• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې بې‌پیلوټه الوتکو د اوکراین څلور برېښناکوټونه په نښه کړل

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۳۸ GMT+۱تازه شوی: ۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۰۱ GMT+۱

د اوکراین د برېښنا شرکت وايي، روسي بې‌پیلوټه الوتکو د اوکراین پر سوېلي اودیسه ښار برید وکړ چې په پایله کې یې څلور برېښناکوټونه زیانمن شوي او د دغه ښار د ډېرو کورونو برېښنا پرې شوې ده.

رویټرز خبري اژانس د اودیسه والي په حواله راپور ورکړی چې د ښار ترڅنګ، د چورنو مورسک بندري ښار ته هم ډېر زیان اوښتی دی. په دې ښار کې کورونو او ادارو ته زیان رسېدلی او یو کس هم ټپي شوی دی.

د یاد ښار والي زیاته کړې چې دوی اوس د ښار مهم برېښناکوټونه د جنرېټرونو د برېښنا په مرسته فعال کړي دي.

روسيې په وروستيو کې د اوکراين پر برېښنايي تاسیساتو بريدونه ډېر کړي چې اوکراین بیا په ځوابي بریدونو کې د روسيې د تېلو تصفيه‌خونې په نښه کړل. تېره پنج‌شنبه روسیې پر کېیف لوی برید وکړ چې په ترڅ کې یې ۲۵ کسان ووژل شول.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د امریکا غږ ۴۸۶ نور کارکوونکي هم له خپلو دندو ګوښه کېږي

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۵۶ GMT+۱

د امریکا نړۍوالو رسنیو اداره وايي، د امریکا غږ او نورو اړونده رسنیو تر ۵۰۰ ډېر کارکوونکي له دندو نه لېرې کوي. ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې دا کار به مخېکنۍ راولاړه شوې حقوقي شخړه نوره هم توده کړي.

د امریکا نړۍوالو رسنیو اداره (USAGM) سرپرستې مشرې مېرمنې کري لیک ویلي، ۵۳۲ دندې له‌منځه وړي چې ۴۸۶ یې یوازې په امریکا غږ (VOA) پورې اړه لري.

دا پرېکړه تر هغه وروسته شوې چې یوې محکمې د امریکا غږ د مشر مایکل ابرامو وېتز ګوښه کول غیرقانوني وبلل.

ورسره جوخت، د امریکا د کارګرانو ټولنې دا پرېکړه غندلې او ویلي دي چې دا اقدام به د امریکا نړۍوال اغېز ته زیان ورسوي.

ټېلیګراف مجله: اسراییلي جاسوسانو د ایران لوړپوړي مشران د هغوی د موبایلونو له لارې څارلي

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۰۱ GMT+۱

ټېلیګراف مجلې یک‌شنبه (وږي ۹مه) لیکلي چې د ایران ولسمشر او پوځي مشرانو غونډه د هغوی د موبایلونو هک کولو له لارې په غره کې وموندل شوه. اسراییلي جاسوسانو وکولای شول چې د ایران ۱۲ لوړپوړي مشران د هغوی د موبایلونو له لارې وڅاري او بیا یې ووژني.

د دې مجلې د راپور پر بنسټ، اسراییل د جون د میاشتې په جګړه کې ۳۰ ایراني قوماندانان او تر لسو ډېر اټومي ساینس‌پوهان ووژل چې لوی دلیل یې د هغوی د ساتونکو د موبایلونو کارول وو.

د جون پر۱۶مه نېټه د ایران د ملي امنیت عالي شورا په یوه غره کې تر ځمکه لاندې غونډه وکړه چې ولسمشر مسعود پزشکيان هم په‌کې ګډون درلود.

که څه هم دې لوړپوړو چارواکو له ځانو سره موبایلونه نه وو وړي، خو اسراییل د هغوی د ساتونکو موبایلونه هک کړل او هغوی یې ووژل.

