• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روغتیا نړۍوال سازمان له اوچا څخه د افغانستان لپاره ۶.۳ میلیونه ډالره مرسته ترلاسه کوي

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۰۰ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» د بېړني وجهي صندوق او د افغانستان د بشري مرستو صندوق څخه د ۶.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت مالي مرسته ترلاسه کړې ده، څو د دغه هېواد تر ټولو زیانمنو ټولنو ته روغتیايي خدمات پراخ کړي.

د دغو مرستو له جملې څخه نږدې ۴.۹۸ میلیونه ډالره ځانګړي شوي دي، چې له مخې به یې د روغتیا نړۍوال سازمان په ۱۳ولایتونو کې ۴۲ لومړني روغتیايي مرکزونه فعال کړي، ۱۵د څارنې ټیمونه ګوماري او ۲۴۹ لومړنۍ روغتیايي بستې برابرې او ووېشي.

په ورته وخت کې، شاوخوا ۱.۳۹ میلیونه ډالره به د ۶ فرعي روغتیايي مرکزونو، ۱۰د څارنې ټیمونو او ۱۳ د خوارځواکۍ د درملنې د بستر مرکزونو ملاتړ وشي، ترڅو له سختې خوارځواکۍ ځورېدونکو ماشومانو ته د ژوند ژغورنې درملنه برابره شي.

دغه مرسته په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د افغانستان روغتیايي سیسټم له سخت فشار سره مخ دی او نږدې د درېیمې برخې خلک ان تر ټولو بنسټیزو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان استازی ډاکټر اډوین سېنېزا سلواډور وایي: «د روغتیا نړۍوال سازمان له اوچا بېړني وجهي صندوق او د افغانستان بشري مرستو صندوق له دې مرستو هرکلی کوي، ځکه دا به زموږ وړتیا لوړه کړي چې د ناروغیو خپرېدو ته ځواب ووایو، د مخنیوي وړ مړینې کمې کړو او له هغو ټولنو سره مرسته وکړو، چې له اقتصادي او چاپېریالي کړکېچونو، جبري ستنېدنو او بې ځایه کېدنې ډېر اغېزمنې شوې دي. په ګډه، دغه مرستې موږ ته دا زمینه برابروي، چې د هېواد په ډېرو سیمو کې ډېرو خلکو ته خدمت وکړو.»

د دغه پروژو په پلي کولو سره به نېغ په نېغه له ۷۴۷زره کسانو سره مرسته وشي او د ناروغیو د کنټرول د ښه کېدو له لارې به تر ۲.۴ میلیونه نورو کسانو پورې په غېرمستقیم ډول ګټه ورسوي.

د افغانستان لپاره د اوچا مرستیالې کېټ کیري وویل: «په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان کار خورا مهم دی. دا مرستې به د دې بنسټ ژغورونکې پروژې لا پراخې کړي. مرستې په داسې وخت کې رارسېږي چې بې‌ساری شمېر افغانان له ایران او پاکستان څخه راستنېږي او د دغه هېواد لویې برخې د سختې وچکالۍ له ګواښ سره مخ دي.»

د یادولو وړ ده، چې د دغو پروژو له لارې به د افغانستان کمزوری روغتیايي سیسټم یو څه پیاوړی شي، بنسټیز روغتیايي خدمتونه به زیانمنو سیمو ته ورسېږي، د خوارځواکۍ له ستونزو سره د مخ ماشومانو پر وخت درملنه به یقیني شي او د ناروغیو د څارنې او د خپرېدو پر وړاندې د مبارزې پروسې به لا اغېزمنې شي. دغه مرستې د ناروغیو د مخنیوي او د خلکو د ژوند د ژغورنې لپاره یو حیاتي ګام بلل کېږي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

محمد قاسم خالد: په اسلامي نظام کې د امیرانو اطاعت د نظام پر هر وګړي واجب دی

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۴۳ GMT+۱

سره له دې چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده تر اوسه په عام محضر کې د خلکو مخې ته نه دی راڅرګند شوی او له کلونو راهیسې یوازې یو انځور ترې خپور شوی او له محدودو طالب چارواکو سره یې لیدلي، خو طالب چارواکي تل په خپلو څرګندونو کې په پټو سترګو د هغه د بیعت او اطاعت غوښتنه کوي.

په همدې لړ کې د نیمروز ولایت لپاره د طالبانو والي نن په یوه سیمینار کې هم د امیرانو اطاعت پر نورو واجب بللی دی.

محمد قاسم خالد د دوشنبې په ورځ (د وږي ۴مه) د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره په یو ورځني «اصلاحي» سیمینار کې وویل: «په اسلامي نظام کې د امیرانو اطاعت د نظام پر هر وګړي واجب دی او موږ ټول باید خپل ځانونو د خپلو مشرانو په اطاعت کې مکلف وبولو.»

