• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران وايي چابهار به زر د رېل پټلۍ له نړیوال کوریډور سره وصل شي

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۰۸ GMT+۱

د ایران د ولسمشر اجرایه مرستیال محمدجعفر قایم‌پناه وايي، تهران د چابهار اورګاډي پټلۍ د بشپړولو او د ایران رېل پټلۍ له شبکې سره د نښلونې لپاره جدي هڅې کوي. هغه ټینګار کړی، چې دغه بندر به زر له نړیوال ریلي دهلیز سره یوځای شي.

د ایران د ولسمشر اجرایه مرستیال محمدجعفر قایم‌پناه ددغه هېواد د سیستان او بلوچستان له والي او د ځايي چارواکو له یوې ډلې سره د چارشنبې په ورځ په چابهار ولسوالۍ کې وکتل او ویې ویل، چې ډېر زر به چابهار د رېل پټلۍ له نړیوال کوریډور سره وصل شي.

د دغه سفر موخه د ایران د سیمه‌ییزو مهمو اقتصادي او بنسټیزو پروژو د پرمختګ ارزونه ښودل شوې ده.

د ایرنا او نورو ایراني رسنیو د رپوټ له مخې، هغه وویل، چې دغه وصل به د نړیوال کوریدور د جوړېدو زمینه برابره کړي او کولی شي مهم توکي له چابهار بندره شمال ته او له هغه ځایه قفقاز، روسیې او اروپا ته انتقال کړي او د ایران د سیمه‌ییز او نړیوال تجارت ونډه پیاوړې کړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ډنمارک د ګرینلنډ پر سر د امریکا سفیر احضار کړی

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۵۲ GMT+۱

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په کوپنهاګن کې یې د امریکا سفیر احضار کړی دی. ډنمارک دا اقدام له هغو استخباراتي راپورونو وروسته کړی، چې وايي، یو شمېر امریکایي وګړي په ګرینلنډ کې په پټو نفوذي هڅو کې ښکیل دي او موخه یې د ډنمارک د واک پر خلاف د خلکو مخالفت پارول دي.

د ډنمارک ملي ټلویزیون د بې نومه سرچینو په حواله ویلي چې لږ تر لږه درې امریکایان، چې د ټرمپ له ادارې سره تړاو لري، په دغو هڅو کې مشکوک ګڼل شوي. دغه هڅې د دې لپاره هم وې چې ګرینلنډ له ډنمارک څخه جلا او د امریکا برخه وګرځي.

نه د بهرنیو چارو وزیر او نه هم ملي ټلویزیون د هغو امریکایانو نومونه افشا کړي چې په استخباراتي راپورونو کې یاد شوي دي. د امریکا سفارت په کوپنهاګن کې هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ګرینلنډ، چې نیمه خپلواکه ډنمارکي سیمه ده، د قیمتي منرالونو بډایه سرچینې او په قطبي سیمه کې ستراتیژیک موقعیت لري.

د امریکا په یوه کاتولیک ښوونځي کې ډزو درې تنه ووژل او ۲۰ نور یې ټپیان کړل

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۴۵ GMT+۱

د امریکا د عدلیې وزارت یوه چارواکي ویلي، چې د چارشنبې په ورځ د مینیاپولیس ښار په سویلي برخه کې په یوه کاتولیک ښوونځي کې ډزې شوې، چې درې کسان پکې وژل شوي او ۲۰نور ټپیان دي. چارواکي ویلي چې بریدګر هم د وژل شویو کسانو په ډله کې دی.

د اننسیېشن کاتولیک ښوونځی یوازې دوه ورځې مخکې پرانېستل شوی و. دغه ښوونځی له کاتولیک کلیسا سره تړلی دی او شاوخوا ۳۹۵ زده‌کوونکي لري.

د رېچفیلډ ښار پولیسو ویلي، د تورو جامو څښتن یو وسله وال له کلاشنکوف ډوله وسلې سره په سیمه کې لیدل شوی و.

د ځایي رسنیو په وینا، ماشومان د سهار په عبادت بوخت وو، چې ډزې پیل شوې.

تلویزیوني انځورونه ښيي چې میندې او پلرونه د پولیسو تر ژېړو پټیو لاندې تېرېدل او ماشومان یې له ښوونځي ایستل.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایف بي ای د پېښې په ځای کې حضور لري.

د امریکا د کورني امنیت وزارت وزیرې کرسټي نوم ویلي، دوی له سیمه‌ییزو چارواکو سره په اړیکه کې دي او د پېښې څارنه کوي.

پولیس زیاتوي چې له سې شنبې تر اوسه په همدغه ښار کې درې نورې وسله‌والې پېښې هم شوې چې په نتیجه کې یې درې تنه وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

د جرمني کابینې د رضاکارانه پوځي خدمت لایحه تصویب کړه

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۳۴ GMT+۱

د جرمني کابینې د چهارشنبې په ورځ د رضاکارانه پوځي خدمت لایحه تصویب کړه.دا ګام په داسې حال کې اخیستل کېږي چې برلین د روسیې له اړخه د امنیتي اندېښنو له امله د خپلې ملي دفاع د پیاوړتیا هڅې زیاتوي.

