• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوکراین د روسیې د نفتو نل لیکه او مسکو د کییف د کابینې ودانۍ په نښه کړې

۱۶ وږی ۱۴۰۴ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۴ GMT+۱

اوکراین اعلان کړی چې د روسیې په بریانسک سیمه کې یې د دروزبا نفتو نل لیکه ویشتلې ده. دغه ترانزیټي نل لیکه روسي تېل هنګري او سلواکیا ته رسوي. دغه برید په کیېف کې د اوکراین د کابینې پر یوې ودانۍ د روسیې د تېرې شپې له برید وروسته شوی.

د اوکراین هوايي ځواک وویل، چې روسیې د شپې مهال پر اوکراین ۸۰۵ بې‌پېلوټه الوتکې او ۱۳ توغندي توغولي، چې اوکرایني دفاعي واحدونو یې ۷۵۱ بې‌پېلوټه او څلور توغندي له منځه وړي دي.

دا له ۲۰۲۲ کال راهیسې پر اوکراین د روسیې تر ټولو ستر بې‌پېلوټه بریدونه ګڼل کیږي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې بریدونه یې د اوکراین د پوځي-صنعتي کمپلکس او ترانسپورت زیربناوو باندې کړي دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په تېره یوه اوونۍ کې څه باندې یو لک افغانان له ایران او پاکستانه ستانه شوي

۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۰ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېره یوه اوونۍ کې له ایران او پاکستانه ۱۰۷،۰۳۷ تنه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، چې د دغو کورنیو شمېر ۱۷ زره او ۴۲۹ ته رسېږي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د شنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) پر اېکس پاڼې لیکلي، چې د ستانه شویو افغان کډوالو سره یې نغدي، روغتیايي، ټرانسپورټي، اوبو او نورو برخو کې مرستې کړې دي.

نوموړي خپل حکومت ته «د ملا صاحبانو» خطاب کړی او د شفاف سیسټم ادعا یې کړې ده.

هغه لیکلي: «له اقتصادي بندیزونو سره-سره، د دومره سخاوتمندانه نغدي مرستو وېشل یوازې د ملا صاحبانو په حکومت کې امکان لري.»

د طالبانو له څلور کلنې واکمنۍ سره هم‌مهاله افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی، چې د کډوالۍ له ژور او جدي ناورین سره مخ دی. که څه هم افغانان له پخوا راهیسې په ځینو هېوادونو کې کډوال وو؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د کډوالېدو دغه کچه لا پراخه شوې ده.

د راپورونو پربنسټ؛ د طالبانو له بیا واکمنېدو سره څه باندې ۱۰ مېلیونه افغانان بې‌ځایه شوي او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ بیا ویلي، له سوریې وروسته افغانستان دویم هېواد دی چې په لوی شمېر کې یې وګړو (شپږ نیم مېلیونه کسانو) د پناه غوښتنې کړې دي.
که څه هم په دې اړه کره شمېرې په لاس کې نشته، چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته څومره کسان له افغانستانه وتلي؛ خو د کډوالۍ نړۍوال سازمان بیا ویلي، چې د ۲۰۲۳کال تر وروستیو څه باندې اته مېلیونه افغانانو د بېلابېلو لاملونو له کبله افغانستان پرېښی دی.
یاد سازمان ویلي، چې ډېری کسان د افغانستان دوو ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران ته تللي دي.
د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت بیا ویلي، چې له ایران، پاکستان او ترکیې یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې دوه مېلیونه افغان کډوال افغانستان ستانه شوي او دغه لړۍ لاهم روانه ده.
د طالبانو حکومت څو میاشتې وړاندې ویلي و، چې له افغانستانه د افغانانو له وتلو سره هم‌مهاله ډېری افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي هم دي، چې شمېر یې څه باندې اته مېلیونو ته رسېږي.
ملګري ملتونه وايي، ډېری ستنېدونکي کډوال په داسې حال کې خپلو سیمو ته ستنېږي چې هغوی د بې‌کارۍ او اقتصادي ګواښونو سره مخ دي.

په ایران کې مېشت افغان کډوال وایي، چې دوی نه یوازې د دغه هېواد د پولیسو له‌خوا نیول کېږي؛ بلکې د دغه هېواد پولیس دوی توهین او تحقیروي. په ایران کې مېشت ځیني افغان کډوال وایي، چې د قانوني اسنادو په لرلو سره بیا هم د دغه هېواد پولیس یې تر امنیتي حوزو بیایي او بې‌ځایه یې لالهانده کوي او له دوی بډې اخلي.

