• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان کډوالو اېستل؛ د پاکستان له‌خوا افغان کډوالو ته ورکړل شوی ضرب‌الاجل نن پای ته ورسېد

۱۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۰ GMT+۱

وړاندې د پاکستان حکومت اعلان کړی و، چې په دغه هېواد کې مېشت د پي او ار کارټ لرونکي افغان کډوال باید د ۲۰۲۵کال د اګسټ میاشتې تر وروستۍ نېټې له پاکستانه ووځي. د رسمي شمېرو له مخې؛ دا مهال ۱.۴ مېلیونه افغان کډوال په پاکستان کې د پي او ار کارټونه لري.

د پاکستان له لوري د ورکړل شوي ضرب‌الاجل له رارسېدو وړاندې ګڼې افغانې کورنۍ د جبري ستنېدو له وېرې په خپله خوښه له پاکستانه وتلي دي.

مراد چې له څه باندې درېیو لسیزو راهیسې په پاکستان کې اوسېده او اوس تازه افغانستان ستون شوی وايي، که څه هم له پاکستانه د وتلو پرېکړه ورته اسانه نه وه؛ خو بله لار یې نه لرله.

نوموړی وايي، که څه هم په دې پوهېږي چې افغانستان دا مهال له ګڼو ننګونو سره مخامخ دی؛ خو دا څو شپې یې د پولیسو له لوري د نیولو او شړولو له ډاره پرته تېرې کړې دي.

هغه زیاته کړې:« شاوخوا دېرش کاله مې پاکستان کې ژوند وکړ، بچي مې هلته ستر شول، زه خپله ډېر ماهره اشپز یم هلته مې هم رسټورانټ لاره ګوزاره مې روانه وه؛ بس نور نه کېده او وطن ته د راتګ پرېکړه مې وکړه.»

په پاکستان کې د افغان کډوالو شورا د معلوماتو له مخې؛ په وروستیو کې هره ورځ سلګونه کورنۍ له پاکستانه افغانستان ته ستنېږي.

تمه کېږي، چې د افغان کډوالو د اېستلو په اړه د پاکستان له‌خوا د ورکړل شوي ضرب الاجل له پای ته رسېدو سره سم د پاکستان حکومت عملي اقدامات پیل کړي.

وړاندې د پاکستان حکومت په زغرده دا اعلان کړی و، چې د هغوی پر وړاندې به جدي اقدمات وکړي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

داسې ښکاري، چې پر پاکستان د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او نورو بېلابېلو اړخونو له لوري فشارونو هم تراوسه پایله نه‌ده ورکړې او نږدې یو نیم مېلیون افغان کډوال د شړلو له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

غفور لېوال: په جهل او خرافاتو اخته کول د ښکېلاک معاصره وسله ده

۱۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۳۸ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام پر مهال په ایران کې د افغانستان سفیر او شاعر عبدالغفور لېوال د طالبانو د مشاعرو تنظیم قانون په تړاو چې ورسره شاعران د شعر لیکلو په برخه کې محدود شوي، وايي: «په جهل او خرافاتو اخته کول د ښکېلاک معاصره وسله ده.»

نوموړي د یکشنبې په ورځ (د وږي ۹مه) په خپله اېکس پاڼه کې په تلویحي توګه طالبانو ته په خطاب کې ویلي: «امریکا او پاکستان یې واکمن د ښځو پر عکسونو او پر شاعرۍ بندیزلګولو بوخت کړي.»

نوموړي زیاته کړې، چې «ښکېلاک تل له وسلې سره نه راځي، په جهل او خرافاتو اخته کول د ښکېلاک معاصره وسله ده.»

لېوال د طالبانو هغې پرېکړې ته چې له مخې یې په تذکره کې د ښځینه و د عکس لګول ناروا بللي په اشارې سره وايي: «ولس وږی دی، وزګار دی، بې آبه دی، بې ښوونځي او بې پوهنې دی. افغانانې له خپلو انساني حقونو بې برخې دي.»

طالبانو د مشاعرو د تنظیم په قانون کې شاعران له عاشقانه شعر لیکلو او ویلو او همداراز د هبت الله د فرمانونو، حکمونو او پرېکړو له نقد کولو په جدي توګه منع کړي او همداراز یې خبرداری ورکړی، چې له سرغړونکو سره به جدي چلند وشي.

