د نن شپې د زلزلې تر ټولو ډېره مرګژوبله په کونړ کې رامنځته شوې ده

د ځايي سرچینو په وینا، په کونړ کې د دغې زلزلې له امله د ولایتي پوهنتون له لیلیې سربېره په نورګل ولسوالۍ کې ډېره مرګژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې لا تر اوسه نه دی مشخص شوی.

د ځايي سرچینو په وینا، په کونړ کې د دغې زلزلې له امله د ولایتي پوهنتون له لیلیې سربېره په نورګل ولسوالۍ کې ډېره مرګژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې لا تر اوسه نه دی مشخص شوی.
له دې سره سم، د کونړ په ولایتي روغتون کې سرچینې وايي، تر اوسه له سلو زیات ټپيان دغه روغتون ته لېږدول شوي او دغه لړۍ همداراز دوام لري.
سرچینې زیاتوي، په ولسوالیو کې د ټپیانو درملنې ته دومره امکانات نشته نو د زلزلې له امله ټول ټپيان ولایتي روغتون ته لېږدول کېږي او د لارې د اوږدوالي له امله لا هم د ټپيانو د لېږدولو بهیر روان دی.
له دې سره سم، د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو ولایتي ادارې بیا ویلي، چې د ټپيانو د لېږدولو لپاره د ننګرهار د امکاناتو یوه برخه د کونړ ولایتي ادارې په واک کې ورکړ شوي دي.
د افغانستان په وخت د شپې شاوخوا ۱۲ بجې د ختیځ او په ځانګړې توګه د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونه دوامداره شدیدې زلزلې لړزولي او ویل کېږي، چې دغه زلزله په پاکستان کې هم احساس شوې ده.


د افغانستان په وخت د شپې شاوخوا ۱۲ بجې د ختیځ او په ځانګړې توګه د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونه دوامداره شدیدې زلزلې لړزولي او د هرې شېبې په تېرېدو سره له امله یې د مرګ ژوبلې شمېر لوړېږي.
د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، د یادې زلزلې له امله تر اوسه د ننګرهار ولایتي روغتون ته د دوو ماشومانو مړي او د ماشومانو په ګډون ۱۵ ټپیان وروړل شوي او دغه شمېرې د هرې شېبې په تېرېدو سره لوړېږي.
د نوموړي په وینا، دغه مرګ ژوبله هم په درهء نور ولسوالۍ کې د کورونو د چتونو د رالوېدو له امله رامنځته شوې ده.
له دې سره سم، په کونړ کې ځايي سرچینې بیا په دغه ولایت کې د یادې زلزلې له امله د مرګ ژوبلې کچه تر ننګرهار هم لوړه ګڼي، خو لا تر اوسه په کره توګه یې شمېر نه دی مشخص شوی.
د سرچینو په وینا، په ټپيانو کې ځينې یې د کونړ د لیلیې محصلین دي چې د وېرې له امله یې ځانونه له لیلیې راغورځولي دي.
د سرچینو په وینا، د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتي روغتونونو ته د یادې زلزلې له امله د ټپیانو د لېږدونې بهیر دوام لري، خو لا تر اوسه یې کره شمېر نه دی مشخص شوی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د یکشنبې په ورځ (د وږي ۹مه) د غزني تخنیکي پوهنتون د اتمې دورې په فراغتغونډه کې له تازه فارغو شویو زده کړیالانو وغوښتل، چې د افغانستان د دوښمنانو «دسیسو» او بې ځایه «تبلیغاتو» ته پام ونه کړي او په خپل هېواد کې پاتې شي.
ندا محمد ندیم په دې غونډه کې زده کړیالانو ته په خطاب کې وویل، «نظام تاسو ته اړتیا لري او تاسو هڅه وکړئ، چې د خپل مسلک او رشتې مطابق د افغانستان په بیارغونې او پرمختګ کې ونډه واخلئ.»
سره له دې چې اوسنی نظام ټول له ملایانو جوړ دی او ډېری تحصیل کړي ځوانان بېکاره دي، خو ندیم د اوسني نظام ساتنه د ځوانانو مکلفیت یاد کړ.
د یادونې وړه ده، چې د غزني تخنيکي پوهنتون د اتمې دورې له الکترو میخانیک، جيولوژي او کانونو پوهنځیو ۱۴۴ کسان فارغ شول.
دا په داسې حال کې ده، چې له څلورو کلونو راهیسې هېڅ نجلۍ زده کړیاله له پوهنتونه نه ده فارغه شوې او طالبان له نړۍوالو فشارونو سره سره نجونو زده کوونکو ته له شپږم ټولګي پورته د زده کړو د دوام اجازه نه ورکوي.

