• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني صدراعظم وايي د اوکراین جګړه ښايي اوږده شي

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۵۷ GMT+۱

د جرمني صدراعظم فریدریښ مېرڅ د یکشنبې په ورځ وویل چې د اوکراین جګړې د اوږدېدو لپاره یې ځان تیار کړی، ځکه جګړې ډېری یا په پوځي ماتې یا اقتصادي ستړیا پای ته رسېږي، خو د کییف او مسکو په تړاو دا نښې نه ښکاري.

د مېرڅ څرګندونې داسې مهال دي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د روسیې او اوکراین د ولسمشرانو د کتنې په تړاو ضرب‌الاجل سبا پای ته رسېږي.

ټرمپ ګواښ کړی چې که دغه ناسته ترسره نه شي، نو «اغېزې» به ولري.

مېرڅ او د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د جګړې پړه د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین اچولې او له امریکا یې غوښتي چې پر مسکو نور سخت بندیزونه ولګوي.

مېرڅ زي ډي اېف عامه ټلویزیون سره په مرکه کې وویل: « زه په داخلي توګه ځان دې ته تیاروم چې دا جګړه به اوږده وي. هڅې کېږي د پراخو دیپلماتیکو نوښتونو له لارې ژر پای ته ورسېږي، خو دا د اوکراین د تسلیمېدو په بیه نه شي کېدای، ځکه که داسې وشي، روسیه به بیا بل هېواد په نښه کړي او سبا یا بل سبا به وار زموږ پر سر راشي. دا د منلو وړ نه ده».

هغه د دې پوښتنې ځواب ورنه‌کړ چې ایا جرمني به د سولې د احتمالي تړون په صورت کې د امنیتي ضمانتونو لپاره پوځیان اوکراین ته واستوي که نه.

بریتانیا او فرانسه د «تضمینوونکي ځواک» د جوړولو وړاندیز مخته وړي څو د روسیې د راتلونکو احتمالي بریدونو مخه ونیسي، خو د جرمني د ګډون احتمال د دغه هېواد په ولس کې اندېښنې راپورته کړې دي.

کرملین د یکشنبې په ورځ وویل چې اروپايي قدرتونه د ټرمپ د سولې د هڅو پر وړاندې خنډ کېږي او روسیه به خپل عملیات تر هغه وخته وغځوي، چې د کییف له‌خوا د سولې رښتینې نښې نښانې وویني.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

مودي او شي: د هند او چين ترمنځ شته اختلافونه بايد په شخړو بدل نه شي

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۰۲ GMT+۱

د هند د بهرنيو چارو وزارت د يکشنبې په ورځ وويل چې ددغه هېواد صدراعظم نريندرا مودي او د چين ولسمشر شي جين پينګ ټینګار کړی چې هند او چين د پرمختګ ملګري دي، نه سيالان، او شته اختلافونه بايد په شخړو بدل نه شي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، دواړو مشرانو دا اړينه ګڼلې، چې د دوه اړخيزې سوداګرۍ او پانګونې د پراختيا او د سوداګرۍ د کسر کمولو لپاره يو سياسي او ستراتيژيک لوری رامنځته شي. د مودي او شي جين پينګ تر منځ خبرې د ټرمپ د تعرفو له کړکېچ سره هممهاله دي.

په داسې حال کې، چې نیویارک ټایمز وايي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوي ډیلي ته خپل راتلونکی سفر لغو کړی، د هند لومړي وزیرد چین ولسمشر شي جين پينګ ته په بریکس سرمشريزه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

مودي چې له اوو کلونو وروسته لومړی ځل چين ته تللی، د شانګهای د همکارۍ سازمان دوه ورځني غونډه کې یې برخه اخېستې. په دې غونډه کې د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين او د مرکزي اسيا، جنوبي، سوېل ختيزې اسیا او منځني ختيځ نورو مشرانو هم ګډون کړی دی.

دا دوه اړخيزه ليدنه د روسي تېلو د پېرنې له امله پر هندي توکو د ټرمپ۵۰ سلنه تعرفې له لګېدو وروسته کیږي.

د رویټرز د رپوټ له مخې، شنونکي وايي چې شي او مودي دواړه غواړي د لوېديځ د فشار پر وړاندې ګډ دريځ څرګند کړي.

مودي ټینګار کړی چې هند او چين "ستراتيژيکه خپلواکي" تعقيبوي او اړيکې یې بايد د درېيم هېواد له زاويې ونه کتل شي.

خو له دې ټولو سره سره د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي شخړې او پر ځینو نورو مسایلو اختلاف پرخپل ځای پاتې دی.

د روسیې بې‌پیلوټه الوتکو د اوکراین څلور برېښناکوټونه په نښه کړل

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۳۸ GMT+۱

د اوکراین د برېښنا شرکت وايي، روسي بې‌پیلوټه الوتکو د اوکراین پر سوېلي اودیسه ښار برید وکړ چې په پایله کې یې څلور برېښناکوټونه زیانمن شوي او د دغه ښار د ډېرو کورونو برېښنا پرې شوې ده.