د طالبانو دغې پرېکړې تر دې مخکې هم ګڼ غبرګونونه راپارولي وو او لېوال هم د خپلې لیکنې په پای کې ویلي، «ګورئ، چې لا نور به څه ووینئ.»

په پاکستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲ میلیونه کسان بې ځایه شوي

۱۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۱۴ GMT+۱

د پاکستان د اقلیم بدلون فدرالي وزیر د یکشنبې په ورځ (د وږي ۹مه) وویل، د وروستیو ویجاړونکو سېلابونو له امله په ټول پاکستان کې نږدې ۲ میلیونه کسان بې ځایه شوي او تر ټولو ډېر د دغه هېواد بې وزلي ځپل شوي دي.

نوموړي په اسلام اباد کې په همدې تړاو په یوې خبري غونډه کې وویل، په دغو کسانو کې شاوخوا ۸۰۰ زره کسان په عاجله توګه مرستو ته اړتیا لري.

د هغه په وینا، حکومت تر اوسه له بې وزلو سره بېړنۍ مرستې کړي او همداراز یې له نورو بډایه او شتمنو پاکستانیانو وغوښتل، چې په دې سختو شرایطو کې د سېلاب ځپلو لاسنیوی وکړي.

له دې سره سم، د دغه هېواد د سېند ایالت اعلی وزیر مراد علي شاه بیا خبرداری ورکړی چې دمګړی د سېلابونو له امله شاوخوا ۱ اعشاریه ۶ میلیونه کسان له خطر سره مخ دي او همداراز یې په پنډغالو کې د ناروغیو د خپرېدو له امله اندېښنه څرګنده کړه.

پاکستاني چارواکو د دغې ستونزې اصلي لامل اقلیمي بدلون په ګوته کړی او په اوسنیو شرایطو کې یې د سېلاب ځپلو لاسنیوی د ټول پاکستان ګډ مسوولیت بللی دی.

دوی همداراز تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو په ازاد کشمیر کې د سختو بارانونو له امله د سېلابونو د راوتو په تړاو خبرداری ورکړی او په وینا یې ښايي په غرنیو سیمو کې د ځمکې ښوېیدنې لامل هم شي.

طالبانو د کونړ او ننګرهار ولایتونو له زلزله‌ځپلو سره د مرستو غوښتنه وکړه

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۵۹ GMT+۱

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د عدلیې رييس محمد ريیس محمدي له خیریه بنسټونو غوښتي، چې په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د زلزلې له امله زیانمنو کورنیو سره اړینې مرستې وکړي.

کونړ او ننګرهار ولایتونه نن شپه شاوخوا ۱۲ بجې سختې زلزلې او ورپسې ټکانونو لړزولي او یو شمېر کسانو ته د مرګ ژوبلې له اوښتو سربېره یو زیات شمېر کورونه هم نړېدلي دي.

محمد رييس محمدي وايي: «د خيريه بنسټونو اتحادیو سمدستي کونړ ته د تګ او د مرستو د برابرولو چمتووالی ښودلی.»

په دغې زلزله کې ډېره مرګ ژوبله د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې رامنځته شوې او د ننګرهار په درهء نور ولسوالۍ کې هم یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په کونړ کې د یادې زلزلې او ورپسې ټکانونو له امله څه باندې ۱۰۰ کسان روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي او په ننګرهار کې د شوې زلزلې له امله ۹ کسان مړه او ۲۰ نور ټپيان شوي، خو د ځايي اوسېدونکو په وینا، په یاده زلزله کې د اوښتې مرګ ژوبلې کچه تر دې ډېره لوړه ده.

په یادو ولایتونو کې د طالبانو مسوولینو هم ویلي، دغه شمېرې وروستي نه دي او د هرې شېبې په تېرېدو سره پکې بدلون راځي او زیاتېږي.

ویل کېږي، چې یادې زلزلې د پاکستان ځينې سیمې هم لړزولي خو لا تراوسه د احتمالي ځاني او مالي زیانونو په تړاو څه نه دي ویل شوي.

