• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د می دویمه

د کونړ وروستۍ زلزله؛ اکثریت قربانیان او زیانمن ماشومان دي

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ نړۍوال صندوق د تازه راپور له مخې؛ د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله یوازې د سپټمبر تر شپږمې نېټې پورې نږدې ۲۰زره ماشومان زیانمن شوي دي.

له دې ډلې نه تر ۷سوو زیاتو ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړی، سلګونه نور ټپیان شوي او تر ۲۷۰ ډېر ماشومان یتیمان شوي دي. همدارنګه لسګونه ماشومان له خپلو کورنیو بېل شوي او په بېړني او کړکېچن حالت کې ژوند کوي.

دغه زلزله چې د اګسټ میاشتې په ۳۱مې د شپې ناوخته په کونړ او ننګرهار ولایت کې د ۶ نه تر ۶.۲ رېښتر په کچه وشوه، له ګڼو ټکانونو سره مل وه. د رسمي شمېرو پر بنسټ؛ تر اوسه پورې له ۲۲۰۰ ډېر کسان مړه او له ۳۶۰۰ زیات ټپیان شوي دي. همدارنګه له ۶۷۰۰ زیات کورونه بشپړ یا نیمه نړېدلي دي.

یونېسف وایي، د زلزلې تر لومړیو ۷۲ ساعتونو وروسته یې په بېړني ډول خپل غبرګون پیل کړ او په بېلابېلو برخو کې یې د خلکو مرستې ته ور ودانګل. په دغو برخو کې روغتیایي خدمتونه، تغذیه، د اوبو او روغتیایي چارو اسانتیاوې، نغدي مرستې او د ماشومانو او کورنیو لپاره رواني او ټولنیز ملاتړ شامل دي.

دغه اداره خبرداری ورکوي، چې د ماشومانو جسمي او روحي وضعیت ته سملاسي پاملرنه ډېره اړینه ده؛ ځکه ډېری ماشومان له سرپناوو پرته د سختو رواني صدمو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان زیاتوي، په ورته وخت کې د سیمې او نړۍوالو شریکانو له‌خوا د بېړنیو مرستو وېش او د رواني مشورې خدمتونو برابرول روان دي. همدارنګه یونېسف د سپتمبر په پنځمه د ملګرو ملتونو د امنیتي دفتر سره په ګډه د هوايي سروې ماموریت ترسره کړ؛ څو د مرستو د رسولو لپاره د لاسرسي لارې وڅېړي او د ژغورنې ډلو د ګومارلو لپاره چټک اقدامات وکړي.

که څه هم یو شمېر نړۍوالو سازمونونو، خیریه بنسټونو او هېوادونو پراخې مرستې اعلان کړې دي؛ خو په کونړ کې د زلزله ځپلو وضعیت لا هم اندېښمنوونکی دی. دوی د سرپناوو تر څنګ په روغتیایي برخو کې له ګڼو ننګوونو سره مخ دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د روغتیا نړۍوال سازمان له طالبانو غوښتي، چې پر ښځینه مرستندویه کارکوونکو بندیزونه لغوه کړي

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۱۲ GMT+۱

د افغانستان په ختيځ کې له مرګونې زلزلې وروسته د روغتیا نړۍوال سازمان له طالبانو وغوښتل، چې پر ښځينه مرستندويه کارکوونکو لګول شوي محدوديتونه او بندیزونه لرې کړي. یاد سازمان زیاته کړې، چې ښځینه مرستندویه کارکوونکې باید پرته له محرم څخه زیانمنو سیمو ته د سفر اجازه ولري.

دغه سازمان وایي، مرستندیونه کارکوونکې باید هغو مېرمنو ته روغتيايي خدمتونه ورسوي چې د زلزلې له امله يې طبي مرستو ته اړتيا پيدا کړې ده. د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان د دفتر مرستیاله موکتا شارما په خبره: «په اوس وخت کې تر ټولو لويه ستونزه د ښځينه روغتيايي کارکوونکو جدي کموالی دی.»

نوموړې اټکل وکړ، چې نږدې ۹۰ سلنه طبي کارکوونکي په زلزله ځپلو سيمو کې نارينه دي او پاتې ۱۰ سلنه زياتره قابله‌ګانې او نرسانې دي؛ نه هغه مسلکي ښځينه ډاکټرانې چې د سختو ټپونو درملنه وکړي. د هغې په وينا؛ دا يوه جدي ستونزه ده ځکه چې ښځې له نارينه ډاکټرانو سره د خبرو اترو څخه ډډه کوي او يوازې سفر کولو ته زړه نه ښه کوي.

