• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

یوناما ومنله چې په کابل او ولایتونو کې یې کارکوونکې دفترونو ته نه دي پرېښودل شوې

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۳ GMT+۱

په کابل کې د یوناما دفتر افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په دې وروستیو ورځو کې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې په کابل او ولایتونو کې خپلو دفترونو ته له ننوتلو او کارځایونو ته له لاسرسي منع شوې دي. یوناما وايي، چې د دغه وضعیت د حل لپاره له واکمنو چارواکو سره په اړیکه کې دي.

په کابل کې د یوناما دفتر نن دوشنبه د «وږي ۱۷مه» د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې وویل:«د ملګرو ملتونو د ښځینه غړو او دد وی د کار او ماموریتونو د ترسره کولو پر وړاندې د دې جدي خنډ په پام کې نیولو سره، یوناما او د ملګرو ملتونو ادارو، فنډونو او په افغانستان کې پروګرامونو د کارکوونکو د خوندیتوب او امنیت ډاډمنولو لپاره لنډمهاله عملیاتي تعدیلات رامینځته کړي دي»

خو یوناما ویلي، چې دغه اداره به د افغانانو په ملاتړ کار ته دوام ورکوي.

دیوناما دا غبرګون له هغه وروسته راځي، چې سرچینو نن دوشنبه د «وږي ۱۷مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې تېره ورځ او نن طالبانو په کابل کې د یوناما ښځینه کارکوونکې ددفترونو له دروازو بېرته خپلو کورونو ته لېږلې دي.

یوې سرچینې وویل چې مرکزي دفتر ته د طالبانو ۷ تنه په شخصي جامو کې راغلي وو او ښځینه همکارانې یې بېرته ستنولې.

د یوناما یوه کارکوونکي له نومنښودنې پرته افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل:« د یوناما درې دفترونه دي، مرکزي دفتر ته پرون او نن راغلي وو، بارون کمپ کې چې ډبلیو ایف پي او د ای او ایم دفتر دی، هلته نن ورغلي دي.»

سرچینې زیاته کړه، « طالبان وايي، چې د ښځینه کارکوونکو کار بند دی، د امیر فرمان راغلی او د فرمان د تطبیق لپاره راغلي یو».

یادې سرچینې وايي، چې د ښځو د کار د مخنیوي قطعه د ملا هبت الله لپاره ځانګړی کار کوي، په تشکیل کې یې ددفاع وزارت کسان دي، خو لارښوونې له کندهاره ورته راځي.

ځینې سرچینې دغه کسان د طالبانو د امر بالمعروف اړوند کسان ګڼي، خو دې ادارې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو کابینې د رېل پټلۍ او ښاري نقشو په اړه نوې پرېکړې کړې دي

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۱ GMT+۱

د طالبانو کابینې په خپله شپږمه غونډه کې د اندخوی-شبرغان رېل پټلۍ پروژې د درېیم فاز د استملاک لپاره پرېکړه وکړه او د کور او ښار جوړولو وزارت وړاندیز یې تصویب کړ چې له مخې به یې حکومتي ادارو ته د نقشو او ویزو فیس په نیمایي تخفیف محاسبه کېږي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د کابینې دغه غونډه د رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ وشوه، چې د هېواد په اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو پکې بحث او پرېکړې وشوې.

په غونډه کې د ټولګټو وزارت وړاندیز تصویب شوی چې د اندخوی – شبرغان د اوسپنې پټلۍ پروژې درېیم فاز د استملاک چارې پکې شاملې وې.

په غونډه کې د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وړاندیز هم منل شوی، چې د نقشو او ویزو فیس به حکومتي ادارو ته په پنځوس سلنه تخفیف محاسبه کېږي.

د طالبانو د پکتیا پخوانی امنیه قوماندان وايي چې خبریالان مو وژل خو وتښتېدل

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۲ GMT+۱

د پکتیا لپاره د طالبانو پخواني امنیه قوماندان د خدای په امانۍ په غونډه کې ویلي، چې دوی خبریالان وژل خو بهر ته وتښتېدل. محمد عمر مخلص د طالبانو د مشر امر نه منلو په تړاو د یو شمېر رسنیو پر رپوټونو غبرګون ښودلی او وايي، چې دی د خپل امیر د امر متابعت کوي او «رسنۍ دې نه خوشالیږي».

