• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د نصرالله ستانکزي لیکنه

افغانستان د پاکستان له جګړه ییزو جرمونو سره څه ډول چلند وکړي؟

نصرالله ستانکزی
نصرالله ستانکزی

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پخوانی استاد

۲۶ کب ۱۴۰۴ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۳۰ GMT+۰

په افغانستان کې په تیره څه کم نیمه پیړۍ کې په افغان وژنو کې په یو ډول نه بل ډول یا په بل عبارت په مستقیم یا غیر مستقیم ډول پاکستان ښکیل و او دی. خو پاکستان په مختلفو نومونو خپل جنایات یا و نه منل او یا یې هم د سمولو لپاره د ټولو اسلامي، حقوقي او اخلاقي موازینو ضد موقف غوره کړ .

د دغو ټولو جنایاتو ، تر څنگ په تیره یو میاشت کې د دي جنایاتو یوه نوې لړۍ پیل شوې ده ، په دی مانا چې پاکستان بر سیره پر دې چې د هوایي او توپچي ځواکونو په مټ یې د ټولو نړیوالو حقوقو پر ضد د افغانستان پر هوایي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا یرغل کړی، د افغانستان د خاورې هره برخه او هر وگړی یي پوځي او مشروع هدف گڼلی او تر برید لاندې یي راوستي دي ، چې د دغه غیر انسانې کړنو بیلگې د ننگرهار په بهسودو کې د یوې کورني د ټولو غړو د ‌شهادت او ټپې کیدو او بیا پر کابل دروږدو افرادو دتداوي پر مرکز برید چې له څلور سوو څخه د زیاتو انسا‌نانو شهادت او ۲۵۰ کسانو د ټپې کیدو سبب شوی ، یادولی شو .

د دې جنایاتو ، مداخلو ، بریدونو او یرغلونو د سیاسي ، اقتصادي او ستراتیژیکو موخو او اهدافو تر څنگ د موضوع دا اړخ ډیر مهم دی چې دا یو ښکاره نړیوال جرم دی ، چې باید د نړیوال جنایي عدالت د اصولو او قواعدو په رڼا کې وڅیړل شي .

نو ؛ په دغه لیکنه کې هڅه شوی څو په لنډو کې د جزا د نړیوالو حقوقو د اصولو او قواعدو په رڼا کې پر دی موضوع تم شو .

آیا د پاکستان دا کړنې جنگي جنایت دي ؟

د جینوا د ۱۹۴۹ کال د کنوانسیونو سره سم جنگي جنایت داسې تعریفیږی :« هغو کړونو ته ویل کیږی چې د جگړې ( وسله والو نښتو‌) په دوران کې انساني حقونه ماتیږي او یا یې درناوی نه کیږي».

همداشان ، د همدی کنوانسیونو د احکامو له مخې لاندیني اعمال جنگي جنایتونه دي :

- د غیر پوځي وگړو وژنه او ځورونه ؛

- پر غیر پوځي ځایونونو ( لکه کورونو ، روغتیایی مراکزو او روزنیزو مراکزو ) باندې وسله وال برید ؛

- د جگړي د اسیرانو سره ناوړه چلند یا د هغوی وژنه ؛

- د ممنوعه وسلو څخه گټه اخیستنه ؛

- د ښارونو او املاکو ورانول

- او د جگړی په دوران کي جنسي ځورونه او تیري.

په دې توگه گورو ؛

پاکستان چې د جینوا کنوانسیونونه یي منلي دي او د کال ۱۹۵۱ کال د جنگ د قوانینو د یوه منونکي هیواد په توگه پیژندل کیږی ، د خپلو وروستیو اعمالو په تر سره کولو‌سره د جنگي جنایتونو د مرتکب دولت په توگه پیژندل کیدای شي.

څه قانوني او حقوقي اقدامات باید وشي ؟

د نړیوالو جرمونو له هغې ډلې د جنگي جنایتونو د څیړنو او د هغه د محکومولو مرجع نړیواله جزایي محکمه ( ICC ) ده .

او ؛ لاندنې حقوقي شخصیتونه کولي شي ، د دی ډول جرایمو د څیړنو په هکله غوښتنه وکړي:

- په مستقیمه توگه د ملگرو ملتونو امنیت شورا ؛

- متضرر هیواد ؛

- د محکمې یو یا څو غړي دولتونه او

- د دې محکمې څارنوال ( وروسته له دې چې د محکمې د قضاتو حکم تر لاسه کړي ) .

اوس به دا پوښتنه را برسیره شي چې پاکستان چې د دې محکمې غړیتوب نه لري ؛ ایا دا محکمه صلاحیت لری چې د پاکستان د جنگي جنایتونو څیړنه وکړي ؟

ځواب ؛ په لاندنیو دلایلو مثبت دي:

- افغانستان د دې محکمې غړی دی او هلته جنگي جنایت د پاکستان له خوا تر سره شوی او

- د امنیت شورا له خوا د غوښتنې پر اساس ‌دپاکستان دا جرمونه د څیړنې وړ دي .

بله پوښتنه ښایي دا وي چې د طالبانو حکومت هم په نړیواله کچه په رسمیت نه دی پیژندل شوی ؛ نو په دې حالت کې باید څه وشي؟

سره له ې چې اوسنې وضعیت کولی شي وضعیت لږ څه مشکله کړي ( په نړیواله جزایي محکمې کې غړیتوب د دولت په غړیتوب پورې اړوند نه دی ، افغانستان د یوه هیواد په توگه د دې محکمې غړی دی ) خو د حل لارې یې دا دي:

- په مستقیم ډول باید د ملگرو ملتونو امنیت شورا دا اقدام وکړي. د دې لپاره د افغانستان د تیر حکومت استازي باید دا قضیه په ملگرو ملتونو کې ثبت کړي، او

- درېیمګړي دولتونه او حکومتونو کولای شي د ملگرو ملتونو له منشور سره سم په دې هکله په اقدام لاس پورې کړي.

