د ماشومانو د خوندیتوب سازمان: د کونړ په زلزله کې نږدې ۱۲۰۰ ماشومان مړه شوي

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان ویلي، چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله نږدې ۲۱۰۰ کسان مړه شوي چې له نیمايي څخه ډېر یې ماشومان دي.

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان ویلي، چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله نږدې ۲۱۰۰ کسان مړه شوي چې له نیمايي څخه ډېر یې ماشومان دي.
د ماشومانو د خوندیتوب سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د کونړ په زلزله کې له ۵۰۰ ډېرو نجونو او ۶۵۰ هلکانو خپل ژوند له لاسه ور کړی دی.
په اعلامیه کې ویل شوې، چې د کونړ لرې پرتو سیمو ته د لاسرسي نه لرلو امله ښايي د مړو شمېر نور هم ډېر شي.
د ماشومانو د خوندیتوب سازمان د ارزونو له مخې، په دې زلزله کې د شاوخوا ۳۸زره کسانو کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ډېری کورنۍ په موقتي سرپناه کې ژوند کوي.
د سمسور په نوم د کونړ یو ځايي اوسېدونکي ویلي:« زموږ ماشومان جامې نه لري؛ ټول شیان تر خاورو لاندې شوي دي. دا جامې چې مې اغوستې دي، یو ملګري راکړې دي. موږ هېڅ نه لرو. زموږ ماشومانو ته سرپناه، ګرم کالي او بوټان په کار دي. د ژمي په نږدې کېدو سره په خېمو کې ژوند کول ډېر ستونزمن دی.»
دغه سازمان ویلي، ۲۶۰۰ کورنۍ چې شاوخوا ۱۳زره پکې ماشومان دي په موقتي پنډغالو کې اوسېږي.
د ماشومانو د خوندیتوب سازمان د اداري پروګرامونو مشرې سمیرا رحمان ویلي، چې له ۲۰۰زره څخه ډېر ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. نوموړی وايي:«دغې زلزلې یوازې کورونه نه دي نړولي، بلکې راتلونکی یې هم ویجاړ کړی. والدینو خپل ماشومان له لاسه ورکړي او ماشومانو خپل د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي. د ماشومانو او د هغوی د کورنیو لپاره داسې دوامداره ملاتړ په کار دی چې د خپل ژوند د بیا رغولو توان پیدا کړي.»
د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال سازمان ویلي، چې په کونړ کې د روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو، نغدي مرستو او د ماشومانو لپاره د رواني ملاتړ چارې پر مخ وړي او تردې مهاله یې له ۱۶زرو ډېر کسان چې نږدې ۱۰زره یې ماشومان دي، تر خپل پوښښ لاندې راوستي دي.

بېلاروس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غوښتنه ۵۲ بندیان خوشې کړل او د امریکا له مرکچي پلاوي سره لیتوانیا ته ولاړل. په ویلنیوس کې د امریکا سفارت ویلي، چې دا د بندیانو تر ټولو ستره ډله ده چې ولسمشر الکساندر لوکاشینکو یې بښي.
ټرمپ، چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین نږدې متحد لوکاشینکو ته یې زنګ کړی و، دغه بندیان "یرغمل" بللي وو. منسک وروسته د هغوی خوشې کول تایید کړل.
د دغه اقدام په بدل کې واشنګټن د بېلاروس پر ملي هوايي کرښې (Belavia) ځینې بندیزونه نرم کړل او دغه شرکت ته یې اجازه ورکړه چې د خپلو بوینګ الوتکو لپاره پرزې او خدمت ترلاسه کړي.
خو خوشې شوي کسان د هغو۱۴۰۰ بندیانو یوازې یوه برخه جوړوي چې ټرمپ یې د تېرې میاشتې په خبرو کې له لوکاشینکو د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.
په خوشې شویو کې ایهار لوسیک (۳۳ کلن خبریال) هم شامل دی چې په ۲۰۲۱ کال کې د "شخړې پارونې و د بلوا د تنظیم" په تور په ۱۵ کلونو بند محکوم شوی و.

د افغانستان په اړه د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشورتي ناسته د پنجشنبې په ورځ د تاجکستان په دوشنبه ښار کې جوړه شوه. په دې دوه ورځنۍ ناسته کې د افغانستان پر اوسني وضعیت او پر سیمې یې د اغیزو په اړه خبرې کیږي.
