ډېری کورنۍ اړې دي، چې یا له ناپاکه اوبو استفاده وکړي او یا د اوبو د موندلو لپاره اوږد مزل وکړي چې تر ټولو ډېر بار یې د ښځو او ماشومانو پر اوږو دی. په ښارونو لکه کابل، مزارشریف او کندهار کې هم ورته ستونزې شته، چې خلک ورځ تر بلې شخصي څاهګانو او د اوبو ټانکرونو ته اړ کېږي.
فایننشل ټایمز په خپله سرمقاله کې ویلي چې د امریکا حکومت باید د پاکستان پر نظامي مشرتابه فشار راوړي چې په افغانستان کې بریدونه ودروي او طالبان هم باید له وسله والو سره د مقابلې لپاره تر فشار لاندې راوستل شي او هم وهڅول شي.
ورځپاڼه وايي، نړۍ د افغانستان له وضعیت نه ناخبره ده.
فایننشل ټایمز لیکلي، چې د طالبانو له راستنیدو راهیسې نږدې پنځه کاله کې نړۍ په افغانستان کې پرمختګونو ته لږ پام کړی او هیڅ اغیزه یې نه ده کړې.
په دې موده کې طالبانو په عامه ژوند او د زده کړو په برخه کې پر ښځو سخت محدودیتونه لګولي او له پاکستان سره یې اړیکې هم په جدي توګه ترینګلې شوې دي.
د ورځپاڼې په سرمقاله کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د حضور پر مهال پاکستان له واشنګټن سره د همکارۍ پرمهال د طالبانو ملاتړ کاوه او په دې نظر و چې دا ډله کنټرولولی شي، خو له ۲۰۲۱ کال وروسته، د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې په چټکۍ سره خرابې شوې دي.
ورځپاڼه خبرداری ور کوي، چې د شخړې خپریدل کولی شي په جنوبي او منځنۍ اسیا کې ثبات وګواښي او افغانستان یوځل بیا د ترهګرۍ د تولید مرکز وګرځي.
په دې مقاله کې ویل شوي چې دا پروسه د متحده ایالاتو او چین په ګډون د لویو قدرتونو مداخلې ته اړتیا لري.
د متحده ایالاتو حکومت باید د پاکستان په نظامي مشرتابه فشار راوړي چې له کرښې هاخوا بریدونه ودروي، په داسې حال کې چې طالبان باید له وسله والو سره د مقابلې لپاره هم تر فشار لاندې راوستل شي او هم وهڅول شي
ورځپاڼه د چین رول ته هم اشاره کوي او وايي چې بیجینګ، د پاکستان د مخ پر ودې ځواک او متحد په توګه په افغانستان کې ستراتیژیکې ګټې لري او کولی شي په دې مرحله کې د منځګړي په توګه عمل وکړي.
فایننشل ټایمز ټینګار کوي، چې د اوربند په رامینځته کولو کې د تیرو ناکامیو او د طالبانو د دریځ له بې ثباتۍ سره سره، د دې بحران خطرونه دومره لوړ دي چې نړۍ نور نشي کولی له پامه یې وغورځوي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستیو نښتو د سرحدي ولایتونو ګڼ شمېر کورنۍ بې ځایه کړې دي.
په ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، کونړ او نورستان ولایتونو کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د بېړنۍ سرپناه د نشتوالي له امله ډېری دغه کورنۍ د ښوونځیو او لېسو په ودانیو کې ځای پر ځای شوې دي او له همدې امله د نوي ښوونیز کال د پیل کېدو مراسم ځنډېدلي دي.
د افغانستان په جمهوري نظام کې ښوونیز کال د وري پر درېیمه نېټه پیلېده، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته ښوونیز کال د وري پر لومړۍ نېټه پیلیږي.
په یوه مکتوب کې، چې د طالبانو پوهنې وزارت د ولایتونو د پوهنو ریاستونو ته استولی، راغلي، چې د ۴۱۰۵ ښوونیز کال د وري پر شپږمه نېټه پیلیږي او مراسم به یې د نورو کلونو په پرتله لنډ او « مختصر» وي.
په مکتوب کې ددغه ځنډ لامل نه دی په ډاګه شوی، خو په سرحدي ولایتونو کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پاکستان د هوايي بریدونو او توپونو او هاوان مرمیو له امله پر ډیورنډ کرښه د پرتو ولسوالیو ډېری خلک له خپلو سیمو بې ځایه شوي او د ولسوالیو په مرکزونو او ولایتونو کې د ښوونځیو او لیسو په ودانیو کې میشت کړای شوي دي.
د سرچینو په وینا، طالبان له پاکستان سره د اوربند برخلیک او غځېدو ته په تمه دي.
د طالبانو د پوهنې وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې « که اوربند وغځیږي، ښايي دغه بېځایه شوي خلک بېرته خپلو سیمو ته ولیږدول شي او که اوربند ونه غځیږي، دا احتمال شته، چې په ختیزو او جنوب ختیزو ولایتونو کې ښوونیز کال وځنډیږي».
دا روښانه نه ده، چې ښوونیز کال به د وري له شپږمې وروسته هم ځنډیږي او که نه، خو د سرچینو په وینا، « تر څو، چې د بې ځایه شویو خلکو لپاره متبادل پناه ځایونه ونه موندل شي، د ښوونځیو او لیسو د ودانیو تخلیه کول ستونزمن دي».
د دې ترڅنګ، هغه ماشومان چې له خپلو سیمو بې ځایه شوي، نه یوازې له زدهکړو پاتې کېږي بلکې له رواني فشارونو سره هم مخ دي.