له یاده باید ونه باسو چې د پاکستان د دې جنایتونو د مستندولو ، په اړوند دولتونو او نړیوالې جزایي محکمې او ملگرو ملتونو تر څنگ ، د بشرې حقوقي ملي او نړیوال سازمانونه ، د مدني ټولنې موسسات او ان مطبوعات کولای شي په غیر مستقیمه توگه اغیز ولري او همداشان دا چارې په اخلاقي لحاظ کولای شي د نړۍ د عامه ذهنیت په جذب کې رغنده رول ولوبوي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۵

په برېتانیا کې د افغانانو د ډله‌ییزې اېستنې غوښتونکی نوماند تعلیق شو

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان پر بریدونو د هبت الله خاموشي؛ د افغانستان خلک له چا وضاحت وغواړي؟

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۲۲ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب

په داسې حال کې چې همدا اوس د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې جګړې روانې دي، له اوکراین نه تر منځني ختیځه او له اسیا تر افریقا پورې د ډېرو هېوادونو مشران هڅه کوي خپل ولس د جګړو او کړکېچونو په اړه په دوامداره توګه خبر وساتي او هغوی ته ډاډ ورکړي، خو په افغانستان کې ملا هبت الله چوپ دی، ولې؟

په ډېرو سیاسي نظامونو کې دا یو مهم اصل ګڼل کېږي چې د جګړې او بحران پر مهال د دولت لومړی شخص باید د خلکو پوښتنو ته ځواب ووایي، د وضعیت په اړه معلومات ورکړي او د خلکو د اندېښنو د کمولو هڅه وکړي.

په متحده ایالاتو کې د حکومت مشران د نړۍوالو جګړو او کړکېچونو په اړه پرله‌پسې څرګندونې کوي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د جګړې په اړه څو ځله خبرې کړې او هڅه یې کړې چې خپل ولس د روان وضعیت په اړه خبر وساتي. په ډېرو لوېدیزو سیاسي نظامونو کې د دې ډول څرګندونو هدف دا وي چې خلک پوه شي حکومت څه کوي او وضعیت تر کومه کنټرول لاندې دی، ځکه ولس د حاکمیت د مشروعیت اساسي مرجع ده.

په ایران کې هم ورته صحنه لیدل شوې ده. د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په وروستیو ورځو کې په تهران کې د خلکو تر منځ راښکاره شوی او هڅه یې کړې خپلو پلویانو ته دا پیغام ورکړي چې حکومت یې د جګړې پر مهال له ولس سره ولاړ دی او د خلکو له اندېښنو خبر دی.

دا په سخت حالت کې د ولس د عامه روان او عقل د ډاډ هڅه ګڼل کېدای شي چې هېواد مشران یې کوي.

د افغانانو پوښتنه

پوښتنه دا ده چې ایا د افغانستان خلک هم دا حق لري چې له خپل واکمن څخه پوښتنه وکړي، چې څه روان دي او ولې غلی یې؟

له شاوخوا شلو ورځو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډېورنډ د کرښې په اوږدو کې جګړې روانې دي. دواړه لوري یو بل ته د زیان اړولو ادعاوې کوي، هوايي بریدونه شوي دي، پاکستان د کابل سربېره کندهار، هلمند، ننګرهار، لغمان، پکتیا، خوست، پکتیکا او یو شمېر نورې سیمې بمبار کړې او زرګونه خلک له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د دغو نښتو له امله لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او شاوخوا ۱۱۵ زره کسان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي. سربېره پر دې، سوداګریزې لارې تړل شوې، بازارونه زیانمن شوي، بیې لوړې شوې او د ډېورنډ دواړو غاړو ته اقتصادي ژوند اغېزمن شوی دی.

خو په داسې حال کې چې جګړه روانه ده، د طالبانو تر ټولو لوړ مشر ملا هبت الله اخوندزاده تر اوسه د دې جګړې په اړه کوم څرګند او مستقیم دریځ نه دی نیولی. حتا د کوچني اختر په وروستي پیغام کې هم د جګړې پر ځای ټینګار پر دې شوی چې د هغه د اوامرو اطاعت باید وشي.

دا پوښتنه ځکه جدي ده چې ملا هبت الله د طالبانو د واک تر ټولو لوړه پرېکړه کوونکې مرجع ګڼل کېږي؛ خو له هغه وخته چې طالبان واک ته رسېدلي، نوموړی نه یوازې له رسنیو سره مرکې نه کوي، بلکې ډېر کم په عام محضر کې هم راښکاره شوی او افغانانو یې مخ هم نه دی لیدلی.

په سیاسي نظامونو کې د مشر حضور یوازې یو سمبول نه وي؛ بلکې د بحران پر مهال د خلکو او خپلو پلویانو د ډاډ یوه مهمه وسیله هم ګڼل کېږي. کله چې جګړه، ناامني او بې‌باوري زیاته شي، خلک غواړي د خپل واکمن وویني، خبرې یې واوري او پوه شي چې څوک د وضعیت د کنټرول مسوولیت پر غاړه لري؟

همدا اوس هېڅوک نه پوهیږي چې د وضعیت د کنټرول لومړۍ درجه مسوول څوک دی؟ او څه کوي؟

همدا لامل دی چې اوس د ډېرو افغانانو په ذهن کې دا پوښتنه راولاړېږي: ایا د اوسني وضعیت کنټرول په رښتیا د چا په لاس کې دی؟ او په کومه کچه ډاډ موجود دی چې د افغانستان له خلکو دفاع کېږي؟

ځینې شنونکي باور لري چې د داسې وضعیت پر مهال خاموشي څو پیغامونه لرلای شي. یو احتمال دا دی چې مهمې پرېکړې یوازې د محدودې کړۍ په دننه کې کېږي او د ولس له فشار او پوښتنو لرې ساتل کېږي.

