• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کرزي هوسۍ اندړ ته په مبارکۍ پیغام کې: که افغان ښځو ته زمینه برابره وي په هره برخه کې ځلېږي

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۰۵ GMT+۰

پخواني ولسمشر حامد کرزي د جرمني د فرانکفورټ ښاروالۍ شورا ته د هوسۍ اندړ د بریالیتوب له امله مبارکي ویلې او زیاته کړې یې ده، که زمینه برابره وي افغان ښځې په داخل او خارج کې د ژوند په هره برخه کې ځلېږي.

هوسۍ ظریف اندړ د جرمني فرانفکورټ ښاروالۍ شورا ته لاره موندلې. هغه په ۱۴ نمبر د فرانکفورټ ښاروالۍ شورا ته د زرګونه رایو په ګټلو سره بریالۍ شوې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د یکشنبې په ورځ (د وري ۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه هوسۍ ظریف اندړ ته د دغه بریالیتوب له امله مبارکي ویلې او زیاته کړې یې ده: «دا بریا د دوی د هلو ځلو پایله او د افغان ښځو د وړتیاوو او لیاقت نښه ده، چې د زمینې په برابرېدو سره د هېواد دننه او بهر د ژوند په بېلابېلو برخو کې ځلېږي».

هوسۍ ظریف اندړ هم د دغې مبارکۍ په تړاو له پخواني ولسمشر څخه مننه کړې او په فرانکفورت کې یې خپله بریا د ټولو افغانانو د یووالي او د هغوی د لوړ شعور نښه بللې ده.

هغې په خپله اېکس‌پاڼه ویلي: «دا واقعاً د درد ځای دی چې نن سبا په هېواد کې دننه زموږ خویندې خپلو هیلو ته نه‌شي رسېدلی. هیله منده یم چې دا بریا د افغان نجونو لپاره یو ډاډ او د هڅو پیلامه شي. راځئ چې په ټوله نړۍ کې د خپلو افغانانو او کادرونو لاسنیوی وکړو، ترڅو په ګډه خپل هېواد او ولس ته ویاړونه وګټو».

اغلې اندړ یوه افغانه فعاله ده، چې په فرانکفورټ کې د سیاست، ټولنیز عدالت، د کډوالو او بشري حقونو په برخو کې فعالیت کوي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

د اوبو نړۍواله ورځ؛ د هبت‌الله اخوندزاده د استوګنې په ولایت کې خلک له سختې تندې سره مخ دي

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۳۲ GMT+۰
•
عبدالله همیم

د کندهار ښار د شپږو ناحیو او پنځو ولسوالیو اوسېدونکي د اوبو له سخت ناورین سره مخ دي. د ښار اوسېدونکي وايي، چې د څښاک اوبه په پیسو پېري او د ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي بیا د اوبو د کمښت له امله کډوالۍ ته اړ شوي دي.

د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د استوګنې ولایت کندهار د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی. د دغه ښار اوسېدونکي وايي، چې د طالبانو د مشر تر سترګو لاندې له سختې تندې سره لاس او ګرېوان دي.
د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکو له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې د دغه ښار په ۷مه، ۹مه، ۱۰مه، ۱۲مه او ۱۳مه ناحیو کې د ځمکې لاندې اوبو سطحه ډېره ټیټه شوې ده او زرګونه کورنۍ د خپلې اړتیا وړ اوبه په پیسو پېري.
د کندهار ښار د نهمې ناحیې اوسېدونکي شفیق‌الله افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي: «زموږ په کور کې د اوبو برمه وه چې ۷۰ متره ژوره وه، خو تېر کال یې اوبه وچې شوې. بیا مو بله برمه ۱۳۰ متره ووهله، هغه هم سږ کال وچه شوه؛ اوس هره اوونۍ یو ټانکر اوبه په ۵۰۰ افغانۍ پېرو».
د کندهار ښار د لسمې او دوولسمې ناحیو اوسېدونکي چې د اوبو د نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي، وایي چې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د زرګونو کورنیو ژورې څاه ګانې وچې شوې دي او ان د څښاک اوبه په پیسو پېري.
د کندهار ښار اوسېدونکي پر طالبانو په نیوکې سره وايي، چې دغې ډلې د خلکو بنسټیزې اړتیاوې له پامه غورځولي او یوازې په نمایشي کارونو بوخته ده. کندهاریان غوښتنه کوي، چې ملا هبت‌الله دې د نمایشي پروژو پر ځای د دوی د اوبو ستونزه په اساسي ډول حل کړي.
د کندهار ښار اوسېدونکی محمد رفیق وایي: «طالبانو له څو میاشتو راهیسې د شهیدانو چوک، چوک مدد او ځینو نورو څلورلارو شاوخوا سړکونه پراخ کړل؛ دا یو نمایشي کار دی. موږ د ښار په زړه کې له تندې مړه کېږو. دا سمه ده چې سړک او نورو رغنیزو کارونو ته اړتیا لرو، خو په اوسنیو شرایطو کې زموږ لومړیتوب د اوبو د ستونزې حل دی».
په ورته مهال د کندهار په ځینو ناحیو کې د اوبو رسولو هغه سیسټم چې د تېر جمهوري نظام پر مهال جوړ شوی و، اوس هم نیمګړی فعالیت کوي. که څه هم یو شمېر مرستندویه موسسو هم د پاکو اوبو رسولو شبکې جوړې کړي دي، خو د کندهار ښار اوسېدونکي وايي چې یادې شبکې بسنه نه کوي. د هغوی په خبره، ډېری وخت په دغو شبکو کې د یوې وړې تخنیکي ستونزې له امله په ورځو ورځو پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

