طالبان: له پاکستانه ۱۳۱ افغان کډوال ازاد او هېواد ته ستانه شول

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د تېرې یوې اوونۍ په اوږدو کې ۱۳۱ افغان کډوال د پاکستان له بېلابېلو بندخونونه ازاد او افغانستان ته ستانه شوي دي. د بیان له‌مخې؛ دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او له یوې تر شپږو ورځو پورې په بندخونو کې ساتل شوي وو.