بل احتمال دا دی چې د سیاسي مشروعیت او حساب ورکولو هغه دود لا هم نه دی رامنځته شوی چې خلک وکولای شي له حاکم څخه پوښتنه وکړي.

خو د دې خاموشۍ تر ټولو ډېر تاوان عادي خلکو ته رسېږي.

کله چې جګړه روانه وي او خلک له رسمي سرچینو واضح معلومات ترلاسه نه کړي، اوازې زیاتېږي، بې‌باوري پراخېږي او خلک نه پوهېږي چې راتلونکی به څه ډول وي. سوداګر نه پوهېږي چې سوداګري به روانه پاتې شي که نه؟ او کورنۍ نه پوهېږي چې جګړه به نوره هم پراخه شي که پای ته به ورسېږي.

له همدې امله په ډېرو هېوادونو کې د جګړې پر مهال د مشرانو خبرې یوازې یو سیاسي بیان نه وي؛ بلکې د ولس لپاره د معلوماتو، ډاډ او شفافیت یوه مهمه سرچینه ګڼل کېږي او ښايي همدا هغه پوښتنه وي چې اوس د افغانستان د ډېرو خلکو په ذهن کې ګرځي:
که جګړه د هېواد پر خاوره روانه وي، ایا د هېواد واکمن باید چوپ پاتې شي، که د ولس مخې ته راشي او د روان وضعیت په اړه وضاحت ورکړي؟

ځکه په جګړه کې یوازې مرمۍ نه لګېږي؛
خاموشي هم کله ناکله د خلکو پر باور او راتلونکې ژور اغېز پرېږدي.

د جګړې په تداوم کې د پاکستان موخې

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۰۰ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان باندې د فبرورۍ له ۲۸مې نه پیل د پاکستان پوځي بریدونه له دوو اونیو راهیسې لا هم روان دي. د پاکستان پوځي بریدونه زیاتره د جنګي الوتکو او یا د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله بم غورځول دي، چې زیاتره پکې د ماشومانو او ښځو په ګډون ملکي خلک په نښه کېږي.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان باندې د فبرورۍ له اته ویشتمې نېټې نه پیل د پاکستان پوځي بریدونه له دوو اونیو راهیسې لا هم روان دي. د پاکستان پوځي بریدونه زیاتره د جنګي الوتکو او یا د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله د کابل او کندهار په ګډون د افغانستان په شرقي او جنوبي ولایتونو باندې د بمونو غورځولو په شکل کې کېږي، چې زیاتره پکې د ماشومانو او ښځو په ګډون ملکي خلک په نښه کېږي.

د دې واقعیت تصدیق په مېډیا برسېره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو هېئت هم کړی دی.

د طالبانو امارت چون جنګي الوتکې او د هوايي بمباریود دفاع وسایل نه لري، نو د هغوی ځمکنۍ قواوې د ډیورنډ له کرښې سره پر پرتو پاکستاني پوځي پوستو د توپونو، هاوانونو او توغندیو په وسیله ګوزارونه کوي.

د دواړو خواوو ترمنځ د جګړې په دویمه اونۍ کې درې مهم پرمختګونه ولیدل شول.

لومړی پرمختګ د طالبانو د امارت د دفاع وزیر ملا یعقوب په یوه مرکه کې پاکستان ته دا اخطار ورکړو چې که چېرې د افغانستان په پلازمېنه کابل باندې برید کېږي، نو د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد به هم برید کېږي. او رښتیا هم چې هر کله د مارچ د میاشتې په دیارلسمه نېټه پاکستاني الوتکو په کابل او کندهار باندې بمونه وغورځول، نو د کوهاټ، راولپنډۍ او اسلام‌اباد په ګډون نورو پاکستاني اهدافو باندې د طالبانو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه وشول چې د طالبانو امارت یې په رسمي توګه مسوولیت په غاړه واخیست.

که څه هم د بې‌پیلوټه الوتکو دغو یادو شویو بریدونو کې کوم مهم ځاني یا مادي تاوان نه دی رسېدلی، خو دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د امارت بې‌پیلوټه الوتکې تر راولپنډۍ او اسلام‌اباد رسېدلې دي (د دغو بریدونو په ځواب کې د خالي په شپه د پاکستان جنګي الوتکو د کندهار په ځینو برخو بمونه وغورځول).

د جګړې په دویمه اونۍ کې دویم مهم پرمختګ د پاکستان د جنرالواکۍ له خوا د پاکستان په پوځي استخباراتو پورې تړلي د پاکستاني جهادیانو یو درې کسیز هېئت کابل ته په پټه توګه لېږل وو. د هېئت مشري له افغان طالبانو سره د زړو او نږدې اړیکو لرونکي فضل الرحمان خلیل کوله. دا پرمختګ په دې وجه ډېر جالب و چې له طالبانو سره د تېر کال د مې د میاشتې د جګړې په وخت د پاکستان جنرالواکۍ اعلان کړی و چې هغوی له دې نه پس له طالبانو سره خپلې زړې غیر رسمي اړیکې ختمې کړې دي او اوس به یوازې د حکومتي استازو په وسیله له هغوی نه د ترهګرۍ په اړه ځوابونه غواړي. خو طالبانو سره د پخوانیو جهادي انډیوالانو له لارې د خبرو اترو مطلب دا و چې اوس هم له طالبانو سره د جنرالواکۍ مناسبات زاړه په زاړه دي، او د پورته ذکر شویو جهادیانو په وسیله ترې خواهش کوي چې راځئ چې سره جوړ شو.

