روسۍ بېپیلوټه الوتکې د پولنډ هوايي حریم ته دننه شوې

د پولنډ پوځي چارواکو اعلان کړی، چې د چهارشنبې په ورځ څو روسۍ بېپیلوټه الوتکې د اوکراین نه د دغه هېواد هوايي حریم ته دننه شوې دي. د پولنډ دفاعي ځواکونه وایي، چې دغه الوتکې یې په نښه کړې دي.

د پولنډ پوځي چارواکو اعلان کړی، چې د چهارشنبې په ورځ څو روسۍ بېپیلوټه الوتکې د اوکراین نه د دغه هېواد هوايي حریم ته دننه شوې دي. د پولنډ دفاعي ځواکونه وایي، چې دغه الوتکې یې په نښه کړې دي.
د پولنډ پوځ ویلي، چې د الوتکې د پېژندنې او لهمنځه وړلو لپاره عملیات روان دي او د پوډلاسکي، مازوویکي او لوبلین سیمو له خلکو نه غوښتل شوي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.
له دې پېښې وروسته، د وارسا چوپین نړۍوال هوايي ډګر په ګډون څو نور هوايي ډګرونه په لنډمهاله توګه تړل شوي دي. تر اوسه د پولنډ حکومت لهخوا رسمي تایید نهدی شوی.
ورته مهال، روسیې هم تر اوسه د دغه راپورونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو ځینو امریکایي چارواکو ویلي، چې د ناټو د فضا دغه ډول سرغړونې یو جدي ګواښ ګڼل کېږي.


اوکرایني چارواکي وايي، د روسیې یوه هوايي برید د ختیځ اوکراین په یوه کلي کې ۲۴تنه عمرخوړلي کسان، چې د تقاعد پیسې ور وېشل کېدې، وژلي دي. ولادیمیر زیلینسکي د کیېف له متحدینو وغوښتل چې پر مسکو فشار زیات کړي څو خپله جګړه پای ته ورسوي.
زیلینسکي وویل چې لارښود بم پر یارووا کلي لګېدلی، چې له سلویانسک ښار څخه شاوخوا ۲۴ کیلومتره لرې دی او څو کیلومتره د جنګي کرښې شاته پروت دی.
د دولتي بیړني خدمتونو په وینا، ۲۴ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.
د سیمې والي وادیم فیلاشکین وویل، ټول وژل شوي کسان د زاړه عمر څښتنان وو او د تقاعد پیسو لپاره راټول شوي وو.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد محمد النصار د اسراییل د برید غندلو ترڅنګ تایبد کړه، چې اسراییل په دوحه کې د حماس د سیاسي دفتر د څو غړو د استوګنې ودانۍ په نښه کړې ده. په اعلامیه کې راغلي:« دابرید له ټولو نړیوالو قوانینو او نورمونو ښکاره سرغړونه ده»
د قطر د بهرینو چارو وزارت ویاند همدراز په خپل اېکس کې د اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، چې دا برید د قطریانو او په قطر کې د اوسیدونکو امنیت او خوندیتوب ته جدي ګواښ پېښوي.
په اعلامیه کې لیکل شوي چې دا وزارت تاییدوي چې امنیتي ځواکونې، ملکي دفاع، او اړوندو چارواکو سمدلاسه د پیښې په اړه څیړنې پیل کړې.
په اعلامیه کې راغلي، چې د قطر دولت دا برید په کلکه غندي.
د اعلامیې په پای کې لیکل شوي چې د سراییل د برید په اړه په لوړه کچه تحقیقات روان دي او نور جزئیات به ژر تر ژره اعلان شي.

