• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د می دویمه

د زلزله‌ځپلو لپاره د هند د بېړنیو مرستو لومړۍ جوپه کابل ته ورسېده

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۸ GMT+۱

د هند حکومت د افغانستان د وروستۍ زلزلې له امله د رامنځته شوي ناورین د اغېزو د کمولو په موخه د بېړنیو بشري مرستو لومړۍ جوپه کابل ته ولېږله.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دغه ۲۱ ټنه مرستې نن د هوا له لارې په یوه الوتکه کې کابل ته رسېدلې دي.

په دې مرستو کې کمپلې، خیمې، د حفظ‌الصحې کېټونه، د اوبو د زېرمه کولو وسایل، جنراتورونه، د پخلنځي لوښي، اوبه پاکوونکې دستګاوې، د خوب کڅوړې، اړین درمل، ویلچیرونه، لاس پاکوونکي مایعات، د اوبو پاکولو درمل او نور طبي توکي شامل دي.

هند ټینګار کړی، چې د افغانستان د زلزله‌ځپلو خلکو د مرستې بهیر به یوازې په دې مرستو محدود نه وي، بلکې په راتلونکو ورځو کې به د وضعیت د ارزونې له مخې نورې بشري مرستې هم واستول شي.

دغه بشري مرسته په داسې حال کې کابل ته رسېږي، چې د شنبې او یکشنبې د شپې په خونړۍ زلزله کې په سلګونو کسان مړه او زرګونه نور ټپیان او بې‌کوره شوي دي.

د طالبانو د چارواکو په وینا، یوازې په کونړ ولایت کې په سلګونو کورونه ویجاړ شوي او د مرستو رسول له جدي ستونزو سره مخ دي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

۵

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

•
•
•

نور کیسې

ترکیه نن ماښام په کونړ کې زرو زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي توکي لېږدوي

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۶ GMT+۱

د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (تیکا) د ۷۰ کیلوګرامه خوراکي توکو د کڅوړو یوه جوپه برابره کړې چې اوړه، وریژې، غوړي، بوره، چای او د پخلنځي اړین وسایل پکې شامل دي. دغه مرستې به نن ماښام د کونړ زلزله‌ځپلو سیمو ته واستول شي او زر کورنۍ به ترې برخمنې شي.

په افغانستان کې د ترکیې سفارت ویلي چې د دواړو هېوادونو د تاریخي ورورولۍ او دوستۍ پر بنسټ د زلزله‌ځپلو افغانانو زخمونو ته د مرهم کېدو هڅې د خپلې کاري اجنډا په سر کې نیسي.

د اعلامیې له مخې، د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ اداره (تیکا) د ۷۰ کیلوګرامه خوراکي توکو یوه جوپه برابرې کړې چې اوړه، وریجې، غوړي، بوره، چای او د پخلنځي اړین وسایل پکې شامل دي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه مرستې به نن ماښام زلزله‌ځپلو سیمو ته واستول شي او زر کورنۍ به ترې برخمنې شي.

خبرپاڼه زیاتوي، په ورته وخت کې د ترکیې سرې میاشتې له تېرې شپې راهیسې په اغېزمنو سیمو کې د ګرمو خوړو وېش پیل کړی دی او د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې په همغږۍ د طبي وسایلو او درملو د برابرولو پلان هم شته.

اروپايي ټولنه له افغان زلزله ځپلو سره یو ملیون یورو او د ۱۳۰ ټنه خوراکي توکو مرسته کوي

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۸ GMT+۱

اروپايي ټولنې له افغان زلزله ځپلو سره د بیړنیو مرستو په برخه کې یو ملیون یورو تصویب کړې. سربیره پردې، اروپايي ټولنه به له خپلو بشري زیرمو څخه شاوخوا ۱۳۰ ټنه بېلابیل توکي مرسته وکړي. ټولنې د کوپرنیکوس سپوږمکۍ خدمات فعال کړي څو بیړنۍ نقشې تولید کړي.

د چمتووالي او بحران مدیریت لپاره د اروپايي ټولنې کمیشنرې په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي، چې مرسته شوې پیسې به د بشري مرستو هغو شریکانو ته ورکړل شي چې دمخه یې هلته د مرستې عملیات پیل کړي دي.

