یو سوداګریز تړون هم لاسلیک شوی او ترڅنګ یې واشنګټن د «بلوڅ ازادي غوښتونکی پوځ» ډله چې د پاکستاني پوځ پر ضد جګړه کوي، په رسمي ډول د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل کړی دی.


د طالبانود بهرنیو چارو وزارت وايي، چې سبا (چهارشنبه) به د چین د بهرنیو چارو وزیروانګ يي او د پاکستان د صدر اعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته راشي. دغه غونډه د طالبانو په کوربهتوب ترسره کیږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس حافظ ضیاء احمد وايي، په دې غونډه کې به د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سیمهییزو همکاریو په شمول پر یو لړ مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحثونه تر سره شي.
خو، سرچینو د زمري پر ۲۳مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دې ناسته کې د بیجنګ ناستې د پرېکړو پر تعقیب، د ډیورنډ کرښې پر مدیریت، عملیاتي همغږۍ او ترهګرۍ ضد همکاریو پکې بحثونه کیږي.
د سرچینو په وینا، دغه ناسته د سیپک د امنیت او پراختیا او درې اړخیزو اقتصادي او سیاسي همکاریو په تړاو جوړیږي او د درېواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران پکې ګډون کوي.
سرچینې وايي، چین او پاکستان هڅه کوي افغانستان د سیپیک په پروژه کې شامل شي او په دې توګه دې پروژې ته متوجې یولړ امنیتي ګواښونه کم شي.
د بهرنیو چارو ورازت تمه ښودلې چې د غونډې ګډونوال به د ګډو ګټو، متقابل تفاهم او پراخو همکاریو پر بنسټ د راتلونکي په باب د اړیکو اړوند نظرونه تبادله کړي.
وزارت زیاتوي، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر به له یو شمېر لوړپوړو طالب مشرانو سره د دوه اړخیزو لیدنو پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو، اقتصادي همکارۍ او د متقابل باور پر بنسټ د اړیکو د لا ژورتیا په اړه هم هر اړخیزې خبرې اترې وکړي.
یاده دې وي، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د پنجشنبې په ورځ د کابل له درې اړخیزې ناستې وروسته په اسلام باد کې د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د شپږم ستراتیژیک ډیالوګ د ګډې مشرۍ لپاره پاکستان ته ځي.
نوموړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په بلنه دغه هېواد ته سفر کوي.

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د وتلو لپاره د ۲۰۲۵کال د اګسټ ۳۱مه وروستۍ نېټه ټاکلې، چې دغې نېټې ته یوازې ۱۳ ورځې پاتې دي. د دغې پرېکړې له مخې؛ هغه افغانان چې د پي او ار او اې سي سي کارتونه لري؛ باید دغه هېواد پرېږدي.
د پاکستان حکومتي چارواکي وایي، دغه اقدام په پاکستان کې د بېاسناده مېشتو کډوالو د زیاتېدونکي شمېر د کنټرول او د قانوني اسنادو لرونکو کسانو د ثبت لپاره اخیستل شوی دی. چارواکو روښانه کړې، چې په پاکستان کې ټول افغانان په ناقانونه توګه مېشت دي او د پي او ار او اې سي سي کارت لرونکي افغانان باید تر ټاکلې مودې وړاندې په خپله خوښه دغه هېواد پرېږدي.
په پنجاب کې په یوه خامه کور کې مېشت افغان عبدالکریم د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواری ته ویلي:« ما مې ټول ژوند د مزدورۍ په ډوډۍ تېر کړ، د خپلو ماشومانو ګېډې مې مړې کړې. اوس راته ویل کېږي، چې بېرته خپل وطن ته ولاړ شم؛ خو دا سفر دومره اسانه نهدی. له پنجابه تر تورخمه پورې په هر ګام کې موږ درول کېږو او په هره پوسته کې رانه زرګونه روپۍ اخیستل کېږي. موږ غریبان چې د خوړو لپاره هم په سختۍ پیسې پیدا کوو؛ نو دا دومره پیسې له کومه کړو؟»
هغه چې مېرمنه یې هم سخته ناروغه ده وایي:« په لاره کې خلک موږ داسې ګڼي، لکه موږ چې پر دوی بار یو. د بار وړونکو موټرو چلوونکي له موږ دوه برابره کرايه غواړي او کله کله ځای هم نه راکوي.»
