• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغانستان کې د اوبو ژور ناورین؛ کورنۍ د څښاک اوبو لپاره له سختو ستونزو سره مخ دي

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۴۲ GMT+۰

په افغانستان کې د اوبو کمښت ورځ تر بلې زیاتېږي او ګڼې کورنۍ اړې دي، چې د څښاک اوبو ترلاسه کولو لپاره اوږد مزل وکړي یا له ناپاکو سرچینو استفاده وکړي. د سره صلیب نړۍواله کمېټه وايي، دغه وضعیت د خلکو پر روغتیا، اقتصاد او ټولنیز ثبات جدي اغېز کړی دی.

د سره صلیب نړۍوالې کمیټې د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د اوبو کمښت د وچکالۍ، د ورښتونو کمښت، د نفوس د چټک زیاتوالي او د ځمکې لاندې اوبو د ټیټېدو له امله لاپسې ډېر شوی دی.

ډېری کورنۍ اړې دي، چې یا له ناپاکه اوبو استفاده وکړي او یا د اوبو د موندلو لپاره اوږد مزل وکړي چې تر ټولو ډېر بار یې د ښځو او ماشومانو پر اوږو دی. په ښارونو لکه کابل، مزارشریف او کندهار کې هم ورته ستونزې شته، چې خلک ورځ تر بلې شخصي څاګانو او د اوبو ټانکرونو ته اړ کېږي.

په کندهار کې د یوې سیمې مشر فضل الرحمان وايي: «اوبه زموږ د ټولنې تر ټولو ستره ستونزه ده. ما خپله ۸۶ متره ژوره څاه وکېندله؛ خو کافي اوبه په‌کې ونه موندل شوې. ډېری کورنۍ د دې وس نه‌لري، چې خپله څاه وکېندي».

هغه زیاتوي: «ماشومان اړ دي، چې خپلې زده‌کړې پرېږدي او د اوبو راوړلو لپاره اوږد مزل وکړي. سهار ځي او مازیګر راګرځي؛ خو یوازې څو لوښي اوبه راوړي، چې د کور اړتیاوې نه پوره کوي».

د سره صلیب نړۍواله کمېټه وايي، د اوبو کمښت د کرنې سکتور هم اغېزمن کړی چې له امله یې د خوړو تولید کم شوی او د خوارځواکۍ او ناروغیو ګواښ زیات شوی دی. په همدې حال کې دغه ادارې په ۲۰۲۵کال کې په کندهار او هرات کې د اوبو رسولو د ښه‌والي لپاره پروژې پیل کړې دي.

په کندهار کې د اوبو د شبکې پراختیا او د لمریزې برېښنا پرمټ د پمپونو فعالولو پروژه شاوخوا ۱۰۶زره کسانو ته د پاکو اوبو د لاسرسي زمینه برابروي. د دغه ادارې یو انجنیر احمد نوري وايي: «د دغه پروژې موخه دا ده، چې هغو زیانمنو ټولنو ته پاکې او دوامداره د اوبو سرچینې برابرې شي چې تر دې مخکې یې ورته لاسرسی نه‌لاره».

په هرات کې هم د اوبو د پمپونو د نوي کولو له لارې تر ۴۰۰زرو زیاتو اوسېدونکو ته د اوبو رسونه ښه شوې ده. د هرات یو اوسېدونکی محمد محمدي وايي: «دلته اوبه کمې دي او د څاګانو اوبه تروې دي. موږ اړ یو، چې د څښاک اوبو لپاره اوږد مزل وکړو».

