دا پرېکړه نه یوازې د طالبانو د مشروعیت ادعاوې نورې هم بېبنسټه کوي، بلکې د افغانستان د نړۍوال انځور پر مخ بل تور سیوری هم اچوي. په داسې حال کې چې امریکا د ډینس کوېل او محمود شاه حبیبي په څېر امریکایانو د ناحقه نیولو مسوولیت په کلکه د طالبانو پر غاړه ور اچوي، طالبان بیا ځانونه بېګناه ګڼي؛ خو پوښتنه دا ده چې د قانون، شفافیت او مشروع حاکمیت له نشتوالي سره د دوی دفاع څومره وزن لري؟
د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۹مه امریکا افغانستان په رسمي ډول د هغه تور نوملړ برخه اعلان کړ، چې په نړۍوال سیاست کې د «State Sponsor of Wrongful Detention» په نوم یادېږي. دا کټګوري د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اجرایي فرمان لهمخې رامنځته شوې وه او هدف یې دا دی، چې هغه حکومتونه محدود کړي چې بهرنیان په ناحقه نیسي او د سیاسي امتیاز اخیستو لپاره یې د فشار د وسیلې په توګه کاروي.
افغانستان په دې نوملړ کې دویم هېواد شو، په داسې حال کې چې ایران د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په وروستیو کې لومړنی هېواد و چې ورته نومول شوی و.
د نوملړ حقوقي او سیاسي مفهوم
په نړۍوال سیاست کې «Wrongful Detention» هغه حالت ته ویل کېږي، چې یو حکومت بهرني وګړي د شفافو، عادلانه او نړۍوالو معیارونو مطابق نه، بلکې د سیاسي فشار، امتیاز اخیستو، یا د ګټې لپاره نیسي. امریکا دا نوملړ د دې لپاره جوړ کړی، چې د دې ډول چلند پر وړاندې پراخ سیاسي، اقتصادي او ډېپلوماتیک فشار ولري.
د دې نوملړ حقوقي بنسټ امریکا ته اجازه ورکوي چې اقتصادي بندیزونه ولګوي، د مرستو کچه راکمه کړي، د سفر محدودیتونه پلي کړي او پر همدې حکومتونو د نړۍوالې انزوا کړۍ تنګه کړي.
نو کله چې یو هېواد پهکې شامل شي، معنا یې یوازې تورنول نه دي، بلکې عملي پایلې هم لري چې د یو حکومت مشروعیت، نړۍوال دریځ او سیاسي تعامل ته زیان رسوي.
امریکا په خپلو رسمي بیانیو کې څرګنده کړې، چې طالبان «ترهګریز تاکتیکونه» کاروي، بهرنیان په ناحقه نیسي او د سیاسي امتیازاتو لپاره یې د «سوداګرۍ توکي» ګرځوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، چې طالبان بهرنیان «یا د پیسو لپاره تښتوي یا د سیاستي امتیاز اخيستو لپاره یې ساتي» او دا کړنې باید ژر پای ته ورسېږي. نوموړي دا هم وویل، چې افغانستان د امریکایانو لپاره «خوندي ځای نه دی» ځکه د ناحقه نیونو بهیر دوام لري.
کوم امریکایان دا مهال د طالبانو په بند کې دي؟
د بېلابېلو سرچینو راپورونه ښيي، چې طالبان څو امریکایان د نامعلومو او ناثابتو قانوني دلایلو لهمخې په بند کې لري چې مشهور یې دوه کسان دي:
ډینس کوېل: یو ۶۴ کلن امریکايي محقق دی، چې د ۲۰۲۵ کال د جنوري په میاشت کې له نیول کېدو راهیسې د طالبانو د استخباراتو تر سخت انفرادي نظارت لاندې ساتل کېږي. تر اوسه هېڅ قانوني تور پرې نه دی اعلان شوی. د هغه کورنۍ څو ځله د امریکا له حکومت څخه غوښتي، چې د کوېل د خلاصون لپاره چټک اقدامات وکړي.
