پر غزې د اسراییل د بریدونو دوام؛ نن د ۷ ماشومانو په ګډون ۱۹ نور فلسطینیان وژل شوي دي

د غزې روغتیا وزارت وایي، چې د جمعې په سهار (د وږي ۱۴مه) د استوګنې پر ودانیو، د بېځایه شویو فلسطینیانو پر خېمو او د غزې ښار په بېلابېلو نورو برخو د اسراييل په بریدونو کې د ۷ ماشومانو په ګډون ۱۹ فلسطینیان وژل شوي دي.