راپور ټینګار کوي، چې یوازې بشري مرستې د دغه ناورین د حل لپاره بسنه نه‌کوي؛ بلکې د اوبو د زېربناوو پراختیا، اغېزمن مدیریت او د سرچینو ساتنه د دوامداره حل لپاره اړین دي. د معلوماتو له مخې؛ یوازې په ۲۰۲۵کال کې د سره صلیب د پروګرامونو له لارې تر ۹۰۰زره ډېرو کسانو ته د اوبو لاسرسی ښه شوی، خو لاهم مېلیونونه افغانان د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په ۱۴۰۴کال کې پر شاوخوا ۵۰۰زره اړمنو کسانو خوراکي او غیر خوراکي مرستې وېشل شوې

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۴۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې ویاند حافظ محمدیوسف حماد وايي، یادې ادارې په ۱۴۰۴کال کې پر شاوخوا ۵۰۰زره اړمنو کسانو د یو مېلیارډ او ۵۱۱ مېلیونه افغانیو په ارزښت خوراکي او غیر خوراکي مرستې وېشلې دي.

هغه وایي، په دغه موده کې یې د همکارو بنسټونو په ملاتړ ۶۴،۴۴ کیلو متره ځمکه له ناچاوده توکو پاکه کړې چې په ټولیز ډول یې ۷زره او ۵۲۲ ماینونه او ناچاوده توکي کشف او شنډ کړي دي.

د هغه په وینا؛ تر دوه مېلیونه ډېرو کسانو ته یې د ماینونو او ناچاوده توکو په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی دی.

هغه زیاته کړې، چې په یاده موده کې د ملاهبت الله د حکم له مخې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند په وېش بازار کې د اورلګېدنې له امله زیانمنو سوداګرو ته ۲۰۰مېلیونه افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوې ده.
هغه وړاندې ویلي، چې په تېرکال کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره څلور لنډمهاله پنډغالي هم جوړ شوي دي.

معصوم ستانکزی: د نیمایي نفوس پر مخ د تعلیم دروازې تړل د منلو نه‌دي

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۵۲ GMT+۰

د جمهوریت پرمهال د افغانستان د ملي امنیت رییس محمدمعصوم ستانکزي ویلي، هېڅ سالم عقل او د اسلامي امت اجماع دا نه مني ښځې چې د هېواد نیمایي نفوس جوړوي؛ پرمخ یې د زده‌کړو دروازې تړلې پاتې شي.

نوموړي پر اېکس پاڼه د نوي کال او پسرلي په مناسبت په یوه پیغام کې لیکلي، چې هېوادونه د علم او زده‌کړې له لارې پرمختګ کوي او د همدې پربنسټ د خپل حاکمیت او عقیدې دفاع کوي.

هغه ټینګار کړی: «سلیم عقل او د اسلامي امت اجماع اجازه نه‌ورکوي، چې د هېواد نیمایي نفوس پرمخ د تعلیم دروازې تړلې پاتې شي». ستانکزي دارنګه د اطاعت په اړه د ملاهبت الله وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي، اطاعت هغه وخت واجب دی چې مشرتابه د خلکو مشروع غوښتنې ومني او له هغوی سره مشوره وکړي.

د هغه دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیل سره لاهم د ښځو او نجونو پر زده‌کړو بندیزونه دوام لري.

د ښځو فریاد غورځنګ: نوی تعلیمي کال د «نړۍوال وجدان» لپاره برخلیک ټاکونکې مسله ده

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۳۷ GMT+۰

«د ښځو فریاد غورځنګ» په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال پیلېدل یو عادي پیل نه‌، بلکې د «نړۍوال وجدان» لپاره یوه برخلیک ټاکونکې مسله اعلان کړې ده. دغه غورځنګ خبرداری ورکړی، له زده‌کړو د افغان ښځو او نجونو محرومول د بشري حقونو ښکار نقض او د «بشریت د راتلونکې» پر وړاندې «جنایت» دی.

په داسې حال کې چې په روانه اوونۍ کې به په افغانستان کې تعلیمي کال په رسمي ډول پيل شي، خو په دې کال کې به د هغو نجونو زده‌کوونکو په شمېر کې ډېروالی راشي چې له زده‌کړو بې برخې کېږي.

د ښځو یاد غورځنګ د شنبې په ورځ (د وري لومړۍ) د یوې اعلامیې په خپرولو سره له نړۍوالې ټولنې او همداراز د بشري حقونو اړوندو نړۍوالو سازمانونو غوښتي: «چوپتیا ماته کړئ او په دې برخه کې ښکاره او غوڅ دریځ غوره کړئ، پر عاملینو یې واقعي او اغېزناک فشارونه اعمال کړئ او له قید و شرط پرته ټولو ته د زده‌کړو ته لاسرسی تضمین کړئ».