د شانګهای همکارۍ سازمان سرمنشي نورلان یرمکبایف تازه ویلي چې له طالبانو سره د غړو هېوادونو تعامل، په ځانګړي ډول د امنیتي چارو په برخه کې، د دې ناستې مهمه موضوع ده.
نوموړي زیاته کړې چې په افغانستان کې ټولنیزې ستونزې، د ښځو حقونه او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه لا هم شته دي. د هغه په وینا، د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه د افغانستان د ستونزو په اړه ګډ نظر لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت سلاکار او د سویلي اسیا د چارو عمومي رییس رضا بهرامي د پنجشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان په اړه د شانګهای د غړو ترمنځ د لا ډېرو همکاریو ارزښت د دې ناستې اساسي محور جوړوي.
د افغانستان لپاره د پاکستان او تاجکستان ځانګړو استازو محمد صادق او خسرو صاحبزاده هم د دې ناستې په څنډه کې په سیمه کې د ترهګرۍ پر ډېرېدونکو ننګونو خبرې کړې دي.
محمد صادق وویل چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د یوې ګډې او همغږې ستراتیژۍ د جوړولو پر اهمیت ټینګار کړی دی.


حافظ عبدالرحمن د پکتیکا له ګومل ولسوالۍ نه د خیبر پښتونخوا تر بنو ولسوالۍ پورې په غرنیو او کږلېچنو لارو او درو کې پوره ۲۵ ورځې تېرې کړې. د بې پیلوټه الوتکو له څار نه پټېدل، کله پلي، کله په موټر کې تګ د دوی پښې تڼاکې کړې وې او سفر خورا ستومانوونکی و.
عبدالرحمن تازه د القاعدې د محلي همکار اخترمحمد خلیل له ډلې سره یوځای شوی و او په یوه ۲۰ کسیز تشکیل کې بنو ته استول شوی و. خو دغه سفر هغو بریدونو ته په پام، چې دوی په بنو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو وکړل، ده ته ډېر پام وړ نه و.
د خوست دغه پخواني افغان جنګیالي له را ستنېدو وروسته خپل قوماندان ته وویل، « دوه میاشتې مو تېرې کړې، یوازې دوه ځایه مو ښکار وکړ، په دې ډول خو زموږ ګذاره نه کیږي».
اخترمحمد خلیل په برېتو کې وموسل، «تاسې لږ صبر وکړئ، زر به مو سیف العدل سومالیا ته ولېږي، په جهاد به ماړه شئ».
اخترمحمد خلیل د شمالي وزیرستان د جاني خېل قبیلې غړی دی او د مجلس عسکري په نوم د یوې وسله والې ډلې مشري کوي. د ده ځواک یوازې په قومي تړاو نه دی ولاړ، بلکې د القاعده شبکې له مرستو، وسلو او پیسو هم تغذیه کېږي.
د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر پر۲۵مه، د پاکستان جېټ الوتکو د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د تحریک طالبان پاکستان او ګل بهادر ډلې پر ګڼ شمېر احتمالي پټنځایونو هوايي بریدونه وکړل، چې یو هدف پکې د عسکري کاروان مشر اختر محمد خلیل و. هغه د القاعدې شبکې او پاکستاني طالبانو ترمنځ د رابط په توګه د ټي ټي پي او ګلبهادر ډلې د مختلفو څانګو د عملیاتو همغږي او لوژستیکي چارې پرمخ وړي. د عسکري کاروان جنګیالي د جنوبي وزیرستان په شوال، سپین کمر، د شمالي وزیرستان نورو سیمو او بنو، په ځانګړې توګه جاني خېلو کې فعال دي.
حقاني شبکې ته یوې نږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، «په ۲۰۲۳ کال کې سراج الدین حقاني پر اخترمحمد خلیل شکمن و، چې له داعش سره خواخوږي لري او په همدې هدف یې کابل ته احضار کړی و، خو زر د القاعدې مشر سیف العدل مداخله وکړه او د هغه ضمانت یې وکړ».