رویټرز خبري اژانس د اودیسه والي په حواله راپور ورکړی چې د ښار ترڅنګ، د چورنو مورسک بندري ښار ته هم ډېر زیان اوښتی دی. په دې ښار کې کورونو او ادارو ته زیان رسېدلی او یو کس هم ټپي شوی دی.

د یاد ښار والي زیاته کړې چې دوی اوس د ښار مهم برېښناکوټونه د جنرېټرونو د برېښنا په مرسته فعال کړي دي.

روسيې په وروستيو کې د اوکراين پر برېښنايي تاسیساتو بريدونه ډېر کړي چې اوکراین بیا په ځوابي بریدونو کې د روسيې د تېلو تصفيه‌خونې په نښه کړل. تېره پنج‌شنبه روسیې پر کېیف لوی برید وکړ چې په ترڅ کې یې ۲۵ کسان ووژل شول.

د امریکا غږ ۴۸۶ نور کارکوونکي هم له خپلو دندو ګوښه کېږي

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۵۶ GMT+۱

د امریکا نړۍوالو رسنیو اداره وايي، د امریکا غږ او نورو اړونده رسنیو تر ۵۰۰ ډېر کارکوونکي له دندو نه لېرې کوي. ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې دا کار به مخېکنۍ راولاړه شوې حقوقي شخړه نوره هم توده کړي.

د امریکا نړۍوالو رسنیو اداره (USAGM) سرپرستې مشرې مېرمنې کري لیک ویلي، ۵۳۲ دندې له‌منځه وړي چې ۴۸۶ یې یوازې په امریکا غږ (VOA) پورې اړه لري.

دا پرېکړه تر هغه وروسته شوې چې یوې محکمې د امریکا غږ د مشر مایکل ابرامو وېتز ګوښه کول غیرقانوني وبلل.

ورسره جوخت، د امریکا د کارګرانو ټولنې دا پرېکړه غندلې او ویلي دي چې دا اقدام به د امریکا نړۍوال اغېز ته زیان ورسوي.

ټېلیګراف مجله: اسراییلي جاسوسانو د ایران لوړپوړي مشران د هغوی د موبایلونو له لارې څارلي

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۰۱ GMT+۱

ټېلیګراف مجلې یک‌شنبه (وږي ۹مه) لیکلي چې د ایران ولسمشر او پوځي مشرانو غونډه د هغوی د موبایلونو هک کولو له لارې په غره کې وموندل شوه. اسراییلي جاسوسانو وکولای شول چې د ایران ۱۲ لوړپوړي مشران د هغوی د موبایلونو له لارې وڅاري او بیا یې ووژني.

د دې مجلې د راپور پر بنسټ، اسراییل د جون د میاشتې په جګړه کې ۳۰ ایراني قوماندانان او تر لسو ډېر اټومي ساینس‌پوهان ووژل چې لوی دلیل یې د هغوی د ساتونکو د موبایلونو کارول وو.

د جون پر۱۶مه نېټه د ایران د ملي امنیت عالي شورا په یوه غره کې تر ځمکه لاندې غونډه وکړه چې ولسمشر مسعود پزشکيان هم په‌کې ګډون درلود.

که څه هم دې لوړپوړو چارواکو له ځانو سره موبایلونه نه وو وړي، خو اسراییل د هغوی د ساتونکو موبایلونه هک کړل او هغوی یې ووژل.

ټرمپ وايي په ټول‌ټاکنو کې باید رایه د پېژندپاڼې له لارې ورکړل شي

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۴۹ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خولې لیکلي، نوموړی به داسې اجراییوي فرمان صادر کړي چې پر بنسټ به یې د هر رایه‌ورکوونکي لپاره پېژندپاڼه لازمي وګڼل شي.

ټرمپ زیاته کړې، یوازې ډېر ناروغان او بهرمېشتي سرتېرې اجازه لري چې د پوسټ له لارې رایه ورکړي.

دا دا لا روښانه نه ده چې ولسمشر د دې ډول بدلونونو قانوني واک لري که نه، ځکه ټول‌ټاکنې په ایالتونو کې کېږي.

د ۲۰۲۶ کال د نوامبر په میاشت کې د استازو د جرګې ټول‌ټاکنې به د ټرمپ د تګ‌لارو پر وړاندې لومړی ازمایښت وي.

ټرمپ تل د امریکا د ټول‌ټاکنو پر سېسټم شک کړی او د ۲۰۲۰ کال ټول‌ټاکنې یې له درغلیو ډکې بللي وې. نوموړي د پوسټ له لارې رایه ورکول او برېښنایي ماشینونه هم رد کړي وو.