سرچینو د وژل شویو طالبانو شمیر شاوخوا ۴۰ تنه ښودلی، خو رسمي سرچینو تر اوسه دا شمیر نه دی تایید کړی.
د سیمه ییزو سرچینو په وینا، په نورګرام او برګمتال ولسوالیو کې د یو شمیر طالبانو له وژل کیدو وروسته، د طالبانو له نورګرام لوا څخه د تازه دمو ځواکونو دوه کنډکونه د نورستان ختیځ ته لېږل شوي دي.
د دې اقدام هدف دا ښودل شوی، چې سرحدي ولسوالۍ د طالبانو له ځواکونو خالي نه شي.
سرچینې وايي چې طالبانو د نورستان له ډیری ولسوالیو څخه نورګرام او برګمتال ته ځواکونه لیږلي دي.
د خوړو کمښت
د نورستان اوسیدونکي وايي، چې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله شاوخوا ۲۰ ورځې کیږي چې په کامدېش او برګمتال ولسوالیو کې مواصلاتي لارې تړل شوې دي.
د دوی په وینا، دې وضعیت د خوراکي توکو سخت کمښت رامینځته کړی او د خلکو ژوند یې په جدي توګه اغیزمن کړی دی.
یو شمیر اوسیدونکي خبرداری ورکوي، چې که دغه وضعیت د یوې یا دوو اونیو لپاره دوام وکړي، نو د بشري ناورین خطر شته.
دوی د پاکستاني ځواکونو لاس ته د دې ولسوالیو د لوېدو د احتمال په اړه هم اندېښنه څرګندوي.
له دې وړاندې د پاکستان د لومړي وزیر لوړ پوړي سلاکار رانا ثناالله اعلان کړی و چې هېواد یې د جګړې د تپلو او د افغانستان د کومې سیمې د نیولو هوډ نه لري، خو په یوه مرکه کې یې ویلي و، چې باید له افغانستان سره « یوه حایل» سیمه رامنځته شي.
د داعش د نفوذ په اړه اندېښنې
یوې سیمه ییزې سرچینې وویل چې د دې سیمو د ځینو اوسیدونکو ترمنځ سلفي تمایلات دي او طالبان یې مخه نیسي او دغه وضعیت په سیمه کې د داعش نفوذ ته هم لاره اوارولی شي.
له دې وړاندې د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې محلي سرچینو وویل چې په چترال کې د افغانستان اوسنۍ پولې ته څېرمه د جنود حفصه جنګیالي لیدل شوي. وروسته د عظمت الله مسید په مشرۍ پاکستاني طالبانو په دې سیمه کې بریدونه وکړل او د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته یې ځینې امنیتي پوستې هم په نښه کړې.
جنود حفصه د ټي ټي پي د پنجابي طالبانو د پخواني مشر مولوي عصمت الله معاویه ډله ده، چې په دیامر، چترال او کیلاش کې نفوذ لري.
نورستان له بدخشان، کونړ، لغمان او پنجشیر ولایتونو سره پوله لري.
د یادو سرچینو په وینا، په چترال کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي پخواني روزنیز کمپونه او سمڅې دي، چې د مجاهدینو او شوروي اتحاد د جګړو په وخت کې ترې د کونړ او نورستان لپاره اکمالات کېدل او جنګیالي پکې روزل کېدل.
د طالبانو غبرګون
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت اعلان وکړ، چې د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د کامدېش ولسوالۍ په باغچه سیمه کې پاکستاني ځواکونو د ملکي وګړو پر موټر د هاوان مرمۍ توغولې ده.
د هغه په وینا، د برید په پایله کې، یوه ښځینه ډاکټره او د هغې څلور کلن زوی سیند ته ولوېدل او مړه شول.
فطرت زیاته کړه، چې د دوامداره ډزو له امله، د دوی جسدونه د یو څه وخت لپاره په سیمه کې پاتې شول، خو د جمعې په ماسپښین د ځایي اوسیدونکو او طالبانو د غړو په هڅو خوندي ځای ته ولیږدول شول.
د طالبانو د مرستیال ویاند په خپره کړې اعلامیه کې د طالبانو د غړو د وژنې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، خو په ضمني ډول یې د لارو تړل تایید کړي دي.