محمود شاه حبیبي: یو افغانيالاصله امریکايي چې د پخواني جمهوري نظام لوړپوړی چارواکی و، په ۲۰۲۲ کال کې له کابل څخه تریي تم شوی او امریکا د هغه د موندلو لپاره ۵ میلیونه ډالر انعام اعلان کړی. طالبان یې زنداني کېدل ردوي، خو امریکا او د هغه کورنۍ دا خبره نه مني.
د ډېری تحلیلګرو په باور، همدا قضیې د امریکا په پرېکړه کې مرکزي رول لري.
طالبانو د امریکا پرېکړه «ناسمه او د افسوس وړ» بللې او ویلي یې دي، چې بهرنیان د «قانوني سرغړونو» له امله نیول شوي، نه د امتیاز لپاره.
خو د یوه حکومت د قانوني دلیل دعوه هغه وخت معنا لري چې واضیح اساسي قانون موجود وي، عدالتپال قضايي نظام شتون ولري، قضیې په علني ډول وڅېړل شي او د محکمې پرېکړې له نړۍوالو معیارونو سره برابرې وي.
طالبان نه اساسي قانون لري، نه مشروع قضايي حاکمیت؛ نو د دوی دا استدلال له نړۍوال حقوقي لیدلوري په ترازو کې وزن نه لري.
په همدې دلیل نړۍوالې ادارې د طالبانو دا ډول نیونې «خپلسري، غېرشفافې او سیاسي» ګڼي.
د نوملړ ستراتیژیکې پایلې
په دې نوملړ کې د افغانستان شاملول څو مهمې پایلې لري. طالبان اوس په رسمي ډول د هغو حکومتونو په کتار کې درول شوي، چې بهرنیان ناحقه نیسي. دا د هغوی د رسمیت پېژندلو احتمال لا کموي او امریکا یې د اړیکو مشروطیت سره تړي: د بندیانو خوشې کول د هر ډول پرمختګ شرط دی.
کله چې یو هېواد د داسې نوملړ برخه شي، د نړۍوال امنیت او حقوقي اعتبار په ساحه کې د باور کچه ورسره راټیټېږي. پانګهوال، نړۍوال بنسټونه او مرستندویان ورسره کار کول د خطر له امله ستونزمن ګڼي. دا د اقتصادي رکود او نړۍوالې انزوا لامل کېږي.
امریکا کولی شي چې خپلو وګړو ته د افغانستان د سفر پر وړاندې محدودیتونه ولګوي. دا د هېواد د نړۍوال تګراتګ د کمېدو لامل کېږي.
تر ټولو دردوونکې برخه دا ده، چې د سیاستونو، بندیزونو او ټکرونو تر منځ عادي افغانان بند پاتې دي. نړۍوالې مرستې کمېږي، اقتصادي فرصتونه لا محدودېږي، نړۍوال تعامل کمزوری کېږي، د کار، ښوونځي، روغتیا او د ژوند هره برخه د انزوا تر سیوري لاندې راځي.
په داسې حال کې چې ولس د دې کړنو مسوول نه دی، خو د سزا مستقیم اغېز پرې کېږي، ځکه نړۍوالې ټولنې د افغانستان په قضیه کې طالبانو او افغانستان دواړه په یو نوم حسابوي.
که په لنډ ډول یې ووایو؛ د امریکا دا پرېکړه یوازې یو سیاسي ګام نه دی، بلکې د نړۍوال نظام د هغو اصولو یوه څرګندونه ده چې هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې بهرنیان د انسان په ځای د فشار د وسیلې په توګه وکاروي. د طالبانو د کړنو دوام، د عدلي نظام نه شتون او د امریکایانو ناحقه نیول دا وضعیت تر دې ځایه را ورساوه.
خو د دې وضعیت تر ټولو درنه بیه هغه افغانان پرې کوي، چې نه یې دا کړنې کړې دي او نه ورپورې تړاو لري، خو د نړۍ د سیاست د هرې پرېکړې لومړی برید پرې کېږي.