خلیل د سیف العدل او د القاعدې د نورو مشرانو نږدې او اعتمادي ملګری ګڼل کیږي، ځکه په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان د ضرب عضب پوځي عملیاتو پرمهال، هغه د شوال په سپین کمر کې د القاعدې غړو ته پناه ور کړې وه او وروسته یې له حقاني شبکې سره په همغږۍ د پکتیکا نکې ولسوالۍ او نورو غرنیو سیمو ته انتقال کړل.

القاعده ۲۴ کاله وروسته
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له پېښو ۲۴ کاله اوړي، خو په افغانستان کې د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو له ۲۰ کلنې ترهګرۍ ضد جګړې وروسته، وضعیت بېرته د ۲۰۰۱ کال بڼه خپله کړې ده. د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر کابل د طالبانو بیا واکمنېدو القاعدې، د منځنۍ اسیا جنګیالیو او پاکستاني طالبانو ته، چې په ۲۰ کلنه جګړه کې ددوی متحدان وو، یوځل بیا په افغانستان کې د استوګنې، مراکزو جوړولو، مدرسې چلونې او جلب او جذب لاره پرانېستې ده.
د ملګرو ملتونو د څار ټیم د رپوټ له مخې، القاعدې په افغانستان کې اته روزنیز مرکزونه، پنځه مدرسې او د وسلو ګودام پرانېستی او غړي یې د افغانستان او ایران ترمنځ په اسانه تګ او راتګ کوي. د یاد ټیم د ۲۰۲۴ کال او له دې وړاندې رپوټونه ښيي چې دې شبکې په نورستان، زابل، هلمند، غزني، ارزګان، پروا ن او لغمان کې هم رونیز مرکزونه پرانېستي او د حکیم المصري په نوم د القاعدې یو مشر د پاکستاني طالبانو لپاره ځانمرګي بریدګر روزي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دې شبکې تازه د وزیرستان لپاره د بنګله دېش یو اوسېدونکی د مسوول په توګه ټاکلی او وخت ناوخته جنوبي وزیرستان ته سفرونه کوي.
د القاعدې نا اعلان شوي مشر سیف العدل د ۲۰۲۴ کال په جون کې پر خپلو پلویانو غږ وکړ، چې «افغانستان ته لاړ شي، د طالبانو له تجربو زده کړه وکړي او بیا پر لویدیزو او « صهیونستي» هدفونو بریدونه وکړي».
د شنونکو په باور، سیف العدل د القاعدې په جګپوړو مشرانو کې د داسې کس په توګه پېژندل کیږي، چې دغه شبکه یې د جنګیالیو له دودیزې شبکې نه په یوې ویروونکې او مرګونې شبکې بدله کړې ده. د ۲۰۱۱ کال په می کې د بن لادن له مرګ وروسته ایمن الظواهري د القاعدې د شورا له بیعت پرته د دې شبکې مشري پرغاړه واخسته او په دې توګه یې پخواني مصري کمانډو سیف العدل ته چې ده ته خورا نږدې و، لاره پرانېسته چې اعتبار او وفاداري یې څوک تر پوښتنې لاندې رانه ولي.
سیف العدل له ۲۰۰۲ کال نه تر ۲۰۱۰ کال پورې په ایران کې کله ازاد او کله تر څار لاندې ژوند کاوه او د همدغه کال د مارچ میاشتې په وروستیو کې د ایران د سپاه پاسداران مامورانو د افغانستان د زابل ولایت په سرحد کې د خپل یوه اسیر ډپلوماټ حشمت عطار زاده نیاکي په بدل کې حقاني شبکې ته وسپاره. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د تبادلې په مذاکراتو کې حقانیانو او د طالبانو جګپوړي قوماندان عبدالقیوم ذاکر ټاکونکی رول درلود.
د القاعدې د ۱۷۰ جګپوړو مشرانو په نوملړ کې بن لادن لومړی کس او سیف العدل اتم کس ګڼل کېده. هغه بن لادن ته له یمن نه تر سومالیا او ایران پورې په ټولو سیمو کې د القاعدې د پراخولو، تنظیم او فعالیت د څار په برخه کې، خورا نږدې او اعتمادي کس و.