د یادونې وړ ده، چې طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې نجونې زده‌کوونکې له شپږم ټولګي پورته د «امر ثاني» په نوم له زده‌کړو منع کړې. دغې ډلې بیا شاوخوا یو کال وروسته د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو او همداراز یې پوره ۲ کاله وروسته یعنې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د نجونو د طب او قابلګۍ په څانګو کې پر زده‌کړې هم بندیز ولګاوه.

یونېسف ویلي، دمګړی په افغانستان کې څه باندې ۲ اعشاریه ۲ میلیونه نجونې د زده‌کړو له دوامه محرومې شوي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به دغه شمېر ۴ میلیونو ته ورسېږي.

ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې د بې سوادانو شمېر مخ په لوړېدو دی او دمګړی شاوخوا ۷ میلیونه ماشومان د طالبانو او نورو محدودیتونو له امله له زده‌کړو بې برخې دي.

طالبان: په ۱۴۰۴ کال کې څه باندې ۳ میلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۱۰ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېر ۱۴۰۴ هجري- لمریز کال کې ۳ میلیونه، ۱۱۴ زره او ۱۰۷ کسان له ایران، پاکستان او ترکیې څخه په جبري او خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي. په دې شمېر کې ډېری یې په زوره اېستل شوي دي.

تېر ۱۴۰۴ هجري- لمریز د افغان کډوالو لپاره تر ټولو سخت او له ننګونو ډک کال وو. په دې کال کې ایران او پاکستان په یو مخیز ډول د افغان کډوالو اېستنې ته مخه کړه. په دې سره د ښځو او ماشومانو په ګډون میلیونونه افغانان په ډېر بد وضعیت کې له یادو کوربه هېوادونو واېستل شول.

د راستانه کړل شویو افغانانو په وینا، په کوربه هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند سربېره بندیان شوي او ان مالونه یې د افرادو او یا هم سیمه‌ییزو مسوولینو له لوري مصادره شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي: «د راستنو شویو کډوالو مجموعي تعداد ۳ میلیونه، ۱۱۴ زره او ۱۰۷ تنو ته رسېږي».

له دې سره سم، د کډوالو او پناه غوښتونکو ګڼو نړۍوالو بنسټونو د پاکستان او ایران پر یادې کړنې له نیوکو سربېره له یادو کوربه هېوادونو غوښتي، چې په دې برخه کې نړۍوالو اصولو او قوانینو ته ژمن پاتې شي او له کډوالو سره له ناسم چلند په کلکه ډډه وکړي.

سره له دې چې ډېری دغه ستانه شوي افغانان په خپل هېواد کې له شته ننګونو او همداراز د اړوندو مسوولینو له نه پاملرنې شکایت لري، خو د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ادعا لري، چې یوازې په تېر کال کې یې له ستنو شویو کډوالو سره له خوراکي او غېر خوراکي توکو له مرستو سربېره یې پر یادو ستنو شویو کسانو نږدې ۴ میلیارده افغانۍ مرستې هم وېشلې دي.

په داسې حال کې چې یوازې په تېر هجري- لمریز کال کې څه باندې ۳ اعشاره ۱ میلیون افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي او ډېری یې په افغانستان کې د اوسېدو لپاره سرپناه نه‌لري، خو طالبان بیا وايي، پر نږدې ۷ زره راستنو شویو افغانانو یې د استوګنې نمرې وېشلې دي.

د چارو د شنونکو په باور، په تېر کال کې څه باندې ۳ اعشایه ۱ میلیونه راستنو شویو کسانو ته یوازې د ۷ زره نمرو وېشنه په نشت کې حساب ده.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند محمد کمال افغان وايي: «د دایمي استوګنې کمېټې تر اوسه پورې په ۱۱ ولایتونو کې ۶۹۹۳ د استوګنې نمرې راستنو شویو مهاجرو کورنیو باندې وېشلې دي.