په کندهار کې د اوبو ستونزه یوازې تر کندهار ښار پورې محدوده نه ده، بلکې د کندهار ولایت غورک، نېش، میوند، ارغستان، ریګستان او نورو ولسوالیو څخه د اوبو د کمښت له امله سلګونه کورنۍ کډه شوي دي.

په یادو ولسوالیو کې د اوبو د کمښت له امله ډېری کورنۍ د دغه ولایت ارغنداب، شاه ولیکوټ، ژیړۍ او پنجوايي ولسوالیو ته کډه شوي دي.

په کندهار کې د وچکالیو له امله د ځپل شویو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، خپلې پلرنۍ ځمکې، کرنه او مالدارۍ یې یوازې د اوبو د نه شتون له امله پرېښودې.

د اوبو د برخې متخصصین هم د کندهار په ګډون د افغانستان په نورو لویو ښارونو کې د اوبو د کمښت په اړه سخت اندېښمن دي او وايي، چې اوسني واکمنان باید د نورو چارو ترڅنګ د اوبو په برخه کې هم پانګونې وکړي.

د اوبو برخې څېړونکی او د افغانستان د اوبو او چاپېریال ساتنې د متخصصانو شبکې غړي نجیب‌الله سدید افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي: «په کندهار، بلخ، کابل او نورو لویو ښارونو کې د اوبو د ناورین یو بل اړخ د اوبو د بیو لوړېدل دي؛ دا په دې معنا چې هغه کسان چې خپلو کورنیو ته خواړه نه‌شي برابرولی، اوس باید د اوبو غم هم وخوري. په کندهار کې پر نورو زېربناوو کار کېږي، خو د اوبو په برخه کې هېڅ پانګونه نه ده شوې. له اوبو پرته ژوند ناممکن دی، ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي او حکومت باید د دې ناورین د حل لپاره عاقلانه پرېکړه وکړي».

د کندهار اوسېدونکي وايي، طالبان د اوبو د کمښت او وچکالۍ په څېر بحرانونو د مخنیوي لپاره هېڅ تګلاره نه لري او د دوی دغه بې‌پروايي به د عامو او بې‌وزلو خلکو لپاره سختې پایلې ولري.

په افغانستان کې د اوبو کمښت ورځ تر بلې زیاتېږي او ګڼې کورنۍ اړې دي، چې د څښاک اوبو ترلاسه کولو لپاره اوږد مزل وکړي یا له ناپاکو سرچینو استفاده وکړي. د سره صلیب نړۍواله کمېټه وايي، دغه وضعیت د خلکو پر روغتیا، اقتصاد او ټولنیز ثبات جدي اغېز کړی دی.

د سره صلیب نړۍوالې کمیټې د راپور له‌مخې، په افغانستان کې د اوبو کمښت د وچکالۍ، د ورښتونو کمښت، د نفوس د چټک زیاتوالي او د ځمکې لاندې اوبو د ټیټېدو له امله لاپسې ډېر شوی دی.

ډېری کورنۍ اړې دي، چې یا له ناپاکه اوبو استفاده وکړي او یا د اوبو د موندلو لپاره اوږد مزل وکړي چې تر ټولو ډېر بار یې د ښځو او ماشومانو پر اوږو دی. په ښارونو لکه کابل، مزارشریف او کندهار کې هم ورته ستونزې شته، چې خلک ورځ تر بلې شخصي څاه‌ګانو او د اوبو ټانکرونو ته اړ کېږي.