د حافظ عبدالرحمن په وینا، « د سیف العدل جنګي سابقې ته په پام داسې ښکاري چې هغه به خپله تیت او پاشلې شبکه یوځل بیا ورغوي او له سومالیې نیولې تر عراق، یمن اوسوریې به رېښې وغځوي».
هغه په سومالیا کې د القاعدې په ماموریت کې په سترګه او لاسونو ټپونه خوړلي، ځیرک او هوښیار سیاستوال، خو په خوی او خلق کې تریخ بلل کیږي. د القاعدې د غړو او له هغوی سره د همکارو قبایلي او افغان جنګیالیو له څرګندونو داسې ښکاري، چې سیف العدل سومالیا ته د خپل نوي جګړه ییز محاذ په سترګه ګوري. هغه په سومالیا کې د جګړې تجربه او د القاعدې هسته لري. په سوریه کې د القاعدې د اشر ستراتیژۍ دا ډله په نورو بې ثباته اسلامي هېوادونو کې هم بري ته خوشبینه کړې ده.

افغانستان ته د القاعدې د هستې را ګرځېدل
د طالبانو دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ایمن الظواهري او سیف العدل دواړه په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وړاندې د طالبانو له جګپوړي قوماندان قیوم ذاکر سره له پاکستان نه هلمند ته لاړل او کله چې کابل ونیول شو، د الظواهري او سیف العدل د سمبالښت او امنیت چارې حقاني شبکې پرغاړه واخېستې. سیف العدل کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته لومړی په پکتیکا کې اوسېده خو کله چې د ۲۰۲۲ کال په جون او جولای میاشتو کې د پکتیکا په ګیان او برمل او د خوست په سپیره ولسوالیو کې زلزلې وشوې، دې سیمو ته ګڼو کورنیو او بهرنیو خبریالانو سفرونه پیل کړل او سیمې ته مرستندویه موسسې لاړې، سیف العدل او ددې شبکې نورو مشرانو ځانونه خوندي محسوس نه کړل او کونړ او نورستان ته لاړل.
په نورستان کې د ګوجرو قبیلې یو شمېر جنګیالي او یو شمېر سلفیان چې په وزیرستان کې یې له القاعدې سره ښې اړیکې درلودې، او په کامدیش او نورو سیمو کې یې د امریکايي ځواکونو خلاف د القاعدې په جګړو کې برخه اخستې وه، په افغانستان کې د القاعدې د پوځي عملیاتو مسوول مصطفی ابو یزید نږدې همکاران وو. ګوجر د کونړ ولایت په دانګام، نورستان او د بدخشان په کشم او اشکمش ولسوالیو کې اوسیږي. دوی د دغو جګړویو فلم جوړ کړی و چې نورستان نمبر۴ نومېده. ددغه فلم مصرف هم ابو یزید ور کړی و.
د سپټمبر پر لومړۍ نېټه د نورستان د نور ګرام ولسوالۍ ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د ګوجر قبیلې اړوند ځینې کسان د طالبانو د نورستان والي قاري زینالعابدین عابد په مرسته د ځايي اوسېدونکو ځمکې غصبوي. عابد له دې وړاندې په لغمان کې د القاعدې جنګیالیو کوربه توب کاوه، خو محلي سرچینې وايي، چې نوموړی د القاعدې په سپارښتنه غواړي د ګوجر قبیلې کوچیانو ته په سیمه کې ځای ور کړي.
په خوست او کابل کې دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې « سیف العدل د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وړاندې د طالبانو جګپوړي قوماندان مولوي عبدالقیوم ذاکر ته ۱۵۰ موټر وپېرل چې له هغه سره یې د جګړې په شدت او د خپل نفوذ د ساحې په ډیرولو کې زیاته مرسته وکړه. هغه وروسته عرب جنګیالي هم ورکړل، چې ډېری یې په پنجشیر ولایت کې جنګېدل».
د پکتیکا په ارګون کې د وسلو دوو سوداګرو په دې وروستیو کې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په خوست، پکتیا، کونړ او نورستان کې د القاعدې شبکې له مالي لګښتونو داسې برېښي چې د جمهوري حکومت له سقوط وروسته دوی په لویه کچه مالي امکانات ترلاسه کړي دي. یا لږ ترلږه توانېدلي چې خپلو بندو مالي سرچینو ته لاسرسی پیدا کړي.
