قطر: د دوحې د برید له ځایه د یوه جسد پاتې شونې موندل شوې دي

د قطر د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په دوحه کې د اسراییل د وروستي برید په ځای کې د یوه جسد پاتې شونې موندل شوې دي.

د قطر د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په دوحه کې د اسراییل د وروستي برید په ځای کې د یوه جسد پاتې شونې موندل شوې دي.
دغه وزارت ویلي، د هغو دوو کسانو د هویت د معلومولو هڅې هم روانې دي چې په سیمه کې ورک شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د پېښې یو بل وژل شوی کس چې جهاد لبد نومېږي، هویت یې په رسمي ډول تایید شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې په دوحه کې د حماس پر استازو وروستي برید پراخ نړۍوال غبرګونونه راوپارول.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د سراج الدین حقاني په مشرۍ د رهبرۍ ناسته ترسره شوې او په دې ناسته کې حقاني د دې ډلې پولیسو ته له خلکو سره پر ښه چلند کولو ټینګار کړی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د چار شنبې په ورځ د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په مشرۍ د رهبرۍ ناسته کې د امنیتي موضوعاتو ترڅنګ پر ټولنیزو موضوعاتو هم بحثونه شوي دي.
سراج الدین حقاني په دې ناسته کې ټینګار کړی، چې د خلکو د فردي او ټولنیز امنیت د ټینګښت لپاره دې زیاتې هڅې وشي.
نوموړي ویلي:« د هېواد په کچه د پولیسو ټول ځواکونه باید د ولس او خلکو لپاره ریښتینی خدمت وړاندې کړي او د ولس د اعتماد ترلاسه کولو په موخه باید پوره هلې ځلې وشي چې د ولس او پولیسو ترمنځ هېڅ ډول واټنونه رامنځته نه شي.»
طالب مشرانو له دې وړاندې هم تر خپل لاس لاندې جنګیالو ته له خلکو سره پر ښه چلند کولو ټینګار کړی، خو لا هم د یادې ډلې د کورنیو چارو وزارت او استخباراتو اړوند کسانو څخه خلک شکایتونه کوي.

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې تېره ورځ یې په کابل، لغمان او بلخ لایتونو کې د دوو ښځو په ګډون ۱۸ کسان د نشه يي توکو د پېر، پلور او قاچاق، له کوره د تېښتې او «اخلاقي فساد» په جرمونو په عام محضر کې په دُرو وهلي او زنداني کړي دي.
دغې محکمې په جلا جلا خپرپاڼو کې ویلي، چې په کابل کې یې ۱۴ تنه د نشه يي توکو د پیر، پلور او قاچاق په جرم له شل څخه تر ۳۹ دُرو وهلي او له لسو میاشتو تر درې کاله او شپږ میاشتو په تنفیذي بند محکوم کړي دي.
همدارنګه طالبانو ویلي، چې په بلخ ولایت کې یې یوه ښځه او یو نارینه د «نامشروع اړیکو» په جرم ۳۹ـ ۳۹ دُرې وهلي او په ۱ـ۱ کال تنفیذي بند محکوم کړي دي.
د طالبانو سترې محکمې زیاته کړې، چې د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې یې هم یوه ښځه او یو نارینه له کوره د تېښتې او «اخلاقي فساد» په جرمونو ۳۹ـ۳۹ دُرې وهلي او هر یو یې په ۷ـ۷ کاله تنفیذي بند محکوم کړي دي.

د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د پُلخشتي او سپاهی ګمنام څلور لارې ترمنځ تر ځمکې لاندې لوی سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې بشپړې او د سې شنبه په ورځ (د وږي ۱۸مه) په یو لړ مراسمو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د طالبانو تر حاکمیت لاندې کابل ښاروالي وايي، دغه مارکېټ چې په ۷،۸۴۵متر مربع ځمکه کې د یوه پوړ په درلودلو سره ډیزاین شوی، په ۱۶ میاشتو کې د ۲۸۱ میلیونه او ۸۴۵ زره افغانیو په لګښت جوړ شوی او ۳۳۷ هټۍ لري.