مایکل سمپل: که طالبان امریکايي بندیان خوشې نه‌کړي، واشنګټن به اقدام وکړي

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۴۵ GMT+۰

د امریکا د کوینز بلفاسټ پوهنتون استاد مایکل سمپل وايي، که طالبان د امریکايي بندیانو د خوشې کولو په اړه د واشنګټن خبرداری له پامه وغورځوي، متحده ایالات به یې پر وړاندې اقدام وکړي.

امریکا د طالبانو په زندانونو کې د خپلو وګړو د خوشې کېدو په اړه طالبانو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د طالبانو له‌خوا د امریکايي وګړو نه خوشې کول به د یادې ډلې لپاره ښې پایلې ونه‌لري.

د کوینز بلفاسټ پوهنتون استاد مایکل سمپل له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې زیاته کړې: «امریکایانو دا ځلې ګواښ کړی چې که چیرې طالبان د دوی خبرداریو ته پاملرنه ونه‌کړي، نو امریکا مجبوره کېږې چې د طالبانو پر وړاندې اقدام وکړي».

نوموړي ویلي، چې د امریکا د خبرداریو په اړه د طالبانو بې‌تفاوته کېدل به د یادې ډلې لپاره ډېرې خطرناکې پایلې ولري.

مایکل سمپل زیاته کړې: «که طالبان د امریکايي وګړو نه خوشې کول حیثیتي مسله وګڼې نو دا بیا د دوی لپاره ستره تېروتنه ده».

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د طالبانو په زندانونو کې د ډېنس کوېل، محمود شاه حبیبي، پاول اووربي او پاول جکسون په نومونو څلور امریکايي وګړي بندیان دي. د امریکا د ولسمشر مرستیال تازه طالبانو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې ټرمپ به تر هغه ارام نه‌شي، څو چې ټول امریکايان خوشې شوي نه وي.

فایننشل ټایمز: امریکا باید پر پاکستان فشار راوړي چې په افغانستان کې بریدونه ودروي

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۰۲ GMT+۰

فایننشل ټایمز په خپله سرمقاله کې ویلي چې د امریکا حکومت باید د پاکستان پر نظامي مشرتابه فشار راوړي چې په افغانستان کې بریدونه ودروي او طالبان هم باید له وسله والو سره د مقابلې لپاره تر فشار لاندې راوستل شي او هم وهڅول شي. ورځپاڼه وايي، نړۍ د افغانستان له وضعیت نه ناخبره ده.

فایننشل ټایمز لیکلي، چې د طالبانو له راستنیدو راهیسې نږدې پنځه کاله کې نړۍ په افغانستان کې پرمختګونو ته لږ پام کړی او هیڅ اغیزه یې نه ده کړې.

په دې موده کې طالبانو په عامه ژوند او د زده کړو په برخه کې پر ښځو سخت محدودیتونه لګولي او له پاکستان سره یې اړیکې هم په جدي توګه ترینګلې شوې دي.

د ورځپاڼې په سرمقاله کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د حضور پر مهال پاکستان له واشنګټن سره د همکارۍ پرمهال د طالبانو ملاتړ کاوه او په دې نظر و چې دا ډله کنټرولولی شي، خو له ۲۰۲۱ کال وروسته، د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې په چټکۍ سره خرابې شوې دي.

اسلام اباد کابل تورنوي چې بیلتون غوښتونکو جنګیالیو ته پناه ورکوي چې په تیرو څلورو کلونو کې یې په پاکستان کې شاوخوا ۴۰۰۰ کسان وژلي دي.

ورځپاڼې ویلي، چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې د کرښې هاخوا هوايي بریدونه کړي دي ځکه چې سیمې ته د لویدیځ پاملرنه کمه شوې ده.

په منځني ختیځ کې جګړې د لویدیځ او سیمه ییزو قدرتونو لکه چین، قطر، سعودي عربستان او ترکیې پام ځانته اړولی دی، ځکه چې کړکیچ مخ په زیاتیدو دی.

ورځپاڼه خبرداری ور کوي، چې د شخړې خپریدل کولی شي په جنوبي او منځنۍ اسیا کې ثبات وګواښي او افغانستان یوځل بیا د ترهګرۍ د تولید مرکز وګرځي.

په دې مقاله کې ویل شوي چې دا پروسه د متحده ایالاتو او چین په ګډون د لویو قدرتونو مداخلې ته اړتیا لري.

