• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

سند؛ طالبان په جرمني کې د افغان سفارت له سرپرست وروسته یو بل ډېپلوماټ هم ګوښه کوي

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۲۸ GMT+۰تازه شوی: ۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۳۷ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو مکتوب افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړی، چې ښیي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په برلین کې د افغانستان سفارت د دویم سکرتر محمد اصف عبدالله دنده د روانې وري میاشتې تر ۲۵ مې پورې ښودلې ده. متقي له محمد اصف عبدالله غوښتي چې کابل ته ورشي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په لاسلیک صادر شوي مکتوب کې، چې د ۱۴۰۴ کال د کب میاشتې پر ۲۷ مه په جرمني کې د افغانستان سفارت ته لېږل شوی، د سفارت له دوهم سکرتر محمد اصف عبدالله څخه غوښتنې چې له ټاکلې نېټې وروسته په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته مراجعه وکړي.

تر اوسه طالبانو او د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.

دوه ورځې وړاندې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو داسې سندونه ترلاسه کړي ول، چې طالبانو په جرمني کې د سفارت سرپرست عبدالباقي پوپل له دندې ګوښه کړی او د لنډمهال لپاره یې د سفارت محلي کارکوونکي په توګه ټاکلی دی.

د سند له مخې، د طالبانو ریاست الوزرا له پوپل څخه غوښتي و، چې د دندې له پای وړاندې تسلیمي ورکړي.

طالبانو ریاست الوزرا په دې مکتوب کې له عبدالباقي پوپل څخه غوښتنه کړې وه، چې د دندې د پای ته رسېدو تر نېټې وړاندې د طالبانو ګومارل شوي ډېپلوماټ نبراس الحق عزیز ته تسلیمي ورکړي.

په مکتوب کې لیکل شوي، چې د عبدالباقي پوپل له تجربو د ګټې اخیستنې په موخه دې هغه په نوموړي سفارت کې د ۲۵۰۰ یورو په بدل کې د محلي کارمند په توګه وګومارل شي.

په برلین کې ډېپلوماټیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي و، چې د جرمني بهرنیو چارو وزارت ته په رسمي ډول د دغې ګومارنې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د معلوماتو له مخې، طالبان له سفارت او کوربه هېواد سره په رسمي چارو کې له پوپل څخه د سرپرست سفیر په توګه ګټه اخلي خو په سندونو کې عبدالباقي پوپل د محلي کارمند صلاحیتونه لري.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

افغانستان کې د اوبو ژور ناورین؛ کورنۍ د څښاک اوبو لپاره له سختو ستونزو سره مخ دي

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۴۲ GMT+۰

په افغانستان کې د اوبو کمښت ورځ تر بلې زیاتېږي او ګڼې کورنۍ اړې دي، چې د څښاک اوبو ترلاسه کولو لپاره اوږد مزل وکړي یا له ناپاکو سرچینو استفاده وکړي. د سره صلیب نړۍواله کمېټه وايي، دغه وضعیت د خلکو پر روغتیا، اقتصاد او ټولنیز ثبات جدي اغېز کړی دی.

د سره صلیب نړۍوالې کمیټې د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د اوبو کمښت د وچکالۍ، د ورښتونو کمښت، د نفوس د چټک زیاتوالي او د ځمکې لاندې اوبو د ټیټېدو له امله لاپسې ډېر شوی دی.

ډېری کورنۍ اړې دي، چې یا له ناپاکه اوبو استفاده وکړي او یا د اوبو د موندلو لپاره اوږد مزل وکړي چې تر ټولو ډېر بار یې د ښځو او ماشومانو پر اوږو دی. په ښارونو لکه کابل، مزارشریف او کندهار کې هم ورته ستونزې شته، چې خلک ورځ تر بلې شخصي څاګانو او د اوبو ټانکرونو ته اړ کېږي.

په کندهار کې د یوې سیمې مشر فضل الرحمان وايي: «اوبه زموږ د ټولنې تر ټولو ستره ستونزه ده. ما خپله ۸۶ متره ژوره څاه وکېندله؛ خو کافي اوبه په‌کې ونه موندل شوې. ډېری کورنۍ د دې وس نه‌لري، چې خپله څاه وکېندي».

هغه زیاتوي: «ماشومان اړ دي، چې خپلې زده‌کړې پرېږدي او د اوبو راوړلو لپاره اوږد مزل وکړي. سهار ځي او مازیګر راګرځي؛ خو یوازې څو لوښي اوبه راوړي، چې د کور اړتیاوې نه پوره کوي».

د سره صلیب نړۍواله کمېټه وايي، د اوبو کمښت د کرنې سکتور هم اغېزمن کړی چې له امله یې د خوړو تولید کم شوی او د خوارځواکۍ او ناروغیو ګواښ زیات شوی دی. په همدې حال کې دغه ادارې په ۲۰۲۵کال کې په کندهار او هرات کې د اوبو رسولو د ښه‌والي لپاره پروژې پیل کړې دي.