طالبانو په ۲۰۲۲کال کې پر ښځو بنديز ولګاوه، چې له کوره بهر کار ونه کړي. د رويټرز د راپور له مخې؛ د مرستندويه ادارو چارواکو ويلي، دوی ته ځينې استثناوې ورکړل شوې دي؛ خو د یوې محدودې مودې لپاره دي او په بېړنیو حالاتو کې چې اړتیاوې ډېرې وي ورته بسنه نه‌کوي.

موکتا شارما وويل: «محدوديتونه ډېر سخت دي، د محرم موضوع لا هم پر خپل حال پاتې ده او طالبانو هېڅ رسمي استثنا نه‌ده اعلان کړې؛ خو تېره اوونۍ زموږ ټيم دغه موضوع له طالب چارواکو سره شريکه کړه.» نوموړې زياته کړه: «موږ احساس وکړ، چې اوس د خبرو کولو وخت دی. بايد ورته ووايو، چې دا هغه وخت دی چې تاسو واقعا زياتو ښځينه روغتيايي کارکوونکو ته اړتيا لرئ. اجازه ورکړئ چې هغوی راولو، ان له نورو سيمو څخه هم چې شونې وي.»

د کونړ په وروستۍ زلزله کې یوې اغېزمنې شوې ښځې ویلي: «زموږ د کلي ډېری ښځې اوس له زلزلې وروسته پر رواني ناروغۍ او د وينې پر لوړ فشار اخته شوې او د روغتيايي خدمتونو ترلاسه کولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي».

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د اټکل له مخې؛ د افغانستان د ختیځ په زلزله ځپلو سیمو کې شاوخوا ۱۶ زره او ۶۰۰ مېندواره ښځې سملاسي طبي مرستو ته اړتيا لري. له دې وړاندې د کونړ اوسېدونکو خبر ورکړی و، چې لږ تر لږه شپږ مېندواره ښځې د ښځينه طبي پرسونل د کموالي له امله مړې شوې دي.

له زلزلو څخه ژوندي پاتې شوي خلک له ډاره بېرته خپلو کورونو ته نه‌شي تلای

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۷ GMT+۱

د افغانستان په ختیځ کې زلزله ځپلي له لوړو غرونو څخه د ډبرو رالوېدو له ډاره بېرته خپلو کلیو ته نه‌شي تلای. دوی وايي، ښايي د تل لپاره خپل کور او کلی ځینې پاتې شي. دوی دا شکایت هم کوي، چې د مرستو بهیر نامنظم او ډېر سوکه دی.

رویټرز خبري اژانس دوشنبه (د وږي ۱۷مه) لیکلي، د افغانستان په ختیځ کې زلزله ځپلي د لوړو غرونو څخه د ډبرو رالوېدو له ډاره بېرته خپلو کلیو ته نه‌شي ورتلای او له کوره د باندې په دښتو او د سیند په غاړه په خېمو کې شپې سبا کوي.

د کونړ ولایت د مسعود کلي ۶۷ کلن اوسېدونکی وايي: «موږ هیڅ د استوګنې ځای نه‌لرو، ان دا چې په یوه خېمه کې هم نه ځایېږو.» هغه زیاته کړه:« پرون شپه باران وشو، موږ هیڅ ځای نه‌لاره چې ځانونه خوندي کړو. زموږ تر ټولو ستره وېره دا ده، چې هر وخت کېدای شي له غره څخه یوه ډبره راوښویېږي.»

که څه هم نړۍوالو له زلزله ځپلو سره ډېرې مرستې کړې دي؛ خو ژغورل شوي خلک وایي، چې د مرستو رسولو بهیر نامنظم او ډېر ورو دي.

د شهیدانو کلي ۴۰ کلن بزګر شمس‌الرحمن وویل، چې په زلزله کې یې شپږ خپلوان مړه شوي او خپله کورنۍ یې ۹ غړي لري. هغه د غره له سره راکښته شوی او اوس د سړک پر غاړه وخت تېروي.

شمس الرحمان زیاته کړه: «هغه خیمې چې موږ ته راکړل شوې، زموږ ماشومان هم نه په کې ځایېږي. کله چې له غره څخه راکښته کېدو زما زوی بوټان نه لرل، بیا ما خپل بوټان ورکړل او اوس یوه جوړه بوټان په نوبت په پښو کوو.»

ځینې زلزله ځپلي داسې فکر کوي، چې بیا به خپلو کورونو ته ورستانه نه‌شي او د تل لپاره به کور او کلی ځینې پاتې شي.

