• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د می دویمه

د کونړ زلزله‌ځپلو ته د قطر بشري مرستې ورسېدې

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۴ GMT+۱

د قطر د امیر شېخ تمیم بن حمد ال ثاني، په لارښوونه د دغه هېواد بشري مرستې په څلورو الوتکو کې کابل ته ورسېدې. په دې مرستو کې ګرځنده روغتیايي مرکزونه، طبي تجهیزات، د استوګنې لپاره اړین توکي او یو شمېر نور توکې شامل وه.

د قطر د امیر شېخ تمیم بن حمد ال ثانې په لارښوونه د درملو او تجهیزاتو څلور الوتکې د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۲مه) کابل ته ورسېدې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه مرستې د قطر د پراختیايي صندوق له خوا برابرې شوې او شاوخوا ۱۱ زره اړمنو کسانو ته به ورسېږي.

د قطر دولت د دې مرستو په اړه ویلي: «یادې مرستې د قطر دولت له خوا د هوايي پُل د عملیاتو یوه برخه ده، چې موخه‌ یې د افغان ورور ملت له کړاوونو سره مرسته ده.»

افغانستان ته د قطر د پلاوي او د مرستو رسولو مشري د دغه هېواد د نړۍوالې همکارۍ د دولت وزیرې مریم بنت علي بن ناصر المسند کوله.

دوی ویلي، چې له افغانانو سره دا مرستې د دوامداره ملاتړ په چوکاټ کې تر سره کېږي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره له مرستندویه ادارو د بېړنۍ همکارۍ غوښتنه کړې

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۱ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د سرې میاشتې ادارې د سره صلیب له کمېټې او د نړۍوال فدراسیون له مسوولینو څخه د زلزله‌ځپلو کورنیو لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده. په ناسته کې له زلزله‌ځپلو کورنیو سره د بشري مرستو پر زیاتوالي ټينګار شوی.

د طالبانو تر واک لاندې د افغان سرې میاشتې ادارې د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۲مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې شهاب الدین دلاور د زلزله‌ځپلو کورنیو لپاره د نړۍوالو مرستندویه ادارو څخه د همکارۍ غوښتنه کړې.

شهاب الدین دلاور د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له مشرې کترینا ریتز او د نړۍوال فدراسیون له مشر جي سینګال سره په ناسته کې د زلزله‌ځپلو وضعیت ارزولی او ټينګار یې کړی، چې د قربانیانو له کورنۍ سره دې بشري مرستې زياتې شي.

د دواړو مرستندویه ادارو مسوولینو د همکارۍ ډاډ ښودلی.

پر طالبانو نیوکه کېږي، چې تر ډېره له زلزله‌ځپلو سره د هر اړخېزې مرستې لپاره منظم پلان نه لري او تر ډېره تکیه پر خوراکي توکو ده.

تېره ورځ ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي و، چې طالبان یو شمېر روغتيايي ډلو ته اجازه نه ورکوي، چې سیمې ته ولاړ شي.

طالبانو له دې روغتیايي ډلو غوښتی: «که په خوراکي برخه کې مرسته کوي، دوی ته یې وسپاري که نه نو په سیمه کې ډاکټرانو ته اړتیا نه شته.»

ترکیې د کونړ زلزله‌‌ځپلو ته ۲۵ ټنه بشري مرسته استولې ده

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۵ GMT+۱

ترکیې د ۲۵ ټنه مرستو یوه جوپه، چې د استوګنې توکي، د حفظ‌الصحې کېټونه او خوراکي مواد پکې شامل دي، کونړ ته لېږلې ده. دغه مرسته د تېرې یکشنبې د شپې د ۶ درجې زلزلې له امله د طالبانو د بېړنۍ غوښتنې په ځواب کې ترسره شوې ده.

د ترکیې د افتونو او بېړنیو حالاتو ادارې چارواکي ویلي، چې دغه مرستې به د افغاني سرې میاشتې او د ترکیې د سرې میاشتې په همکارۍ زلزله‌‌ځپلو کورنیو ته ووېشل شي.

سيف ‌الدین کارابولوت، چې د یادې ادارې د نړیوالو بشري مرستو د څانګې مشر دی او د مرستو د لېږد مشري کوي رسنیو ته ویلي، چې کونړ د دې زلزلې تر ټولو سخت ځپل شوی ولایت دی.

