• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټي ټي پي خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې د پاکستاني سرتېرو مړي ونه سپاري

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۲۱ GMT+۱

ټي ټي پي د پاکستان پر امنیتي ځواکونو تور لګولی، چې ددوی د جنګیالیو د مړو سپکاوی کوي او په اسانۍ یې اړوندو کورنیو ته نه سپاري. دې ډلې خپلو جنګیالیو ته سپارښتنه کړې، چې د پاکستاني سرتېرو مړي له سپکاوي پرته پخپله دفن کړي او تر امر ثاني یې ور ونه سپاري.

د بلوچستان ایالت د ژوب په سمبازه سیمه کې د پاکستاني طالبانو د ۳۳ تنو جنګیالیو له وژل کېدو او په سیمه کې د هغوی د مړو له پاتې کېدو وروسته، ټي ټي پي خپلو جنګیالیو ته امر کړی، چې د وژل کېدونکو پاکستاني سرتېرو مړي تر دویم امر پورې ونه سپاري او په خوندي ځای کې یې ښخ کړي.

د ټي ټي پي ویاند محمد خراساني د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې « د پاکستان امنیتي ادارې د دغې ډلې د وژل شویو جنګیالیو مړو ته سپکاوی کوي او په سړه او ګرمه هوا کې یې له ښخولو پرته تر شنه اسمان لاندې پریږدي».

دې ډلې ویلي، چې د پاکستان امنیتي ادارې د ټي ټي پي وژل شوي کسان د هغوی د کورنیو غړو او قومي مشرانو ته په اسانۍ نه سپاري.

یادې ډلې پر خپلو جنګیالو غږ کړی، چې د پاکستان د امنیتي ادارو د وژل شویو کسانو جسدونو ته له سپکاوي ډډه وکړي او په یوه خوندي ځای کې یې ښخ کړي، خو تر بلې خبرتیا دې د پاکستاني ادارو د وژل شویو کسانو جسدونه حکومت ته نه سپارل کیږي.

دغه اعلامیه داسې مهال خپریږي، چې ویل کیږي د اګست پر اتمه د بلوچستان په ژوب کې د پاکستاني طالبانو د ۳۳ وژل شویو جنګیالیو مړي تراوسه هم په سیمه کې پراته دي او ځینې هغه کسان د افغان طالبانو استخباراتو نیولي، چې ددغو مړو د انتقال لپاره یې هڅې کولې.

په نیول شویو کسانو کې یو تن د حقاني شبکې پخوانی قوماندان غلچکی تنګیوال دی، چې ویل کیږي د طالبانو استخباراتو د پکتیکا په وازه خوا ولسوالۍ کې نیولی او د څرخي پله زندان ته یې لېږدولی دی.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

ملالې فنډ د افغان نجونو د حقونو دفاع لپاره د درې میلیونه ډالرو بودجه اعلان کړې

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۳۷ GMT+۱

د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزې بنسټ «ملاله فنډ» د افغان نجونو د زده‌کړې خوندیتوب، د جنسیتي توپیرونو پر وړاندې مبارزې او د جندر اپارتاید د قانوني پېژندنې لپاره د ۳،۶ میلیونه امریکايي ډالرو بودجه اعلان کړې ده.

ددغه بنسټ په وینا، دغه مرستې به د هغو افغان‌ بنسټونو او نوښتونو ملاتړ وکړي چې د طالبانو تر واک لاندې سختو شرایطو کې د نجونو لپاره بدیلې زده‌کړې برابروي، ترڅنګ یې د ښځو پر وړاندې د سیسټماټیکو محدودیتونو پر وړاندې غږ پورته کوي او د نړیوالو قوانینو له لارې د عدالت غوښتنه کوي.

ملالې فنډ ویلي، د دغو مرستو موخه دا ده چې د افغان نجونو او ښځو غږ نور هم پیاوړی شي، د دوی مشرتابه ته ملاتړ ورکړل شي او له نړۍوالې ټولنې سره د همغږۍ یو پراخ بنسټ جوړ شي.

د افغانستان لپاره ددغه فنډ د نوښت مشره سحر حلیمزۍ وایي: "موږ له هغو افغانو نجونو او ښځو سره ولاړې یو چې د خپل شتون د حذفېدو پر وړاندې درېږي، دا د خلاصون یوه مبارزه ده، او موږ به له دوی سره د مبارزې په هر پړاو کې ولاړ یو."

ددغه بنسټ د معلوماتو له مخې، د فنډ له لوري تمویلېدونکي نوي او پراخ شوي پروګرامونه شاوخوا ۱۰زره نجونو ته په افغانستان کې بدیله زده‌کړه برابروي.

دا زده‌کړه انلاین او حضوري ده، چې پکې نه یوازې درسي مواد، بلکې رواني مشورې، مسلکي روزنې، ډیجیټل مهارتونه او نړیوال اعتبار وړ اسناد هم شامل دي.

ملاله فنډ وایي، دا یواځې د مرستو یو پړاو دی او په راتلونکو پنځو کلونو کې به دا بنسټ د نړۍ په کچه ۵۰میلیونه ډالر د نجونو زده‌کړې ته ځانګړي کړي او افغانستان یې د خپلې ستراتېژۍ مهمه برخه ګرځولې ده.

ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی: په افغانستان کې د داعش حضور جدي ننګونه ده

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۱۴ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي عاصم افتحار احمد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د وسله والو ډلو حضور د سیمې د امنیت لپاره جدي ننګونه ده.نوموړي ویلي، چې یادې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري او پر پاکستان برېدونه کوي.

عاصم افتخار احمد تېره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، چې پاکستان د ترهګرو پر وړاندې جدي مبارزه کړې ده، خو په افغانستان او سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ وسله والو ډلو حضور د اندېښنې وړ دی او د دغه هېواد ملي امنیت ګواښي.

نوموړي ویلي، چې یادې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري او پر پاکستان برېدونه کوي.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي ویلي، چې په افغانستان کې وضعیت ډېر نازک دی او په دغه هېواد کې د ۲۰۰۰ داعش جنګیالیو حضور تر ټولو جدي ګواښ دی.

افتخار احمد زیاته کړې، چې د افغانستان دننه او له هغه ځایه ترهګري د دغه هېواد، سیمې او نړۍ لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی.

د پاکستان دغه استازی ټینګار کوي، چې پر افغانستان واکمنو طالبانو د داعش خراسان ډلې پر وړاندې مبارزه کړې ده، خو د ټي ټي پي او بلوڅ وسله والو پروړاندې کوم اقدام نه دی شوی.

نوموړي زیاته کړې:« د پاکستان لپاره دا خطر جدي او عاجل دی. ټي ټي پي چې نږدې ۶۰۰۰ جنګیالي لري، تر ټولو ستر ترهګریز سازمان دی چې د افغانستان له خاوري فعالیت کوي. د خوندي پناه ځایونو په شته والي سره دا زموږ ملي امنیت ته مستقیم ګواښ دی. د ټي ټي‌ پي او بي ایل ای تر منځ د همکارۍ باور وړ شواهد شته، چې ګډ روزنیز مرکزونه لري او پر پاکستاني زیربناوو، اقتصادي پروژو او په ځانګړي ډول زموږ پر ولس بریدونه کوي.»

افتخار احمد ویلي، چې نړیواله ټولنه باید افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د خپرېدو مخه ونیسي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې تېره ورځ د طالبانو، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په کابل کې د درې اړخیزې ناستې پرمهال د امنیتي ننګونو په اړه هم خبرې کړې دي.

طالبانو په مکرر ډول په افغانستان کې د بهرنیو ډلو حضور رد کړی او دا یې د پاکستان داخلي مساله ګڼلې ده.

د طالبانو سفیر د خیبر پښتونخوا چارواکو سره د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وکړې

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۴۸ GMT+۱

په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب او د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار محمد علي سیف په اسلام‌ اباد کې د افغان کډوالو د وضعیت، د تورخم او نورو بندرونو د ستونزو، او په افغانستان کې د سرطان ناروغیو د یو احتمالي روغتون د جوړېدو په اړه خبرې کړې دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په ایکس لیکلي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو تفصیلي خبرې وکړې، چې په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا کې د مېشتو افغان کډوالو وضعیت، د خلکو ترمنځ تګ راتګ، او د سرحدي بندرونو، په ځانګړې توګه د تورخم دروازې، پر ستونزو او د حل لارو پکې تمرکز شوی دی.

په لیدنه کې په افغانستان کې د سرطان روغتون جوړولو باندې هم بحث شوی، چې دواړو خواوو یې پر ممکنه عملي کېدو خبرې کړې دي.

د خېبر پښتونخوا حکومت په تازه پرېکړه کې افغان کډوالو ته سپارښتنه کړې چې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

د سټراټېژیکو خبرو شپږم پړاو؛ د چین د بهرنیو چارو وزیر اسلام‌اباد ته رسېدلی

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۲۱ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د پنجشنبې په ورځ اسلام‌اباد ته رسېدلی؛ څو د پاکستان او چین د «سټراټېژیکو خبرو شپږم پړاو» ناسته کې ګډون وکړي.

پاکستان او چین له اوږدې مودې راهیسې د ستراتېژیکې ملګرتیا اړیکې لري، چې سوداګرۍ، انرژۍ، دفاع او بنسټیزو پروژو په ګډون ګڼې برخې رانغاړي. د دغه خبرو پنځم پړاو د ۲۰۲۴کال د مئ په میاشت کې په بېجینګ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د هغه د چینایي سیال وانګ يي په ګډه مشرۍ ترسره شوی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي،‌ چې وانګ يي ته د راتګ پر مهال د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هرکلی ویلی. په بیان کې ویل شوي: «هغه به مهمې لیدنې ولري، چې په‌کې د پاکستان او چین د سټراټېژیکو خبرو شپږم پړاو هم شامل دی.»