په لنډي کوتل کې د افغان کډوالو په پنډغالي کې مېشت ګل آغا (مستعار نوم) په سترګو کې وېره او بېوسي له ورایه ښکاري. د هغه د ژوند برخلیک اوس د کاغذ څو ټوټې ټاکي. هغه له خپلو ماشومانو سره کلونه په پاکستان کې تېر کړل؛ خو هېڅکله یې قانوني اسناد نهلرل.
ګل آغا وایي:« هر وخت دا وېره راسره وي، چې پولیس به مې ونیسي. له کوره بهر په وتلو سره سم سملاسي د تلاشۍ سره مخ کېږو. زما ماشومان ښوونځي ته نهشي تلای او موږ تل له قانوني هویت پرته دلته ژوند کړی. اوس چې ورځ تر بلې سختې ډېره شوې، موږ افغانستان ته د ستنېدو لپاره اړ شوي یو؛ خو د ستنېدو سفر هم اسانه نهدی.»
هغه وایي، دغه ستونزې دلته نه ختمېږي؛ بلکې هلته هم نه کار شته او نه هم خوندي راتلونکی؛ خو په پاکستان کې نور بې اسناده پاتې کېدل هم له ګواښه ډک کار دی.

د جرمني حکومت له پاکستانه غوښتي، چې شاوخوا ۲۰۰ اېستل شوي افغانان دې بېرته پاکستان ته ورپرېږدي. دغه افغانان په جرمني کې د پناه غوښتنې لپاره په اسلاماباد کې ویزو ته په تمه وو، چې پاکستاني پولیسو ونیول او افغانستان ته یې وشړل.
د جرمني د بهرنيو چارو وزارت وياند جوزوف هنترزېر ويلي: «برلين له اسلاماباد څخه غواړي، چې دغه افغانانو ته بېرته پاکستان ته د تګ اجازه ورکړي.» په ورته وخت کې يوې مرستندويه ډلې د دغه کډوالو او نورو افغانانو د برخليک په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغو شړل شویو افغان کډوالو ته مخکې په جرمني کې د استوګنې اجازه ورکول شوې وه؛ خو اوس دوی د کډوالو په اړه د جرمني لومړي وزیر فریدریښ مېرڅ د سختو پالیسیو او د پاکستان لهخوا د شړلو له نوې څپې سره مخ دي.
هنترزېر خبريالانو ته وويل:« د پاکستان پوليسو په وروستيو کې شاوخوا ۴۵۰هغه افغانان نيولي، چې په پام کې وه جرمني ته انتقال شي؛ ځکه هغوی په افغانستان کې د طالبانو له لوري له ګواښ سره مخ دي.»
د معلوماتو له مخې؛ د دغه نیول شویو افغان کډوالو له ډلې ۲۱۱ یې افغانستان ته شړل شوي دي.
هنترزېر زياته کړه، ۲۴۵ افغانان له هغو کمپونو خوشې شوي چې د هغوی د شړلو تر مهالوېش مخکې پهکې ساتل شوي وو. نوموړي وويل:« زموږ خبرې له پاکستان سره روانې دي، چې پاکستان ته د دغه شړل شویو افغان کډوالو بېرته راتګ اسانه شي.»
تېره اونۍ د جرمني د حقوقپوهانو دوو ډلو د جرمني وزيرانو ته دعوه وړاندې کړه او هغوی یې په دې تورن کړل، چې د دغه افغانانو ستونزو ته یې پام نهدی کړی.
له بل پلوه پاکستان له مئ میاشتې راهیسې د افغان کډوالو لپاره په پاکستان کې د وېزو د تمدید لړۍ ځنډولې ده، چې له دې امله ډېر افغان کډوال افغانستان ته د شړلو له ګواښ سره مخ دي.

ډیپلوماټ وېبپاڼې لیکلي، په داسې حال کې چې طالبان له نړۍوالو بندیزونو او سیاسي انزوا سره مخ دي؛ په کابل کې د چین، پاکستان او طالبانو ترمنځ راتلونکې درې اړخیزه غونډه کولای شي، په سیمهییزو اړیکو کې یو مهم بدلون او د طالبانو لپاره یو فرصت وي.
په دغه راپور کې راغلي، د چین، پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیران به په روانه اونۍ کې په کابل کې سره وويني چې د بحث اصلي موضوعات به د ترهګرۍ ضد مبارزه او د سېپيک پروژه وي.