۵۱ کلن ګل احمد وایي:« که زلزله نه وي، عادي باران هم له غره څخه ډبرې راښویولای شي. موږ بېرته خپلو کورونو ته نه‌ځو، باید حکومت موږ ته د استوګنې ځای برابر کړي.»

په دې زلزله کې تر ټولو ډېر زیان ماشومانو ته اوښتی دی. د صادق په نوم ۱۲ کلن ماشوم ۱۱ ساعته وروسته له خاورو څخه ژوندی راواېستل شو، حال دا چې څنګ ته یې د انا او تره مړي پراته وو. صادق وايي:« ما ویل زه به مړ شم، ما فکر وکړ چې قیامت شو.»

د راپورونو له مخې؛ د خټو او ډبرو څخه جوړ شوي کورونه د زلزلې په لومړي ټکان کې ونړېدل.

نورالدین ترابي: باید له افغانستان سره مرستې سياسي نه، بلکې بشري هدف ولري

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۴ GMT+۱

له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې لپاره د طالبانو مشر نورالدین ترابي ویلي، چې باید له افغانستان سره مرستې سياسي نه؛ بلکې بشري هدف ولري. نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره په لیدنه کې کړې دي.

هغه زیاته کړې، چې ګڼ شمېر افغانان دا مهال له بې وزلۍ سره لاس او ګرېوان دي او بشري مرستو ته جدي اړتیا لري؛ نو له همدې امله مرستې باید په بشپړ ډول بشري وي.

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې په دې لیدنه کې د جاپان سفیر ژمنه کړې چې د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د خبرپاڼې له مخې؛ د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وروستیو زلزلو له امله خواشیني څرګنده کړې او د دغه هېواد له‌خوا یې د مرستو د دوام ژمنه کړې ده.

د افغانستان له زلزله‌ځپلو سره تراوسه د څه باندې ۳۸.۳ میلیونه ډالرو مرستې اعلان شوې دي

۱۶ وږی ۱۴۰۴ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۶ GMT+۱

په دغو مرستو کې تر ټولو ډېرې مرستې ایټالیا او ملګرو ملتونو اعلان کړې دي، خو امریکا چې په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې د افغانستان تر ټولو ستره مرستندویه وه، تر اوسه یې د افغانستان له زلزله‌ځپلو سره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

سره له دې چې د افغانستان له وروستۍ زلزله‌ځپلو سره د مرستو بهیر روان دی، تر اوسه ایټالیا، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او یو شمېر نورو هېوادونو له یادو زلزله‌ځپلو سره د څه باندې ۳۸ اعشاریه ۳ میلیون ډالرو په ارزښت مرستې اعلان کړې دي.

په دغو شویو مرستو کې نغدي او غېر نغدي مرستې شاملې دي.

ایټالیا ۱۳ میلیونه یورو، ملګرو ملتونو د بېړني صندوق له لارې ۱۰ میلیونه ډالره، چین ۷ اعشاریه ۲ میلیونه ډالره، جرمني ۲ اعشاریه ۵ میلیون ډالره، برېتانیې ۱ اعشاریه ۳ میلیونه ډالره، اروپايي ټولنې ۱ اعشاریه ۱ میلیون ډالره، اسټرالیا ۱ میلیون ډالره، سوېلي کوریا هم ۱ میلیون ډالره، اېرلنډ ۵۸۰ زره ډالره او ترکیې او یوه څېړنیز بنسټ یې بیا ۶۰۰ زره ډالره مرسته اعلان کړې ده.

له دې سره سم، د افغانستان له وروستي زلزله‌ځپلو سره روسیې، قطر، متحده عربي اماراتو، پاکستان، ایران، جاپان، قزاقستان، ترکمنستان، بنګله‌دېش، ازبکستان، سعودي عربستان، هند او یو شمېر نورو هېوادونو د ځمکې، اورګاډي او هوا له لارو د خوراکي توکو، روغتیايي وسایلو او خېمو مرستې کړي او یوه برخه کې تر زلزله‌ځپلو رسول شوې دي.

ګڼو هېوادونو ویلي، چې یادې مرستې به د طالبانو له مداخلي پرته د مرستندویه ادارو له لارې تر اړمنو کسانو ورسوي.

له افغانستان سره د دغه ناورین په کابو کولو کې متحده عربي امارات لومړنی هېواد دی، چې د ابوظبي د ملکي دفاع ادارې، ملي ګارډ او د ګډو عملیاتو د قوماندانۍ اړوند د ژغورنې او لټون ځانګړې ډله یې د افغانستان زلزله‌ځپلو سیمو ته واستوله.