د کندهار له هوايي ډګر څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هغوی د دغه لوی هوايي ډګر لپاره شاوخوا ۵۰ کانټينره پرزې، پرمختللي وسایل، موټر او نور تجهیزات پرېښودل. د کندهار له سقوط وروسته طالب چارواکو او هبت الله ته نږدې کسانو دغه پرزې او موټر چور کړل او یا یې هم پاکستان ته ولېږدول.
د جمهوریت پر مهال د کندهار د هوايي ډګر یوه پخواني مسوول د خپل نوم د پټ ساتلو په شرط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هغوی د دغه ستر هوايي ډګر لپاره شاوخوا ۵۰ کانټینره پرزې او نور تجهیزات پرېښي وو.
د نوموړي په خبره، یادې پرزې او نور تجهیزات دومره زیات وو چې دشاوخوا ۱۵ کلونو لپاره یې د دغه هوایي ډګر اړتیاوې پوره کولې.
ده وویل: «د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال هغوی موږ ته په لسګونه کانټینره پرزې پرېښودلې، چې زموږ د شاوخوا ۱۵ کلونو اړتیاوې یې راپوره کولې، خو اوس هېڅ نه شته او ټول چور شوي دي.»
دوه میلیارده ډالر پانګونه
د جمهوریت پر مهال د کندهار د هوايي ډګر د دغه مسوول په خبره، یوازې د کندهار په هوايي ډګر کې بهرنیو ځواکونو د شاوخوا ۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت پانګونه کړې وه.
دغه پانګونه د هوايي چلند په پنځو برخو لکه، هوا پېژندنه، ټاور او د الوتنو کنټرول، ټرافیک او مخابره، اطفاییه او انجنیرۍ په برخو کې شوې وه.
د دې ترڅنګ، د ډګر رنوې، ټکسيوې او ۲۴ رمپونه هم جوړ شوي وو.
د یادې سرچینې په وینا، یاد تجهیزات چې د کندهار هوايي ډګر په واک کې ورکړل شوي وو، په کابل نه وو او ان په سیمه کې هم کمساري وو.

