ندا محمد ندیم له زده کړیالانو وغوښتل چې د افغانستان د دوښمنانو «دسیسو» ته پام ونه کړي

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د یکشنبې په ورځ (د وږي ۹مه) د غزني تخنیکي پوهنتون د اتمې دورې په فراغتغونډه کې له تازه فارغو شویو زده کړیالانو وغوښتل، چې د افغانستان د دوښمنانو «دسیسو» او بې ځایه «تبلیغاتو» ته پام ونه کړي او په خپل هېواد کې پاتې شي.