• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سوداګرو شکایت:په تورخم کې لسګونه موټر ولاړ دي او تازه مېوې او سبزي ضایع کیږي

۱۸ وږی ۱۴۰۴ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ وږی ۱۴۰۴ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۴ GMT+۱

په تورخم کې د تازه مېوو یو شمېر سوداګرو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په تازه مېوو بار لسګونه موټر ولاړ دي او مېوه یې مخ پر خرابېدوه ده. سوداګر وايي، د موټرو ولاړېدو لامل د طالبانو د تورخم ټرانسپورټ ریاست کې د موټرو وړاندې کولو په پلمه مالي فساد او د پاکستاني چارواکو پڅ کار دی.

په تورخم کې یو شمیر د تازه مېوو سوداګرو نن سې شنبه د «وږي ۱۷مه» وویل چې له څو ورځو راهیسې د تازه مېوو موټر ولاړ دي او اجازه نه ورکول کېږي، چې له ډیورنډ کرښې اخوا واوړي.

سوداګر نیوکه کوي، چې په تورخم کې د طالبانو ټرانسپورټ مسوولان د نوبت پر سر له موټرو بډې اخلي او بیا د تګ اجازه ورکوي.

دوی همدراز وویل چې «پاکستان لور ته پنځه ځایه موټر کتل کېږي او د هغو په طی مراحل او د پاکستان له ګمرک څخه وتلو کې زیات وخت مصرفیږي او همدا لامل دی، چې د افغانستان خواته زیات موټر د رش او د بې نوبتۍ له امله ولاړ دي، چې له امله یې میلیونونه افغانۍ زیان ویني».

یو سوداګر وویل:« یو بل اساسي مشکل دا دی، چې طالبان د تازه مېوو ډېرو موټرو ته تعرفې ورکوي خو تورخم دومره ظرفیت نه لري، چې د ورځې زیات شمېر کې موټر واوړي.»

په تورخم کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د ګڼه ګوڼې یو ستر لامل دا دی چې پاکستاني لور ته کسټم ډېر پڅ کار پرمخ وړي خو بل خوا د تازه مېوو سوداګر بیا د تورخم د ظرفیت ته نه پاملرنې له امله زیات شمیر موټر باروي، چې د بېروبار له امله مېوې خرابیږي.

په تورخم کې د طالبانو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې پاکستان د تازه مېوو او سبزي یوازې ۲۰۰ موټرو ته اجازه ورکوي خو د تازه مېوو افغان سوداګر د دوه سوه پرځای اته سوه موټر باروي چې له همدې امله په تورخم کې ګڼه ګوڼه ډیریږي او میوې او سبزي د خرابېدو له خطره سره مخ کېږي.

دوی همد راز له افغان سوداګرو وغوښتل چې د موټرو ټاکل شوی شمېر په پام کې ونیسي او د هغه مطابق مېوې بار کړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

امرالله صالح د مسعود په اړه د کرزي څرګندونې "شجاعانه او ملي" وبللې

۱۸ وږی ۱۴۰۴ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۱ GMT+۱

د مخکیني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د احمدشاه مسعود د تلین په تړاو د حامد کرزي څرګندونې "شجاعانه او ملي" بللې دي. کرزي ویلي، چې مسعود د افغانستان د ازادۍ لپاره مبارزه وکړه او د خلکو په منځ کې پاتې شو. 

امرالله صالح د احمدشاه مسعود د تلین په مناسبت په خپل ایکس پوسټ کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له څرګندونو مننه کړې ده.

نوموړي لیکلي: «زه د ملي اتل احمدشاه مسعود د یو سرتېري په توګه، له ښاغلي حامد کرزي د دې لپاره نهایت منندوی یم چې د ملي قهرمان په اړه یې شجاعانه او ملي نظر څرګند کړی.»

صالح زیاته کړې، چې کرزی له کلونو راهیسې د افغانستان د جلا پرېوتو ټوټو د یو ځای کولو هڅه کوي او دغه هڅې یې د ستاینې وړ دي.

د هغه په وینا، «په اوسني وضعیت کې چې نفاق او تعصب وده کوي، د ښاغلي کرزي څرګندونې د افغانانو د یووالي لپاره ارزښتناکه سیاسي هڅه ده.»

د صالح په باور، د احمدشاه مسعود تاریخي ستاینې، په داسې حال کې دي، چې طالبان په حسادت، نامشروع او ملي ضد ډول پر افغانستان واکمن شوي دي، ساده کار نه دی.

هغه ټینګار کړی: «باید دا ناسم تصور غلط ثابت کړو چې ګواکې افغانستان ژوندي ښه نه لري او تل مړه ستایل کېږي».

پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل پوسټ کې د احمدشاه مسعود یاد تازه کړی او هغه یې د جهاد، وطن‌دوستۍ او د خلکو په منځ کې د دوامداره حضور له کبله «تلپاتې او د درناوي وړ» بللی دی.