د یادونې وړ ده، چې له پاکستان او ایران څخه په جبري او ډېره ناوړه چلند سره د افغانانو د اېستنې بهیر دوام لري.

په ۱۴۰۴ کال کې د افغانستان اقتصاد؛ پنځه ټکانونه او یو ستر خنډ

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۵۲ GMT+۰

د افغانستان اقتصاد په ۱۴۰۴ کال کې داسې پړاو ته ننوت چې په‌کې څو هم‌مهاله ټکانونو نه یوازې اقتصادي وده محدوده کړې، بلکې د ثبات لږ تر لږه بنسټونه یې هم له جدي ګواښ سره مخ کړل.

سوداګریزو بندیزونو، سیمه‌ییزو کړکېچونو، د نفوس زیاتوالي او اقلیمي بحرانونو د کورنیو سیاستونو ترڅنګ داسې یو اقتصاد رامنځته کړ، چې نور د بازار په عادي منطق نه‌شي تحلیل کېدای.

په دې منځ کې په ۲۰۲۶ کال کې د درې سلنې څخه د زیاتې اقتصادي ودې په اړه د نړۍوال بانک اټکل په لومړي نظر کې د نسبي ودې نښه ګڼل کېدای شي. دا مثبته وده په ځانګړې توګه د طالبانو له واکمنۍ وروسته د اقتصاد د نږدې ۲۰ سلنې بې‌ساري سقوط پرتله، د پام وړ ښکاري: خو که چیرې دا شمېره د افغانستان ریښتینې اقتصاد سره تحلیل شي، نو معنا یې بدلېږي.

هغه اقتصاد چې په کال کې د نږدې درې سلنې نفوس له ودې سره مخ دی او تر ۷۰ سلنې ډېر خلک یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، د پام وړ توپیر د رامنځته کولو لپاره لږ تر لږه ۱۰ سلنې اقتصادي ودې ته اړتیا لري. نو په داسې حالاتو کې درې سلنه وده د یوې دوامداره پرمختیايي لارې د پیل پر ځای تر ډېره د سقوط د بهیر د نسبي درېدو په معنا ده.

د افغانستان د اقصتاد لپاره لومړی مهم ټکان له پاکستان سره د اقتصادي اړیکو پرې کول وو. د دغه بدلون ارزښت یوازې د صادراتو او وارداتو کمولو پورې محدود نه‌دی، بلکې د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ په جوړښت کې د پاکستان کلیدي رول ته هم دی. پاکستان د افغانستان د نړۍوال اقتصاد د اتصال اصلي لاره ګڼل کېده، چې افغانستان د پاکستان له لارې، هند متحده عربي اماراتو او د ترکیې په څېر نورو بازارونو ته لاسرسی درلود.

له پاکستان سره د اقتصادي لارو په تړلو سره نه یوازې د افغانستان صادرات اغېزمن شول، چې پاکستان ته یې ۷۴۳ میلیونه ډالر ارزښت درلود، بلکې د نړۍالو ازادو اوبو لارو هند او منځني ختیځ بازارونو ته د افغانستان د لاسرسي ټول سیستم ګډوډ کړ.

د دغه مالي بدلون مالي اړخونه په ښکاره ډول ښيي چې د افغانستان اقتصاد تر کومې کچې پر دغه لاره تکیه و.

که د ۲۰۲۵ کال لپاره د افغانستان د سوداګرۍ د کچې په اړه د نړۍوال بانک ارزونه معیار وګرځوو، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمې سوداګرۍ درېدو له امله په اوسط ډول دواړو لوریو ته هره ورځ شاوخوا ۶،۵ میلیونه ډالره زیان اړولی دی.

دا شمېره د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له وروستیو راهیسې تر اوسه پورې نږدې ۹۱۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده. که د ټرانزیټ ګډوډي او درېیمګړو بازارونو له لاسه ورکول ورسره حساب شي، نو په یوه پراخه ارزونه کې ټولییز زیان له یو نیم میلیارد ډالرو څخه هم اوړي.

