د کندهار له هوايي ډګر څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هغوی د دغه لوی هوايي ډګر لپاره شاوخوا ۵۰ کانټينره پرزې، پرمختللي وسایل، موټر او نور تجهیزات پرېښودل. د کندهار له سقوط وروسته طالب چارواکو او هبت الله ته نږدې کسانو دغه پرزې او موټر چور کړل او یا یې هم پاکستان ته ولېږدول.
د جمهوریت پر مهال د کندهار د هوايي ډګر یوه پخواني مسوول د خپل نوم د پټ ساتلو په شرط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هغوی د دغه ستر هوايي ډګر لپاره شاوخوا ۵۰ کانټینره پرزې او نور تجهیزات پرېښي وو. د نوموړي په خبره، یادې پرزې او نور تجهیزات دومره زیات وو چې دشاوخوا ۱۵ کلونو لپاره یې د دغه هوایي ډګر اړتیاوې پوره کولې. ده وویل: «د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال هغوی موږ ته په لسګونه کانټینره پرزې پرېښودلې، چې زموږ د شاوخوا ۱۵ کلونو اړتیاوې یې راپوره کولې، خو اوس هېڅ نه شته او ټول چور شوي دي.» دوه میلیارده ډالر پانګونه د جمهوریت پر مهال د کندهار د هوايي ډګر د دغه مسوول په خبره، یوازې د کندهار په هوايي ډګر کې بهرنیو ځواکونو د شاوخوا ۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت پانګونه کړې وه. دغه پانګونه د هوايي چلند په پنځو برخو لکه، هوا پېژندنه، ټاور او د الوتنو کنټرول، ټرافیک او مخابره، اطفاییه او انجنیرۍ په برخو کې شوې وه. د دې ترڅنګ، د ډګر رنوې، ټکسيوې او ۲۴ رمپونه هم جوړ شوي وو. د یادې سرچینې په وینا، یاد تجهیزات چې د کندهار هوايي ډګر په واک کې ورکړل شوي وو، په کابل نه وو او ان په سیمه کې هم کمساري وو.
د پرزو او دستګاوو زېرمه دغه مسوول زیاتوي، چې د ټولو دستګاوو لپاره اضافي پرزې او ان نوې دستګاوې په کانټینرونو کې ساتل شوې وې، څو د فعالو دستګاوو د خرابېدو پر مهال یې ژر ورغوي او یا هم نوې دستګاه ولګوي. هغه زياته کړه: «ان ځینې نوې دستګاوې په کانټینرونو کې پرتې وې، چې د فعاله هغو د خرابېدو په صورت کې موږ کولای شوای په بشپړه توګه نوې دستګاه نصب کړو.» کندهار هوايي ډګر چې د سیمې له سترو هوايي ډګرونو شمېرل کېده، د مسلکي بشري ځواک په موجودیت کې د ورځې له ۵۰۰ تر ۸۰۰ پروازونو د ترسره کولو وړتیا لرله. د سرچینې په خبره، په دغه هوايي ډګر کې د بار وړونکو الوتکو (کارګو) لپاره هم بشپړ امکانات برابر شوي وو. د دغه پخواني مسوول په وینا، دا ټول تجهیزات په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو له خوا لوټل شوي او پاکستان ته وړل شوي دي. هغه زیاتوي: «ان تر ۶۰۰ زیات موټران چې د بهرنیو ځواکونو له خوا کارول کېدل هم طالبانو لوټ کړي او پاکستان ته یې وړې دي او دا داسې موټران وو چې پخواني دولتي چارواکي هم پکې نه وو ګرځېدلي.» د چارواکو نومونه او د چور داستان د کندهار د سقوط پر مهال دغه تجهیزات د طالبانو د ځینو لوړپوړو چارواکو تر منځ د وېش موضوع ګرځېدلې وه. د جمهوریت د یاد مسوول په وینا، د کندهار د لوټلو په دې چور کې د کندهار ولایت لپاره د طالبانو د وخت والي یوسف وفا، د هغه وخت د استخباراتو رییس ملا عبدالرشید منیب، د ملا اختر محمد منصور زوی ملا فتحالله منصور، پخوانی امنیه قوماندان ملا عبدالغفار محمدي او ځیني نور کسان شامل وو. د دې تجهیزاتو او د یوناما د امنیت ساتنې او هغوی ته د ساتونکو ورکولو پر سر هم یوسف وفا، ملا عبدالغفار محمدي او ملا عبدالرشید منیب تر منځ څو ځله هغه وخت نښتې هم شوې وې، چې یوه کې یې مرګ ژوبله هم رامنځته شوې وه. د ناټو او امریکايي ځواکونو پرېښودل شوي تجهیزات د نړۍوالو راپورونو له مخې، د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو پر مهال د شاوخوا ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات په افغانستان کې پاتې شول. د دې تجهیزاتو لویه برخه په کندهار هوايي ډګر کې ځای پر ځای شوې وه او په کې پرمختللي مخابراتي او راداري سیستمونه، د هوا پېژندنې پرمختللي وسایل، د شپې لید وسایل (Night-vision) او حرارتي کمرې، د پروازونو د کنټرول کمپیوټري سیستمونه، د اطفایې او انجنیرۍ اړوند ماشینونه، نظامي او ملکي موټر او دې ته ورته نور تجهیزات شامل وو. ډېری دغه تجهیزات طالبانو ولکه کړل او بیا وروسته پاکستان ته ولېږدول شول، چېرې چې د وسله والو ډلو له خوا کارول کېږي. د کندهار هوايي ډګر چې د بهرنیو ځواکونو د حضور پر مهال تر بګرام پوځې اډې را وروسته د افغانستان تر ټولو پرمختللی او ستر هوايي مرکز ګڼل کېده، نن ورځ د لوټل شویو تجهیزاتو له امله یوازې نوم یې ورپاتې دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د بي بي سي انګریزۍ څانګې هم د یوې نوې څېړنې له مخې ویلي، شاوخوا ۵۰۰ زره امریکایي وسلې چې د افغانستان مخکېني جمهوري حکومت له سقوط وروسته د طالبانو لاس ته ورغلې وې، اوس ورکې دي، یا پر ځینو ترهګرو ډلو پلورل شوي او یا هم قاچاق شوې دي.