• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چين په سیمه ییزه ډیپلوماتیکه هڅه کې په تبت، پاکستان او هند تمرکز پراخوي

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۴۱ GMT+۱

بېجینګ په روانه اوونۍ کې د تبت، هند او پاکستان په کچه یوه لویه ډیپلوماتیکه هڅه پیل کړې، څو د دغو سیمو ارزښت وښيي او د امریکا د ډیپلوماسۍ له تېروتنو ګټه واخلي. د چین ولسمشر دوه ورځې تبت ته او د بهرنیو چارو وزیر یې هند او پاکستان ته سفرونه کړي.

د راپورونو له مخې، په دغو درېیو پوله‌والو سیمو کې د چین لپاره دوه مهم ستراتېژیک مسایل د یادو سفرونو اصلي موخې دي.

یوه موضوع د تبت د دلای لاما او بېجینګ ترمنځ د ځای ناستي په اړه روانه شخړه ده، دویمه موضوع د هند او واشنګټن ترمنځ د اړیکو خراب وضعیت دی او شنونکي‌ وایي، چې دغه حالت بېجینګ ته دا فرصت برابر کړی چې له هند سره خپلې له اوږدې مودې راهیسي ترینګلې اړیکې بېرته جوړې کړي.

چین په ۱۹۵۰ کال کې پر تبت یرغل وکړ او په ۱۹۵۱ کال کې یې دغه سیمه له ځان سره یوځای کړه.

نننۍ د تبت خپلواکه سیمه چینايي ژبې ته ورته «شي زنګ» خبرې کوي او له بېجینګ څخه اداره کېږي او اوس د چین حکومت هڅه کوي، چې دغه سیمې ته د هان چینایانو مېشتېدنه پراخه کړي.

بلخوا، د هند ګاونډی پاکستان بیا چین ته یوه مهمه وچه‌لاره برابروي چې په دې سره عربي سمندر پوري لاس‌رسی پیدا کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ دا اوونۍ هند او پاکستان ته ولاړ.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ناسته کې ویلي: «چین تل د پاکستان تر ټولو باوري شریک او پیاوړی ملاتړی پاتې شوی دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې چین او پاکستان د زېربنا، سوداګرۍ او پوځي چارو کې ګډ کار کوي.

د ښاغلي وانګ دا سیمه‌ ییز سفر ښايي د هند او امریکا ترمنځ د خرابو اړیکو له امله الهام اخیستی وي.

هند د امریکا پر هغو اقداماتو غوسه دی، چې په مې میاشت کې واشنګټن د پاکستاني پوځ د یوه پلاوي هرکلی وکړ او پر هندي محصولاتو یې ۵۰ سلنه ګمرکي تعرفې ولګولې.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

۵

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

•
•
•

نور کیسې

د ترکیې ساحلي ساتونکو ۲۵ افغان کډوال نیولي دي

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۰۱ GMT+۱

د ترکیې ساحلي ساتونکو په چاناک قلعه ښار کې هغه ۲۵ افغان کډوال نیولي دي، چې په یوې بادي بېړۍ کې سپاره وو. پولیسو د همدې قضيې په تړاو یو اذربایجاني قاچاق وړونکی هم نیولی دی.

د راپورونو له مخې، دا افغان کډوال د قانوني مراحلو تر بشپړولو وروسته د بهرنیانو د اېستلو مرکز ته لېږدول شوي دي.

ترکیې په دې وروستیو کې د افغان پناه غوښتونکو د نیولو او اېستلو بهیر ګړندی کړی دی.

د روان میلادي کال له پیل راهيسې د ترکیې په بېلابېلو ښارونو کې زرګونه افغان کډوال نیول شوي او د اېستلو مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د ترکیې د احصایې ادارې د تېر هجري لمریز کال د وروستي راپور له مخې، ۱۳۹ زره او ۲۵۱ افغانان په دې هېواد کې ژوند کوي، خو دا مهال د ټولو افغان کډوالو دقیق شمېر معلوم نه دی.

د ترکیې پولیسو تر دې وړاندې څو ځلې ویلي و، چې په ټول هېواد کې د بې اسنادو پناه غوښتونکو د پېژندلو، نیولو او شړلو لپاره د دوی ګډ عملیات دوام لري.

په کال ۱۴۰۰ کې کله چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، زرګونه افغانان په سختو او ستړو لارو ایران ته مخه کړه او له هغه ځایه اروپایي هېوادونو ته د تګ په موخه یې ځانونه ترکیې ته ورسول.

د دغو کډوالو له ډلې یو شمېر یې د لارو په اوږدو کې مړه شوي هم دي.

د پاکستان د پوځ مشر بلوچستان ایالت ته د سفر پرمهال پر سولې ټینکار وکړ

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۴۸ GMT+۱

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په خپله اعلامیه کې لیکلي، چې د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه بلوچستان ایالت ته د سفر پرمهال په دې ایالت کې د سولې پر ټینګښت ټینکار وکړ.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر نن د شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر د خلکو پر وړاندې د ننګونو په حل کې د ګډو ملکي او پوځي هڅو پر ارزښت ټینګار کړی دی.