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له ګڼو محدودیتونو سربېره نجونې زده کوونکې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو او ښځې د کار له دوامه محرومې شوې دي، خو محمد قاسم خالد بیا وايي چې د هبت الله اخوندزاده فرمانونه له شریعت سره برابر او د ټولنې په خیر او ښې ګڼې دي او پلي کول یې په هره برخه کې لازم دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د طالبانو مشر یوازې د ښځو د محدودولو لپاره شاوخوا ۱۰۰ فرمانونه صادر کړي او د دغه سازمان په ګډون ګڼو نړۍوالو سازمانونو او هېوادونو له طالبانو غوښتي، چې پر ښځو هر ډول لګول شوي محدودیتونه لغوه کړي.

صالح د امریکا ولسمشر پوښتلی چې ولې لاهم طالبانو ته ۴۰ میلیون ډالري کڅوړې ځي

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۵۲ GMT+۱

د افغانستان پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح ډونالد ټرمپ مخاطب کړی، چې ولې خلیلزاد د دوحې تړون له امله نه تعقیبیږي او لاهم طالبانو ته دده تر واک لاندې ادارې نه هره اونۍ ۴۰ میلیون ډالري کڅوړې ځي. ټرمپ تازه له کابل نه د امریکا د وتلو په تړاو د بایډن پر ادارې نیوکې کړې دي.

امرالله صالح په ایکس د کابل د ابي ګیټ د چاودنې په تړاو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پیغام پر بنسټ لیکلي، چې بایدن د «جعلي بریا نندارې» لپاره د طالبانو ځواکمنتیا ته پراختیا ورکړه او هغوی یې واک ته ورسول.

صالح په خپل پوسټ کې ټرمپ ته په خطاب کې لیکلي چې ولې زلمی خلیلزاد، چې د دوحې تړون یې لاسلیک کړی، تر هیڅ قانوني تعقیب لاندې نه دی او ولې لاهم هره اونۍ طالبانو ته د ده د ادارې تر واک لاندې ۴میلیون ډالري کڅوړې استول کیږي.

صالح همدارنګه ویلي چې د امریکا ملاتړ، که ودرول شي، طالبان به ژر له واکه را وغورځېږي.

ټرمپ په خپل پیغام کې ویلي، چې بایډن ادارې د افغان ځواکونو له خبرولو پرته په نیمه شپه له کابل نه د امریکايي ځواکونو وتل پیل کړل او له دې فرصت نه په استفادې طالبانو په زرګونو وینو ته تږي بندیان او مجرمان خوشي کړل.

د مونشن پر لاریون کوونکو موټر خېژوونکی افغان په قتل تورن شوی

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۴۷ GMT+۱

د جرمني فدرالي څارنوالۍ د هغه ۲۴ کلن افغان موټر چلوونکي پر ضد د قتل تورونه لګولي چې د فبروري پر۱۳مه یې د یوې صنفي اتحادیې د لاریون پر غړو موټربرید کړی و. ددغه برید له امله دوه تنه وژل شوي وو او ۴۴نور ژوبل وو.

د جرمني فدرالي څارنوالۍ ویلي چې برید «د مذهبي لاملونو له مخې ترسره شوی و» او بریدګر د اسلامي هیوادونو د خلکو د کړاو په ځواب کې د جرمني پر خلکو برید کړی و. همدارنګه هغه د جدي بدني زیان رسونې په تور هم تورن شوی.

څارنوالۍ دا پېښه د ازاد او دیموکراتیک بنسټیز نظم پر ضد برید ګڼلی دی.

مظنون فرید نوري لاهم په توقیف کې دی او د مونشن عالي سیمه ییزه محکمه به پرېکړه وکړي چې ایا تورونه ومنل شي او د محاکمې نېټه وټاکل شي که نه.

څارنوالانو ویلي چې بریدګر له اسلامي دولت (داعش) یا کومې ترهګریزې شبکې سره اړیکه نه لري او برید یې یوازې د مذهبي موخو پر بنسټ ترسره کړی و. د پېښې پر مهال هغه الله اکبر ویلي و او وروسته یې دعا هم کړې وه.

یو شمېر سیاستوالو له پاکستان نه وغوښتل چې د افغان کډوالو د اېستلو ضرب الاجل بېرته واخلي

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۱۸ GMT+۱

په اسلام اباد کې یو شمېر سیاستوالو، مدني فعالانو او د افغان کډوالو استازو د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د پاکستان له حکومت نه وغوښتل، چې د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو خپل ضرب الاجل بېرته واخلي. دوی پر اسلام اباد غږ کړی، چې له افغان کډوالو سره د نړیوالو اصولو په رڼا کې چلند وکړي.

په دې خبري ناسته کې، چې د سې شنبې په ورځ، د اسلام اباد په ملي رسنیز کلب کې جوړه شوې وه، د پاکستان د مشرانو جرګې مخکیني غړي افراسیاب خټک، فرحت الله بابر، امنه جنجوعه، د افغان کډوالو استازو او یو شمېر نورو سیاستوالو او مدني فعالانو ګډون درلود.

سیاستوالو او فعالانو د پاکستان پر حکومت غږ وکړ، چې له افغان کډوالو سره د نړیوالو بشري قوانینو په رڼا کې چلند وکړي او له پاکستان نه د افغان کډوالو د جبري اېستلو په تړاو خپل ضرب الاجل بېرته واخلي.