طالبان: په کونړ کې د زلزله‌ځپلو د ژغورنې لپاره به ډېر ژر له ننګرهاره چورلکې واستول شي

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۳۵ GMT+۱

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د والي مرستیال عزیزالله مصطفی وايي، په کونړ کې د مرګونې زلزلې له امله د ټپيانو د لېږدونې په موخه به ډېر ژر د ننګرهار له هوايي ډګره چورلکې پورته شي. د نوموړي په وینا، دغه چورلکې به له زلزله‌ځپلو سیمو ټپيان تر روغتیايي مرکزونو ورسوي.

عزیزالله مصطفی زیاتوي، زلزله‌ځپلو سیمو ته د مرستندویه ټيمونو د استولو لپاره له کابل سره هم همغږي شوې ده.

د کونړ زلزله‌ځپلې سیمې ته د چورلکې چمتو کول
100%
د کونړ زلزله‌ځپلې سیمې ته د چورلکې چمتو کول

د نن شپې د زلزلې تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله په کونړ کې رامنځته شوې ده | افغانستان انټرنشنل پښتو

په ختیځو ولایتونو او په ځانګړې توګه په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د نن شپې شاوخوا ۱۲ بجو پرله‌پسې زلزلو او ورپسې ټکانونو له امله ګڼه مرګ ژوبله اوښتې، خو لا تر اوسه یې کره شمېر نه دی مشخص شوی او د ټپیانو د لېږدولو بهیر همداراز دوام لري.

د کونړ په ولایتي روغتون کې سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، تر اوسه څه باندې ۱۰۰ ټپيان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

له دې سره سم، په ننګرهار کې د یادې زلزلې له امله تر اوسه د ثبت شویو معلوماتو له مخې، ۹ کسان مړه او ۲۰ نور ټپيان شوي او د ځينو روغتیايي حالت هم ډېر نازک ښودل شوی دی.

په ننګرهار کې د پرله‌پسې زلزلو له امله د مړو شمېر ۹ او د ټپیانو شمېر ۲۰ ته رسېدلی دی | افغانستان انټرنشنل پښتو

ځايي خلک بیا وايي، په دغې زلزلې کې یو شمېر کورونه نړېدلي او لا هم ځينې کسان تر کنډوالو لاندې دي او د زلزله‌ځپلو سیمو ډېری خلک له خپلو کورونو وتلي او په ازاده فضا کې شپه سبا کوي.

ذبیح الله مجاهد: د زلزله ځپلو د ژغورنې لپاره به له ټولو شته امکاناتو کار واخیستل شي

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۱۰ GMT+۱

د طالبانو ویاند د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د شوې زلزلې په تړاو د خواشینۍ له څرګندولو سربېره ویلي، چې د زلزله ځپلو د ژغورنې لپاره به له ټولو شته امکاناتو کار واخیستل شي.

ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د نن شپې د زلزلې له امله په ختیځو ولایتونو کې خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اوښتي او په وینا یې د دوی له ځايي مسوولینو سربېره خلک هم د زلزله ځپلو د ژغورنې پر هڅو بوخت دي.

د نوموړي په وینا، زلزله ځپلو سیمو ته له مرکز او نږدې ولایتونو مرستندویه ټيمونه پر لاره دي.

په ختیځو ولایتونو کې د پرله‌پسې زلزلو او ورپسې ټکانونو له امله ډېره مرګ ژوبله په کونړ ولایت کې رامنځته شوې او د ځايي سرچینو په وینا، له روغتیايي مرکزونو د زلزلې سیمو د لرې والي له امله لا هم د ټپيانو د لېږدونې بهیر دوام لري.

د کونړ په ولایتي روغتون کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، تر اوسه څه باندې ۱۰۰ ټپيان یوازې ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او د ټپيانو د لېږدونې بهیر دوام لري.

د نن شپې د زلزلې تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله په کونړ کې رامنځته شوې ده | افغانستان انټرنشنل پښتو

په ننګرهار کې بیا د یادې زلزلې له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۹ او د ټپيانو شمېر بیا ۲۰ ته رسېدلی دی.

په ننګرهار کې د پرله‌پسې زلزلو له امله د مړو شمېر ۹ او د ټپیانو شمېر ۲۰ ته رسېدلی دی | افغانستان انټرنشنل پښتو

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند وایي، په دغو ټپیانو کې د ځينو روغتیايي وضعیت ډېر نازک دی.