خو مشکل له دې نه ایجاد شو چې د پاکستاني جهادي هېئت د کابل د سفر خبر چې کله په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو، نو لومړی خو د پاکستان د حکومتي منابعو له خوا وویل شول چې دغو کسانو کوم رسمي سفر نه دی کړی، دوی یوازې د تبلیغي جماعت د غړو سره په خپل سر کابل ته تللي دي. خو چې کله د پاکستان یو مستقل یوټیوبر اعزاز سید چې د ټاک شاک په نوم خپل یوټیوب چینل چلوي، دا خبر خپور کړ چې د پاکستاني جهادیانو هېئت د طالبانو د امارت د داخله چارو وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو رییس وثیق سره لیدنې او خبرې اترې کړې دي، نو بیا د پاکستاني هېئت د تبلیغي جماعت سره کابل ته د تګ روایت ماتې وخوړه. د پاکستان پوځي استخبارات د دې خبر په خپرولو سره پر ژورنالیست اعزاز سید دومره په غوسه شول چې د هغه یوټیوب چینل یې بند کړ او له ویبپاڼې یې هغه خبر لرې کړ، ځکه د دغې افشاګرۍ په وجه کابل ته د جهادي هېئت سفر له ناکامۍ سره مخامخ شو.

د دواړو خواوو په روانه جګړه کې درېیم پرمختګ د چین له خوا د اوربند او خبرو اترو له لارې د دوه اړخیزو مسایلو د حل وړاندیز و. د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي کابل او اسلام‌اباد ته سفرونه وکړل او د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو چارواکو ته یې د روغې جوړې په اړه د چین د حکومت پیغام ورساوه. همدارنګه د چین د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان او د طالبانو د امارت د بهرنیو چارو وزیرانو سره په ټیلیفوني خبرو کې د چین وړاندیزونه هغوی ته ورسول، خو پاکستان د چین دغه وړاندیز ته غاړه کېنښوده.جالبه دا ده چې د پاکستان جنرالواکي امریکا ته وایي چې هغوی په طالبانو باندې فشار د امریکا د غوښتنو له امله دی، بلې خوا ته بیا چین ته ښیګړه اړوي چې هغه د ټي ټي پي فعالیتونه په دې موخه بندول غواړي چې د چین او پاکستان د تجارتي کوریډور د جوړولو په لار کې خنډونه لرې کړي. (البته د پاکستان د بهرنیو چارو وروسته وروسته په یوه اعلامیه کې وویل چې د چین او پاکستان اړیکې ځانګړې دي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړتوب کې د چین له هڅو ناسم برداشتونه شوي).

د پاکستان له خوا د طالبانو په امارت د پوځي بریدونو تداوم څو موخې لري. لومړۍ موخه دا ده چې پاکستاني جنرالان فکر کوي چې له افغانستان څخه د امریکايي قواوو د وتلو نه پس د افغانستان د اداره کولو واک د دوی په لاس کې دی او د پوځي عملیاتو په زور هغوی دا خبره په افغانانو منل غواړي. په افغانانو کې چې څوک د پاکستان دې واک ته غاړه نه ږدي، د اسلام اباد په تعبیر به، هغوی له سیاسي واکمنۍ نه بهر کړل شي.

په پاکستان کې له جوړې شوې ټي ټي پي ډلې د فعالیت نه پاکستاني جنرالان څو رنګه استفاده کول غواړي. لومړی په دې پلمه هغوی په افغانستان کې خپله غیر قانوني مداخله او پوځي بریدونه جایز ګرځوي. په دې برسېره هغوی دا پلان هم لري چې د افغانستان د پښتنو غوندې د ډیورانډ کرښې په ختیځ کې پراته پښتانه هم د طالبانو په ولکه کې ورکړل شي، څو د جدید تعلیم، معارف او د نویو منځنیو قشرونو د کلتور مخه ونیسي. د دغه پلان نهایي موخه د پښتنو ملي‌ګرا نهضتونو ته ماتې ورکول دي، ځکه چې د هغوی په اند هم دغه په زور او جبر د پښتنو په اصطلاح په پاکستاني قوم کې ورګډول دي.

نو د ټي ټي پي د ترهګرۍ خلاف داسې عجیبه جګړه کوي چې په پکتیا، پکتیکا، کونړ، کابل او کندهار باندې بمونه وروي، مګر بلې خوا ته په بنو، لکي مروت، ټانک، وزیرستان او نورو سیمو باندې د ټي ټي پي په اشغال سترګې پټوي.

پاکستان؛ دوه هندواڼې په یوه لاس کې

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۰۲ GMT+۰
•
نصرالله ستانکزی

پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو وروسته سعودي د ایران د توغندیو او ډرون تر برید لاندې راغلی. د ګډ دفاعي تړون له مخې، پاکستان باید د سعودي ملاتړ وکړي، خو له یوې خوا د ایران سره ګډه ناامنه پوله، اقتصادي ستونزې او له بلې خوا سعودي ته تعهد چې پاکستان یې د سخت فشار لاندې راوړی.

د ایران پر ضد د امریکا او اسراییل له بریدونو سره سم، ایران د امریکایي هدفونو تر عنوان لاندي خلیج هیوادونه تر خپلو توغندیزو او لیری واټن ویشتونکو وسلو تر برید لاندي ونیول، چې په سیمه ییزه او نړیواله کچه یي د هیوادونو لوی او بېلابېل‌ غبرگونونه راوپارول.

یو له دغو هیوادونو څخه چې د ایران د دغه ډول بریدونو تر ښکار لاندی راغلی سعودي عربستان دی.

سعودي عربستان له گڼو هیوادونو سره چې له دې ډلې پاکستان سره هم د گډې دفاع ستراتیژیک تړون په نامه یو هوکړه لیک لری، چې له مخې یي که چیري پر یوه د دغو دواړو هېوادونو څخه کوم بل هېواد برید یا یرغل وکړی، دواړه هېوادونه باید د هغه پر وړاندی جګړې ته ور ودانگې.

خو، تر مهاله چي دوه اونې له دی جگړی تیریږی، پاکستان پر خپل عهد وفا نه ده کړی، او په یو ډول وارخطا او لار ورکي سیاست کې شپې او ورځې تیروی .

د دغه حالت د څیړنې له پاره باید په څو مهمو ټکو پوه شو.