کریم خُرم وايي د نجونو د زده‌کړو په اړه د ملګرو ملتونو سروې د پاکستان لپاره ښه ځواب دی

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۳۴ GMT+۱

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر عبدالکریم خُرم وايي چې د زده‌کړو په اړه د ملګرو ملتونو سروې د پاکستان لپاره ښه ځواب دی. د هغه په وینا، پاکستان غواړي افغانان لوېدیځو هېوادونو ته توندلاري، ترهګر او د زده‌کړو مخالف معرفي کړي.

خُرم ویلي، پاکستان تل له دې فورمول څخه کار اخیستی چې وايي، «مړ یې کړه، پړ یې کړه.» د نوموړي په وینا، پاکستان هڅه کوي، چې افغانستان ګوښه، بېوزله، کمزوری او تر خپلو بریدونو لاندې وساتي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په تازه راپور کې ویل شوي، که څه هم د طالبانو له لوري د نجونو د منځني تعلیم پر وړاندې بندیز اوس هم شته، خو د افغانستان د خلکو ډېری برخه د نجونو د زده‌کړو ملاتړ کوي.

په دې سروې کې چې د هېواد په کچه تر دوو زرو ډېر افغانان پوښتل شوي، ۹۲ سلنه یې ویلي چې د نجونو دوامداره زده‌کړې مهمې دي.

د دې سروې له مخې، په کلیوالي سیمو کې ۸۷ سلنه نارینه او ۹۵ سلنه ښځې د نجونوزده کړې غواړي؛ په داسې حال کې چې په ښاري سیمو کې دا شمېر د دواړو جنسونو لپاره ۹۵ سلنه ښودل شوی دی.

په خېبرپښتونخوا کې ۵ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۱۳ GMT+۱

پاکستانۍ رسنۍ وايي چې د خېبرپښتونخوا په بره دېر، کوهاټ او مومندو سیمو کې د بېلابېلو ترهګریزو پېښو په ترڅ کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو درې سرتېري او دوه پولیس افسران وژل شوي دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له‌مخې، په بره دېر کې د افغانستان پولې ته نږدې د بارا رایفلز پوستې باندې برید شوی چې په پایله کې یې درې سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د یادې ورځپاڼې په وینا، په کوهاټ کې د پولیسو پر یوه ګزمه برید کې هم یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي، خو په دې نښته کې درې مخالف وسله‌وال هم وژل شوي دي.

په مومندو کې پر یوې پوستې برید شوی، چې په پایله کې یې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

له بلې خوا بیا امنیتي ځواکونو په ډیره اسماعیل خان کې د نظامي عملیاتو په ترڅ کې درې وسله‌وال وژلي چې یو قوماندان هم پکې شامل دی. پولیس وايي، چې دوی ته د وسلو یوه زېرمه هم په لاس ورغلې ده.

ټرمپ وايي په ټول‌ټاکنو کې باید رایه د پېژندپاڼې له لارې ورکړل شي

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۴۹ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خولې لیکلي، نوموړی به داسې اجراییوي فرمان صادر کړي چې پر بنسټ به یې د هر رایه‌ورکوونکي لپاره پېژندپاڼه لازمي وګڼل شي.

ټرمپ زیاته کړې، یوازې ډېر ناروغان او بهرمېشتي سرتېرې اجازه لري چې د پوسټ له لارې رایه ورکړي.

دا دا لا روښانه نه ده چې ولسمشر د دې ډول بدلونونو قانوني واک لري که نه، ځکه ټول‌ټاکنې په ایالتونو کې کېږي.

د ۲۰۲۶ کال د نوامبر په میاشت کې د استازو د جرګې ټول‌ټاکنې به د ټرمپ د تګ‌لارو پر وړاندې لومړی ازمایښت وي.

ټرمپ تل د امریکا د ټول‌ټاکنو پر سېسټم شک کړی او د ۲۰۲۰ کال ټول‌ټاکنې یې له درغلیو ډکې بللي وې. نوموړي د پوسټ له لارې رایه ورکول او برېښنایي ماشینونه هم رد کړي وو.