په کندهار کې د اوبو د شبکې پراختیا او د لمریزې برېښنا پرمټ د پمپونو فعالولو پروژه شاوخوا ۱۰۶زره کسانو ته د پاکو اوبو د لاسرسي زمینه برابروي. د دغه ادارې یو انجنیر احمد نوري وايي: «د دغه پروژې موخه دا ده، چې هغو زیانمنو ټولنو ته پاکې او دوامداره د اوبو سرچینې برابرې شي چې تر دې مخکې یې ورته لاسرسی نه‌لاره».

په هرات کې هم د اوبو د پمپونو د نوي کولو له لارې تر ۴۰۰زرو زیاتو اوسېدونکو ته د اوبو رسونه ښه شوې ده. د هرات یو اوسېدونکی محمد محمدي وايي: «دلته اوبه کمې دي او د څاګانو اوبه تروې دي. موږ اړ یو، چې د څښاک اوبو لپاره اوږد مزل وکړو».

راپور ټینګار کوي، چې یوازې بشري مرستې د دغه ناورین د حل لپاره بسنه نه‌کوي؛ بلکې د اوبو د زېربناوو پراختیا، اغېزمن مدیریت او د سرچینو ساتنه د دوامداره حل لپاره اړین دي. د معلوماتو له مخې؛ یوازې په ۲۰۲۵کال کې د سره صلیب د پروګرامونو له لارې تر ۹۰۰زره ډېرو کسانو ته د اوبو لاسرسی ښه شوی، خو لاهم مېلیونونه افغانان د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي.

طالبان: په ۱۴۰۴کال کې پر شاوخوا ۵۰۰زره اړمنو کسانو خوراکي او غیر خوراکي مرستې وېشل شوې

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۴۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې ویاند حافظ محمدیوسف حماد وايي، یادې ادارې په ۱۴۰۴کال کې پر شاوخوا ۵۰۰زره اړمنو کسانو د یو مېلیارډ او ۵۱۱ مېلیونه افغانیو په ارزښت خوراکي او غیر خوراکي مرستې وېشلې دي.

هغه وایي، په دغه موده کې یې د همکارو بنسټونو په ملاتړ ۶۴،۴۴ کیلو متره ځمکه له ناچاوده توکو پاکه کړې چې په ټولیز ډول یې ۷زره او ۵۲۲ ماینونه او ناچاوده توکي کشف او شنډ کړي دي.

د هغه په وینا؛ تر دوه مېلیونه ډېرو کسانو ته یې د ماینونو او ناچاوده توکو په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی دی.

هغه زیاته کړې، چې په یاده موده کې د ملاهبت الله د حکم له مخې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند په وېش بازار کې د اورلګېدنې له امله زیانمنو سوداګرو ته ۲۰۰مېلیونه افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوې ده.
هغه وړاندې ویلي، چې په تېرکال کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره څلور لنډمهاله پنډغالي هم جوړ شوي دي.

معصوم ستانکزی: د نیمایي نفوس پر مخ د تعلیم دروازې تړل د منلو نه‌دي

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۵۲ GMT+۰

د جمهوریت پرمهال د افغانستان د ملي امنیت رییس محمدمعصوم ستانکزي ویلي، هېڅ سالم عقل او د اسلامي امت اجماع دا نه مني ښځې چې د هېواد نیمایي نفوس جوړوي؛ پرمخ یې د زده‌کړو دروازې تړلې پاتې شي.

نوموړي پر اېکس پاڼه د نوي کال او پسرلي په مناسبت په یوه پیغام کې لیکلي، چې هېوادونه د علم او زده‌کړې له لارې پرمختګ کوي او د همدې پربنسټ د خپل حاکمیت او عقیدې دفاع کوي.

هغه ټینګار کړی: «سلیم عقل او د اسلامي امت اجماع اجازه نه‌ورکوي، چې د هېواد نیمایي نفوس پرمخ د تعلیم دروازې تړلې پاتې شي». ستانکزي دارنګه د اطاعت په اړه د ملاهبت الله وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي، اطاعت هغه وخت واجب دی چې مشرتابه د خلکو مشروع غوښتنې ومني او له هغوی سره مشوره وکړي.

د هغه دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیل سره لاهم د ښځو او نجونو پر زده‌کړو بندیزونه دوام لري.

د ښځو فریاد غورځنګ: نوی تعلیمي کال د «نړۍوال وجدان» لپاره برخلیک ټاکونکې مسله ده

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۳۷ GMT+۰

«د ښځو فریاد غورځنګ» په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال پیلېدل یو عادي پیل نه‌، بلکې د «نړۍوال وجدان» لپاره یوه برخلیک ټاکونکې مسله اعلان کړې ده. دغه غورځنګ خبرداری ورکړی، له زده‌کړو د افغان ښځو او نجونو محرومول د بشري حقونو ښکار نقض او د «بشریت د راتلونکې» پر وړاندې «جنایت» دی.

