• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د می دویمه

د خېبرپښتونخوا حکومت د افغانستان زلزله‌ځپلو ته د مرستو ۳۵ لارۍ استوي

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۱۴ GMT+۱

د خېبرپښتونخوا صوبایي حکومت د افغانستان زلزله‌ځپلو ته د مرستو د لېږلو په موخه غونډه کړې او ۳۵ لارۍ مرستې یې د طالبانو قونسلګرۍ ته سپارلې دي. په دې مرستو کې درمل، خیمې، ترپالونه، توشکې او کمپلې شاملې دي.

د خېبرپښتونخوا حکومت د سې شنبې په ورځ (د وږي ۱۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان د زلزله‌ځپلو کورنیو لپاره یې دوې لارۍ درمل، ۱۰۰۰ ژمنۍ او د اوسېدو خیمې، ۱۰۰۰ ترپالونه، ۱۵۰۰ توشکونه، ۳۰۰۰ بالښتونه، ۲۰۰۰ کمپلې شاملې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا مرستې د زلزله‌ځپلو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ورکړل شوې دي.

په غونډه کې د خېبرپښتونخوا صوبایي حکومت د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي او تسلیت هم څرګند کړی دی.

د صوبايي حکومت چارواکو ویلي، چې مرسته به تر هغو دوام ولري ترڅو چې د ځپل شویو کورنیو لومړنۍ اړتیاوې پوره کېږي.

طالبانو د خېبرپښتونخوا حکومت له هڅو ستانه کړې او دا یې د دواړو هېوادونو د ورورۍ او ښو اړیکو نښه ګڼلې.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

۵

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو امنيتي او تصفيوي کمېسيون د زلزله‌ځپلو د مرستو په تړاو غونډه وکړه

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۸ GMT+۱

د طالبانو د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون د مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله د زیانمنو شویو د مرستو په اړه غونډه کړې ده.

یاد کمېسیون په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د غونډې ګډونوالو د ختيځ زون په ولايتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله د رامنځته شويو ځاني او مالي زيانونو په اړه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې.

د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد ویلي: «د زلزله‌ ځپلو درد او غم د ټول ولس ګډ غم دی، امنيتي ځواکونه به د خلکو تر څنګ تر هغه وخته پاتې شي، څو د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره لازم اقدامات ترسره نه شي.»

په خبرپاڼه کې راغلي، چې اړونده ادارو ته جدي لارښوونې وشوې، ترڅو د بېړنيو مرستو د رسولو بهير چټک کړي او د زلزله‌ځپلو د ژوند د عادي کېدو لپاره هر اړخيز عملي ګامونه پورته کړي.

ویل کېږي، چې د غونډې په پاې کې ټینګار شوی چې د طالبانو د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو په ګډون ټول امنيتي او ملکي ارګانونه دې د ولس خدمت د لومړيتوب په توګه په ګډه او بشپړه همغږۍ خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د زلزله‌ځپلو لپاره د هند د بېړنیو مرستو لومړۍ جوپه کابل ته ورسېده

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۸ GMT+۱

د هند حکومت د افغانستان د وروستۍ زلزلې له امله د رامنځته شوي ناورین د اغېزو د کمولو په موخه د بېړنیو بشري مرستو لومړۍ جوپه کابل ته ولېږله.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دغه ۲۱ ټنه مرستې نن د هوا له لارې په یوه الوتکه کې کابل ته رسېدلې دي.

په دې مرستو کې کمپلې، خیمې، د حفظ‌الصحې کېټونه، د اوبو د زېرمه کولو وسایل، جنراتورونه، د پخلنځي لوښي، اوبه پاکوونکې دستګاوې، د خوب کڅوړې، اړین درمل، ویلچیرونه، لاس پاکوونکي مایعات، د اوبو پاکولو درمل او نور طبي توکي شامل دي.

هند ټینګار کړی، چې د افغانستان د زلزله‌ځپلو خلکو د مرستې بهیر به یوازې په دې مرستو محدود نه وي، بلکې په راتلونکو ورځو کې به د وضعیت د ارزونې له مخې نورې بشري مرستې هم واستول شي.