په پاکستان کې هم افغان کډوال د کډوالۍ له هېڅ ډول حقونو برخمن نه دي، د هغوی د ماشومانو د زده‌کړو، روغتیا او پاملرنې لپاره هیڅ ډول اسانتیاوې نه‌شته او نه هم د هغوی لپاره کاري زمینې برابرې شوې دي. تر ډېره دغه کډوال د سر خوندي کولو په موخه دغه هېواد ته کډه شوي او پټ په پټه درانه کارونه د لږې لاسباړې په لاس ته راوړلو ترسره کوي، یو شمېر یې له بهره د خپل خپلوانو په مرستو ځان چلوي او زیات شمېر یې د درې وخته په ځای د یو وخت په خوړو ګوزاره کوي.
په پاکستان کې هم د ایران په څېر کډوال د پولیسو له‌خوا ځورول کېږي او تر ډېره له بندي کېدو وروسته په زوره خپل هېواد ته اېستل کېږي. هغه افغانان چې دلته یې د وېزو موده ختمېږي؛ نو اړ دي چې د زیاتو پیسو په ورکولو سره خپل ځان او د کورنۍ نورو غړو ته وېزې نوې کړي چې دا کار د هر کډوال په وس نه‌دی پوره.
له بل پلوه له تېرو نږدې دوو میاشتو راهیسې بیا د پاکستان حکومت د ویزو د تمدیدېدو لړۍ هم درولې ده، چې له امله یې ګڼ شمېر افغانان ویزې نه‌لري او هره ورځ ځینې یې د جبري اېستل کېدو له ګواښ سره مخ کېږي.
په پاکستان کې مېشت ګڼ افغانان بهرنیو هېوادونو ته د تګ په تمه دي، چې افغانستان ته د دوی بېرته ستنېدل به د دوی «د مرګ په معنا» وي.

حکمتیار امریکا ته؛ که جرات لرئ د افغانستان او غزې پر ځای له چین او روسیې سره سیالي وکړئ

۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۴ GMT+۱

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې پر غزې د واشنګټن د مستقیمې پرېکړې نښه ده. نوموړي ویلي، که امریکا جرات لري د افغانستان او «مظلومې» غزې پر ځای دې د نړۍ له لویو قدرتونو سره زور وازمایي.

حکمتیار پر اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د غزې اوسني “جنایتونه” د سپینې ماڼۍ له پالیسیو سرچینه اخلي.
حکمتیار زیاته کړې: «د اسراییل د لومړي وزیر نتنېاهو هغه خبره چې د غزې خلکو ته یې ګواښ وکړ د جهنم دروازې به پرانېستل شي په حقیقت کې د ټرمپ د دریځ ژباړه ده.»
نوموړي دغه راز ویلي، چې د چین د بریا په جشن کې د دغه هېواد د پوځي ځواک نندارې په سپینه ماڼۍ کې وېره خپره کړې او یاده پوځي ننداره د امریکا تر اټکل ډېره پیاوړې وه.
حکمتیار په ټینګار سره ویلي، که امریکا جرات لري د افغانستان او «مظلومې» غزې پر ځای دې د روسیې او چین په څېر د نړی له لویو قدرتونو سره زور ازمايي وکړي.

حکمتیار دا څرکندونې داسې مهال کړي، چې د اسراییل پوځ څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د غزې ۴۰ سلنه برخه یې نیولي او د هغې سیمې خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د اسراییل لومړي وزیر موده وړاندې ویلي و، غواړې پر غزه بشپړ حاکمیت ولري.

د امریکا د جګړې وزیر: د جګړې وزارت د سولې لپاره د ځواک پر اصل ټینګار کوي

۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۳۸ GMT+۱

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه اجرایوي فرمان سره د دفاع وزارت نوم، د «جګړې وزارت» ته واړاوه، د دغه وزارت وزیر پیټ هیګسټ ویلي، د دې وزارت شعار د پوځ د یوې پخوانۍ قطعې له وینا څخه اخیستل شوی «هغه څوک چې د سولې هیله لري، باید د جګړې لپاره چمتو وي.»

هیګسټ د شنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، «د جګړې وزارت به هره ورځ او په هره لاره چمتو وي، څو زموږ وګړي په سوله کې ژوند وکړي.»