تاریخی شالید :

په دې لړ کې د پاکستان او سعودي عربستان دفاعی او پوځي اړیکې ۱۹۶۷م کال ته گرځي . په دې کال کې د یوه دفاعی تړون له مخې د پاکستان د پوځ روزنکو د سعودي عربستان د پوځیانو سره په عسکری تعلیماتو‌ کې مرسته کوله او همداشان به د سعودي پوځیان د پاکستان پوځي روزنیزو مرکزونو ته د زده کړو لپاره ورتلل .

په کال ۱۹۸۲م کې د جنرال ضیا الحق په دوره کې یو نوی دفاعی تړون د دواړو هیوادونو ترمنځ لاسلیک شو، چې له مخي یې د دواړو هیوادونو تر منځ پوځي او استخباراتی اړیکې ستراتیژیکې کچې ته لوړې شوې.

تر هغه وروسته د پاکستان گڼ شمیر وگړي د سعودي عربستان په پوځ کې جذب شول ، او تر هغه وروسته بیا تر ننه په مختلفو پړاونو کې دغه ډول اړیکو دوام وموند، تر څو چی د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په میاشت کې د پاکستان او سعودي عربستان تر منځ گډ دفاعی ستراتیژیک تړون لاسلیک شو .

دغه تړون پنځه برخې لری:

متقابله دفاع:

په دغه برخه کې راځي چې« هر ډول برید یا یرغل پر یو له دغو هیوادونو پر دواړو برید گڼل کیږی.»

د گواښونو په وړاندی اقدامات:

په دی برخه راغلې چې« دواړه هیوادونه به په سیمه ییزه کچه د پوځي او امنیتي گواښونو په وړاندی له یو بل سره همکاری کوی.»

پوځي همکاری:

۱- د پوځي ځواک روزنه.

۲- د گډو‌ پوځي مانورونو ترسره کول.

۳- د تجربو او فنی تجربو راکړه ورکړه.

۴- په امنیتي حوزه کې امنیتی عملیاتی همغږی.

استخباراتی او امنیتی همکاري:

۱ - د امنیتی اطلاعاتو شریکول.

۲ - د نویو رامنځته شویو ګواښونو لکه د راکټونو او ډرونونو‌ په وړاندی همکاری .

۳ - د سیمې د امنیت پیاوړتیا: په دی هکله د تړون موخه د سیمې او نړی د امنیت سره همکاری ښودل شوی ده.

پاکستان ته سیمه ییز او نړیوال تهدید؛ د مالي مرستو د ترلاسه کولو یوه پلمه:

پاکستان د خپل شتون په کلونو کې دا تجربه ترلاسه کړی چې په نړیواله او په تېره بیا په سیمه ییزه کچه ګواښونه او ننګونې خپلو ملگرو ته ور په ګوته کوي او بیا د همکاری په پلمه په هغه کې ورگډ شی، او کله نا کله په دی هکله دوه گونې سیاست هم پر مخ وړی، یعنی چې هم‌ له تهدید کوونکو سره د جوال خوله نیسې او هم د تهدید شوي څخه د مبارزې تر عنوان لاندي گټه اخلې ( ښه مثال یي افغانستان د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کالونو پورې و، چې له یوه خوا پاکستان د نړیوال تروریزم د ایتلاف غړی شمیرل کیده او له بله پلوه یي د ترهګرو د ساتونکي ، تمویلوونکي او تجهیزونکي رول ولوباوه).

له سعودي سره هم په وروستې تړون کې پاکستان همدا موخې پر مخ بیایي ، سعودي په سیمه ییزه کچه له اسلامی افراطیت او د ایران له پوځي وړتیا څخه وېره لري او د سیمه ییزو ملگرو د پیدا کولو په لټه کې و او دی، چې پاکستان له دی فرصت څخه گټه پورته کړه او په دی توګه غواړی د سعودي له اقتصادي سرچینو څخه د خپل هېواد د ویجاړ اقتصادی حالت سره مجادله وکړی .

دوه هندواڼې په یوه لاس کې:

اوس چې سعودي عربستان د ایران د کروز توغندیو او بې پیلوټه الوتکو تر سخت گزار لاندي دی، د پاکستان - سعودي د ستراتیژیک گډ دفاعي تړون له مخې، پاکستان باید د سعودي عربستان تر څنگ ودریږی ، ځکه که چیری یو د دغو دوو هېوادونو د کوم بل هېواد تر برید یا یرغل لاندی راځي ، دا یرغل او برید گډ بلل کیږی، په دي توګه پاکستان باید پر خپل تعهد عمل وکړی .

اوس نو پاکستان په سخت حالت کې دی ، او په ظاهره کې له تهران سره خواخوږی لري او له بلې خوا له سعودي سره متعهد دی، په دی توګه ګواکې دوه هندواڼې یې په یوه لاس کې نیولي ، او داسې بریښې چې د پاکستان پوځې رژیم په خپل چل کې بند پاتي دی .

که پاکستان د سعودي عربستان په اړخ ودریږی، نو دا به ورته په ځینو دلایلو ناشونې وي.

له ایران سره ګډه ناامنه پوله، په تیره بیا د بلوڅانو فعاله وسله واله مبارزه د پاکستان دحکومت پر ضد په سیمه کې دوام لری.

په پاکستان کې ناامنه فضا، په تیره په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې «چې عملا یي اداره تر ډیره په ملکی لحاظ او هم په امنیتي لحاظ د فدرالي حکومت له ادارې څخه وتلې ده.»

په پاکستان کې له ایران سره د خلکو په تیره بیا د شیعه گانو خواخوږی «پاکستان د شمیر له نظره تر ایران وروسته د نړی په کچه ډیر اهل تشیع وگړې لری.»

د پاکستان ویجاړ اقتصادی حالت، په تیره پر ایران د اسراییلو او امریکا له بریدونو وروسته او په پاکستان کې د سیاسې ډلو او ګوندونو تر منځ سخت تقابلې حالت.

په پایله کې که پاکستان په دغه لوبه کې هرې خواته ولوبیږی؛ بایلوونکې به وی .