هغې زیاته کړه، چې د کوپرنیکس سپوږمکۍ خدمت یې فعال کړي څو بیړنۍ نقشې تولید کړي.

طالبانو په کونړ کې له زلزله ځپلو سره د مرستو د همغږۍ کمېټه جوړه کړې

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزرات وايي، په کونړ کې د روغتیايي خدمتونواو نورو اړینو اسانتیاوو د غوره مدیریت، سمون او تنظیم په موخه یې د خاص کونړ ولسوالۍ په نظامي قرارګاه کې د همغږۍ یوه کمېټه جوړه کړې. دغه کمېټه د یو ګرځنده روغتیايي مرکز او یو کمپ پر جوړولو کار کوي.

یاد وزارت زیاتوي چې دغه کمېټه د سرې میاشتې ټولنې، د ولایت مقام او اړوندو مرستندویه موسسو په همکارۍ جوړه شوې ده.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې یاده ګډه کمېټه به په دې قرارګاه کې د خوراکي توکو د مرستو د منظم جلب او عادلانه وېش تر څنګ د یو ګرځنده روغتیايي مرکز او یو کمپ په جوړولو کار وکړي.

د یاد وزارت په وینا، دغه کمېټه او کمپ به د زلزله ځپلو لپاره د لومړنیو او بېړنیو روغتیايي خدمتونو زمینه برابره کړي.

سرچینې: کونړ کې د ښځینه روغتیاپالو د کمښت له کبله شپږ مېندواره مېرمنې مړې شوې دي

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۵ GMT+۱

په کونړ کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې دغه زلزله ځپلې مېندواره مېرمنې د کونړ په روغتونونو کې د روغتیایي اسانتیاوو او ښځینه روغتیاپالو د کمښت له کبله مړې شوې دي.

د سرچینو په خبره؛ له پراخو ژمنو سره، سره لاهم سیمې ته لومړنۍ او په ځانګړې توګه روغتیایي مرستې نه دي رسېدلې او خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

سرچینو همدا راز ویلي، چې د څوکۍ ولسوالۍ په ځپل شویو کلیو او بانډو کې خلک د څښاک لپاره د پاکو اوبو له سخت کمښت سره مخ دي چې باید له ځنډ پرته ورته رسېدنه وشي.

سرچینې وايي، که څه هم د ژغورنې ځینې ډلې په سیمه کې په عملیاتو بوختې دي؛ خو پراخې ویجاړۍ او د دغو ډلو کمښت ته په پام لاهم ډېری مړي او ټپیان تر خاورو لاندې دي.

الوتکو کې د طالبانو سفرونو ته د خلکو غبرګون: د دوی پرځای دې په الوتکو کې ټپیان ولېږدول شي

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۱ GMT+۱

تازه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت لپاره د یادې ډلې د وزیر نور جلال جلالي په مشرۍ یو پلاوي په سیمه کې د روغتیايي اسانتیاوو د ارزونې په موخه کونړ ته سفر کړی؛ خو ځايي خلک بیا وايي، چې د چارواکو د ورتګ پرځای دې په الوتکو کې ټپیان ولېږدول شي.

د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ثناءالله «مستعارنوم» چې په سیمه کې د ژغورنې په عملیاتو بوخت دی وايي، د چارواکو پرله‌پسې ورتګ هېڅ ګټه نه کوي او په کار ده چې ټول امکانات دې د ژغورنې په چارو متمرکز شي.

هغه وایي:« له مزار درې ور هاخوا څو کلي داسې دي، چې په بشپړ ډول له‌منځه تللي او د ځمکې له لارې ورتګ ورته ګران دی. زما مشوره طالب چارواکو ته دا ده، چې خپله دې نه راځي؛ بلکې ټولې الوتکې دې همدې ته وقف کړي، چې خلک وباسي او لومړني توکي دې را ورسوي.»

تر دې وړاندې هم بېلابېلو طالب چارواکو د افغانستان په ختیځ کې زلزله ځپلو سیمو ته د خپلو سفرونو په اړه خبر ورکړی و، چې تر ډېره د هوا له لارې تللي وو.