د وسلو د سوداګرو په وینا، د ۲۰۲۱ کال له سپتمبر نه د ۲۰۲۲ کال تر پایه سیف العدل د القاعدې شبکې ټول هغه پورونه چې په افغانستان او پاکستان کې د وسلو تاجرانو پرې درلودل، ادا کړل.
القاعدې له ۲۰۰۹ کال نه تر ۲۰۱۴ کال پورې د شمالي او جنوبي وزیرستان د وسلو له مارکېټونو ، د سیالکوټ او ګوجرانوالې له فابریکو او افغان او پاکستاني وسله خرڅوونکو او قاچاق کوونکو ګڼې وسلې، په ځانمرګو او موټربم بریدونو کې کاریدونکي توکي او بارود پېرلي وو.
د القاعدې غړو، چې په خوست او پکتیکا کې د تحریکیانو په نامه یادیږي او له سیمه ییزو خلکو سره یې لهجه او څېره ډېره کمه د توپیر وړ ده، پاکستاني طالبانو ته د افغان طالبانو له ډلګيمشرانو پرمختللې او لایزري دوربین لرونکې وسلې واخستې. په خوست کې د سي ای اې د صفري قطعاتو اکثریت وسلې د جنګیالیو ترمنځ ووېشل شوې.
القاعدې شبکې د دغو وسلو او غنیمتونو د خرڅلاو پرمهال، د ټي ټي پي جنګیالیو هر ګروپ ته لس امریکايي ایم فور، ایم ۱۶ او پر هغو د پاسه تړل کېدونکي Plusar Thermal Opticsدوربینونه، او نور Night vision items وپېرل چې د هر Plusar Thermal Optics بیه له ۱۴۰۰ ډالرو نه تر ۶۱۵۴ ډالرو پورې کېده. ځینې له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ ډالرو پورې وپېرل شول. دغه راز ایم فور ټوپک یې د هغو کیفیت ته په پام له ۱۵۰۰ ډالرو نه تر ۳۰۰۰ او تر دې ګرانه قیمت وپېرل.
د وسلو یوه سوداګر، چې له نومښودنې یې ډډله کوله، وویل، « دغه پېر او پلور ټول په یورو کرنسۍ کیده، چې د خوست په صرافیو کې په افغانۍ تبادله کیدې».

دې شبکې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ، جماعت انصارالله او ایغوري جنګیالیو ته چې د غنیمت مال کم ور رسېدلی و، نوي پک اپ موټر، نوې وسلې، شپې لید دوربینونه او نور پرمختللي جنګي وسایل وپېرل.
حقاني شبکې په خوست، پکتیا او پکتیکا کې د عربو جنګیالیو او هغو کورنیو لپاره چې سرپرستانو یې په افغانستان کې پر امریکايي اډو ځانمرګي بریدونه کړي، د کورونو جوړولو پروګرام پیل کړ، چې دمګړۍ د خوست په ښار، نادرشاه کوټ ولسوالۍ، مندوزیو ولسوالۍ او د خوست ۱۲۰۰ فامیلیو کې عملي کیږي او ځینې یې عملي شوي. د سرچینو په وینا، ددې کورونو مصارف د القاعدې شبکې له خوا ورکول کیږي.
په پکتیکا کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پکتیکا د پڅې مېلې او دوه منده ولسوالیو تر منځ د خلکو د رضایت خلاف یوه نوې لاره جوړه شوه، چې هلته میشت د ټي ټي پي جنګیالي خوست او کابل ته اسان تګ او راتګ وکړای شي. دغه راز د خوست د سپېرې ولسوالۍ او د پکتیکا د مداخېلو ترمنځ د سړک اته میلیونه افغانۍ لګښت، چې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني پرغاړه اخېستی و، په پټه د القاعدې شبکې له خوا ورکړل شوی.
د جګړې د مثلث پټ تړون
د حافظ ګل بهادر د ډلې اړوند یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په ۲۰۱۳ کال کې افغان طالبانو د شمالي وزیرستان په میرعلې کې له پاکستاني طالبانو او القاعدې سره یو تړون لاسلیک کړی، چې د اسلامي امارت له بېرته واکمنېدو وروسته به کابل له دوی سره د جهاد په داعیه او په پاکستان کې د شرعي نظام له ټینګېدو سره مرسته کوي.