د پرزو او دستګاوو زېرمه
دغه مسوول زیاتوي، چې د ټولو دستګاوو لپاره اضافي پرزې او ان نوې دستګاوې په کانټینرونو کې ساتل شوې وې، څو د فعالو دستګاوو د خرابېدو پر مهال یې ژر ورغوي او یا هم نوې دستګاه ولګوي.
هغه زياته کړه: «ان ځینې نوې دستګاوې په کانټینرونو کې پرتې وې، چې د فعاله هغو د خرابېدو په صورت کې موږ کولای شوای په بشپړه توګه نوې دستګاه نصب کړو.»
کندهار هوايي ډګر چې د سیمې له سترو هوايي ډګرونو شمېرل کېده، د مسلکي بشري ځواک په موجودیت کې د ورځې له ۵۰۰ تر ۸۰۰ پروازونو د ترسره کولو وړتیا لرله.
د سرچینې په خبره، په دغه هوايي ډګر کې د بار وړونکو الوتکو (کارګو) لپاره هم بشپړ امکانات برابر شوي وو.
د دغه پخواني مسوول په وینا، دا ټول تجهیزات په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو له خوا لوټل شوي او پاکستان ته وړل شوي دي.
هغه زیاتوي: «ان تر ۶۰۰ زیات موټران چې د بهرنیو ځواکونو له خوا کارول کېدل هم طالبانو لوټ کړي او پاکستان ته یې وړې دي او دا داسې موټران وو چې پخواني دولتي چارواکي هم پکې نه وو ګرځېدلي.»
د چارواکو نومونه او د چور داستان
د کندهار د سقوط پر مهال دغه تجهیزات د طالبانو د ځینو لوړپوړو چارواکو تر منځ د وېش موضوع ګرځېدلې وه.
د جمهوریت د یاد مسوول په وینا، د کندهار د لوټلو په دې چور کې د کندهار ولایت لپاره د طالبانو د وخت والي یوسف وفا، د هغه وخت د استخباراتو رییس ملا عبدالرشید منیب، د ملا اختر محمد منصور زوی ملا فتحالله منصور، پخوانی امنیه قوماندان ملا عبدالغفار محمدي او ځیني نور کسان شامل وو.
د دې تجهیزاتو او د یوناما د امنیت ساتنې او هغوی ته د ساتونکو ورکولو پر سر هم یوسف وفا، ملا عبدالغفار محمدي او ملا عبدالرشید منیب تر منځ څو ځله هغه وخت نښتې هم شوې وې، چې یوه کې یې مرګ ژوبله هم رامنځته شوې وه.
د ناټو او امریکايي ځواکونو پرېښودل شوي تجهیزات
د نړۍوالو راپورونو له مخې، د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو پر مهال د شاوخوا ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات په افغانستان کې پاتې شول.
د دې تجهیزاتو لویه برخه په کندهار هوايي ډګر کې ځای پر ځای شوې وه او په کې پرمختللي مخابراتي او راداري سیستمونه، د هوا پېژندنې پرمختللي وسایل، د شپې لید وسایل (Night-vision) او حرارتي کمرې، د پروازونو د کنټرول کمپیوټري سیستمونه، د اطفایې او انجنیرۍ اړوند ماشینونه، نظامي او ملکي موټر او دې ته ورته نور تجهیزات شامل وو.
ډېری دغه تجهیزات طالبانو ولکه کړل او بیا وروسته پاکستان ته ولېږدول شول، چېرې چې د وسله والو ډلو له خوا کارول کېږي.
د کندهار هوايي ډګر چې د بهرنیو ځواکونو د حضور پر مهال تر بګرام پوځې اډې را وروسته د افغانستان تر ټولو پرمختللی او ستر هوايي مرکز ګڼل کېده، نن ورځ د لوټل شویو تجهیزاتو له امله یوازې نوم یې ورپاتې دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د بي بي سي انګریزۍ څانګې هم د یوې نوې څېړنې له مخې ویلي، شاوخوا ۵۰۰ زره امریکایي وسلې چې د افغانستان مخکېني جمهوري حکومت له سقوط وروسته د طالبانو لاس ته ورغلې وې، اوس ورکې دي، یا پر ځینو ترهګرو ډلو پلورل شوي او یا هم قاچاق شوې دي.
ملګري ملتونه هم تاییدوي، چې ځینې دغه وسلې د القاعده اړوندو ډلو لاس ته ورغلې دي.
د افغانستان د مخکېني جمهوري حکومت یوه چارواکي بي بي سی ته ویلي، چې طالبانو له ۲۰۲۱ کال وروسته شاوخوا یو میلیون وسلې او پوځي تجهیزات ترلاسه کړي، چې ډېری یې تېر جمهوري نظام ته د امریکا له لوري ورکړل شوي وو.
د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډېریو افغان سرتېرو خپلې وسلې په خپلو نظامي اډو کې پرېښودې او یا یې هم طالبانو ته تسلیم کړې.
له دې سربېره د تېر نظام له سقوط او د امریکايي ځواکونو له وتنې سره سم، یوه اندازه امریکايي نظامي تجهیزات هم په افغانستان کې پاتې شول.
د دغو وسلو ډېره برخه امریکا جوړې کړي چې M4 او M16 ډوله ټوپکونه او نور پوځي وسایل په کې شامل دي.
د بي بي سي د سرچینو په وینا، طالبانو د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې یوې پټې غونډې ته په دوحه کې منلې چې شاوخوا نیمایي دغه وسلې اوس «نامعلومه» دي.
د کمېټې یوه غړي ویلي، چې د وسلو موقعیت نه دی معلوم او دا موضوع له نورو سرچینو هم تایید شوې ده.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ میاشتې په راپور کې راغلي، چې پاکستاني طالبانو د ازبکستان اسلامي تحریک، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د انصارالله یمني وسله وال هم د طالبانو له لارې د پخواني حکومت له پاتې وسلو ګټه اخلي، یا یې هم له تورو بازارونو پيري.
خو د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي: «ټولې سپکې او درنې وسلې خوندي دي. د وسلو د قاچاق یا ورکېدو ادعاوې په کلکه ردوو».
له دې سربېره، د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ کال په راپور کې راغلي، چې طالبانو خپلو ځايي قوماندانانو ته اجازه ورکړې، څو ۲۰ سلنه ضبط شوې وسلې له ځان سره وساتي او دا کار د وسلو د تور بازار د پراخېدو لامل شوی دی.
په کندهار کې د یوه پخواني خبریال په وینا، د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم ان تر یوه کاله د وسلو ازاد بازار فعال وو، خو اوس د وسلو یاد کاروبار په پټه او په ځانګړې توګه د وټس اپ له لارې ترسره کېږي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د ځانګړي سرمفتش ادارې (سیګار) ویلي، چې وسلې لږې دي خو په ۲۰۲۲ کال کې یې اعتراف کړی و، چې د کره معلوماتو ترلاسه کولو کې پاتې راغلي، ځکه چې وسلې بېلابېلو امریکایي ادارو برابرې کړې وې.
سیګار همدا راز پنټاګون یا د امریکا دفاع وزارت په دې تورن کړی، چې د وسلو د څار په برخه کې یې لس کاله بې غوري کړې ده.
د یادولو ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا په وار-وار یاده کړې، چې غواړي دغه تجهیزات او وسلې بېرته ترلاسه کړي.