په دې لایحه کې د اجباري پوځي خدمت برخه هم موجوده ده.د جرمني د دفاع وزارت هیله لري چې د شپږو میاشتو دا رضاکارانه پروګرام به د روزل شویو احتیاطي سرتېرو شمېر له اوسني ۱۰۰ زرو څخه دوه برابره ډېر کړي او ځینې رضاکاران به فعال خدمت ته جذب شي.

جرمني په ۲۰۱۱ کې د اجباري پوځي خدمت پخوانی پروګرام پای ته ورساوه او له هماغه وخت راهیسې د سرتېرو د ټاکل شویو هدفونو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخامخ دی.

دفاع وزیر بوریس پیستوریوس غواړي چې د پوځ د سرتېرو شمېر له ۱۸۰ زرو څخه د ۲۰۳۰مو کلونو تر لومړیو پورې ۲۶۰ زرو ته لوړ کړي څو د ناټو نوي ځواکمن هدفونه پوره کړي او د جرمني دفاع لا پیاوړې شي. دا د پوځي لګښتونو د زیاتېدو له پراخ پلان سره تړلې برخه ده.

پیستوریوس د چهارشنبې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل: «بوندس‌ویر باید زیات شي. د نړیوال امنیت وضعیت، په ځانګړې توګه د روسیې تهاجمي دریځ، دا اړتیا ډېره کړې ده. موږ یوازې یو مجهز پوځ ته اړتیا نه لرو بلکې یو داسې پوځ ته اړتیا لرو چې پرسونل یې هم قوي وي. یوازې په دې توګه به د روسیې پر وړاندې مخنیوی ریښتینی اعتبار ولري.»

له هند نه راوتلو اوبو د پاکستان پنجاب ایالت د مرګونو سیلابونو له ګواښ سره مخ کړی

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۲۰ GMT+۱

د پاکستان د پلان وزیر احسن اقبال ویلي، چې هند د اوبو تړون له اصولو سرغړونه کړې او پر وخت له خبر ورکولو پرته د اوبو خوشې کولو له امله د سیلابونو شدت ډېر شوی، چې له امله یې سلګونه زره کسان له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي او زرګونه نور له خطر سره مخ دي.

پاکستاني رسنیو د چارشنبې په ورځ د دغه هېواد د پلان وزیر احسن اقبال له قوله راپور ورکړی، چې هند په پټه او پرله پسې ډول اوبه خوشې کړې، چې د سند د اوبو تړون له مخې یې پاکستان ته پر وخت د معلوماتو نه ورکولو له امله د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال شریف احمد چودري ویلي، چې د پاکستان پوځ به د پنجاب په شپږو سیلاب ځپلو ولسوالیو کې د ژغورنې پراخ عملیات کړي.

هغه وویل، چې «د پوځ سرتیري او افسران د ملت تر څنګ ولاړ دي.»

د پاکستان پوځي او ملکي چارواکو ویلي، چې د سېلابونو له امله د ستلج، چناب او راوي درې لوی سیندونه له خطرناکو کچو سره مخ دي.

چارواکو ویلي، چې په کرته پور، قصور، نارووال او سیالکوټ کې د ژغورنې عملیات دوام لري او د سیمې خلک د کښتیو په مرسته خوندي سیمو ته انتقالیږي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې تر دې دمه له ۱۹۰ زرو ډېر کسان خوندي سیمو ته انتقال شوي دي.

په پنجاب ایالت کې د ژغورنې ډلو ویلي، چې د سیمي د خلکو ژغورنې لپاره ۴۳۶ کښتۍ په علمیاتو بوختي دي او ۴۰۰ نورې کښتۍ له مسلکي کسانو سره په تیارسۍ حالت کې دي.

د پنجاب د پولیسو مشر عثمان انور ویلي، چې د دغه ایالت سر وزیرې مریم نوزا په لارښوونه ټولو سیمو ته خبرداری ورکړل شوی او‌ پولیس د بیړني حالت له مخې، د خلکو د مال او ځان ساتنې ته ژمن دي.

د پنجاب ایالت چارواکي تمه لري، چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې به د سېلاب اوبه کنټرول شي، خو د خطر کچه لا هم لوړه ده.

دغو سیلابونو او بارانونو د هند پنجاب ایالت هم ځپلی دی.

طالبانو د اروپا امنیت او همکارۍ سازمان نه د متقابل تعامل غوښتنه کړې

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۰۲ GMT+۱

په ترکمنستان کې د طالبانو سفیر حاجي فضل محمد صابر د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان له نوي رییس او سفیر ویلیام لیف سره په کتنه کې د طالبانو «د اسلامی امارت د لید» او له نړیوالې ټولنې سره د تعامل د پیاوړتیا پر موضوع خبرې کړې دي.

په عشق اباد کې د طالبانو سفارت د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د طالبانو د نظام د لید او تعامل د پیاوړتیا تر څنګ د متقابلو اړیکو پر پراختیا بحث کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان رییس ژمنه وکړه چې د افغانستان د اوسني سیاسي دریځ او پرمختګ په اړه به په خپلو اړوندو ناستو کې ګډونوالو ته لازم معلومات ورکړي.

خبرپاڼه همدا راز زیاتوي چې، په دې لیدنه کې افغانستان ته د یاد سازمان د غړو هېوادونو د استازو د احتمالي سفرونو په اړه هم خبرې وشوې.