پر دغه تړون سراج الدین حقاني، د ټي ټي پي مشرتابه، د القاعدې پخواني مشر ایمن الظواهري، حافظ ګل بهادر، صادق نور داوړ او د پاکستاني طالبانو نورو مشرانو لاسلیکونه کړي دي.
سرچینه وايي، «د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د خوست ولایت په سپیره ولسوالۍ کې د پاکستاني الوتکو له هوايي بریدونو وروسته چې کله اسلام اباد پر افغان طالبانو فشارونه ډېر کړل، د طالبانو دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د پاکستاني طالبانو مشران او د شمالي وزیرستان د اتحاد المجاهدین شورا مشر حافظ ګل بهادر چې هغه مهال د کابل په شکردره ولسوالۍ کې اوسېده، راوغوښتل او له دوی یې وغوښتل چې په پاکستان کې خپل بریدونه ودروي». خو د سرچینې په وینا، حافظ ګل بهادر ، چې په وزیرستان کې یې د حقاني شبکې او القاعدې لپاره یو ملاتړی چتر جوړ کړی و، ملا یعقوب ته د ۲۰۱۳ کال د میرعلې تړون سند ور وښود، چې له بهرنیو جنګیالیو سره د اسلامي امارت پر ملاتړ ټینګار کوي.
په دغه سند کې افغان او بهرنیو جنګیالیو توافق کړی چې دوی د افغانستان د اسلامي امارت د احیاء لپاره له افغان طالبانو سره یوځای د افغان حکومت، ناټو او امریکايي ځواکونو خلاف جنګیږي، خو د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته به افغان طالبان د دوی بالمثله همکاري کوي.
دې مسالې د ملا برادر په شمول د طالبانو هغه مشران هیښ کړل، چې له نړیوالې ټولنې سره یې د ښو اړیکو او بهرنیو جنګیالیو ته د پناه نه ورکولو ژمنې کړې وې. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه رپوټ له مخې، ملا برادر د ایمن الظواهري له مرګ وروسته د کورنیو چارو وزیر ته په یوه غونډه کې وویل، چې «ایمن الظواهري ته په پناه ورکولو سره مو زه نړیوالې ټولنې ته دروغجن کړم». خو سراج الدین حقاني په ځواب کې ورته وویل، چې «الظواهري ته په کابل کې مېلمستون د ملا هیبت الله اخوندزاده په موافقه ورکړل شوی و».
د الظواهري له مرګ وروسته حقاني او ملا یعقوب کابل د القاعدې د مشرانو لپاره خوندي ونه باله او له هغوی نه یې وغوښتل، چې د افغانستان په سرحدي ولایتونو او هغو سیمو کې استوګنه غوره کړي، چې له کورني او نړیوال څار نه لرې او منزوي سیمې وي.

د نړیوالو سرچینو د رپوټونو له مخې، په کونړ کې القاعدې خپل پوځي غونډ کتیبه عمر فاروق بېرته پرانېستې چې مشري یې ابو اخلاص المصري، او مرستیالي یې ابوحمزه القطاني کوي. ددې کتیبې نور غړي شیخ عبدالحکیم المصری، قطال الحجازي، ابو بصیر او ابو یوسف دي چې د القاعدې، جماعت انصارالله، او پاکستاني طالبانو جنګیالي پکې روزل کیږي.
د ملګرو ملتونو رپوټونه او د القاعدې اړوند فعالیتونو د شنونکو ارزونو نه داسې ښکاري چې د سیف العدل په مشرۍ القاعده شبکه د خپلې نوې جنګي تګلارې له مخې، چې د سوریې د جګړو تجربو ته په کتو د «اشر ستراتیژي» نومول کېدای شي، افغانستان د پټنځي، روزنې، قوماندې، مدیریت، لوژستیک او مالي سرچینو د مرکز په توګه کاروي، خو د جګړې ساحه غواړي د خپلو سیمه ییزو او نړیوالو ملګرو له لارې له افغانستان نه بهر نورو هغو بې ثباته هېوادونو ته وغځوي، چې له وړاندې هلته د القاعدې شبکې رېښې دي.