د نوموړي په وینا، د ځایي چارواکو د وروستیو معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۱۴۵۷ کسان وژل شوي او له درې زره ډېر نور ټپيان دي.

کارابولوت زیاته کړه چې د ترکیې د ولسمشرۍ، د کورنیو چارو، د بهرنیو چارو او د ملي دفاع وزارتونو تر همغږۍ وروسته، دا مرستې د کایسري له ایرکیلت هوايي ډګر څخه د ترکیې د هوايي ځواکونو د A۴۰۰M پوځي الوتکې له لارې جلال اباد ته استول شوي.

په کابل کې چین سفارت د کونړ له زلزله ځپلو سره شاوخوا ۵۰ زره ډالره مرسته کړې

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۵ GMT+۱

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي اداره وايي، د چین سفارت، چینایي بنسټونو او د بهر مېشتو چینایانو د ټولنې له لوري راټول شوي ۳۵۰ زره یوان (شاوخوا ۵۰ زره ډالر) دې ادارې ته سپارل شوي، چې د کونړ له زلزله ځپلو سره په بیړنیو مرستو ولګول شي.

کابل کې د چین سفارت د چارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې باو شوهوی د افغانستان په خیتزو ولایتونو کې د زلزلې مرګ‌ژوبلې په اړه خواشیني دی.

هغه ویلي، چې چین د اړتیا له مخې هر ډول مرستې ته چمتو دی.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې رییس محمد عالم علمیار ویلي، چې «ریښتینی ملګری هغه دی چې په ستونزو کې تر څنګ وي.» هغه زیاته کړې، چې دا مرستې به په بشپړه توګه د بیړنیو مرستو او بیا رغونې لپاره وکارول شي.

طالبان وايي چې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو شمېر ۱۴۵۷ تنو ته لوړ شوی

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۹ GMT+۱

د طالبانو ویاند اعلان وکړ، چې د وروستۍ زلزلې له امله په ختیزو ولایتونو او کونړ کې د قربانیانو شمېر ۱۴۵۷ تنو او د ټپیانو شمېر ۳۳۹۴ تنو ته رسیدلی. د زلزلې له امله ۶۷۸۲ کورونه ویجاړ شوي دي.

د طالبانو د معلوماتو له مخې‌، د کونړ په زلزله کې ۶۷۸۲ کورونه ویجاړ شوي دي.

طالبانو ویلي، زیانمنو شویو سیمو ته یې د ژغورنې مسلکي ډلې لېږلې او د کونړ د زلزلې له امله ډیری زیانمنې شوې سیمې یې تر پوښښ لاندې راوستې دي.

طالبانو دغه راز ویلي، چې د زلزلې له امله د تړل شویو سیمو ځینې لارې یې هم د تګ راتګ پرمخ خلاصې کړې دي.

متحده عربي امارات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره خپل ټیم افغانستان ته ولېږه

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۲ GMT+۱

د متحده عربي امارات د ولسمشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان په لارښوونه نن (چارشنبه) د ګډو عملیاتو قوماندانۍ او د امارات د لټون او ژغورنې ټیم افغانستان ته استول شوی، څو په ختیزو سېمو کې له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.

د امارات خبري اژانس د راپور له مخې، دغې ډلې ته دنده سپارل شوې چې د هېواد ختیزو سیمو کې د لټون او ژغورنې عملیات ترسره کړي او له زیانمنو خلکو سره په مستقیم ډول مرسته وکړي.

دغه ډله به ختیزو سیمو ته له رسېدو سره سم خپله همکاري پیل کړي.

بل خوا د ننګرهار سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې ټاکل شوې د متحده عربي امارات اړوند یو شمېر الوتکې د افغانستان د ختیزو ولایتونو زلزله‌ځپلو ته د بشري مرستو کڅوړې ولېږدوي.په دغو مرستو کې اړین توکي، طبي درمل او د استوګنې خیمې شاملې دي.

د ننګرهار ولایت مقام پر اېکس پاڼې لیکلي، چې په همدې موخه د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی د امارات د ژغورنې او مرستو څانګې له مسوولینو سره یوځای د دغه ولایت هوايي ډګر وکوت، څو د اماراتي الوتکو د ناستې امکانات وارزول شي.