• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا برادر امر کړی چې تر ژمي مخکې باید د سالنګونو د رغونې چارې بشپړې شي

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۲۴ GMT+۱تازه شوی: ۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د سالنګونو لویې لارې له چارو نه د لیدنې پر مهال قراردادي شرکت ته امر کړی چې د ژمي تر رارسېدو دمخه باید د دغه سړک چارې بشپړې شي. طالبانو تر دې مخکې هم څو څو ځله د دغه سړک د جوړېدو ژمنې کړې وې.

ملا عبدالغني برادر ټینګار کړی چې د سالنګونو لویې لارې د جوړېدو په برخه کې باید کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وشي. د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې قراردادي شرکت هم د ژمي موسم تر رارسېدو وړاندې د چارو پشپړېدو ډاډ څرګند کړی دی.

طالبان وایي، د دغه سړک ۵۰سلنه چارې بشپړې شوي او ۸۵ متره کانکرېټ پرې اچول شوی چې د بارونو پر وړاندې قوي مقاومت ولري. طالبانو تر دې دمخه هم د سالنګونو د جوړېدو ژمنې کړې وې.

سالنګ چې د کابل او شمالي ولایتونو ترمنځ د تګ راتګ، سوداګرۍ او ټرانزیټ مهم لاره د ده ژمي په موسمو کې د واورې ښوېیدو پېښو له امله ډېر کله بنده او مساپرې هم ورسره له ګڼو ستونزو سره مخ وي. پر دې لاره د واورې ښوېدنو او ټرافیکي پېښو له کبله خلکو هم ته مرګ‌ژوبلې اوړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي تېره اوونۍ یې د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۹۰ زره ټنو ډېر توکي لېږدولي

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د ټول‌ګټو وزارت خبر ورکړی چې تېره اوونۍ یې د افغانستان د بېلابېلو بندرونو له لارې څه باندې ۹۰ زره ټنه توکي هېواد ته وارد کړي او بهر ته یې هم د صادراتو لېږد کړی دی. د دغه وزارت په وینا، ډېره برخه دغه توکي له اقینې بندر نه لېږدول شوي دي.

د دغه وزارت ویاند محمداشرف حق شناس زیاتوي: «د اقینې بندر له لارې ۵۸۳۳، د تور غونډۍ نه ۱۳۱۲۰، او خواف پټلۍ له لارې یې ۱۲۱۱۶ ټنه توکي لېږدول شوي دي». د هغه په خبره، په دغه توکو کې صادرات او واردات هم شامل دي، خو ډېره برخه یې بیا صادرات جوړوي.

طالبان باور لري هر څومره چې د دوی صادرات ډېرېږي، نو په هماغه کچه کاري فرصتونه ډېرېږي او او عواید یې هم لوړېږي. طالبانو تر دې مخکې هم د دغه ډول توکو د لېږد رالېږد خبرونه ورکړي او دا جوتوي چې دا ډله اوس د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره پر سوداګریزو تعاملاتو بوخته ده. د چارو کارپوهان باور لري چې د منځنۍ اسیا هېوادونو اړیکې له طالبانو سره پر سیاسي، نه بلکې پر سوداګریز تعامل ولاړې دي.

د راپورونو له مخې،‌ د منځنۍ اسیا ځنې هېوادونه د خپلو امنیتي مجبوریتونو له کبله طالبانو سره تعامل کوي او اقتصادي اړیکې هم ښايي د همدې کړۍ یوه برخه وي. که څه هم طالبان په کور دننه د اقتصادي ودې، سوداګرۍ پراختیا او مالي ځان بساینې دعوې کوي، خو په افغانستان کې لوږه، اقتصادي ناورین او بې‌وزلي ورځ تر بلې پراخېږي.

طالبان: د پولیسو په تخصصي روغتون کې د غوږ نادر جراحي عملیات ترسره شول

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۲۴ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغې ډلې د پولیسو په تخصصي روغتون کې د غوږ داسې جراحي عملیات شوي چې په تېرو څلورو لسیزو کې نه‌ وو شوي. د یادې ډلې په وینا، روغتیاپالانو په خلاقانه توګه یوه ناروغ ته د غوږ داسې پرده نښلولې چې ورسره تر ډېره د ناروغ د اورېدو توان ډېر شوی.

دغه وزارت یک‌شنبه (وږي ۹مه) د اېکس‌پاڼې له لارې په یوه خپاره شوي پیغام کې زیاته کړې چې د پولیسو په تخصصي روغتون کې د پرمختللو وسایلو او امکانو په موجودیت کې اوس د پېچلو جراحي عملیات امکان شونی دی.