پاکستان په دې وروستیو کې پرېکړه کړې، چې په سپټمبر کې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر له سره پیلوي.

د کډوالو عالي کمشنرۍ او په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو استازو د پاکستان له حکومت نه په مکرر ډول غوښتنه کړې، چې خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي او د افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوي.

له دې وړاندې داسې رپوټونه وو، چې د پاکستان کابینې ته ورته یو وړاندیز رسېدلی او د افغان کډوالو د استوګنې مودې پر غځولو غور کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د افغان کډوالو د ویزو د تمدید بهیر هم درولی دی.

ټرمپ: بایډن د افغان ځواکونو له خبرولو پرته په نیمه شپه له بګرام اډې وتل پیل کړل

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۴۳ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې د بایډن ادارې د ۲۰۲۱ کال د جولای پر۲مه د افغان ځواکونو له خبرولو پرته د امریکايي ځواکونو د اېستلو بهیر پیل کړ او طالبان وتوانېدل چې په زرګونو وینې ته تږي بندیان او مجرمان خوشې کړي.

ډونالډ ټرمپ د کابل هوايي ډګر د ابي ګیټ د چاودنې د کالیزې په مناسبت خپل پیغام کې، چې سپینې ماڼۍ خپور کړی، ویلي، څلور کاله مخکې د امریکا په تاریخ کې یوه ترخه ورځ وه او د کابل په ابي ګیټ کې د یوه ځانمرګي جهادي ترهګر برید کې ۱۳ زړور امریکایي سرتېري ووژل شول.

ټرمپ وايي، چې د ۲۰۲۱ کال د جولای پر ۲مه، چې طالبان په افغانستان کې د یوې کورنۍ جګړې په منځ کې وو، ولسمشر جو بایډن د بګرام هوايي اډې نه په نیمه شپه کې د افغان امنیتي ځواکونو له خبرولو پرته ګډوډ وتل پیل کړل، چې په پایله کې یې امریکايي سرتېري بې دفاع پاتې شول او طالبان وتوانېدل زرګونه بندیان خوشې کړي.

ټرمپ په خپل پیغام کې ویلي، « د ۲۰۲۱ کال د اګست پر۲۶مه نېټه، د داعش خراسان یوه بې رحمه ځانمرګي بریدګر د کابل د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر په یوې دروازې کې ځانمرګي برید وکړ. په دغه برید کې ۱۳ امریکایي سرتېري ووژل شول، ۴۵ ټپيان شول او تر ۱۶۰ ډېر ملکي وګړي ټپیان شول، چې دا د یوې لسیزې تر ټولو وژونکې ورځ وه».

ټرمپ وايي، په دې ورځ د امریکا ناوړه سیاست او بې کفایتي ټولو ته جوته شوه او ددې پېښې له کبله بې شمیره امریکایان او افغان متحدین د طالبانو تر کنترول لاندې پاتې شول، ۱۰ بې ګناه ملکي وګړي ووژل شول او د امریکا ۸۵ میلیارد ډالره پوځي تجهیزات د دښمن لاس ته ورغلل.

ترمپ زیاتوي، « په ۲۰۲۵ کال کې زما ادارې د ابي ګیټ ۱۳ قربانیانو کورنیو ته د عدالت تامین لپاره اقدام وکړ او د ۲۰۲۵ کال د مارچ پر۴مه د امریکا کانګرس ته په وینا کې مې اعلان وکړ چې د برید عامل داعشی جهادي ونیول شو او امریکا ته راوړل کېږي څو عدالت پرې تطبیق شي».

د کابل د هوايي ډګر چاودنه د ۱۴۰۰ کال د وږي پر څلورمه د امریکا د وتلو پر مهال خونړۍ پېښه ګڼل کیږي.

په دغه ځانمرګي برید کې داعش خراسان ډلې ۱۳ امریکایي سرتېري او له ۱۷۰ډېر افغانان ووژل.

سره له دې چې امریکایي چارواکو برید داعش خراسان ډلې ته منسوب کړی، ځینې رپوټونه او عیني شاهدان وايي چې له چاودنې وروسته هم ډزې شوې، چې نورې مرګونې پایلې یې لرلې.

خو رسمي پلټنو نه دا رپوټ تایید کړی او نه یې په بشپړه توګه رد کړی دی.

سي اېن‌اېن په خپل رپوټ کې لیکلي چې نوي شواهد یې ترلاسه کړي چې د پینټاګون د بیان شویو تلفاتو د پېښې کیسه تر پوښتنې لاندې راولي. د رپوټ له مخې، نوې ویډیوګانې او شهادتونه ښيي چې یوه برخه مرګ ژوبله د « مخامخ او پراخو ډزو» له امله شوې ده.

په ۲۰۲۲ کال کې د پینټاګون په رپوټ کې ویل شوي و چې له چاودنې وروسته د ډزو هیڅ پرېکنده شواهد نشته، خو د قربانیانو کورنۍ، په ځانګړي توګه په افغانستان کې او د بشري حقونو ځینې مدافعان وايي چې د پېښې ټول اړخونه په سمه توګه نه دي څېړل شوي.