نړۍواله انزوا؛ د ناحقه نیونو د بندیزونو نوملړ ته د افغانستان شاملېدل څه تاوان لري؟

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۱۶ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب

افغانستان د نړۍ له ژور سیاسي کړکېچ، اقتصادي رکود او ډیپلوماټیکې انزوا سره مخ دی، خو امریکا یو ځل بیا د طالبانو د حکومت پر کړنو د نړۍوال فشار کچه لوړه کړه. واشنګټن افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ، چې بهرنیان په ناحقه نیسي. دا په حقوقي قاموس کې ډېر دروند مفهوم لري.

دا پرېکړه نه یوازې د طالبانو د مشروعیت ادعاوې نورې هم بې‌بنسټه کوي، بلکې د افغانستان د نړۍوال انځور پر مخ بل تور سیوری هم اچوي. په داسې حال کې چې امریکا د ډینس کوېل او محمود شاه حبیبي په څېر امریکایانو د ناحقه نیولو مسوولیت په کلکه د طالبانو پر غاړه ور اچوي، طالبان بیا ځانونه بې‌ګناه ګڼي؛ خو پوښتنه دا ده چې د قانون، شفافیت او مشروع حاکمیت له نشتوالي سره د دوی دفاع څومره وزن لري؟

د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۹مه امریکا افغانستان په رسمي ډول د هغه تور نوملړ برخه اعلان کړ، چې په نړۍوال سیاست کې د «State Sponsor of Wrongful Detention» په نوم یادېږي. دا کټګوري د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اجرایي فرمان له‌مخې رامنځته شوې وه او هدف یې دا دی، چې هغه حکومتونه محدود کړي چې بهرنیان په ناحقه نیسي او د سیاسي امتیاز اخیستو لپاره یې د فشار د وسیلې په توګه کاروي.

افغانستان په دې نوملړ کې دویم هېواد شو، په داسې حال کې چې ایران د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په وروستیو کې لومړنی هېواد و چې ورته نومول شوی و.

د نوملړ حقوقي او سیاسي مفهوم

په نړۍوال سیاست کې «Wrongful Detention» هغه حالت ته ویل کېږي، چې یو حکومت بهرني وګړي د شفافو، عادلانه او نړۍوالو معیارونو مطابق نه، بلکې د سیاسي فشار، امتیاز اخیستو، یا د ګټې لپاره نیسي. امریکا دا نوملړ د دې لپاره جوړ کړی، چې د دې ډول چلند پر وړاندې پراخ سیاسي، اقتصادي او ډېپلوماتیک فشار ولري.

د دې نوملړ حقوقي بنسټ امریکا ته اجازه ورکوي چې اقتصادي بندیزونه ولګوي، د مرستو کچه راکمه کړي، د سفر محدودیتونه پلي کړي او پر همدې حکومتونو د نړۍوالې انزوا کړۍ تنګه کړي.

نو کله چې یو هېواد په‌کې شامل شي، معنا یې یوازې تورنول نه دي، بلکې عملي پایلې هم لري چې د یو حکومت مشروعیت، نړۍوال دریځ او سیاسي تعامل ته زیان رسوي.

امریکا په خپلو رسمي بیانیو کې څرګنده کړې، چې طالبان «ترهګریز تاکتیکونه» کاروي، بهرنیان په ناحقه نیسي او د سیاسي امتیازاتو لپاره یې د «سوداګرۍ توکي» ګرځوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، چې طالبان بهرنیان «یا د پیسو لپاره تښتوي یا د سیاستي امتیاز اخيستو لپاره یې ساتي» او دا کړنې باید ژر پای ته ورسېږي. نوموړي دا هم وویل، چې افغانستان د امریکایانو لپاره «خوندي ځای نه دی» ځکه د ناحقه نیونو بهیر دوام لري.

کوم امریکایان دا مهال د طالبانو په بند کې دي؟

د بېلابېلو سرچینو راپورونه ښيي، چې طالبان څو امریکایان د نامعلومو او ناثابتو قانوني دلایلو له‌مخې په بند کې لري چې مشهور یې دوه کسان دي:

ډینس کوېل: یو ۶۴ کلن امریکايي محقق دی، چې د ۲۰۲۵ کال د جنوري په میاشت کې له نیول کېدو راهیسې د طالبانو د استخباراتو تر سخت انفرادي نظارت لاندې ساتل کېږي. تر اوسه هېڅ قانوني تور پرې نه دی اعلان شوی. د هغه کورنۍ څو ځله د امریکا له حکومت څخه غوښتي، چې د کوېل د خلاصون لپاره چټک اقدامات وکړي.

محمود شاه حبیبي: یو افغاني‌الاصله امریکايي چې د پخواني جمهوري نظام لوړپوړی چارواکی و، په ۲۰۲۲ کال کې له کابل څخه تریي تم شوی او امریکا د هغه د موندلو لپاره ۵ میلیونه ډالر انعام اعلان کړی. طالبان یې زنداني کېدل ردوي، خو امریکا او د هغه کورنۍ دا خبره نه مني.

د ډېری تحلیلګرو په باور، همدا قضیې د امریکا په پرېکړه کې مرکزي رول لري.

طالبانو د امریکا پرېکړه «ناسمه او د افسوس وړ» بللې او ویلي یې دي، چې بهرنیان د «قانوني سرغړونو» له امله نیول شوي، نه د امتیاز لپاره.

خو د یوه حکومت د قانوني دلیل دعوه هغه وخت معنا لري چې واضیح اساسي قانون موجود وي، عدالت‌پال قضايي نظام شتون ولري، قضیې په علني ډول وڅېړل شي او د محکمې پرېکړې له نړۍوالو معیارونو سره برابرې وي.

طالبان نه اساسي قانون لري، نه مشروع قضايي حاکمیت؛ نو د دوی دا استدلال له نړۍوال حقوقي لیدلوري په ترازو کې وزن نه لري.

