ایراني چارواکی: ایران هڅه کوي چې افغان زده کوونکو ته د انلاین زدهکړو زمینه برابره کړي

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني وايي، چې په افغانستان کې غېرحضوري زدهکړه زدهکوونکو ته یوه ارزښتناکه او انساندوستانه اقدام دی، په ځانګړې توګه د نجونو لپاره غېرحضوري زدهکړه کولی شي د بهرنیو اتباعو د معکوس مهاجرت زمینه برابره کړي.