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال سازمان ویلي، چې اروپایي ټولنې د افغان ماشومانو د زدهکړو لپاره د یوې نوې مرستې په لړ کې ۶ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي. دا مرسته به د "فخر" په نوم د نوې پروژې له لارې تطبیق شي، چې موخه یې د زدهکړې خوندي، ټولګډونه او باکیفیته فرصتونو برابرول دي.
دا مرسته په ځانګړي ډول د هغو ماشومانو لپاره ده، چې له ښوونځي پاتې دي، د معلولیت ستونزې لري او یا له زیانمنونکو ټولنیزو شرایطو سره مخ دي.
سیو دي چیلډرن ویلي چې دغه نوې طرحه به د افغان ماشومانو لپاره د زدهکړې د لاسرسي د ښهوالي ترڅنګ د ټولنیز ملاتړ په پیاوړتیا کې هم مرسته وکړي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې ماشومانو ته د زدهکړې فرصت برابرول د دوی د راتلونکي د هیلې او د ټولنې د پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري.
د اروپایي ټولنې د کابل پلاوي د معلوماتو له مخې، د "فخر" پروژه به د ۳۶ میاشتو په موده کې پر مخ ولاړه شي او درې بنسټیز اهداف به ولري چې د ماشومانو لپاره د زدهکړې خوندي چاپېریال برابرول، د هغوی د بنسټیزو مهارتونو لکه سواد او حساب وده، او د ټولنو ښکېلتیا چې د پروژې اوږدمهاله دوام تضمین کړي، پکې شامل دي.
دغه پروژه به د ټولنو پر بنسټ ښوونځي او د وړکتونونو مرکزونه جوړ کړي، د درسي موادو او کتابونو اسانتیاوې به برابرې کړي او د ماشومانو د زدهکړې د چاپېریال د جوړولو ملاتړ به وکړي.
د اروپایي ټولنې د افغانستان د پلاوي شارژدافیر، ورونیکا بوسکوویچ پوهار، ویلي: «هر ماشوم د دې حق لري چې په یوه خوندي او ټولګډونه چاپېریال کې زدهکړه وکړي، په ځانګړي ډول د نجونو زدهکړه د افغانستان د راتلونکي د هیلې لپاره مهمه ده.»
د سیو دي چیلډرن د افغانستان مشر ملکیامو کاسا د دې مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي: «موږ د هغو مرستندویانو منندوی یو چې زموږ هڅې یې دوامداره ساتلې دي، موږ به هر هغه څه ترسره کړو چې د افغان ماشومانو ملاتړ او ساتنه وشي، ځکه هر ماشوم د دې مستحق دی چې خپل پوره ظرفیت ته ورسېږي.»
په افغانستان کې له هغې وروسته چې طالبان واک ته رسېدلي، د نجونو پر تعلیم پراخ محدودیتونه لګول شوي او زرګونه نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو بېبرخې پاتې دي.
د طالبانو د حکومت پر دغه دریځ نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانونو سختې نیوکې کړې دي.
له همدې امله، نړیوال سازمانونه او مرسته کوونکي هېوادونه هڅه کوي د بدیلې زدهکړې له لارې د افغان ماشومانو، په ځانګړي ډول د نجونو، لپاره د زده کړې فرصتونه برابر کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د خوست ښار په بېلابېلو سیمو کې یې د جرمي پېښو د مخنیوي، امنیت او ښاري نظم په موخه لسګونه ثابتې او متحرکې امنیتي کمرې لګولې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د پنجشنبې په ورځ وویل، چې په خوست ښار کې د کمرو لګولو پروژه د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ له خوا د ۳،۵۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پلې شوې ده.
طالبانو ویلي، چې د څارونکو کمرو لګول به په خوست ښار کې د جرمي پېښو په کنټرول، د مجرمانو پېژندنې او ژر نیولو کې مهم رول ولري.
په ورته وخت کې په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګوربز ویلي، د دې کمرو له لارې به د ښار مهم سړکونه، څلورلارې، مارکېټونه، دولتي ادارې او ګڼ مېشتي ځایونه ۲۴ ساعته تر څارنې لاندې وي.
دا په خوست ولایت کې د امنیتې کمرو لګولو دویمه پروژه ده او تردې وړاندې هم په دغه ولایت کې ۱۵ امنیتي کمرې لګول شوې وې.