مخلص د یکشنبې په ورځ له پکتیا نه د خدای په امانۍ په غونډه کې وویل، « دا د میډیا والا نه دي، دا غداران، دا خو موږ قتل کول او مړه کول، په دوی پسې خو موږ ګرځېدو، خو دا خلاص شول، وتښتېدل په منډه او خپلو بادارانو ته یې ځانونه ورسول».

نوموړي په ورته وخت کې د خپل امیر پر اطاعت ټینګار کړی او وايي، « دا میډیا دې هیڅکله نه خوشالیږي، ځکه ما چې جهاد کاوه هغه مې د الله او خپل امیر په امر کاوه، هغه وخت امر و، چې مشرکین ووژنم، خو اوس ماته د الله، رسول او د اولی الامر د اطاعت امر کوي».

محمد عمر مخلص، چې د پکتیا ولایت له امنیه قوماندانۍ لرې شوی او په کابل کې د درېیمې امنیتي حوزې مسوول ټاکل شوی، د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د نوموړي پرځای شیرعلي جندالله د پکتیا د نوي امنیه قوماندان په توګه ټاکلی دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې طالب چارواکي د رسنیو پر وړاندې ګواښونکې څرګندونې کوي.

له دې وړاندې د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو او د خبریالانو ددفاع ټولنو پر دې ډله تور لګولی، چې خبریالان نیسي، شکنجه کوي او د بیان د ازادۍ مخه نیسي.

طالبانو په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان سانسور ته اړ اېستي او خپل منتقد خبریالان او شنونکي وخته ناوخته نیسي او زندانونو ته یې اچوي.

ملګري ملتونه: د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له ۵۰ سلنې ډېر قربانیان ښځې او نجونې دي

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق «یو اېن اېف پي اې» وايي چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له نیمایي څخه زیات قربانیان ښځې او نجونې دي. دغه سازمان ویلي، چې د زلزلې له امله اغیزمنې شوې ښځې او ماشومان سخت ټپیان شوي او بېړني او رواني ملاتړ ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق نن دوشنبه د «وږي ۱۷مه» په خپل راپور کې ویلي چې د ناورین بشپړ حد لا هم نامعلوم دی ځکه ځینې اغیزمنې سیمې د لرې والي او ستونزمن لاسرسي له امله لا تر اوسه نه دي ارزول شوې.

د طالبانو له خوا چمتو شويو ارقامو له مخې، د افغانستان په ختیځ کې د مرګونې زلزلې له امله ۲۲۰۵ کسان مړه شوي دي خو دې ډلې تر اوسه د جنسیت له مخې د مړو شمیر نه دی خپور کړی.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق تر اوسه پورې پنځه ګرځنده روغتیایی ټیمونه زیانمنو سیمو ته لیږلي دي چې د میندو او امیندوارو میرمنو لپاره لومړني روغتیایی خدمات، رواني ټولنیز ملاتړ او د زلزلې قربانیانو ته عمومي طبي خدمات چمتو کړي.

دغه ټیم تر اوسه پورې ۹۵۰۰ کسانو ته د ژوند ژغورنې خدمات وړاندې کړي دي.

له زلزلې یوې اغیزمنې سلما وویل:«له زلزلې وروسته، کله چې زه د خپلې انا له کوره راستنه شوم، ما ولیدل چې زموږ کور ویجاړ شوی او زما مور، خویندې او ورور تر کنډوالو لاندې دي».

مسکا، چې د «یو اېن اېف پي اې» رواني ټولنیزه مشاوره ده، وايي چې د سلما درد د ډیری اغیزمنو میرمنو او ماشومانو تجربې ته اشاره کوي.