د قرارداد او مالي ماډل پر بنسټ، د پروژې پلي کوونکی خصوصي سکټور به د دغه مارکېټ د هټیو کرایه د کابل ښاروالۍ اړوند بانکي حساب له لارې د ۳۰ کلونو لپاره له متشبثینو راټوله کړي او د قرارداد له پای ته رسېدو وروسته به یاد مارکېټ کابل ښاروالۍ ته وسپارل شي.
د قرارداد له مخې به د دغې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره چې یو میلیارد او ۵۵۷ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانۍ کېږي، ۳۵ سلنه به یې کابل ښاروالۍ ته ورکړل شي.
د یادونې وړ ده، چې د پُلخشتي سیمې د ځمکې لاندې مارکېټ د پاسه سړک د سپاهی ګمنام تر څلور لارې پورې د ۲۰۰ متره په اوږدوالي او ۳۰ متره سور سره بیا رغول شوی او اوس د ټرافیکو پر مخ پرانېستی دی.

د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۱۱ کسان مړه شوي او یو بل ماشوم ټپي او دمګړی تر درملنې لاندې دی.
د دغه ولایت لپاره د طالبان د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، دغه پېښه د دوشنبې په سهار (د وږي ۱۷مه) د درایم ولسوالۍ په زرک سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د یادو کسانو موټر له سړکه واوښت او چپه شو.
د درایم ولسوالۍ لپاره د طالبانو مسوولین بیا وايي، په مړه شویو کسانو کې ۷ کسان یې د یوې کورنۍ غړي دي.
په افغانستان کې د ترافیکي پېښو اصلي لامل د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي ګڼل کېږي.

په کونړ کې د طالبان له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي اداره وايي، د دوشنبې په ورځ د DRC موسسې، د ترکیې IFAM موسسې او د افغان سوداګرو په ملاتړ د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ د دیوهګل درې په بېلابېلو کلیو کې د زلزلې له امله د ۸۷۳مړه او ټپي شویو کسانو له کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
د دغې ادارې په وینا، په دې بهیر کې د ترکیې IFAM موسسې له لوري ۱۳۰ کورنیو هرې یوې ته ۲۰۰ډالره، د DRC موسسې له لوري ۴۴۵ کورنیو هرې یوې ته ۹۵۰۰ افغانۍ، د ننګرهار د تېلو ټانکونو ټولنې له لوري ۱۰۰۰ کورنیو هرې یوې ته ۴۰۰۰ افغانۍ، د کابل د سوداګرو ټولنې له لوري ۱۳۰ کورنیو هرې یوې ته ۱۰۰۰۰ افغانۍ، د یوه سوداګر له لوري ۳۰ کورنیو هرې یوې ته ۳۰۰۰ افغانۍ، د یو بل سوداګر له لوري ۲۲کورنیو هرې یوې ته ۱۰۰۰ افغانۍ، په کونړ کې د یوې صرافۍ له لوري د ۱۳مړه شویو هر یوه ورثه ته ۱۰۰۰۰ افغانۍ او د ۹ نورو مړه شویو کورنیو هرې یوې ته ۵۰۰۰ افغانۍ او د یوه بل سوداګر له لوري ۴۶ کورنیو هرې یوې ته ۳۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
د یوه بل خبر له مخې، د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ اړوند مچګنډول، ستن او بمبه کوټ کلیو کې د وروستیو زلزلو له امله پر۲۰۰ زیانمنو کورنیو د یوې میاشتې لپاره خوراکي توکي ووېشل شول.

په دغو مرستو کې هرې زلزله ځپلې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱ کیلو مالګه او ۱۲.۵ کیلو دال ورکړل شوي دي.
