که د طالبانو له لوري پر نجونو او ښځو د زده کړو بندیزونه نه وای لګول شوي، نن به افغانستان د یو بل واقعیت شاهد و.
یوازې په تېرو نېږدې پنځو کلونو کې به شاوخوا ۱۱۳ زره او ۹۰۸ نوې ښځینه ډاکترانې، انجینرانې، ښوونکې، روانپوهانې او د نورو علومو فارغانې د کار بازار ته داخلې شوې وای.
همدارنګه، که د نجونو پر مخ د منځنیو زده کړو دروازې نه وای تړل شوې، نن به افغانستان نږدې یو میلیون له دولسم ټولګي فارغې نجونې لرلی.
د نړۍوالو ادارو لکه یونسکو، یونېسف او ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۱.۴ میلیونه نجونې له ثانوي زده کړو محرومې شوې دي، چې له دې ډلې نږدې یو میلیون یې هغه وې چې کولی شول په همدې موده کې خپلې زده کړې بشپړې کړي.
د افغانستان پرون
تر ۲۰۲۱ کال پورې، افغانستان د زده کړو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی و. د رسمي شمېرو له مخې، شاوخوا ۸.۷ میلیونه زده کوونکي، نجونې او هلکان، په ښوونځیو کې شامل وو.
په هېواد کې د تعلیمي کال له پیل کېدو سره جوخت د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخېل ویلي، چې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدو له امله افغانستان ته داسې زیان اوښتی او لاهم اوړي چې په هېڅ پروژه او پروګرام نه شي جبرانېدلی.
نوموړي ټینګار کړی چې دا زیان لا هم دوام لري او تر هغه چې د نجونو تعلیم او تحصیل تضمین نه شي، افغانستان به نه په سیمه او نه هم په نړیواله کچه له نورو هېوادونو سره سیالي وکړای شي.
امرخېل پر طالب چارواکو غږ کړی چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیزي، څو هېواد د پرمختګ پر لور ګام واخلي او راتلونکی نسل له زدهکړو بې برخې پاتې نه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د نجونو پر زدهکړو سخت محدودیتونه ولګول شول. له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل شول او ښځې له پوهنتونونو څخه منع کړای شوې.
دغه بندیزونه له ۲۰۲۱کال راهیسې دوام لري او د نړیوالو سازمانونو او بشري حقونو بنسټونو له سختو نیوکو سره مخ شوي دي.
شنونکي وايي چې د نجونو له زدهکړو محرومول د افغانستان پر ټولنیز، اقتصادي او تعلیمي راتلونکي ژور منفي اغېز کوي.