طالبان په داسې حال کې د پرمختللو جراحي عملیاتو په برخه کې د بریا خبره کوي چې ډېری هېوادوالو د افغانستان انټرنشل-پښتو په ګډون له ځینو رسنیو سره په خبرو کې د هېواد په روغتیايي سېسټم جدي نیوکې کړې دي.

هېوادوال وايي چې تر ډېره په روغتیايي سیسټم کې درمنلې ته د سوداګرۍ په سترګه کتل کېږي او طالبان د دغه مسالې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

ایرانی چارواکی: هېواد مو باید له افغانستان سره د سوداګرۍ فرصتونه له لاسه ور نه‌کړي

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۴۲ GMT+۱

په ایران کې د بیرجند سوداګرۍ خونې مشر علي‌رضا خامه‌زر د سوېلي خراسان د اقتصادي فعالانو په غونډه کې ویلي چې هېواد یې باید له افغانستان سره د سوداګرۍ پر وړاندې ټول خنډونه له‌منځه یوسي او له شته فرصتونو دې ګټه واخلي.

هغه همداراز غوښتنه کړې چې د پانګونې په برخه کې هم شته محدودیتونه او سیاستونه باید اصلاح شي. په یاده ناسته کې د ایران د صادراتو پراختیا په تړاو هم بحثونه شوي او ټینګار شوی چې له افغانستان سره دې د سوداګرۍ لا پراختیا لپاره پر لارو چارو فکر وشي. د بیرجیند ولایت د دغه ناستې پر مهال د صادراتو، پانګونې او زیربنایي پروژو موضوعات د غونډې اساسي محور و.

علي‌رضا خامه‌زر په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې چې د ایران او افغانستان سوداګریز توازن تل مثبت پاتې شوی او هېڅکله هم د دوی واردات له دې ګاونډي هېواد څخه له ۱۰۰ مېلیونه ډالرو پورته نه دي تللي. د ده په وینا، اړینه ده له افغانستان سره اقتصادي فرصتونه وساتل شي، تر څو د دغه ولایت او د ایران سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې شي.

هغه د سوېلي خراسان زیربنایي پروژو ته په اشارې سره زیاته کړه: «د سړک د ۱۵ کلنې پروژې ډېره برخه بشپړه شوې او لږه پاتې ده. هر کله چې دا سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو نو سترې اقتصادي ګټې به د ولایت او ټول هېواد لپاره ولري».

د یاد ولایت د سوداګرۍ خونې مشر د سوداګرۍ پر وړاندې د بانکي محدودیتونو او ستونزو یادونه هم وکړه. هغه وویل: «د افغانستان د سیاسي بدلونونو وروسته د افغان پانګوالو ډېری پانګې ایران ته نه شي داخلیدای او لامل یې د بهرنیو پانګونو د محدودولو قوانین او د بانک مرکزي سیاستونه دي».

د بیرجند د سوداګرۍ خونې مشر ویلی چې د اوسنیو پیسو سیاستونه او د بانک مرکزي د اسعارو ژمنې زموږ د ایراني توکو نړۍواله سیالۍ کمه کړې ده. هغه وایي: «تېر کال د ایران صادرات ۶۴ میلیارده ډالر وو، په داسې حال کې چې د سیمې سیال هېوادونه لکه ترکیه ۲۸۴ مېلیارده او امارات ۸۰۰میلیارده ډالر صادرات لرل. دې محدودیتونو زموږ خصوصي سکټور د نړۍوالو بازارونو په سیالۍ کې وروسته پاتې کړی دی».

ایراني سوداګر باور لري چې د اسعارو د سیاستونو اصلاح، د بهرنۍ پانګې د ور ننوتلو اسانول او د زیربنایي پروژو پیاوړتیا د دوی د هېواد د اقتصادي ودې تر ټولو مهمې لارې دي. ایران او پاکستان د افغانستان لپاره د سوداګرۍ تر ټولو مهم شریکان دي، خو هر وخت سیاسي لانجو کونجو دا سوداګري سخته زیانمنه کړې هم ده.

د وږي ۹مه؛ د پښتنو او بلوڅو قومونو د پیوستون او یووالي ورځ

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۳۰ GMT+۱

نن د وږي (سنبلې) ۹مه د پښتنو او بلوڅو د پیوستون او یووالي ورځ ده چې هرکال د لر او بر پښتنو او بلوڅو له لوري نمانځل کېږي. افغانستان کې د جمهوريت پرمهال دا ورځ په حکومتي کچه نمانځل کېده، خو د طالبانو بیاځل واکمنېدو وروسته، په هاغه ډول چې پخوا ورته مراسم نیول‌کېدل، نه نمانځل کېږي.

په کال ۱۳۲۸ کې په کابل کې د یوې سترې غونډې پرمهال چې د لر او بر قومي مشرانو او د سیاسي گوندونو استازو په کې گډون کړی وو، د وږې ۹مه د لر او بر پښتنو او بلوڅو د پیوستون او یووالي د ورځې په نامه ونومول شوه.