د راپور له مخې؛ چین، افغانستان او پاکستان به چهار شنبه (د زمري په ۲۹مه) نېټه په کابل کې غیررسمي درې اړخیزه غونډه وکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به په دغه ناسته کې د CPEC پروژې او امنيتي همکارۍ په اړه خبرې وکړي.
راپور زیاتوي، CPEC پروژې ته د افغانستان راګډول د کارموندنې، پانګونې او سیمهییز اتصال لامل کېدای شي.
ډيپلوماټ وېبپاڼې لیکي؛ بیجنګ له پاکستان او افغانستانه غوښتي، چې خپلمنځي اړيکې ورغوي. پاکستان په دې وروستیو کې د چین په غوښتنه له طالبانو سره خپلې اړیکې ښې کړې دي.
په ورته وخت کې په سیمه کې د داعش خراسان څانګې او پاکستاني طالبانو په څېر د جنګي ډلو حضور اوس هم د پاکستان او چین لپاره د اندېښنې وړ مسله ده.
دغه ډول په نړۍوال ډګر کې طالبان هم له سياسي انزوا یا ګوښه توب څخه رااېستلای شي؛ خو د دغه درېیو هېوادونو د پرېکړو په پایله کې د پروژو عملي کول به بیا هم ستونزمن کار وي.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ادعا کړې، چې طالبان په منظمه توګه د «ټي ټي پي» د ملاتړ لپاره مالي مرستې ترسره کوي. دغه ورځپاڼه زیاتوي، هره میاشت شاوخوا درې میلیونه افغانۍ چې نږدې ۴۳زره ډالر کېږي، د دغه ډلې د مشر «نور ولي محسود» کورنۍ ته د طالبانو له خوا ورکول کېږي.
یاده ورځپاڼه زیاتوي، چې افغانستان اوسمهال د هغو ګڼو ترهګریزو ډلو کوربه دی، چې د ملګرو ملتونو په نوملړ کې د ترهګرو په توګه ثبت شوي دي.
پاکستان ټوډې لیکي، چې ټي ټي پي، داعش خراسان او القاعده ډلې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې په ازاده توګه د غړو جلب، روزنې او ستراتیژیک پلان جوړونې فعالیتونه کوي.
د ورځپاڼې په وینا، د داعش خراسان ډلې د پراختیا یو اساسي برخه د «ټي ټي پي» پخواني جنګیالي دي، چې د دوی په لیکو کې ورګډ شوي دي.
دغه ورځپاڼه همداراز ادعا کوي، چې طالبان په زغرده د «ټي ټي پي» لپاره مالي مرستې او سرچینې برابروي، چې هره میاشت د دغه ډلې د مشر «نور ولي محسود» کورنۍ ته نږدې ۴۳ زره ډالره ورکوي.
د ورځپاڼې د ادعا پر بنسټ، دغه مالي سرچینې د وسلو په اخیستلو، د پوځي اډو په جوړولو او د پاکستان پر ضد د بریدونو په رهبري کولو لګول کېږي.
راپور زیاتوي، چې طالبان د کونړ، ننګرهار، پکتیکا او خوست په ولایتونو کې د خوندي پټنځایونو او روزنیزو مرکزونو په برابرولو سره «ټي ټي پي» ته زمینه برابره کړې، چې د نویو شبکو د جوړولو، د غړو د جلب او د بریدونو د ترسره کولو توان ترلاسه کړي.
په راپور کې راغلي، چې طالبان د تحریک طالبان پاکستان مشران او جنګیالي په افغانستان کې ځای پر ځای کړي، هغوی ته یې د بیا تنظیم، د قوماندې د پیاوړتیا او د سرحدي عملیاتو د ترسره کولو اجازه ورکړې ده.
دغه ډول تورونه وړاندې هم د پاکستاني چارواکو له خوا پر طالبانو لګېدلي دي او د اسلاماباد حکومت پرله پسې ویلي، چې د پاکستاني طالبانو ملاتړ د دغه هېواد پر امنیتي ثبات مستقیم اغېز لري.
بلخوا بیا طالبانو د پاکستاني چارواکو او رسنیو دا ډول تورونو رد کړي او ټینګار کوي، چې د پاکستان کورنۍ ستونزې باید د هغه هېواد د سیاسي اړخونو تر منځ حل شي.