ټرمپ راتلونکې اونۍ برېټانیا ته سفر کوي

ټاکل شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به راتلونکې اونۍ برېټانیا ته سفر وکړي او د پاچا له لوري به یې په شانداره مراسمو تود هرکلی وشي. رویټرز خبري اژانس لیکي، په دغه سفر کې به د برېټانیا پاچا په ځانګړو مېلمستیاوو او پروټکول ټرمپ دې ته اړ کړي؛ څو له دغه هېواد سره نرم چلند وکړي.