د دغه وضعیت پایلې سملاسي په کورني بازار کې څرګندې شوې، چې له امله یې د لومړنیو توکو کمښت او د بیو لوړېدل رامنځته شول؛ تر دې چې د ځینو توکو بیې تر ۳۵ سلنې پورې لوړې شوې.

له پاکستان سره د افغانستان د اقتصادي راکړې ورکړي بندښت وروسته ایران د یوې بدیلې لارې په توګه ډېر ارزښت پیدا کړ. ایران افغانستان ته نږدې ۳،۵ میلیارده ډالرو کلنیو صادراتو په درلودلو سره د بنسټیزو توکو یو له اصلي چمتو کوونکو څخه شمېرل کېده.

پر دې سربېره د ایران ټرانزیټي لارو په ځانګړې ډول د چابهار او بندر عباس له لارو افغانستان ته د منځني ختیځ او تر ټولو مهم د هند بازارونو ته د لاسرسي زمینه براروله؛ هغه بازارونه چې له افغانستان سره یې د کلنۍ سوداګرۍ کچه شاوخوا یو میلیارد ډالره اټکل کېږي.

خو دا لاره هم د جیوپولیټیکو بدلونونو تر اغېز لاندې راغله. د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ د نښتو زیاتوالي دا لارې هم له جدي خنډونو سره مخ کړې. په پایله کې افغانستان په عملي توګه نړۍوالو ازادو اوبو ته خپلې دواړه اصلي سوداګریزې لارې له لاسه ورکړې او له یو داسې حالت سره مخ شو، چې هم‌مهاله د نړۍوالو بازارونو پر وړاندې له دواړو لوریو ټکان بلل کېدای شي.

د روان وضعیت لنډمهالې پایلې د توکو د بیو لوړېدل، د عرضي کمښت او د خلکو پر معیشت د فشارونو زیاتوالی و. په اوږدمهال کې به دا حالت د افغانستان پر اقتصاد لا ډېر فشار راوړي او د کورنۍ پانګونې د ودې بهیر به په کلکه اغېزمن کړي.

روان وضعیت ته په کتو، که څه هم په وروستیو کلونو کې له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او قزاقستان سره د افغانستان سوداګري زیاته شوې، خو دا هېوادونه د افغانستان په بهرنۍ سوداګرۍ کې د پاکستان او ایران ځای نه‌شي ډکولی.

د دې مسلې اصلي لامل جغرافیايي محدودیت او ازادو اوبو ته د دې لارو د مستقیم لاسرسي نشتوالی دی.

افغانستان په وچه کې د ایسار هېواد په توګه لا هم هغو لارو ته اړتیا لري، چې له نړۍوال اقتصاد سره مستقیم وصل شي.

د افغانستان لپاره بل اقتصادي ټکان د کډوالو پراخه راستنېدنه ده. افغانستان ته په ۱۴۰۴ کال کې له پاکستان او ایران څخه شاوخوا ۲،۸ میلیونه افغان کډوال راستانه شوي دي. دغه بهیر پر هغه اقتصاد د پام وړ فشار راوړی چې له وړړاندې لا د کاري فرصتونو له محدودیت او د عامه خدماتو له کمزورتیا سره مخ و. د کاري ځواک ناڅاپي ډېرېدو د کاري فرصتونو له کمښت سره یوځای پر ټولنیزو خدماتو او بنسټونو فشار زیات کړی او د ټولنیزو بحرانونو خطر یې لوړ کړی دی.

په ورته مهال تمه کېږي، چې په راتلونکو ورځو په ځانګړې ډول له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنېدو یوه بله څپه هم پیل شي؛ دا بهیر به د افغانستان نازک اقتصاد نور هم فشارونو سره مخ کړي.