د متحده ایالاتو حکومت باید د پاکستان په نظامي مشرتابه فشار راوړي چې له کرښې هاخوا بریدونه ودروي، په داسې حال کې چې طالبان باید له وسله والو سره د مقابلې لپاره هم تر فشار لاندې راوستل شي او هم وهڅول شي

ورځپاڼه د چین رول ته هم اشاره کوي او وايي چې بیجینګ، د پاکستان د مخ پر ودې ځواک او متحد په توګه په افغانستان کې ستراتیژیکې ګټې لري او کولی شي په دې مرحله کې د منځګړي په توګه عمل وکړي.

فایننشل ټایمز ټینګار کوي، چې د اوربند په رامینځته کولو کې د تیرو ناکامیو او د طالبانو د دریځ له بې ثباتۍ سره سره، د دې بحران خطرونه دومره لوړ دي چې نړۍ نور نشي کولی له پامه یې وغورځوي.

طالبانو له پاکستان سره د شخړو له امله د ښوونیز کال مراسم د وري شپږمې ته وځنډول

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۱۷ GMT+۰

د طالبانو پوهنې وزارت په یوه رسمي مکتوب کې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، د نوي ښوونیز کال مراسم د وري شپږمې ته ځنډولي. په ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د جګړو له امله دلته ډېری بېځایه شوي خلک د ښوونځیو په ودانیو کې میشت دي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستیو نښتو د سرحدي ولایتونو ګڼ شمېر کورنۍ بې ځایه کړې دي.

په ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، کونړ او نورستان ولایتونو کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د بېړنۍ سرپناه د نشتوالي له امله ډېری دغه کورنۍ د ښوونځیو او لېسو په ودانیو کې ځای پر ځای شوې دي او له همدې امله د نوي ښوونیز کال د پیل کېدو مراسم ځنډېدلي دي.

د افغانستان په جمهوري نظام کې ښوونیز کال د وري پر درېیمه نېټه پیلېده، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته ښوونیز کال د وري پر لومړۍ نېټه پیلیږي.

په یوه مکتوب کې، چې د طالبانو پوهنې وزارت د ولایتونو د پوهنو ریاستونو ته استولی، راغلي، چې د ۴۱۰۵ ښوونیز کال د وري پر شپږمه نېټه پیلیږي او مراسم به یې د نورو کلونو په پرتله لنډ او « مختصر» وي.

په مکتوب کې ددغه ځنډ لامل نه دی په ډاګه شوی، خو په سرحدي ولایتونو کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پاکستان د هوايي بریدونو او توپونو او هاوان مرمیو له امله پر ډیورنډ کرښه د پرتو ولسوالیو ډېری خلک له خپلو سیمو بې ځایه شوي او د ولسوالیو په مرکزونو او ولایتونو کې د ښوونځیو او لیسو په ودانیو کې میشت کړای شوي دي.

د سرچینو په وینا، طالبان له پاکستان سره د اوربند برخلیک او غځېدو ته په تمه دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې « که اوربند وغځیږي، ښايي دغه بېځایه شوي خلک بېرته خپلو سیمو ته ولیږدول شي او که اوربند ونه غځیږي، دا احتمال شته، چې په ختیزو او جنوب ختیزو ولایتونو کې ښوونیز کال وځنډیږي».

100%

دا روښانه نه ده، چې ښوونیز کال به د وري له شپږمې وروسته هم ځنډیږي او که نه، خو د سرچینو په وینا، « تر څو، چې د بې ځایه شویو خلکو لپاره متبادل پناه ځایونه ونه موندل شي، د ښوونځیو او لیسو د ودانیو تخلیه کول ستونزمن دي».

د دې ترڅنګ، هغه ماشومان چې له خپلو سیمو بې ځایه شوي، نه یوازې له زده‌کړو پاتې کېږي بلکې له رواني فشارونو سره هم مخ دي.

په ننګرهار کې یوه ستره برخه بې ځایه شوي کسان په فارمونو کې ځای پرځای شوي، چې د نوي کال په رادبره کېدو باید دغه فارمونه تخلیه کړي او نورو متبادلو ځایونو ته ولیږدول شي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ په شخړو کې د د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د افغانستان له اوسنیو سرحدي ولسوالیو نه په لسګونو زره کسان بې ځایه شوي او که جګړه وغځیږي د نورو خلکو د بېځایه کېدو اټکل هم کیږي.