ټرمپ د امریکا دفاع وزارت نوم «جګړې وزارت» ته بدل کړ | افغانستان انټرنشنل پښتو

د جګړې وزیر په خپلو څرګندونو کې د « ځواک له لارې سوله» اصل یو ځل بیا یادونه کړې او ټینګار یې کړی، چې د پوځي ځواک او چمتووالي له لارې به د هېواد د سولې او امنیت ضمانت وشي.

د امریکا د ولسمشر له لوري د دفاع وزارت نوم چې د جګړې وزارت په نوم بدل شو، نو ورسره سمدستي د دغه وزارت ټولې لوحې، لوګو او ان د وزیر د دروازې تر شا لیکل شوي دفاع وزارت هم پر جګړې وزارت واړول شو.

کیېر سټارمر د خپلې مرستیالې له استعفا وروسته په کابینه کې بدلونونه اعلان کړل

۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۱۶ GMT+۱

د برېټانیا لومړي وزیر کیېر سټارمر، د خپلې مرستیالې «انجلا رینر» له استعفا وروسته په کابینه کې پراخ بدلونونه راوستي دي، څو د خپلې واکمنۍ اقتدار بیا ټینګ کړي.

د راپورونو له مخې، سټارمر د جمعې په ورځ، د بهرنیو چارو وزیر «ډېوېډ لامي» د نوي مرستیال په توګه وګوماره او د هغه پر ځای یې د کورنیو چارو وزیره «یوټ کوپر» بهرنیو چارو وزارت ته ولېږله.

په همدې لړ کې، د عدلیې وزیره «شبانه محمود» د کورنیو چارو وزارت ته وټاکل شوه. درې واړه هغه کسان ګڼل کېږي چې سټارمر پرې بشپړ باور لري او د هغه له نږدې ټیم سره تړاو لري.

دغه بدلونونه وروسته له هغه وشول چې تېره اونۍ سټارمر دفتر د اقتصادي مشاورینو ټیم کې هم اصلاحات اعلان کړي وو.

د «انجلا رینر»استعفا بیا دا بدلونونه له تمې زیات ژور کړل او د هغې د مالیاتي دوسیې په اړه اوږدمهاله ګومانونه یې هم پای ته ورسول.

ایران: په تېرو ۷۰ ورځو کې نږدې ۹۱۷ زره افغان کډوال د دوغارون له لارې ستانه شوي

۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۳ GMT+۱

د تابیاد د سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو مرستیال وايي، له روان کال له پيل د وږي تر ۱۳مې پورې نږدې ۹۱۷ زره ناقانونه افغان کډال د دوغارون له پولې خپل هېواد ته ستانه شوي دي. مهدي رجبي ویلي، چې دغه کډوال یې په درناوي له ټولو امکاناتو سره ستانه کړي.

د تابیاد د سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو مرستیال «مهدي رجبي» د جمعه په ورځ (د وږي ۱۴مه) رسنیو ته ویلي: «په تېرو ۷۰ ورځو کې د ناقانونه افغان کډوالو د ستنولو طرحې د پلي کېدو پر مهال، د هغوی د درناوي او له عزت سره د ایستلو لپاره له ټولو امکاناتو څخه د دوغارون بندر کې استفاده شوې ده.»

نوموړي زياته کړې، چې د افغان کډوالو د شړلو لړۍ لا هم دوام لري او ۹۰ سلنه یې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

رجبي ویلي: «د دوغارون پوله ناقانونه افغان کډوالو د بېرته تګ لپاره تر ټولو مهم او لومړنی سرحدي بندر دی. د ټولو خدمت‌ رسونکو، اجرائیه، امنیتي، نظامي، پولیسو، اردو، خیریه بنسټونو او ولسي ډلو په همکارۍ، د کډوالو د درناوي او عزتمند ستنیدو زمینه برابره شوې ده.»

د هغه په خبره، چې په دوغرون کې اوس د ناقانونه افغان کډوالو د انتظار وخت د قانوني مراحلو له پوره کولو وروسته، تر یو ساعت کم شوی دی.»

پاکستان او ایران نږدې هره ورځ په زيات شمېر افغان کډوال په جبري ډول له خپلو هېوادونو باسي.

د دواړو هېوادونو دغه اقدام نړیوالو بنسټونو، د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ او نورو نهادونو غندلی او غوښتنه یې کړې، چې باید دا پروسه په سم ډول تر سره شي.