100%

د دې ټولو عواملو ترڅنګ، اقلیمي بحرانونو هم په پرله‌پسې ډول د افغانستان اقتصاد کمزوری کړی دی. د اټکل له‌مخې، په تېرو پنځو کلونو کې د دې بحرانونو اقتصادي لګښت شاوخوا ۵ میلیارده ډالرو ته رسېدلی دی. وچکالۍ، سېلابونو او زلزلو په پرله‌پسې توګه د خلکو پر ژوند او د افغانستان پر بنسټیزو تاسیساتو ناوړه اغېزې کړې دي او په اقلیمي بحرانونو کې وچکالۍ تر ټولو ډېر اقتصادي زیان اړلی دی. یوازې په تېرکال کې په کونړ کې مرګونې زلزلې د شاوخوا ۱۸۳ میلیونه ډالرو په ارزښت زېربناوو ته زیانونه واړول او د څو میاشتو په تېرېدو سره لا هم ګڼ زلزله‌ځپلي اساسي خدماتو ته لارسرسی نه‌لري.

په کور دننه د طالبانو سیاستونو وضعیت نور هم پېچلی کړی دی. د ښځو پر اقتصادي مشارکت پراخو محدودیتونو، د زده‌کړو کمزوري سیستم او د مسلکي کسانو وتلو د هېواد د تولید کچه راټیټه کړې ده؛ په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد د پخوا پرتله زیاتې بشري پانګې ته اړتیا لري، دا وضعیت به د هېواد د اقتصاد راتلونکي لپاره اوږدمهاله ناوړه پایلې ولري. په بل عبارت، د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او بیا رغونې لپاره د طالبانو سیاستونه په یوه اندېښمنونکي خنډ بدل شوي دي.

همدا ډول د بهرنیو مرستو کمښت هم په ۱۴۰۴ کال کې د افغانستان د اقتصاد پر وړاندې یو له جدي ننګونو څخه و. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له‌مخې، په افغانستان کې د بشري بحران د حل لپاره د اړتیا وړ نږدې ۹۰ سلنه مالي سرچینې نه دي چمتو شوي.

له افغانستان سره د بشري مرستو بې‌ساري کمښت او د دغه هېواد لپاره د تر ټولو لوی مالي ملاتړي، د امریکا له لوري د مرستو درېدو په افغانستان کې دننه سمدستي او ښکاره اغېزې لرلې دي، چې له امله یې لسګونه روغتیايي، تعلیمي او خدماتي مرکزونه وتړل شول.

پر نړۍالو سترو بحرانونو د نړۍوالې ټولنې تمرکز، په افغانستان کې د بشري حقونو د بحران دوام او د مرستو د وېش په بهیر کې د طالبانو سیستماتیکه مداخله د بهرنیو مرستو د کمښت تر ټولو مهم لاملونه کېږي. دغه وضعیت ته په کتو تمه کېږي، چې افغانستان به په راتلونکې کال کې د نړۍوالو مرستو له لا ډېر کمښت سره مخ شي.

په ټولییز ډول په ۱۴۰۴ کال کې د افغانستان اقتصاد په داسې حالت کې و، چې بهرني فشارونه او داخلي کمزورتیاوې په یوه وخت کې سره یوځای شوي او یو او بل ته یې شدت ورکاوه. په داسې حالاتو کې ان له ۳ سلنې څخه زیاته اقتصادي وده هم د ریښتینې پرمختګ نښه نه‌شي ګڼل کېدای، بلکې دا یوازې د یو نازک وضعیت ساتلو ښکاروندويي کوي.

د دغه وضعیت دوام کولای شي د افغانستان د اقتصاد منځ‌مهاله لیدلوری لا محدود کړي، ځکه چې په سوداګریزو لارو کې محدودیتونه، د نفوس فشارونه، اقلیمي بحرانونه او کورني سیاستونه تول د دغه بد وضعیت د ثابت ساتلو په لور روان دي. له همدې امله ترڅو چې سیمه‌ییزو اړیکو، سوداګریزو لارو ته په لاسرسي او کورنیو سیاستونو کې معنا لرونکی بدلون را نه‌شي، د افغانستان په اقتصاد کې جدي او مثبت بدلون تمه لرل واقع‌بینانه نه ښکاري.