اسراییل په دوحه کې د حماس پر پلاوي هوايي برید کړی

اسراییل د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حـماس پر جګپوړي پلاوي هوايي برید کړی . د اسرایيل پوځ او شین بېت په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان وکړ چې د اسرایيل هوايي ځواک د یادې ډلې پر رهبرۍ برید کړی، خو د برید ځای یې نه دی روښانه کړی. چاودنې په دوحه کې اورېدل شوې دي.