د قطر دولت بیا ویلي، چې د افغانستان د زلزله‌‌ځپلو خلکو لپاره یې د بشري مرستو استولو هوايي دهلېز پرانیستی دی. د قطر د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دا هوايي دهلېز د دغه هېواد د امیر تمیم بن حمد ال ثاني په لارښوونه پرانیستل شوی دی.

د کونړ د زلزله‌ځپلو لپاره د مرستو رسولو په برخه کې افغان سوداګرو، لوبغاړو او عامو کسانو هم برخه اخیستې ده.

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي د زلزله‌ځپلو لپاره د ۵۰۰ مېلیون افغانیو مرسته اعلان کړې، د کرېکټ د ستورو راشد خان او محمد نبي له لوري څه باندې۱۲۰ زره ډالره مرستې راټولې شوي او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د صرافانو ټولنو، صنعتکارانو او نورو سوداګرو هم د مرستو راټولولو کمپاینونه پیل کړي او ځینې کسان عملا په زلزله‌ځپلو سیمو کې د مرستو پر وېش بوخت دي.

له هېواده بهر هم په بېلابېلو هېوادونو کې افغان ټولنو د نغدي مرستو راټولولو هڅې پیل کړي، خو تر اوسه د یادو راټولو شویو مرستو کره شمېر نه دی په ډاګه شوی.

یو شمېر زلزله‌ځپلي اندېښنه لري، چې مرستې به اړو کسانو ته و نه رسېږي.

طالبانو بیا د زلزلې د ټپیانو انتقال،خوراکي توکو، جامو او نورو بېړنیو اړتیاوو لپاره یوازې سل مېلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.

خو امریکا چې یو وخت د افغانستان تر ټولو لوی مرستندویه هېواد ګڼل کېده او د مرستو په سر کې ولاړه وه، د ټرمپ له بیا ځلي واک ته رسېدو وروسته له افغانستان سره یې خپلې ټولې بشري مرستې بندې کړې دي. امریکايي چارواکو ویلي، چې ښايي کېدونکې مرستې طالبانو ته ورسېږي.

رویټرز راپور ورکړی، چې په افغانستان کې له مرګونې زلزلې ۷ ورځې وروسته هم واشنګټن هېڅ مرسته نه ده کړې او دا ښيي، چې ډونالډ ټرمپ د بهرنیو مرستو په کمولو او د مرستندویو بنسټونو په تړلو سره د بېړنیو مرستو په برخه کې خپل مخکښ رول له لاسه ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو وروستی راپور ښيي، چې د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د زلزلې له امله ۸۴ زره کسان اغېزمن شوي او ۶۷۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د افغانستان په ختیځ کې د تېرې یکشنبې په شپه د شوې زلزلې او ورپسې ټکانونو له امله تر اوسه ۲۲۰۵ تنه مړه شوي او ۳۶۴۰ نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، د زلزلې د قربانیانو په شمېر کې هره شېبه زیاتوالی راځي او ښايي د طالبانو له خوا له اعلان شویو شمېرو لوړ وي.

په ورته مهال مرستندویه ادارو له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان لپاره بېړنۍ مرستې زیاتې کړي.

سربېره پر دې، په کونړ کې د ښځینه ډاکترانو کموالي له ښځینه زیانمنو سره د مرستې او د ټپي شویو ښځو د درملنې په برخه کې جدي ستونزې رامنځته کړي دي.

ګلف نیوز: متحده عربي امارات د افغانستان له زلزله‌ځپلو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي

۱۶ وږی ۱۴۰۴ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۴۳ GMT+۱

عربي ګلف‌نیوز ورځپاڼې یک‌شنبه (د وږي ۱۶مه) لیکلي چې د متحده عربي اماراتو ولسمشر شېخ محمد بن زايد ال نهيان په لارښوونه د دغه هېواد د ګډو عملياتو قومانداني د افغانستان له زلزله‌ځپلو خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې ورځ يوه الوتکه افغانستان ته ورسېده چې د ختیځو ولایتونو زلزله‌ځپلو خلکو لپاره ۴۰ ټنه خوراکي توکي او نور ضروري وسايل په کې بار وو.

پر دې سربېره، د اماراتو ولسمشر امر کړی چې د زلزله‌ځپلو خلکو لپاره دې د بېړنیو بشري مرستو یوه کښتۍ هم واستول شي. په دې کښتۍ کې خوراکي توکي، د استوګنې وسايل او طبي مواد بار دي.

متحده عربي اماراتو د ګډو عملياتو قوماندانۍ تېره چهارشنبه د افغانستان له زلزله‌ځپلو خلکو سره د مرستې ماموریت پيل کړی دی.