په پکتیکا کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو له خوا د اعدام په سزا محکوم شوی ښوونکی عبدالعلیم خاموش په راتلونکو شلو ورځو کې یو ځل بیا محکمې ته وړاندې کوي. د خاموش نږدې خپلوان وايي چې نوموړي ته دا ځل د مدافع وکیل حق ورکړل شوی دی.
باخبره سرچینو نن یکشنبه د «وږي ۹مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو قضايي ادارو په اعدام محکوم ښوونکي عبدالعلیم خاموش وکیل ته ویلي چې د دویمې محکمې په بهیر کې ګډون کولی شي څو پر هغه د لګېدلو تورونو دفاع وکړي.
د خاموش د کورنۍ یوه غړي وویل:«د خاموش د خلاصون لپاره مدافع وکیل نیول شوی او کورنۍ یې هم وخت ناوخت له هغه سره په زندان کې ګوري خو پخوا یې مدافع وکیل نه درلود او نه یې هم کورنۍ ورسره لیدلی شول.»
د روان کال د زمري پر ۴مه د خاموش کورنۍ ځینو غړي ویلي و، چې هغه ته دې د مدافع وکیل نیولو حق ورکړل شي.
ځايي سرچینو د چنګاښ پر ۹مه افغاستان انټرنشنل ته ویلي و، چې طالبانو د پکتیکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د عبدالعلیم خاموش په نوم د لیسې یو ښوونکی د عصري علومو د اهمیت د بیانولو له امله زنداني کړی دی.
هغه مهال سرچینو ویلي و، چې عبدالعلیم خاموش د طالبانو سیمه ییزې محکمې په دوه کاله بند محکوم کړی دی.
ځايي سرچینو ویلي و، «نوموړي د ایران او اسراییل د جګړې پرمهال په ټولګي کې خپلو شاکردانو ته ویلي و، چې د دیني زده کړو په پرتله عصري علوم زیات اهمیت لري.»
له دې وروسته د طالبانو د ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبانو نوموړی ونیوه او زندان ته یې واچاوه.
د طالبانو له خوا د اعدام په سزا محکوم شوي ښوونکي عبدالعلیم خاموش خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې نوموړي د پېغمبر او مقدساتو سپکاوی نه دی کړی، بلکې یوازې عصري علومو ته د ارزښت ورکولو له امله په اعدام محکوم دی. دوی ټینګار کوي چې پر هغه لګول شوي تورونه ناسم او بېاساسه دي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر د چنګاښ پر ۲۶مه پر خپل اېکس لیکلي و، چې د عبدالعلیم خاموش په نوم د یاد ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ اوسېدونکی، د دیني علماوو او د دې ډلې د محتسبینو د شکایتونو پر بنسټ نیول شوی. هغه زیاته کړه، چې نوموړی د خپل جرم تر منلو وروسته محکمې ته معرفي شوی.
د خیبر په وینا، د پکتیکا ابتدایي محکمې تر څېړنو وروسته پرېکړه کړې چې عبدالعلیم باید اسلام او پیغمبر ته د سپکاوي په تور اعدام شي.

د طالبانو ویاند د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوولانو سره په لیدنه کې ویلي، چې هڅه به وکړي د افغان خبریالانو او رسنیو پر وړاندې شته ستونزې اوارې کړي.
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې نن یکشنبه د «وږي ۹مه» وویل، چې په دې ناسته کې په افغانستان کې د رسنیو پر عمومي وضعیت، د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې په پرتو ستونزو، کره اطلاعاتو ته د خبریالانو پر لاسرسي، د خبریالانو خوندیتوب او یو شمېر نورو مواردو خبرې اترې وشوې.
دې کمیټې ددې کتنې د بحث جزئیات نه دي خپاره کړي.
د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو راهیسې سلګونه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د طالبانو د بندیزونو او محدودیتونو له امله هېواد پرېیښی، چې په دې لړ کې لسګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په ګاونډیو هېوادونو کې په دې تمه شپې او ورځې تېروي چې، اروپایي او امریکایي هېوادونو کې یې د پناه غوښتنې دوسیې ومنل شي.
د طالبانو استخباراتو په وار، وار خبریالان نیولي، ځورولي او شکنجه کړي دي.