په همدې دلیل نړۍوالې ادارې د طالبانو دا ډول نیونې «خپل‌سري، غېرشفافې او سیاسي» ګڼي.

د نوملړ ستراتیژیکې پایلې

په دې نوملړ کې د افغانستان شاملول څو مهمې پایلې لري. طالبان اوس په رسمي ډول د هغو حکومتونو په کتار کې درول شوي، چې بهرنیان ناحقه نیسي. دا د هغوی د رسمیت پېژندلو احتمال لا کموي او امریکا یې د اړیکو مشروطیت سره تړي: د بندیانو خوشې کول د هر ډول پرمختګ شرط دی.

کله چې یو هېواد د داسې نوملړ برخه شي، د نړۍوال امنیت او حقوقي اعتبار په ساحه کې د باور کچه ورسره راټیټېږي. پانګه‌وال، نړۍوال بنسټونه او مرستندویان ورسره کار کول د خطر له امله ستونزمن ګڼي. دا د اقتصادي رکود او نړۍوالې انزوا لامل کېږي.

امریکا کولی شي چې خپلو وګړو ته د افغانستان د سفر پر وړاندې محدودیتونه ولګوي. دا د هېواد د نړۍوال تګ‌راتګ د کمېدو لامل کېږي.

تر ټولو دردوونکې برخه دا ده، چې د سیاستونو، بندیزونو او ټکرونو تر منځ عادي افغانان بند پاتې دي. نړۍوالې مرستې کمېږي، اقتصادي فرصتونه لا محدودېږي، نړۍوال تعامل کمزوری کېږي، د کار، ښوونځي، روغتیا او د ژوند هره برخه د انزوا تر سیوري لاندې راځي.

په داسې حال کې چې ولس د دې کړنو مسوول نه دی، خو د سزا مستقیم اغېز پرې کېږي، ځکه نړۍوالې ټولنې د افغانستان په قضیه کې طالبانو او افغانستان دواړه په یو نوم حسابوي.

که په لنډ ډول یې ووایو؛ د امریکا دا پرېکړه یوازې یو سیاسي ګام نه دی، بلکې د نړۍوال نظام د هغو اصولو یوه څرګندونه ده چې هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې بهرنیان د انسان په ځای د فشار د وسیلې په توګه وکاروي. د طالبانو د کړنو دوام، د عدلي نظام نه شتون او د امریکایانو ناحقه نیول دا وضعیت تر دې ځایه را ورساوه.

خو د دې وضعیت تر ټولو درنه بیه هغه افغانان پرې کوي، چې نه یې دا کړنې کړې دي او نه ورپورې تړاو لري، خو د نړۍ د سیاست د هرې پرېکړې لومړی برید پرې کېږي.

د ایران د جګړې سیمه‌ییزې اغېزې

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۰۱ GMT+۰
•
افراسیاب خټک

په ایران باندې د امریکا او اسراییل پوځي برید سملاسي په سیمه‌ییزه جګړه ځکه بدل شو چې ایران په اسراییل باندې د ځوابي برید سره سره د خلیج په شپږو عربو مملکتونو د توغندیو بریدونه وکړل، او ورسره یې د هرمز تنګی هم د نفت او د ګاز د صادراتو په مخ وتړلو.

که څه هم خلیجي هېوادونو وویل چې هغوی پر ایران باندې د امریکا او اسراییل په پوځي برید کې برخه نه ده اخیستې، خو ایران دا دریځ غوره کړ چې د خلیج په عربو هېوادونو کې د امریکا پوځي پایګاوې موجودې دي، او امریکا په ایران باندې برید کولو کې له یادو پایګاوو څخه استفاده کړې ده. ځکه هغه په دغو هېوادونو د ځوابي برید کولو حق لري.

په دې ډول دا جنګ د خلیج ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی. چون غربي اسیا د نفت او ګاز د ذخیرو په وجه د ټولې نړۍ لپاره خاص اهمیت لري، نو ځکه په دغه سیمه کې د جګړې د خپرېدو په لاملونو او عواقبو باندې په نړیوالو مطبوعاتو کې پراخې تبصرې روانې دي. خو په ایران کې روانه جګړه په جنوبي او مرکزي اسیا باندې هم ژورې اغېزې لرلی شي.

د جګړې په دغه اړخ باندې لږې خبرې کېږي.

موږ غواړو چې دې لیکنه کې د جګړې دغه اړخ ته کتنه وکړو.

ایران د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان، ارمینیا او اذربایجان سره هم ګډې پولې لري.

البته دغه پولې د ایران په شمال او ختیځ کې موقعیت لري او تر اوسه د امریکا او اسرائیل د بریدونو تېرې څوکې دغو سیمو ته متوجه نه دي، خو بیا هم روانه جګړه دغو سیمو لپاره بې اغېزې نه ده. افغانستان لپاره د ایران سره تجارتي اړیکې هسې هم ستر اهمیت لري، ځکه چې په وچې پروت افغانستان د ترانزیت تجارت لپاره تل د پاکستان او ایران په بندرونو اتکا کړې ده.

نن سبا د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روانې جګړې له امله چون د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت او عبور و مرور لارې په کامله توګه تړل شوې دي، د افغانستان د تجارت زیاتره اتکا د ایران له اسلامي جمهوریت څخه په واردېدونکو توکو پاتې شوې ده. په خاصه توګه خوراکي مواد او داروګان چې له پاکستان نه نه واردېږي، نو هغه له ایران واردېږي او دا ویره موجوده ده چې د جګړې له امله د دغو موادو راتګ وتړل شي. خو جالبه خبره دا ده چې د یوې اونۍ د سختې جګړې نه وروسته راتلونکو خبرونو نه معلومېږي چې د ایران او افغانستان ترمنځ سرحدي تجارت تر اوسه نه دی تړل شوی.

