د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د نویو دفاعي توغندیو د ازمایښت څارنه وکړه

د شمالي کوریا دولتي رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد مشر کیم جونګ اون د نویو دفاعي توغندیو د جګړهییز ظرفیت د ازمایښت په مراسمو کې ګډون کړی او دا بهیر یې له نږدې څارلی دی. هغه د روانې میاشتې په لومړیو کې د امریکا او سوېلي کوریا ګډ پوځي تمرینات هم غندلي دي.