مدني فعاله شریفه سوله وايي پښتانه او بلوڅان د تاریخ په اوږدو کې له یو بل سره نږدې پاتې شوي دي، گډ دیني، فرهنگي او تاریخي مشترکات لري او باید له دغې ورځې د دواړو قومونو د لا نږدې‌والي لپاره کار واخیستل شي.

د نوموړې په خبره، دواړه پښتانه او بلوڅان په لوی لاس د ځینو لاملونو له کبله جګړې ته اړ ایستل شوي چې له امله یې دا مهال له لویو ننګونو سره مخامخ دي. هغه وايي: «د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته دغه دواړه ویاړلي قومونه په خپلو کې ښې اړیکې لري خو له بده مرغه دواړه ګډ دښمن لري چې دوی یې د افراطیت په لومه کې راایسار کړي دي.»

100%

مدني فعالان وايي چې پښتانه او بلوڅان باید یو بل ته په لاس ورکولو دوی ته متوجې ګډې ستونزې حل کړي او سوله‌ییز ژوند ته رسېدو لپاره هلې ځلي وکړي.

د بلوڅو او پښتنو د یوالي او پیستون ورځ د ټولنیزو رسنیو د کارونکو له لوري هم نمانځل کیږي. د ټولنیزو رسنیو کارونکي وايي چې د دواړو پښتنو او بلوڅانو پیستون او یوالي اوس دې پړاو ته رسیدلی لکه یو روح او دوه جسمونه.

دوی وايي دواړو قومونه په سخت وخت کې د یو بل ترڅنګ درېدلي، خو اوس د دې وخت رارسېدلي چې دواړه په ګډه د ګواښونو او ننګونو د مخنیوي لپاره خپل یووالی او پیستون لا پسې ټینګ کړي.

د وروستي امریکایي پوځي وتل؛ طالبان وایي په «ایماني قوت» یې د امریکا ټکنالوژي ماتې کړه

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۲۵ GMT+۱

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۳۱مه نېټه وروستی امریکایي سرتېری له افغانستانه ووت چې طالبان دا شېبه خپله تاریخي بریا بولي. دغه ډله وايي چې د «خپل ایمان په قوت» یې د امریکایي ټکنالوژي ماتې کړې ده.

جنرال کریسټوفو ډوناهو هغه وروستی امریکایي نظامي افسر و چې د کابل په هوایي ډګر کې الوتکې ته وخت له دې سره په افغانستان کې د امریکا په ګډون د ناټو ځواکونو ۲۰ کلن جنجالي حضور پای ته ورسېد.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت له یادې ورځې څلور کاله وروسته په همدې نېټه خپل وېډیوي پېغام کې ویلي چې افغانان هېڅ چا ته تسلیمېدونکي نه دي او دوی د «خپل ایمان په قوت» سره یې بهرني ځواکونه وویستل.

هغه زیاته کړې: «دا د افغانستان په تاریخ کې مهمه ورځ ده، دا د شل کلن جهاد ثمره ده او په همدې ورځ وروستي امریکایي سرتېري افغانستان څخه پښې سپکې کړې».

د نوموړي په وینا، دغه ورځ راتلونکي نسلونو ته پېغام ورکوي چې پر افغانانو هر یرغل کوونکی له دغه ډول ماتو سره مخ کېږي. نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې پر کابل واکمنه ډله هره ورځ د لوېدیځ په ګډون له امریکا څخه د رسمیت پېژندنې غوښتنې کوي او یا ترې غواړي چې باید تعامل ورسره رامنځته کړي.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو پراخ نړۍوال غبرګونونه راوپارول او افغانستان یې یو ځل بیا په خالي ډاګ ناورین کې پرېښود. خپله د امریکا دننه د ډونالډ ټرمپ حکومت په دې باور دی چې پخواني ولسمشر جو بایډن په «نامسوولانه» توګه له کابل نه د پوځیانو د وتلو پرېکړه وکړه او دغه د ایستل کېدو دغه بهیر د افغانستان د جمهوري نظام د ړنګېدو لامل شو.

هم‌مهاله یو شمېر سیاست‌والو، سازمانونو، مدني بنسټونو او پخواني پوځیانو غوښتنه کړې چې د کابل د پرځېدو په پېښه او د «نامسوولانه» وتلو په قضیه کې ښکېل ټول پوځي او ملکي اړخونو څخه باید پراخې څېړنې وشي. همداراز غوښتنه شوې چې د کابل په ړنګېدو کې پر ناغېړۍ او بې‌غورۍ تورن چارواکو ته باید سزا ورکړل شي.