د پاکستان پوځ د رسنیو څانګې لیکلي، چې بلوچستان ته د عاصم منیر د سفر موخه د امنیتي وضعیت او پراختیايي نوښوتونو ارزونه او د دغه ایالت د پوځي او ملکي ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړې کول دي.

بلوچستان له کلونو راهیسې د بېلابېلو وسله والو ډلو د فعالیت مرکز پاتې شوی، چې ډېری وخت د پاکستان پر امنیتي ځواکونو، د چینايي پروژو پر کارکوونکو، زېربنایي پروژو او بهرنیو کارکوونکو بریدونه کوي.

د ترکیې لومړۍ مېرمن د میلانیا ټرمپ څخه د غزې په اړه د غږ پورته کولو غوښتنه وکړه

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۱۲ GMT+۱

د ترکیې د ولسمشر مېرمن امینه اردوغان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مېرمنې میلانیا ټرمپ څخه په یوه لیک کې غوښتنه کړې، چې د اسراییل لومړي وزیر سره دې د غزې د ماشومانو د کړاوونو په اړه خبرې وکړي او خپل غږ پورته کړي.

امینه اردوغان په لیک کې لیکلي، چې هغې ته د میلانیا ټرمپ هغه لیک الهام ورکړی، چې څو ورځې وړاندې یې د اوکراین او روسیې د ماشومانو په اړه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته لېږلی و.

د امینه اردوغان لیک د ترکیې ولسمشرۍ ماڼې خپور کړی او په کې لیکل شوي:« زه باور لرم چې هغه ځانګړې پاملرنه چې تاسو د اوکراین د ۶۴۸ ماشومانو لپاره وښوده، غزې ته هم وغځول شي.»

امینه اردوغان په لیک کې زیاته کړې:« نن چې نړۍ د یوې ګډې وېښتیا په حالت کې ده او د فلسطین د رسمیت پېژندنې غوښتنه نړیواله اراده ګرځېدلې، زه باور لرم چې ستاسو غږ د غزې په استازیتوب به د فلسطیني ولس پر وړاندې یوه تاریخي دنده ترسره کړي.»

سپیني ماڼۍ تر اوسه د یاد لیک په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

امینه اردوغان د امریکا د ولسمشر مېرمنې ته دا لیک په داسې مهال لېږلی دی، چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو یوې ادارې اعلان وکړ، چې د غزې ښار او شاوخوا سیمې په رسمي ډول د قحطۍ ښکار دي او کېدای شي قحطي نوره هم خپره شي.

ټرمپ راتلونکې اوونۍ د سوېلي کوریا له ولسمشر سره ګوري

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۴۴ GMT+۱

د سوېلي کوريا ولسمشر لي جې ميونګ به راتلونکې اوونۍ د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وويني. په دې لیدنه کې به تر ډېره بریده پر امنيتي او د چين پر موضوعاتو خبرې‌اترې وشي.

ټرمپ پر سوېلي کوریا فشار راوړی چې هلته مېشت ۲۸ زره او ۵۰۰ امريکايي سرتېرو د ملاتړ لپاره خپله ونډه ډېره کړي. دغه ډول واشنګټن غواړي چې دا ټلواله د چين پر وړاندې نوره هم پياوړې شي.

په پام کې ده چې دا دوه مشران د شمالي کوريا له مشر سره د خبرو ملاتړ وکړي، خو شمالي کوریا وروستۍ هڅې رد او له روسيې سره يې نږدې اړيکې جوړې کړي دي.

د امریکا او سوېلي کوريا چارواکي وايي چې په دې لیدنه کې به د دفاعي لګښتونو، سوداګرۍ او له جاپان سره د درې اړخيزې همکارۍ پر موضوعاتو هم بحث وشي.

سوریه نوي بانک نوټونه چاپوي او د ارزښت لوړولو لپاره دوه صفرونه ځنې لېرې کوي

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۱۱ GMT+۱

نړۍوالې رسنۍ وايي چې سوریه به نوي بانک نوټونه چاپ او د ارزښت لوړولو لپاره به دوه صفرونه ځنې لېرې کړي. د سوریې چارواکي هیله‌من دي چې دا بدلون به د سوریې د پولي واحد ارزښت لوړ او راکړه ورکړه اسانه کړي.

د سوریې د مرکزي بانک مشر عبدالقادر حصریه رویټرز خبري اژانس ته ویلي: «دا اقدام د مالي اصلاحاتو یوه برخه ده، خود دې پلان عملي کېدو نېټه تر اوسه نه ده ټاکل شوې.»

سوریې د روسيې له دولتي شرکت «ګوزناک» سره د نویو بانک نوټونو د چاپ تړون کړی دی. د اکتوبر په میاشت کېبه د پخوانیو بانک نوټونو ترڅنګ نوي بانک نوټونه هم خپاره شي چې دا کار به یو کال وخت ونیسي.

د سوریې پخوانیو بانک نوټونو له ۲۰۱۱کال راهیسې ۹۹ سلنه ارزښت بایللی دی.