دغه بشري مرسته په داسې حال کې کابل ته رسېږي، چې د شنبې او یکشنبې د شپې په خونړۍ زلزله کې په سلګونو کسان مړه او زرګونه نور ټپیان او بې‌کوره شوي دي.

د طالبانو د چارواکو په وینا، یوازې په کونړ ولایت کې په سلګونو کورونه ویجاړ شوي او د مرستو رسول له جدي ستونزو سره مخ دي.

ترکیه نن ماښام په کونړ کې زرو زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي توکي لېږدوي

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۶ GMT+۱

د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (تیکا) د ۷۰ کیلوګرامه خوراکي توکو د کڅوړو یوه جوپه برابره کړې چې اوړه، وریژې، غوړي، بوره، چای او د پخلنځي اړین وسایل پکې شامل دي. دغه مرستې به نن ماښام د کونړ زلزله‌ځپلو سیمو ته واستول شي او زر کورنۍ به ترې برخمنې شي.

په افغانستان کې د ترکیې سفارت ویلي چې د دواړو هېوادونو د تاریخي ورورولۍ او دوستۍ پر بنسټ د زلزله‌ځپلو افغانانو زخمونو ته د مرهم کېدو هڅې د خپلې کاري اجنډا په سر کې نیسي.

د اعلامیې له مخې، د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ اداره (تیکا) د ۷۰ کیلوګرامه خوراکي توکو یوه جوپه برابرې کړې چې اوړه، وریجې، غوړي، بوره، چای او د پخلنځي اړین وسایل پکې شامل دي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه مرستې به نن ماښام زلزله‌ځپلو سیمو ته واستول شي او زر کورنۍ به ترې برخمنې شي.

خبرپاڼه زیاتوي، په ورته وخت کې د ترکیې سرې میاشتې له تېرې شپې راهیسې په اغېزمنو سیمو کې د ګرمو خوړو وېش پیل کړی دی او د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې په همغږۍ د طبي وسایلو او درملو د برابرولو پلان هم شته.

اروپايي ټولنه له افغان زلزله ځپلو سره یو ملیون یورو او د ۱۳۰ ټنه خوراکي توکو مرسته کوي

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۸ GMT+۱

اروپايي ټولنې له افغان زلزله ځپلو سره د بیړنیو مرستو په برخه کې یو ملیون یورو تصویب کړې. سربیره پردې، اروپايي ټولنه به له خپلو بشري زیرمو څخه شاوخوا ۱۳۰ ټنه بېلابیل توکي مرسته وکړي. ټولنې د کوپرنیکوس سپوږمکۍ خدمات فعال کړي څو بیړنۍ نقشې تولید کړي.

د چمتووالي او بحران مدیریت لپاره د اروپايي ټولنې کمیشنرې په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي، چې مرسته شوې پیسې به د بشري مرستو هغو شریکانو ته ورکړل شي چې دمخه یې هلته د مرستې عملیات پیل کړي دي.

هغې زیاته کړه، چې د کوپرنیکس سپوږمکۍ خدمت یې فعال کړي څو بیړنۍ نقشې تولید کړي.

طالبانو په کونړ کې له زلزله ځپلو سره د مرستو د همغږۍ کمېټه جوړه کړې

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزرات وايي، په کونړ کې د روغتیايي خدمتونواو نورو اړینو اسانتیاوو د غوره مدیریت، سمون او تنظیم په موخه یې د خاص کونړ ولسوالۍ په نظامي قرارګاه کې د همغږۍ یوه کمېټه جوړه کړې. دغه کمېټه د یو ګرځنده روغتیايي مرکز او یو کمپ پر جوړولو کار کوي.

یاد وزارت زیاتوي چې دغه کمېټه د سرې میاشتې ټولنې، د ولایت مقام او اړوندو مرستندویه موسسو په همکارۍ جوړه شوې ده.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې یاده ګډه کمېټه به په دې قرارګاه کې د خوراکي توکو د مرستو د منظم جلب او عادلانه وېش تر څنګ د یو ګرځنده روغتیايي مرکز او یو کمپ په جوړولو کار وکړي.

د یاد وزارت په وینا، دغه کمېټه او کمپ به د زلزله ځپلو لپاره د لومړنیو او بېړنیو روغتیايي خدمتونو زمینه برابره کړي.