• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د می دویمه

الوتکو کې د طالبانو سفرونو ته د خلکو غبرګون: د دوی پرځای دې په الوتکو کې ټپیان ولېږدول شي

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۱ GMT+۱

تازه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت لپاره د یادې ډلې د وزیر نور جلال جلالي په مشرۍ یو پلاوي په سیمه کې د روغتیايي اسانتیاوو د ارزونې په موخه کونړ ته سفر کړی؛ خو ځايي خلک بیا وايي، چې د چارواکو د ورتګ پرځای دې په الوتکو کې ټپیان ولېږدول شي.

د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ثناءالله «مستعارنوم» چې په سیمه کې د ژغورنې په عملیاتو بوخت دی وايي، د چارواکو پرله‌پسې ورتګ هېڅ ګټه نه کوي او په کار ده چې ټول امکانات دې د ژغورنې په چارو متمرکز شي.

هغه وایي:« له مزار درې ور هاخوا څو کلي داسې دي، چې په بشپړ ډول له‌منځه تللي او د ځمکې له لارې ورتګ ورته ګران دی. زما مشوره طالب چارواکو ته دا ده، چې خپله دې نه راځي؛ بلکې ټولې الوتکې دې همدې ته وقف کړي، چې خلک وباسي او لومړني توکي دې را ورسوي.»

تر دې وړاندې هم بېلابېلو طالب چارواکو د افغانستان په ختیځ کې زلزله ځپلو سیمو ته د خپلو سفرونو په اړه خبر ورکړی و، چې تر ډېره د هوا له لارې تللي وو.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

حیدري:د شانګهای سازمان غړو هېوادونو تراوسه له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره اقدام نه‌دی کړی

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۰ GMT+۱

په سریلانکا کې د افغانستان پخواني سفیر او د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان مشر محمد اشرف حيدري ویلي، چې د شانګهای سازمان غړو هېوادونو تراوسه افغانستان ته د ژغورنې ډلې نه‌دي استولې او په دې اړه اقدامات پېکه دي.

نوموړي نیوکه کړې، چې د شانګهای سازمان غړي هېوادونه او مشران په داسې حال کې چین کې غونډه کوي چې په ګاونډ کې یې افغانستان د مرګونې زلزلې له کبله له ننګونو سره مخ دی او خلک لاهم د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي ویلي، چې اوس افغانستان د طبیعي پېښو د مدیریت وس نه‌لري او دا یوازې د بې‌غورۍ پایله نه‌ده؛ بلکې د هغه بغاوت پایله ده، چې په تېرو دوو لسیزو کې د دولتي بنسټونو له‌منځه وړلو لامل شوي دي.

د نوموړي په خبره؛ په افغانستان کې د شوي بغاوت چې د شانګهای سازمان ځینو غړو هم ترې ملاتړ کړی افغانستان داسې بې‌وسه حالت ته رسولی دی.

ملګري ملتونه:ژمی په چټکۍ سره راروان دی او د بېړني ملاتړ پرته د ډېرو ژوند له ګواښ سره مخ دی

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۵ GMT+۱

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان په ختیځ کې مرګونې زلزلې بشپړ کلي له‌منځه وړي او دا مهال ډېری کسان له سرپناه پرته شپې سبا کوي. دوی وایي، ژمی په چټکۍ سره راروان دی او د بېړني ملاتړ پرته د ډېرو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې د هوا په سړېدو سره خلک له جدي ګواښ سره مخامخ دي او که بېړنۍ مرستې ونه‌شي؛ د ډېرو ژوند به له ګواښ سره مخ شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ همدا راز په افغانستان کې لوږې او بې‌وزلۍ ته په اشارې سره ویلي، چې سږکال د نږدې دوه نیم مېلیونه کډوالو راتګ په افغانستان کې کړکېچ لاپسې ژور کړی دی.

دوی پر مرستندویه بنسټونو او نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې له ځنډ پرته دې په افغانستان کې د خلکو او په ځانګړې توګه د زلزله ځپلو لاسنیوی وکړي.

برېتانیا د افغانستان د زلزله‌ځپلو لپاره د یو میلیون پونډو بېړنۍ مرسته ځانګړې کړې ده

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۳۲ GMT+۱

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ ویجاړونکې زلزلې له امله د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې یو میلیونه پونډ ځانګړي کړي دي. دغه مرستې د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) له لارې لګول کېږي.

د دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له دې پیسو به ګرځنده روغتیايي ټیمونه جوړ شي، د بېړنیو حالاتو لپاره طبي کېټونه برابرېږي، ښځو ته د ځانګړو حفظ‌الصحې کېټونه وېشل کېږي او هغو کورنیو ته چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي، د موقتي سرپناه زمینه برابرېږي.

دا مرستې په داسې حال کې اعلان شوې، چې د یکشنبې په شپه (د وږي ۹مه) د افغانستان په ختیځ کې زلزلې سختې ویجاړتیاوې رامنځته کړې دي.

د طالبانو د چارواکو په وینا، تر اوسه لږ تر لږه ۸۰۰کسان مړه شوي او شاوخوا ۲۸۰۰نور ټپیان دي. د ملګرو ملتونو د لومړنیو ارزونو له مخې، له ۱۲زرو څخه زیات کسان بې‌کوره شوي او د ښوونځیو، کلینیکونو او نورو بنسټیزو اسانتیاوو د ړنګېدو له امله له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

برېتانیا ویلي، چې د ښځو او ماشومانو اړتیاوو ته به ځانګړې پاملرنه کېږي، ځکه چې هغوی د طبیعي ناورینونو پر مهال تر ټولو زیات زیان ویني.

د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو شریکانو سره به د همکارۍ له لارې د افغانستان د زلزله‌ځپلو د ژوند ژغورنې هڅې ملاتړ ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍوالې ټولنې په ګډون د ایران، پاکستان، ترکیې، سعودي عربستان، قطر او د ملګرو ملتونو سرمنشي له افغانستان سره د مرستې او خواخوږۍ پیغامونه استولي دي.

سره له دې، نړۍوالو مرستندویو بنسټونو ویلي، چې د طالبانو د محدودوونکو پالیسو له امله د مرستو رسونه له ستونزو سره مخ ده او که بېړنی نړۍوال اقدام ونه شي، بشري ناورین به لا پسې پراخ شي.

له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې سرپرست د مزار درې زلزله‌ځپلي «ودېرو» کلي ته تللی

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۲۵ GMT+۱

له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې سرپرست نورالدین ترابي د یوه تخنیکي او مجهز پلاوي په مشرۍ د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۰مه) د نورګل ولسوالۍ د مزار درې زلزله‌ځپلي «ودېرو» کلي ته لاړ.

د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې، نورالدین ترابي په زلزله‌ځپلې سیمه کې د زیانمنو کورنیو له غړو سره وکتل او زیانمنو ته د رسېدنې چارو لپاره یې بېلابېلې کمېټې وټاکلې.

نوموړي د کمېټې غړو ته لارښوونه وکړه، چې د هرې سیمې قربانیان او ټپیان باید په بېړني توګه له وېجاړو شویو کورونو را و اېستل شي او ټپیان دې ژر تر ژره د ننګرهار ولایت روغتونونو ته ولېږدول شي.

ویل کېږي، چې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې اړوند ټیمونه د کونړ په زلزله‌ځپلو سیمو کې لا هم د لټون او ژغورنې په عملیاتو بوخت دي او د یادې ادارې په وینا، د اړینو بشري مرستو کاروان زلزله‌ځپلو سیمو ته پر لاره دی.

د کرېکټ ملي لوبغاړي عظمت الله عمرزي د تېرماښام بریا د زلزله‌ځپلو په نوم کړه

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۲ GMT+۱

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي عظمت الله عمرزي په درې اړخیزو سیالیو کې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د افغان اتلانو بریا د زلزله‌ځپلو په نوم کړه.

عظمت الله عمرزي په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «د نن ورځې بریا د افغانستان د تېرې شپې د ویجاړونکې زلزلې د شهیدانو، ژوندي پاتې شویو او د هغوی د خپلوانو لپاره ده. زموږ زړونه له زیانمنو سره دي.»

د کرېکټ ملي لوبغاړو تېرماښام د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د درې اړخیزې لوبلړۍ د خپلې دویمې لوبې له پیل مخکې د کونړ د زلزله‌ځپلو کورنیو مړه شویو روح ته دعا وکړه او د ټپیانو د بشپړې او بېړنۍ روغتیا لپاره لاسونه لپه کړل.

د یادونې وړ ده، چې افغان اتلانو د درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې تېر ماښام، (دوشنبه د وږي ۱۰مه) په خپله دویمه سیالۍ کې کوربه متحده عربي اماراتو ته د ۳۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.