د دغو ټولو جنایاتو ، تر څنگ په تیره یو میاشت کې د دي جنایاتو یوه نوې لړۍ پیل شوې ده ، په دی مانا چې پاکستان بر سیره پر دې چې د هوایي او توپچي ځواکونو په مټ یې د ټولو نړیوالو حقوقو پر ضد د افغانستان پر هوایي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا یرغل کړی، د افغانستان د خاورې هره برخه او هر وگړی یي پوځي او مشروع هدف گڼلی او تر برید لاندې یي راوستي دي ، چې د دغه غیر انسانې کړنو بیلگې د ننگرهار په بهسودو کې د یوې کورني د ټولو غړو د شهادت او ټپې کیدو او بیا پر کابل دروږدو افرادو دتداوي پر مرکز برید چې له څلور سوو څخه د زیاتو انسانانو شهادت او ۲۵۰ کسانو د ټپې کیدو سبب شوی ، یادولی شو .
د دې جنایاتو ، مداخلو ، بریدونو او یرغلونو د سیاسي ، اقتصادي او ستراتیژیکو موخو او اهدافو تر څنگ د موضوع دا اړخ ډیر مهم دی چې دا یو ښکاره نړیوال جرم دی ، چې باید د نړیوال جنایي عدالت د اصولو او قواعدو په رڼا کې وڅیړل شي .
نو ؛ په دغه لیکنه کې هڅه شوی څو په لنډو کې د جزا د نړیوالو حقوقو د اصولو او قواعدو په رڼا کې پر دی موضوع تم شو .
آیا د پاکستان دا کړنې جنگي جنایت دي ؟
د جینوا د ۱۹۴۹ کال د کنوانسیونو سره سم جنگي جنایت داسې تعریفیږی :« هغو کړونو ته ویل کیږی چې د جگړې ( وسله والو نښتو) په دوران کې انساني حقونه ماتیږي او یا یې درناوی نه کیږي».
همداشان ، د همدی کنوانسیونو د احکامو له مخې لاندیني اعمال جنگي جنایتونه دي :
- د غیر پوځي وگړو وژنه او ځورونه ؛
- پر غیر پوځي ځایونونو ( لکه کورونو ، روغتیایی مراکزو او روزنیزو مراکزو ) باندې وسله وال برید ؛
- د جگړي د اسیرانو سره ناوړه چلند یا د هغوی وژنه ؛
- د ممنوعه وسلو څخه گټه اخیستنه ؛
- د ښارونو او املاکو ورانول
- او د جگړی په دوران کي جنسي ځورونه او تیري.
په دې توگه گورو ؛
پاکستان چې د جینوا کنوانسیونونه یي منلي دي او د کال ۱۹۵۱ کال د جنگ د قوانینو د یوه منونکي هیواد په توگه پیژندل کیږی ، د خپلو وروستیو اعمالو په تر سره کولوسره د جنگي جنایتونو د مرتکب دولت په توگه پیژندل کیدای شي.
څه قانوني او حقوقي اقدامات باید وشي ؟
د نړیوالو جرمونو له هغې ډلې د جنگي جنایتونو د څیړنو او د هغه د محکومولو مرجع نړیواله جزایي محکمه ( ICC ) ده .
او ؛ لاندنې حقوقي شخصیتونه کولي شي ، د دی ډول جرایمو د څیړنو په هکله غوښتنه وکړي:
- په مستقیمه توگه د ملگرو ملتونو امنیت شورا ؛
- متضرر هیواد ؛
- د محکمې یو یا څو غړي دولتونه او
- د دې محکمې څارنوال ( وروسته له دې چې د محکمې د قضاتو حکم تر لاسه کړي ) .
اوس به دا پوښتنه را برسیره شي چې پاکستان چې د دې محکمې غړیتوب نه لري ؛ ایا دا محکمه صلاحیت لری چې د پاکستان د جنگي جنایتونو څیړنه وکړي ؟
ځواب ؛ په لاندنیو دلایلو مثبت دي:
- افغانستان د دې محکمې غړی دی او هلته جنگي جنایت د پاکستان له خوا تر سره شوی او
- د امنیت شورا له خوا د غوښتنې پر اساس دپاکستان دا جرمونه د څیړنې وړ دي .
بله پوښتنه ښایي دا وي چې د طالبانو حکومت هم په نړیواله کچه په رسمیت نه دی پیژندل شوی ؛ نو په دې حالت کې باید څه وشي؟
سره له ې چې اوسنې وضعیت کولی شي وضعیت لږ څه مشکله کړي ( په نړیواله جزایي محکمې کې غړیتوب د دولت په غړیتوب پورې اړوند نه دی ، افغانستان د یوه هیواد په توگه د دې محکمې غړی دی ) خو د حل لارې یې دا دي:
- په مستقیم ډول باید د ملگرو ملتونو امنیت شورا دا اقدام وکړي. د دې لپاره د افغانستان د تیر حکومت استازي باید دا قضیه په ملگرو ملتونو کې ثبت کړي، او
- درېیمګړي دولتونه او حکومتونو کولای شي د ملگرو ملتونو له منشور سره سم په دې هکله په اقدام لاس پورې کړي.
له یاده باید ونه باسو چې د پاکستان د دې جنایتونو د مستندولو ، په اړوند دولتونو او نړیوالې جزایي محکمې او ملگرو ملتونو تر څنگ ، د بشرې حقوقي ملي او نړیوال سازمانونه ، د مدني ټولنې موسسات او ان مطبوعات کولای شي په غیر مستقیمه توگه اغیز ولري او همداشان دا چارې په اخلاقي لحاظ کولای شي د نړۍ د عامه ذهنیت په جذب کې رغنده رول ولوبوي.