طالبان وایي د تورغونډۍ بندر د پراختیا ساحې د چمتو کولو کار یې پیل کړی

۱۸ وږی ۱۴۰۴ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د هرات ولایت د والي مطبوعاتي دفتر ویلي چې د ترکمنستان له پولې سره د صفري نقطې په سیمه کې د تورغونډۍ بندر د پراختیا ساحې د چمتو کولو چارې رسماً پیل شوې دي. د ترکمنستان اورګاډي اداره به په نږدې راتلونکي کې د اداري ودانیو، هنګرونو او پټلۍ د جوړولو چارې هم پیل کړي.

دغه مطبوعاتي دفتر وایي چې د هرات والي شیخ اسلام‌جار په لارښوونه د یاد ولایت د فواید عامې ریاست چارواکو دغه کار نن سې شنبه (د وږي ۱۸مه) پیل کړی دی. دغه دفتر زیاتوي چې د دې پروژې په چوکاټ کې د بندر د پراخېدو لپاره اړین بنسټیز کارونه ترسره کېږي.

د هوکړې پر بنسټ، د ترکمنستان د اورګاډي اداره به په نږدې راتلونکي کې د اداري ودانیو، هنګرونو، جومات او د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو چارې هم پیل کړي.

د هرات والي ویلي، هڅه کېږي چې د دې سترې پروژې ټول کارکوونکي او کارګران له کور دننه وګومارل شي څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

طالبانو او ترکمنستان ترمنځ د تورغونډۍ بندر د پراختیا تړون د روان کال د زمري په نهمه په کابل کې د ترکمنستان د سفیر په حضور کې له یوه ترکمنستاني شرکت سره د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شو.

طالبانو هغه مهال ویلي و، چې په دې پروژه کې د ریلي ټرانسپورټي شبکې همغږي کول، د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا، د انتقالاتو زیاتوالی او سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کول شامل دي.

یو شمېر افغان سیاستوالو د مسعود د تلین په تړاو خپل پیغامونه خپاره کړل

۱۸ وږی ۱۴۰۴ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۷ GMT+۱

یو شمېر افغان سیاستوالو، پخواني ولسمشر کرزي، عبدالرب رسول سیاف، عبدالله عبدالله، محمد حنیف اتمر، امرالله صالح، مارشال دوستم، عطا محمد نور، صلاح الدین رباني او اسماعیل خان، د احمد شاه مسعود د تلین په تړاو پیغامونه خپاره کړي او نوموړی یې ستایلی دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو ضد جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د مړینې د ۲۴مې کلیزې په مناسبت هغه یو "ملي اتل" وباله.

کرزي په خپله اېکسپاڼه لیکلي:« هغه څه چې احمد شاه مسعود تلپاتې او د درناوي وړ ګرځوي د هغه جهاد، هیواد پالنه او د خلکو په منځ کې دوامداره حضور و.»

د سولې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله په خپل اېکس کې لیکلي، چې د افغانستان خلک احمد شاه مسعود د یو وفادار مجاهد، د استقامت سمبول او له تعصب څخه پاک کس په توګه پیژني.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر د شهیدانو اونۍ په تړاو په خپل یادښت کې لیکلي، چې «زموږ ملت دا اونۍ د هېواد د قدرمنو شهیدانو د هیلو او قربانیو درناوي ته ځانګړې کړې ده».

هغه وویل:«طالبان باید دا حقیقت ښه درک کړي چې داسې یو ولس، چې د فداکارۍ او استقامت دومره بډایه تاریخ لري، نه شي کېدای چې له خپلو مشروعو حقونو او ازادیو بې‌برخې کړل شي، او نه پرې څوک نامشروع واک، که بهرنی وي او که داخلي، تپلای شي».

د جمعیت اسلامي مشر صلاح الدین رباني په یوه پیغام کې وویل چې د مسعود نوم له "تقوا، ازادۍ، عدالت او زړورتیا" سره تړلی دی.

هغه ټینګار کړی، چې سیاسي ټولنه باید د "استبداد او انحصار" د له منځه وړو لپاره د مسعود او برهان الدین رباني په «فکري میراث» باندې تر بل هر وخت ډیر تمرکز وکړي.

اسماعیل خان په خپل پیغام کې وویل چې "د افغانستان په معاصر تاریخ کې تحمیل شوي رژیمونه له ناکامۍ سره مخ دي." هغه له اوسني بحران څخه د وتلو یوازینۍ لاره "د نظر یووالي ترلاسه کولو لپاره د توپیرونو منل او خبرې اترې" ګڼلې.

په همدې حال کې طالبان د احمد شاه مسعود د ترور د کلیزې په اړه چوپ پاتې دي او په دې اړه یې هیڅ پیغام نه دی خپور کړی.

احمد شاه مسعود ۲۴ کاله مخکې د ۱۳۸۰ کال د وږي پر ۸مه په تخار ولایت کې د القاعدې د دوه ځانمرګو بریدګرو له خوا ووژل شو.