د هرات ولایت د اسلام‌کلا د ګمرک د دفتر څخه راغلي یو خبر کې ویل شوي دي چې په دغه سیمه کې په عنعنوي مرزي تجارت کې کوم جدي خنډ نه دی پېښ شوی. په اسلام کلا کې د افغانستان د ګمرک مسوول ویلي دي چې د مارچ د میاشتې په اتمه نېټه د افغانستان له لوري ۵۸۲ په توکو بار ګاډي ایران ته داخل شوي دي او هم دغه رنګه له ایران نه ۵۷۰ ګاډي افغانستان ته راغلي دي.

خو د روانې جګړې په شرایطو کې دا ویل ګران دي چې تر کومه وخته دغه تګ راتګ ادامه موندلی شي، او بله دا چې ایران څومره خوراکي توکي او دارو افغانستان ته د واردولو جوګه کېدای شي، ځکه چې دا طبعي خبره ده چې هغه تر ټولو وړومبی د خپلو اتباعو اړتیاوې پوره کولو باندې ځان مکلف بولي. په دې سربېره په اوسنۍ وضع کې د ایران د بندرونو نه د ترانزیت تجارت بند دی. خو که د ایران سره تجارتي ورکړې راکړې بېخي قطع شي، نو بیا به افغانستان په خپلو دریو شمالي ګاونډیانو او روسیې باندې په لا زیاته اتکا کولو مجبور شي.

پاکستان او ایران ترمنځ د سرحدي پولو وضع بل رقم ده. د پولې دواړو خواوو ته بلوڅان پراته دي او د بلوڅو ملتپالو او بېلتون غوښتونکو سازمانونو اړیکې د دواړو هېوادونو د حکومتونو سره متشنجې دي.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د بلوڅو بېلتون خوښوونکو او د پاکستان د دولت ترمنځ تاوده جګړې روانې دي. دغه جګړې په ایران کې مېشت بلوڅانو باندې بې اغېزې نه دي. بلوڅ ملتپاله عناصر یو ستر او ازاد بلوچستان جوړول غواړي چې په هغه کې به د پاکستان او ایران ټول بلوڅ ګډون ولري. د پاکستان په بلوچستان کې د سني مسلمانانو داسې سازمانونه فعاله دي چې د ایران د اسلامي جمهوریت په ضد پوځي بریدونه کوي. په دوی کې د جیش‌العدل نومي سازمان تر ټولو زیات فعال دی.

د ایران اسلامي جمهوریت دغو بریدونو ته د سازمان ورکولو تور د پاکستان او د غربي هېوادونو په استخباراتو پورې کوي. پاکستان هم د ایران اسلامي جمهوریت د بلوڅو بېلتون خوښوونکو په ملاتړ تورنوي. د کال ۲۰۲۴ د جنورۍ په میاشت کې ایران په ناڅاپه توګه د پاکستان د بلوچستان په ایالت د توغندیو برید په دې ادعا سره کړی و چې هغه د ایران په ضد د پاکستان له خاورې څخه فعالیت کوونکي د جیش‌العدل فعالین په نښه کړي دي.

په بله ورځ د دغه برید په عکس‌العمل کې پاکستان هم د ایران په سیستان‌بلوچستان ایالت باندې توغندي په دې ادعا سره ورویشتل چې ګواکې هغه د پاکستان په ضد جګړه کوونکي بلوڅان هدف ګرځولي دي. دا څرګنده خبره ده چې که د روانې جګړې په وجه د ایران مرکزي واکمني ضعیفه شي او په لرې ولایتونو کې ملتپال عناصر د مرکزي حکومت په ضد سیاسي او پوځي پاڅونونه وکړي، نو د ایران او پاکستان دواړه به د بلوڅو ملتپالو او تجزیه غوښتونکو عناصرو د فعالیت نه تشویش ولري. ځکه چې د نړۍ د ټولو بلوڅانو اویا فیصده (۷۰ فیصده) د پاکستان په بلوچستان کې ژوند کوي او د هغوی د بلوچستان لبریشن فرنټ په شان غښتلي وسله‌وال سازمانونه د پاکستان د دولت په ضد په جګړه بوخت دي.

په دې برسېره پاکستان د ایران له پولو څخه د جګړې له امله د بې‌کوره کېدونکو د راتګ نه هم تشویش لري. پاکستان لپاره د خپل غربي ګاونډي د جګړې نه زېږېدونکی بحران ځکه هم ډېر د اندېښنې وړ دی چې هغه نن سبا د خپل ختیځ ګاونډي هند او د غربي ګاونډي افغانستان سره د جنګ په شرایطو کې ورځې اړوي.

د مرکزي اسیا هېوادونه مخکې نه مخکې په افغانستان کې د اوږدو جګړو نه په تشویش کې وو او د طالبانو په واکمنۍ کې د مرکزي اسیا په هېوادونو پورې تړلي تروریستي سازمانونو په افغانستان کې مېشتوالي د هغوی خوب ورکاوه. د ایران بې‌ثباتي د هغوی لپاره نوي پوځي، اقتصادي او سیاسي چیلنجونه تولیدوي. د مرکزي اسیا هېوادونو په مخ د ایران او پاکستان د ترانزیت د تجارت لارو تړل کېدل د هغوی اقتصادي مشکلات زیاتوي او په تجارتي او اقتصادي میدانونو کې په چین او روس باندې د هغوی اتکا نوره هم پراخوي.

د چین لپاره د ایران د جګړې بحران دوه رقمه ګواښونه لري: یو خطر دا دی چې دغه جګړه د چین د تجارتي دهلېز او کمربند د غټې پروژې د اعمار او غربي اسیا ته د چین د لاس د رسېدو مخه نیسي، او دویم خطر دا دی چې دغه بې‌ثباتي او وسله‌والې شخړې د پاکستان او افغانستان له لارې خپله د چین سرحدونو ته هم په رانږدې کېدلو دي. چین په ځانګړې توګه د خپل غربي ایالت سنکیانګ له وضعیت نه په اندېښنه کې دی.