د کونړ ناورین

ملا برادر له څو ورځنۍ چوپتیا وروسته: د ختیځو ولایتونو له زلزله‌ځپلو سره په غم کې شریک یم

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له څو ورځنۍ چوپتیا وروسته نن (شنبه) په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، په ختیځو ولایتونو کې د زلزلې پر زیانونو او زیانمنو خواشینی دی. هغه په کونړ کې له مرګونې زلزلې وروسته د دغه ولایت پر ځای دشت لیلي ته تللی و.