عمران خان: له زلزلې سره هممهاله د افغان کډوالو اېستل دردوونکی عمل دی

۱۸ وږی ۱۴۰۴ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۹ GMT+۱

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف بندي مشر عمران خان له اډیاله زندان څخه په خپل تازه پیغام کې ویلي، چې د افغان کډوالو جبري ایستل په داسې حال کې چې افغانستان د زلزلې له ناورین سره مخ دی، دردوونکی عمل دی. عمران خان ویلي، « زما ژوند د الله په لاس کې دی، نه د عاصم منیر ».

د تحریک انصاف ګوند دغه بندي مشر د افغان کډوالو د ایستنې په تړاو د پوځ د مشر تګلاره په کلکه غندلې ده او پر خپل اېکس یې لیکلي: « دا ډېر دردورونکی دی چې زموږ له څو لسیزې مېلمستیا وروسته اوس زموږ افغان وروڼه جبري له هېواده وشړل شي. په داسې وخت کې چې افغانستان له زلزلې سره مخ دی، موږ باید له هغوی سره مرسته وکړو، نه دا چې له هېواده وایستل شي.»

عمران خان ویلي چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور دې افغانستان ته ولاړ شي او د سولې او امنیت پر سر دې له افغان لوري سره خبرې وکړي.

هغه پوښتنه کړې: «که مریم نواز جاپان او تایلنډ ته سفر کولی شي، ولې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر افغانستان ته د سولې په خاطر سفر نه شي کولی؟»

عمران خان په خپل پیغام کې چې په ایکس یې خپور کړی، څرګنده کړې: «زه د لا اله الا الله په اعلان ایمان لرم. دا کلمه مومن له هر ډول وېرې او غلامۍ ازادوي. زما ژوند د الله په لاس کې دی، نه د عاصم منیر په لاس کې.»

نوموړي زیاته کړې چې له یو نیم کال راهیسې له خپلو سیاسي ملګرو سره د لیدو اجازه نه لري او له یوه کال راهیسې یې ډاکټران هم د ده معاینه کولو ته نه دي پرېښودل شوي.

د هغه په وینا، حتا د کورنۍ غړي او وکیلان یې هم ورسره نه شي کتلی او ورځپاڼو او ټلوېزیوني خپرونو ته لاسرسی یې بند دی.

خان پر پوځ تور پورې کړی چې په ده فشار اچوي او لیکلي یې دي: «هرڅومره فشار چې راباندې واچوې، یا زما د کورنۍ غړي زندان ته واچوې، زه نه تسلیمېږم او نه به دا ظلم ومنم.»

نوموړي د ایکس په پوسټ کې د پښتونخوا په عملیاتو، ډرون بریدونو او د خلکو په جبري بې‌کوره کولو هم نیوکه کړې ده او ټینګار یې کړی چې دا کار د تحریک انصاف د ولسي حکومت د کمزوري کولو هڅه ده.

د هغه په وینا، «که عملیات ونه درېږي، د خلکو کړاوونه به ډېر شي او ترهګري به نوره هم پراخه شي.»

خان په خپل پیغام کې د پاکستان د وروستیو سېلابونو یادونه هم کړې او پر خلکو یې غږ کړی چې د زیانمنو شویو کورنیو مرسته وکړي.

قزاقستان د افغانستان د رېل پټلۍ پروژې لپاره د تمویل پلان وړاندې کوي

۱۸ وږی ۱۴۰۴ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۱ GMT+۱

د قزاقستان د ټرانسپورټ وزارت وايي، چې د افغانستان د اورګاډي کرښې د جوړولو لپاره د تمویل چوکاټ بشپړ شوی او اوس یې د جوړولو لپاره د پانګوالو په لټه کې دي. مکسات کالیکپاروف د سې شنبې په ورځ په یوه غونډه کې وویل، چې تمه ده د تورغونډۍ-هرات پروژه تر ۲۰۲۸ کال پورې بشپړه شي.

د قزاقستان د ترانسپورت مرستیال وزیر مکسات کالیکپاروف د سې شنبې په ورځ په یوه غونډه کې وویل، چې قزاقستان د تورغونډۍ-هرات اورګاډي کرښې د جوړولو لپاره د تمویل جوړښت ترتیب کړی او تمه ده چې پروژه به تر ۲۰۲۸ کال پورې بشپړه شي.

د انټرفاکس د رپوټ له مخې، کالیکپاروف وویل: «پلان شوې ده چې د ۱۲۰ کیلومتره اوږدې تورغونډۍ-هرات اورګاډي کرښې پروژه پلې شي».

د هغه په وینا، د دې رېل پټلۍ جوړول به افغانستان ته د توکو د صادراتو او ترانزیت زمینه برابره کړي او په راتلونکي کې به د پاکستان او هند بازارونو ته د لاسرسي امکانات برابر کړي.

د پروژې د پلي کېدو موده د ۲۰۲۶–۲۰۲۷ کلونو لپاره ټاکل شوې ده.

قزاقستان پر دې پروژې د ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګونې تیاری ښودلی او همدارنګه پلان شوې چې په هرات کې د پروژې د پرمختګ لپاره یوه لوژیستیکي او ترانسپورتي کمپنۍ جوړه شي.