اسماعیل بقايي: ایران افغان زلزله ځپلو ته تر اوسه درې جوپې مرستې استولې دي

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۴ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، تهران د افغانستان او پاکستان له زلزله خپلو او نیزځپلو خلکو سره خپله خواخوږي څرګندوي. د وزارت ویاند وايي، د ایران سرې میاشتې له لومړیو ساعتونو څخه د مرستې لپاره چمتووالي اعلان کړی او تر اوسه د مرستو درې مهمې جوپې افغانستان ته لېږل شوې دي.

اسماعیل بقايي د دوشنبې په ورځ په خپله اونیزه خبري ناسته کې وویل، چې په تېره اونۍ کې د افغانستان ختیځ کې سخت زلزله وشوه، چې د ګڼو تلفاتو او زیانونو لامل شوه.

د هغه په وینا، د ایران سرې میاشتې ټولنې له لومړیو ساعتونو څخه د مرستې لپاره چمتووالي اعلان کړی او تر اوسه درې مهمې مرستندویه جوپې افغانستان ته لېږل شوې دي.

هغه همدارنګه د پاکستان وروستۍ سېلابونو ته په اشارې وویل چې دغه پېښه د خلکو د درنو تلفاتو او مالي زیانونو لامل شوې ده.

نوموړي ډاډ ورکړ چې ایران د پاکستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او د مرستې لپاره بشپړ تیاری لري.

جنرال پټریک سنډرز: له افغان حکومت پرته له طالبانو سره مستقیمې خبرې د ناکامۍ پیل و

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۳ GMT+۱

له افغانستان نه د بریټانیايي ځواکونو تر وتلو ۴کاله وروسته د برېتانیا د پوځ پخواني قوماندان جنرال سر پټریک سنډرز ویلي چې د افغانستان اوږده جګړه د سیاسي او ستراتیژیکو ناکامیو له امله "ناکامه" پای ته ورسېده. هغه وايي، له افغان حکومت پرته له طالبانو سره مستقیمې خبرې د ناکامۍ پیل و.

نوموړي له BFBS فورسز نیوز ته په مرکه کې ویلي چې د بریتانیا تر ټولو اوږده جګړه د سیاسي او ستراتیژیکو تېروتنو ښکار وه.

سنډرز، چې په هلمند کې یې د برېتانیايي ځواکونو مشري کړې وه، وویل: «د اوږدې مودې لپاره زه د دې جګړې د پایلو په اړه په غوسه وم، موږ په هره کچه تېروتنې وکړې، په ستراتیژیکه، سیاسي او حتا په ټیټه کچه.»

هغه زیاته کړه چې د جګړې لومړیو کلونو کې د طالبانو له نسکورېدو وروسته لوېدیزوالو د افغانستان د سیاسي راتلونکي د جوړولو چانس له لاسه ورکړ.

د سنډرز په وینا، له سیاسي بهیر څخه د طالبانو ایستلو هغوی ته د زور له لارې د بېرته راتګ زمینه برابره کړه.

بریتانیا په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۰ زره پوځیان لرل، ۴۵۷ یې ووژل شول او زرګونه نور ټپیان شول.

سنډرز وویل: «موږ د دې کمپاین په لومړیو کې یو ستر فرصت له لاسه ورکړ، باید د طالبانو له نسکورېدو وروسته سیاسي راتلونکي ته مو پام کړی وای، ځکه هغوی په هر صورت کې د راتلونکي برخه وو.»

هغه د جګړې د وروستیو کلونو په اړه هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې له ۲۰۱۵ کال وروسته د بریتانیا د ځواکونو لږ حضور افغانانو ته د خپلو بنسټونو جوړولو فرصت ورکاوه، خو د ده په باور، د وتلو نېټې اعلان او له افغان حکومت پرته له طالبانو سره مستقیمې خبرې د ناکامۍ پیل و.

سنډرز د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل هوايي ډګر ګډې وډې صحنې د ماتې څرګند تصویر وباله او زیاته یې کړه: «د افغانستان د جګړې پایله د بریا په نوم نه شي یادېدای، موږ ماتې نه نمانځو.»