تر دې سفر یوه ورځ وړاندې په کابل کې د طالبانو، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه غونډه هم ترسره شوه. په دغه ناسته کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي پر اقتصادي او سیاسي همکاریو خبرې کړې وې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې: «درې واړو لوریو د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډو هڅو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.» همدارنګه دوی پر دې هوکړه وکړه، چې د سوداګرۍ، ټرانزیت، سیمه‌ییزې ودې، روغتیا، ښوونې او روزنې، کلتور، د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزې او د چین ـ پاکستان د اقتصادي دهلېز (CPEC) د غځولو په برخو کې به ګډې همکارۍ پراخوي.

د تېرې میاشتې په ترڅ کې پاکستان او چین هوکړه وکړه، چې د CPEC دویم پړاو په چوکاټ کې به په بېلابېلو برخو لکه ودانیزې انجنیرۍ، مصنوعي ځيرکتیا او کرنیزه برخه کې ګډ ښوونیز پروګرامونه پیل کړي.

د راپورونو له مخې؛ د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف به د روانې میاشتې په پای کې بېجنګ ته ولاړ شي؛ څو د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) په غونډه کې چې له اګست ۳۱مې د سپتمبر تر لومړۍ نېټې پورې کېږي؛ ګډون وکړي. تمه کېږي، چې نوموړی به د غونډې په څنډو کې د چین له ولسمشر شي جین‌پېنګ او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم وګوري.

د پاکستان حکومت همدارنګه په همدې اوونۍ کې اعلان وکړ، چې د لومړي وزیر راتلونکی سفر به د چین ـ پاکستان د اقتصادي دهلېز د دویم پړاو (CPEC-II) رسمي پیل وي.

چترالي سیاست‌وال او مدني ټولنې: پاکستان دې افغان کډوالو ته ۳میاشتې نور وخت ورکړي

۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۴۵ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا د چترال ولسوالۍ مدني فعالانو او سیاست‌والو د پاکستان له مرکزي حکومت غوښتي، چې د افغان کډوالو د ستنېدنې لړۍ دې لږ تر لږه درې میاشتې نوره وځنډوي؛ څو دوی وکولای شي خپلې شخصي چارې، ملکیتونه او سوداګریز معاملات را غونډ کړي.

د چترال مشرانو په یوې غونډه کې ویلي، چې په ۱۹۷۹کال کې د شوروي ځواکونو تر یرغل وروسته د دوی په سیمه کې افغانان مېشت شوي او هلته سره خورا ښه ژوند لري. د ناستې ګډونوالو له اسلام اباده وغوښتل، چې د اګست تر ۳۰مې نېټې ټاکل شوی د ستنېدنې مهالوېش لږ تر لږه درې میاشتې وغځوي.

د قاري عبدالسلام په نوم یو افغان کډوال ویلي، چې دوی له لسیزو راهیسې په چترال کې مېشت دي او ان د دوی د کورنیو ډېری غړي په همدې ولسوالۍ کې زېږیدلي دي. هغه ټینګار کړی، چې باید پاکستان د ستنېدو لپاره دوی ته ټاکل شوې موده نوره هم وغځوي.

تر دې وړاندې د پېښور په بورډ بازار کې هم د کډوالو او کاروباریانو ځايي ټولنې ویلي و، چې د اګسټ تر ۳۱مې نېټې پورې یې د کاروبارونو راټولول ستونزمن کار دی او باید دوی ته فرصت ورکړل شي؛ څو خپلې سوداګریزې چارې راټولې کړي.

همدا راز پاکستان کې مېشت افغانان د خپلو شتمنیو، کورونو او ملکیتونو په تړاو اندېښنې لري. دوی ادعا لري، چې په دومره لږ وخت کې د دغو ملکیتونو پلور ستونزمن کار دی او باید اسلام‌اباد پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.

هم‌مهاله د خېبر پښتونخوا ایالت سر وزیر علي امین ګنډاپور د افغانانو له اېستلو سره مخالفت کړی او غوښتنه یې کړې، چې پاکستان کې زېږېدلو افغانانو ته باید د دغه هېواد تابعیت ورکړل شي.

همدا راز د جماعت اسلامي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان هم له اسلام اباده غوښتي؛ څو هغه افغانان چې پاکستان کې لویې پانګې او کاروبارونه لري یا هم مسلکي او تخنیکي کسان وي، باید د پاکستان تابعیت ورکړل شي. په ورته مهال ملګرو ملتونو هم د اسلام‌اباد پر یادې پرېکړې اندېښنه څرګنده کړې ده.

پاکستان پرېکړې کړې، چې د اګسټ میاشتې له ۳۱مې نېټې وروسته په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو سره ثبت د «پي او ار» کارت لرونکي نږدې ۱.۷مېلیونه افغان کډوال له خپل هېواده وباسي. په ورته وخت کې له ایرانه هم د کډوالو د اېستلو څپې روانې دي، چې د تېرو دوو میاشتو په لړ کې یو مېلیون افغانان له یاد هېواد څخه هم په جبري‌ توګه اېستل شوي دي.

د بشري حقونو سازمانونو اندېښنه ښوولې، چې د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان له لوږې، فقر، بې‌روزګارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دی او د دغو کډوالو په ورتګ سره دغه ناورین لا پسې پراخ او جدي شوی دی.