په داسې حال کې چې په روانه اوونۍ کې به په افغانستان کې تعلیمي کال په رسمي ډول پيل شي، خو په دې کال کې به د هغو نجونو زده‌کوونکو په شمېر کې ډېروالی راشي چې له زده‌کړو بې برخې کېږي.

د ښځو یاد غورځنګ د شنبې په ورځ (د وري لومړۍ) د یوې اعلامیې په خپرولو سره له نړۍوالې ټولنې او همداراز د بشري حقونو اړوندو نړۍوالو سازمانونو غوښتي: «چوپتیا ماته کړئ او په دې برخه کې ښکاره او غوڅ دریځ غوره کړئ، پر عاملینو یې واقعي او اغېزناک فشارونه اعمال کړئ او له قید و شرط پرته ټولو ته د زده‌کړو ته لاسرسی تضمین کړئ».

د یادونې وړ ده، چې طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې نجونې زده‌کوونکې له شپږم ټولګي پورته د «امر ثاني» په نوم له زده‌کړو منع کړې. دغې ډلې بیا شاوخوا یو کال وروسته د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو او همداراز یې پوره ۲ کاله وروسته یعنې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د نجونو د طب او قابلګۍ په څانګو کې پر زده‌کړې هم بندیز ولګاوه.

یونېسف ویلي، دمګړی په افغانستان کې څه باندې ۲ اعشاریه ۲ میلیونه نجونې د زده‌کړو له دوامه محرومې شوي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به دغه شمېر ۴ میلیونو ته ورسېږي.

ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې د بې سوادانو شمېر مخ په لوړېدو دی او دمګړی شاوخوا ۷ میلیونه ماشومان د طالبانو او نورو محدودیتونو له امله له زده‌کړو بې برخې دي.

طالبان: په ۱۴۰۴ کال کې څه باندې ۳ میلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۱۰ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېر ۱۴۰۴ هجري- لمریز کال کې ۳ میلیونه، ۱۱۴ زره او ۱۰۷ کسان له ایران، پاکستان او ترکیې څخه په جبري او خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي. په دې شمېر کې ډېری یې په زوره اېستل شوي دي.

تېر ۱۴۰۴ هجري- لمریز د افغان کډوالو لپاره تر ټولو سخت او له ننګونو ډک کال وو. په دې کال کې ایران او پاکستان په یو مخیز ډول د افغان کډوالو اېستنې ته مخه کړه. په دې سره د ښځو او ماشومانو په ګډون میلیونونه افغانان په ډېر بد وضعیت کې له یادو کوربه هېوادونو واېستل شول.

د راستانه کړل شویو افغانانو په وینا، په کوربه هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند سربېره بندیان شوي او ان مالونه یې د افرادو او یا هم سیمه‌ییزو مسوولینو له لوري مصادره شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي: «د راستنو شویو کډوالو مجموعي تعداد ۳ میلیونه، ۱۱۴ زره او ۱۰۷ تنو ته رسېږي».

له دې سره سم، د کډوالو او پناه غوښتونکو ګڼو نړۍوالو بنسټونو د پاکستان او ایران پر یادې کړنې له نیوکو سربېره له یادو کوربه هېوادونو غوښتي، چې په دې برخه کې نړۍوالو اصولو او قوانینو ته ژمن پاتې شي او له کډوالو سره له ناسم چلند په کلکه ډډه وکړي.

سره له دې چې ډېری دغه ستانه شوي افغانان په خپل هېواد کې له شته ننګونو او همداراز د اړوندو مسوولینو له نه پاملرنې شکایت لري، خو د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ادعا لري، چې یوازې په تېر کال کې یې له ستنو شویو کډوالو سره له خوراکي او غېر خوراکي توکو له مرستو سربېره یې پر یادو ستنو شویو کسانو نږدې ۴ میلیارده افغانۍ مرستې هم وېشلې دي.

په داسې حال کې چې یوازې په تېر هجري- لمریز کال کې څه باندې ۳ اعشاره ۱ میلیون افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي او ډېری یې په افغانستان کې د اوسېدو لپاره سرپناه نه‌لري، خو طالبان بیا وايي، پر نږدې ۷ زره راستنو شویو افغانانو یې د استوګنې نمرې وېشلې دي.

د چارو د شنونکو په باور، په تېر کال کې څه باندې ۳ اعشایه ۱ میلیونه راستنو شویو کسانو ته یوازې د ۷ زره نمرو وېشنه په نشت کې حساب ده.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند محمد کمال افغان وايي: «د دایمي استوګنې کمېټې تر اوسه پورې په ۱۱ ولایتونو کې ۶۹۹۳ د استوګنې نمرې راستنو شویو مهاجرو کورنیو باندې وېشلې دي.

د یادونې وړ ده، چې له پاکستان او ایران څخه په جبري او ډېره ناوړه چلند سره د افغانانو د اېستنې بهیر دوام لري.