اپل شرکت نن سې شنبه د یوه نندارتون په ترڅ کې چې (Awe Dropping) نومیږي د ایفون ۱۷ لړۍ پرانیسته کوي. تمه ده چې په دې لړۍ کې څلور نوي ماډلونه ایفون ۱۷، ایفون ۱۷ اېر، ایفون ۱۷ پرو او ایفون ۱۷ پرومکس نندارې ته وړاندې شي.
اپل به همداراز د راتلونکي نسل اپل واچ او نوي ایرپډونه هم وړاندې کړي. د شرکت په وینا، په دغه نندارتون کې د مصنوعي ځیرکتیا (اې ای) اړوند پرمختګونو ته هم اشاره کېږي.
د ایفون ۱۷ لړۍ په موبایلونو کې ځیني نوي تغییرات راغلي دي لکه د دغه موډل سکرین ۶، ۳ انچه دی، ریفریش ریټ یې په یوه ثانیه کې ۱۲۰ Hz دی. د ایفون ۱۷ پرو د کامرې بڼه د تېرو ماډلونو په پرتله بدله شوې او افقي شکل لري او همدا راز تر مخکیني ایفون یې وزن هم کم دی. د ایفون ۱۷ حافظه له ۲۵۶ څخه پیل کیږي.
د شرکت تر ټولو لوړ ماډل، ایفون ۱۷ پرو مکس، ښايي د لوړ ظرفیت بیټرۍ ولري. بل خوا ایفون ۱۷ اېر به د پلس ماډل ځای ونیسي او د اپل تر ټولو نری او نازک تلیفون بلل شوی دی.
دغه نندارتون به د کالیفورنیا په کوپرټینو کې د اپل په مرکزي دفتر کې ترسره شي او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې به په ژوندۍ بڼه خپور شي.

د نپال صدراعظم کېپي شرما اولي د سې شنبې په ورځ د ډېرېدونکو لاریونونو په پایله کې استعفا ورکړه. د استعفا په لیک کې اولي ویلي چې د ستونزې د حل او سیاسي لارې چارې د اسانتیا لپاره ګام پورته کوي. سرچینې وایي چې اولي پلان لري په دوبۍ کې پناه واخلي.
په نیپال کې مظاهرې د دویمې ورځې لپاره هم روانې وې، سره له دې چې حکومت اعلان کړی و پر ټولنیزو رسنیو یې بندیز لرې کړی دی.
مظاهرهچیانو د اولي د لرې کولو او د حکومت د منحل کیدو غوښتنه کوله.
په دغو مظاهرو کې د دوشنبې په ورځ ۲۰ کسان ووژل شول او له ۲۵۰ زیات ټپیان شول.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په داسې حال کې د خپل نوي صدراعظم په لټه کې دی چې اپوزیسیون ګوندونو لومړي وزیر فرانسوا بایرو ته د هغه د بودجوي سیاستونو له امله د عدم اعتماد رایه ور کړې ده. د راتلونکي صدراعظم په توګه د دفاع وزیر سباستیان لوکورنو نوم هم یادیږي.
بایرو د دوشنبې په ورځ په پارلمان کې په۳۶۴ رایو له بې باورۍ سره مخ شو او ټاکل شوې چې نن خپله استعفا ولسمشر ته وسپاري.
نوی صدراعظم به د پارلمان یو موټي کولو او د راتلونکي کال لپاره د بودیجې تصویب لپاره لار پرانېزي.
فرانسه تر فشار لاندې ده چې خپل کسر د اروپایي ټولنې د درې سلنې له حد څخه راټیټ کړي، ځکه اوسنی کسر له دې دوه برابره لوړ دی او د پور کچه یې د ناخالص کورني تولید (GDP) ۱۱۴سلنې ته رسېدلې.
د رویټرز د رپوټ له مخې، دفاع وزیر سباستیان لوکورنو د راتلونکي صدراعظم په توګه ډېر یادیږي.
د قانون له مخې هېڅ مشخصه قاعده نشته چې ولسمشر باید څرنګه یا څومره ژر صدراعظم وټاکي. د مکرون دفتر وویل چې نوموړی، چې ۴۷ کلن دی او له ۲۰۱۷ راهیسې په واک کې دی، په څو راتلونکو ورځو کې به نوی صدراعظم وټاکي.
سوسیالیستانو وویل چې اوس د دوی وار دی چې حکومت وکړي.
د سوسیالیست ګوند مشر اولیویه فور فرانس انتر راډیو ته وویل: «زه غواړم چې دا ځل کیڼ اړخي او زرغون (ګرینز) واک ته ورسېږي. موږ باید واک ترلاسه کړو».
بل لور ښي اړخي ګوند د پارلمان د بېړنیو ټاکنو غوښتنه تکرار کړې، خو مکرون تر اوسه دا ډول غوښتنې رد کړې دي. د ګوند مشرې مېرین لوپن وویل: «د پارلمان منحل کول یوازینۍ او تر ټولو غوره لار ده چې له سیاسي کړکېچ څخه ووځو».