په افغانستان کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان مشرې میهیونګ پارک ویلي: «مونږ نه غواړو چې د بې ځایه شویو لپاره د کډوالو کمپ جوړ کړو، خو اوس اړینه ده چې د لنډمهال لپاره یې رامنځته کړو، ځکه چې بې ځایه شوي خلک په سختو شرایطو کې ژوند کوي او زمونږ هڅه دا ده چې د هغو د اوسېدو ځای ته نږدې مرستې ورسوو.»
هغې د بروکسل په غونډه کې اروپایي ټولنې ته د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات ورکړي او ټینګار یې کړی، چې افغانان په ځانګړي ډول د اروپایي ټولنې له مرستو سره تړلي دي، ځکه چې د ۲۰۲۱کال د اګسټ له بدلون وروسته امریکا خپلې مرستې درولې دي.
اغلې پارک زیاته کړې، چې افغانستان لا له وړاندې له ګڼو کړکېچونو سره لکه د ۲۰۲۵کال په اوږدو کې له ایران او پاکستان څخه د ۱.۷ میلیونو افغانانو ستنېدو، کورنيو بې ځایه کېدو او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.
پارک د اروپايي ټولنې غونډې ته په خپلو څرګندونو کې وویل، لوېدیځ هېوادونه د خپل دفاعي لګښت د زیاتوالي له امله د پرمختیايي او بشري مرستو بودیجې کموي، چې د افغانستان په څېر هېوادونو لپاره یې ستونزې لا پسې زیاتې کړي. هغې زیاته کړه: «په نړۍ کې ډېرې کړکېچنې ستونزې شته، خو زموږ وېره دا ده چې افغانستان له یاده ونه وځي.»
د اګسټ پر ۳۱مه د ۶.۰ درجې زلزلې او ورپسې ټکانونو له امله له ۲۲۰۰ډېر کسان مړه شوي او شاوخوا ۳۶۰۰نور ټپیان شوي دي.
د طالب چارواکو په وینا، په دې پېښه کې له ۷۰۰۰ډېر کورونه نړېدلي او نږدې نیم میلیون کسان په مستقیم ډول اغېزمن شوي دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۳۴زره کسان بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري. په داسې حال کې چې د ژمي موسم هم رانږدې کېږي، ډېری زلزلهځپلي بېکوره پاتې دي او په پرانیستو میدانونو کې شپې سبا کوي.