د پاکستان له بریدونو وروسته د نورستان په ختیځ کې د بې ثباتۍ په اړه اندېښنې زیاتې شوې

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۱۱ GMT+۰

له نورستان څخه دریو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پاکستاني ځواکونو ورځنیو توغندیزو بریدونو کامدېش او برګمټال ولسوالیو ته لاسرسی ستونزمن کړی. د سرچینې په وینا، په دغو ولسوالیو کې د پاکستاني ځواکونو بریدونو کې ګڼ طالبان وژل شوي. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سرچینو د وژل شویو طالبانو شمیر شاوخوا ۴۰ تنه ښودلی، خو رسمي سرچینو تر اوسه دا شمیر نه دی تایید کړی.

د سیمه ییزو سرچینو په وینا، په نورګرام او برګمتال ولسوالیو کې د یو شمیر طالبانو له وژل کیدو وروسته، د طالبانو له نورګرام لوا څخه د تازه دمو ځواکونو دوه کنډکونه د نورستان ختیځ ته لېږل شوي دي.

د دې اقدام هدف دا ښودل شوی، چې سرحدي ولسوالۍ د طالبانو له ځواکونو خالي نه شي.

سرچینې وايي چې طالبانو د نورستان له ډیری ولسوالیو څخه نورګرام او برګمتال ته ځواکونه لیږلي دي.

د خوړو کمښت

د نورستان اوسیدونکي وايي، چې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله شاوخوا ۲۰ ورځې کیږي چې په کامدېش او برګمتال ولسوالیو کې مواصلاتي لارې تړل شوې دي.

د دوی په وینا، دې وضعیت د خوراکي توکو سخت کمښت رامینځته کړی او د خلکو ژوند یې په جدي توګه اغیزمن کړی دی.

یو شمیر اوسیدونکي خبرداری ورکوي، چې که دغه وضعیت د یوې یا دوو اونیو لپاره دوام وکړي، نو د بشري ناورین خطر شته.

دوی د پاکستاني ځواکونو لاس ته د دې ولسوالیو د لوېدو د احتمال په اړه هم اندېښنه څرګندوي.

له دې وړاندې د پاکستان د لومړي وزیر لوړ پوړي سلاکار رانا ثناالله اعلان کړی و چې هېواد یې د جګړې د تپلو او د افغانستان د کومې سیمې د نیولو هوډ نه لري، خو په یوه مرکه کې یې ویلي و، چې باید له افغانستان سره « یوه حایل» سیمه رامنځته شي.

د داعش د نفوذ په اړه اندېښنې

یوې سیمه ییزې سرچینې وویل چې د دې سیمو د ځینو اوسیدونکو ترمنځ سلفي تمایلات دي او طالبان یې مخه نیسي او دغه وضعیت په سیمه کې د داعش نفوذ ته هم لاره اوارولی شي.

له دې وړاندې د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې محلي سرچینو وویل چې په چترال کې د افغانستان اوسنۍ پولې ته څېرمه د جنود حفصه جنګیالي لیدل شوي. وروسته د عظمت الله مسید په مشرۍ پاکستاني طالبانو په دې سیمه کې بریدونه وکړل او د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته یې ځینې امنیتي پوستې هم په نښه کړې.

جنود حفصه د ټي ټي پي د پنجابي طالبانو د پخواني مشر مولوي عصمت الله معاویه ډله ده، چې په دیامر، چترال او کیلاش کې نفوذ لري.

نورستان له بدخشان، کونړ، لغمان او پنجشیر ولایتونو سره پوله لري.

د یادو سرچینو په وینا، په چترال کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي پخواني روزنیز کمپونه او سمڅې دي، چې د مجاهدینو او شوروي اتحاد د جګړو په وخت کې ترې د کونړ او نورستان لپاره اکمالات کېدل او جنګیالي پکې روزل کېدل.

د طالبانو غبرګون

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت اعلان وکړ، چې د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د کامدېش ولسوالۍ په باغچه سیمه کې پاکستاني ځواکونو د ملکي وګړو پر موټر د هاوان مرمۍ توغولې ده.

د هغه په ​​وینا، د برید په پایله کې، یوه ښځینه ډاکټره او د هغې څلور کلن زوی سیند ته ولوېدل او مړه شول.

فطرت زیاته کړه، چې د دوامداره ډزو له امله، د دوی جسدونه د یو څه وخت لپاره په سیمه کې پاتې شول، خو د جمعې په ماسپښین د ځایي اوسیدونکو او طالبانو د غړو په هڅو خوندي ځای ته ولیږدول شول.

د طالبانو د مرستیال ویاند په خپره کړې اعلامیه کې د طالبانو د غړو د وژنې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، خو په ضمني ډول یې د لارو تړل تایید کړي دي.